چاريکار د امنيتي پوځونو په شتون خپه دى

د پروان ولايت د چارواکو د غوښتنې له امله د متحده ايالتونو پوځونه [د چاريکار] د ښار نه له وتلو سره موافق دى.

چاريکار د امنيتي پوځونو په شتون خپه دى

د پروان ولايت د چارواکو د غوښتنې له امله د متحده ايالتونو پوځونه [د چاريکار] د ښار نه له وتلو سره موافق دى.

.



د عملياتو د همغږۍ ولايتي مرکز (OCCP) د پروان ولايت په مرکز، چاريکارو کې د پوليسو په يوماموريت کې ځاى په ځاى شوى دى، چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د افغانستان خوندي سيمه بلل کيږي.



طالبان، چې لا تر اوسه د افغانستان په زياترو برخو کې فعال دي، پر ټول هېواد د يرغل پرمهال په دې ولايت کې له ټينګ مقاومت سره مخامخ شوي وو. هغوى تر پايه نه وو توانيدلي چې په پروان کې زيات پرمختګ وکړي.



د متحده ايالتونو يو غړي، چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه وکړه، آى ډبليو پي آر ته وويل، سرتيري په پروان کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د همغږۍ په خاطر پراته وو او ځايي خلک بايد د هغوى په شتون خوښ وي.



هغه وويل: "خلک بايد په ولايت کې د احتمالي بې امنيتۍ له امله اندېښمن نشي، ځکه موږ د هغوى امنيت تامينوو."



هغه وويل، ايتلافي پوځونه د چاريکارو د ښار په ګډون په بېلا بېلو ولسواليو کې ګزمې کوي، چې د امريکا د لوى مرکز، بګرام هوايي ډګر شاوخوا پرتې دي، خو تر اوسه يې د چا مزاحمت کړى نه دى.



څو مياشتې وړاندې د پوځ د پراخولو په موخه د متحده ايالتونو د اردو د پرسونل له افغاني سرتېرو سره يوځاى د همغږۍ دا مرکز جوړ کړ، چې د ځايي خلکو د خپګان لامل شو.



د سيد محمود په نامه د چاريکار د بازار يو هټيوال په داسې حال کې د ناخوښۍ له امله سر ښوروي، چې د بهرنيو پوځونو دګاډو يو کاروان پر سړک تيريږي.



هغه وويل: "نه پوهيږم، چې دا ځواکونه زموږ امنيت ښه کوي که خرابوي. ډاډه يم چې د چاريکار [د ښار] د خلکو ژوند سخت شو؛ ځکه ځانمرګي بريدونه او د سړک د غاړې بمونه د دې ځواکونو له راتګ سره تړلي دي. په پايله کې به ولسي خلکو ته کړاو رسيږي."



د پروان ولايت د ولايتي شورا وياند، مير عبدالشکور په دې باور دى، چې د بهرنيو ځواکونو شتون د ولسي خلکو د محدوديت لامل کيږي.



هغه وويل: "ددې ځواکونو له امله خلکو ازادي له لاسه ورکړې ده. خلک د شپې له خوا د خپلو ملګروگرزيدى نشى ځکه ښايي بهرني ځواکونه د شپې پر مهال د هغوى د تګ راتګ له امله عصباني واوسي."



ولايتي سياستوالو د همغږۍ د مرکز په اړه د خلکو اندېښنې مرکزي حکومت ته څرګندې کړي او د چاريکار اوسيدونکي په دې باور دي، چې ددې کار له امله د هغوى د وتلو پرېکړه نيول شوې ده. د ځاى د بدلون په اړه يې تر اوسه کومه نېټه ښودل شوې نه ده.



د پروان د امنيې قوماندان، تورن جنرال مولانا عبدالرحمن سيد خيلي وويل:"يو پوهاوى رامنځته شوى چې د همغږۍ مرکز او بهرني پوځونه دې له ښار څخه يوليرې ځاى ته ولېږدول شي."



هغه وويل، هيله لري دا کار به د خلکو د اندېښنو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.



د متحده ايالتونو د پوځ يو وياند ددې خبرې پخلى وکړ، ويې ويل: " OCCP ... وځي، خو د ځايي خلکود مخالف له مخې نه، بلکې افغان مشرتابه يوې نوې سيمې ته د هغوى د لېږدولو غوښتنه کړې ده." هغه وويل نوى ځاى نومول شوى، خو تر دې زيات يې څه ونه ويل.



بهرني ځواکونه، چې د عربي متحده امارتونه اوهمدارنګه متحده ايالتونه په کې ګډون لري، له څلورو مياشتو راهيسې د پوليسو د عمومي قوماندانۍ په مرکز کې کار کوي .



له پروان څخه د پارلمان يو غړي، عبدالظاهر سالنګي وويل، بهرنيو پوځونو ته له اړتيا پرته په سيمه کې امنيت په پرتله ييز ډول ښه دى. هغه وويل: "د پروان پوليس ددې وس او وړتيا لري چې له دښمنانو سره وجنګيږي. ځکه د پروان له امنيتي پوځونو سره د خلکو ملاتړ موجود دى. په دې ښار کې د بهرنيو پوځونو حضور ته اړتيا نشته." هغه وويل ټول خلک د طالبانو مخالف دي او تل يې له امنيتي پوځونو سره مرسته کړې ده.



يو شمېر ځايي اوسيدونکو ګوته څنډلې که نړيوال پوځونه د هغوى په ښار کې پاتې شي، نو په حکومت به يې باور له منځه لاړ شي او کېداى شي له ملاتړ او ننګې يې لاس واخلي.



د شاهپور په نامه يو اوسيدونکي وويل: "د بهرنيو پوځونو شتون ددې معنا لري، چې حکومت پر موږ باور نه لري. موږ له حکومت څخه دفاع کړې ... موږ له طالبانو سره همکاري نه ده کړې. امنيت تامين دى."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists