ځمکني ماينونه؛ د بيارغاونې د لارې خنډ

لږ تر لږه به شپږو کلونه ونيسي، چې د افغانستان شمالي برخې د ماينونو له مرګوني ډار څخه خلاصې شي.

ځمکني ماينونه؛ د بيارغاونې د لارې خنډ

لږ تر لږه به شپږو کلونه ونيسي، چې د افغانستان شمالي برخې د ماينونو له مرګوني ډار څخه خلاصې شي.

Saturday, 3 January, 2004
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

ځمکني ماينونه د افغا نستان په شمالي ولايتونو کې، د ماين پاکولو له پنځو کلونو عملياتي پروګرام څخه وروسته بيا هم د بيارغاونې او پرمختګ په وړاندې ستر خنډ بلل کيږي.


د اټکل له مخې نزدې يو مليون ماينونه او ناچاودلي توکي لا تر اوسه د افغانستان په شمالي ولايتونو کې تر خاورو لاندې پټ دي، چې زياتره يي په کرنيزو ځمکو کي پراته دي، چې د هېواد دعايداتو يو په دريمه برخه جوړوي.


افغانستان، چې د نړۍ په کچه له ماينونو څخه ډک يو هېواد دي، په کې په تېرو ديرويشتو کلونو کې د جګړو او تربګنيو له امله په مليونونو ماينونه او چاودېدونکي توکي ځاى په ځاى شوي دي، چې سم شمېر يي چاته څرګند نه دي.


د مزارشريف د کرنې د رياست مشر سيد عزيزالله هاشمې وايي: "زيات شمېر ماينونه په کوچنيو ويالو کې ايښوول شوي دي، چې له امله يي کروندګر دغو سيمو ته نه نزدې کيږي او په پايله کې ځمکه داوبو د نشتوالي له امله شاړه پاتې کيږي."


نوموړي زياتوي، په دغه سيمه کې په سلو کې له پنځلسو څخه تر شلو پورې ځمکه له ماينونو ډکه ده او د هغوي زياتره يي لاتر اوسه نه دي موندل شوي، په داسې حال کې چې د پنځو کالو راهيسې د ماين پاکولو فعاليتونه روان دي.


هاشمي وويل، له ماينونو څخه ډار بزګران دې ته هڅولي دي، چې په زياتيدونکي توګه د کوکنارو په کرلو لاس پورې کړي، چې له لږې ځمکې څخه زياته ګټه ترې لاس ته راځي. اوس مهال افغاستان په نړۍ کې د کوکنارو ستر توليدوونکى هېواد دى.


د کرنيزو فعاليتونو تر څنګ بزګرانو ته د ماينونو له خطر څخه د خبرتيا د پروګرامونو د چمتو کولو له لارې نن د ماين د قربانيانو په شمېر کې کمښت راغلى دى. په ١٩٨٩ کال کې په شمالي ولايتونوکې ١٢٠٠ تنه د ماينونو له امله يا وژل شوي او يا ټپيان شوي وو، په روان کال کې تراوسه دا شمېره ٤٤ ته راټيټه شوې ده. دوه کاله دمخه د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته او د هېواد لېرې پرتو سيمو ته د ماين پاکولو د ډلو د ورتګ له امله ، د ماين پاکولو عمليه ورو ده.


په مجموعي توګه په ټول هېواد کې د جګړو د پخوانيو ليکو له اويا کيلومتر مربع څخه زياته سيمه له ماينونو او ناچاودلو توکو څخه پاکه شوې ده، چې نزدې اووه سوه زره دغه توکي راټول شوي او له منځه وړل شوي دي. .


په شمال کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو دفعاليتونو د سيمه ايز دفتر اټکل کړى دى چې د ماين پاکولو د اوسنې اندازي له مخې به نورو شپږو کلونو ته اړتيا وي، چې دا سيمه له چاودېدونکو توکو څخه پاکه شي. دا په دې مانا چې د افغانانو مرګ او ژوبله به لا پسې روانه وي.


عبدالرحمن د سيمه ييز روغتون د معيوبانو د څانګې د دروازې په وړاندې په يوه اوږده ليکه کې ولاړ دى. هغه درې کاله دمخه، د څوارکلنۍ په عمر، دشولګرې په ولسوالۍ کې د ماين د چاودېدو له امله يوه پښه له لاسه ورکړې وه. هغه وايي: "زه په ډېره سخته ښوونځي ته ځم. له نورو هلکانو سره لوبې نه شم کولاى، ځکه چې منډې وهلاى نه شم."


د ماينونو د ټپيانو لپاره په سيمه کې د هيلې يوازينى ځاى په مزارشريف کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د مصنوعي غړيو د جوړلو (ارتوپيدي) مرکز دى، چې معيوبانو ته په کې مصنوعي اندامونه اچول کيږي.


ددې مرکز مسوول پاول هيندريک د آى ډبليو پي آر خبريال ته وويل: "په عادي شرايطو کې موږ د مياشتې له پنځو څخه تر لسو تنو پورې ګورو، چې د چاودونو له امله يي د بدن يو غړى له لاسه ورکړى وي." په دې مرکز کې معيوبانو ته نه يوازې مصنوعي غړي اچول کيږي، بلکې هغوى ته دزده کړې او روزنې زمينه هم چمتو کوي، چې ځانته کار او کسب وموندلاى شي.


هندرک زياتوي:"موږ غيرحکومتي موسسې او حکومتي ادارې هڅوو چې معيوب کسان په کار وګوماري، ترڅو هغوى وکړاى شي په خپلو پښو ودريږي او د خپل ژوندد پرمخ وړلو جوګه شي."


دغه راز معيوبانو ته کوچني پورونه هم ورکول کيږي، چې ځانته يو کسب جوړ کړي. آى سي آر سي د تېرو څلورو کلونو په موده کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې له زرو څخه زياتو معيوبانو ته دغه راز کوچني پورونه ورکړي دي.


عبدالغفار چې نهه کاله وړاندې يي د ماين د چاودېدو له امله يوه پښه له لاسه ورکړې ده، اوس د آى سي آر سي د مصنوعي غړيوجوړونى په مرکز کې کار کوي. هغه د خپل کار او چاپېريال په هکله خوښ دى. وايي: "ژوند لا تر اوسه ماته ښکلى دى. ما د سالنګ په تونل کې د هلوترست د ماين پاکولو له موسسې سره کار کاو، چې يوه چاودنه وشوه (او پښه مې په کې له منځه ولاړه). (لومړى) راته دا ګرانه وه، چې له يوې پښې سره ځان عادت کړم. خو اوس هر څه سم دي. زه دلته کار کوم او خپل ژوند پخپله په مخ وړم."


د عبدالغفار په څېر خلک نېکمرغه دي، ځکه د ماين دقربانيانو رغاول، لږ تر لږه په يوې لنډې مودې کې، يوه ګرانه مبارزه ده.


Frontline Updates
Support local journalists