Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

ځانګړي رپوټ: په ازبکيستان کې د فرمان له مخې د ماشوم په زېږولو کنترول

د کورنی پلان پروګرام چې ويل کيږي، ښه کار دى، پلی شوې، خو په پراخه توګه د عقيم کېدو د ادعاګانوتر سيورې لاندې راغلی دی.
By Galima Bukharbaeva

د ازبکيستان چارواکي د زېږېدنې په کنترول باند غښتلي پاليسي پلې کړې ده، خو شواهد په ګوته کوي، چارواکي د ښځو له خوښې پرته د هغوی د رحم (زهدان) په ايستلو او په هغې کې د اميندوارۍ ضد وسايلو (لوپ) په ايښوولو د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.


چارواکي له ښځو څخه دا هيله لري، څومره چې کولای شي، لږ اولادونه راوړي. هغوی استدلال کوي، چې دلږو اولادنو راوړل ملي اقتصاد او همدارنه پخپله د ميندو روغتيا او سلامتۍ ته ګټه لري.


هغه مرکې چې د روغتيا څارنې له ماهرينو او يو شمېر ميندو سره شوې، د زور له لارې د کورني پلان د تپلو او په ناوړه توګه له سلا مشورې او يا د هغې متبادل ميتود د غوره کولو پرته په چارواکو باندې د هغې د پلي کولو پړه اچوي .


سره له دې چې دا ميتود په پټه تر سره کيږي، خوداسې زيات شواهد لاسته راغلي، دا څرګندوي چې دا د خپلې خوښې يو ميتود نه بلکې د حکومت يوه تګلار ده.


د يو ډاکټر په وينا د روغتيا وزارت د 2000 کال راهيسې په پټ ډول لارښوونه کړې، چې په کليوالي سيمو کې د ماشوم د زېولو کچه راټيټه کړای شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د يو سپارښت شوی ميتود له لارې له ځوانو ښځو څخه د هغوی د رحم ايستنه ده، چې ماشوم يې راوړى وي.


په همدې توګه له رحم ايستنې پرته يو بل عمل له ماشوم له زېږېدو سمدلاسه وروسته په رحم کې د (Intrauterine Device اېښودل دي، چې معمولا د (لوپ) په نوم ياديږي). بيا هم په دې هکله ميندې او روغتيا څارونکي دواړه وايې، چې دا کار زياتره له خوښې پرته ترسره کيږي.


د طب د ماهرينو د وينا له مخې دا دواړه ډوله ميتودونه د روغتيا له خطر سره د مخامخ کېدو لامل کيږي.


له حکومت سره تړلې ددې پاليسۍ له مخې په هغو سيمو کې چې د زېږېدنې کنترول سرته نه دی رسېدلای، اړوند ډاکټران له دندو ګوښه کړای شوي دي.


ټول هغه ګامونه چې د حکومت له خوا اخيستل شوي او د آی ډبليو پي آر خبريالانو د څېړنو پر مهال برسېره شوي، د چارواکو له خوا د ميندو او ماشومانو د روغتيا د اندېښنې لامل شوي دي.


قانوني سيستم د ښځو د حقونو ساتنه کوي


دبشري حقونو فعالين وايي، چې د حکومت پټه پاليسي او هغه عملونه چې په خلکو يې په زوره تپي د ملي قضايي سيتم او نړيوالو لوظنامو څخه برالا سرغړونه ده.


ازبکيستان د ملګرو ملتونو يو لړ لوظنامې لاسلييک کړي دي، چې په ښځو باندې په بدنې ناوړه چلن او تبعيض باندې بنديز لګوي.


ددغه هېواد اساسي قانون هم ددې ضمانت کوي،((هرڅوک ددې حق لري، چې په خصوصي ژوند کې يي لاسوهنه ونه شي.)) د کورنيو قانون وايي ((کورنۍ، مور توب، پلار توب او کوچنيواليتوب د حکومت تر حمايت لاندې دي.))


د حکومت د ښځو د کمېټې مشرې، د صدراعظم مرستيالې، سويتلانا انعاموا د مارچ په مياشت کې د ښځو د حالت په اړه د ملګرو ملتونو کميسون ته د ښځو د حقونو په اړه د ازبکيستان د اجرااتو يو غړند او تت رپوټ وړاندې کړ.


حکومت د روغتياساتنې او د نفوسو د مخنيوي په خاطر کورني پلان ته زيات ارزښت ورکوي. اوسنۍ پاليسۍ د حکومت د 2002 کال فرمان له مخې رامنځته شوي. ددې لپاره چې ((په کورنۍ کې د روغتيا کچه لوړه شي، د ښځو روغتيا ته پام وشي او يو روغ رمټ نسل لوی کړای شي،)) ددې غوښتنه کوي، چې ښځې بايد د زېږولو تر منځ واټن له دريو څخه تر څلورو کلونو پورې په پام کې ونيسي.


د روغتيا له وزارت څخه خپور شوى يو بل فرمان داسې لارښوونې لري، چې د ماشوم د راوړلو دعمر ټولو ميندو ته بايد له ماشوم راړولو سمدلاسه وروسته لوپ واچول شي. له دې وينا څخه ښکاري، هغه د يوې لارښوونې پر ځاى يوه جدي سپارښتنه ده، چې د ښځو د ارادي خلاف په هغوی تپل کيږي.


په پاى کې په ډېره جدي توګه د روغتيا د وزارت يو بل فرمان ددې غوښتنه کوي، په کليوالي سيمو کې بايد د ماشوم راوړلو کچه راتيټه شي او د هغو ميندو څخه د رحم ايستنې ته اجازه ورکوي، چې يو ماشوم يې زيږولای وي.


د ماشوم زېږونې د کنترول په اړوند دلايل


د چارواکو راتلونکې ستونز د اقتصادي ودې په وړاندې د نفوسو د چټکې ودې مخه نيول دي، چې تر اوسه يې کومه پايله نه ده لرلې او لکه د هېواد داوبو د زېرمو طبيعي محدوديت په څېر نور جوت خنډونه هم شته.


ازبکيستان د منځنۍ اسيا د هېوادونو په پرتله ډېر نفوس لري. د رسمي شمېرنو له مخې پروسږکال د ازبکيستان د نفوسو شمېره ٢٦،٥ مليونه ښوول شوې وه. په دې او له هغې څخه يو کال دمخه پنځه سوه زره تنه يا په کال کې په سلو کې دوه په نفوس کې زيات شو دي.


په داسې حال کې چې د ازبکيستان د نفوسو د ودې شمېر د رسمي رښتينې شمېرې او د نړيوالو مالي انستيتونو تر منځ توپير لري، د نفوسو چټکه وده په څرګنده د سړي سر کورني عايد د ترټولو مهمې شمېرې مخه نيسي.


د اوبو او کرنې ماهرين وايي، ښايي د حکومت د محاسبې مهم ټکی د هغو خنډونو پېژندنه وي، چې بايد سر ته ورسيږي. سره له دې د يو لوی هېواد په توګه ازبکيستان د کارونې لږه ځمکه لري او د هغې زياته برخه اوبو خوړ ته اړتيا لري، چې د اوبو د محدودې کچې په لرلو نورو اوبو ته اړتيا ښيي. له دې امله په دې هېواد کي په کرني ولاړ اقتصادي جوړښت کې له يو شمېر بدلونونو پرته داسې يو حالت ته رسيږو، چې خلک په موجودو سرچينو نه شي کولاې ژوند وکړي.


په 2010 کال کې به د ازبکيستان نفوس 30 مليونو تنو ته ورسيږي او له ډار لېرې نه ده، چې خوراکي مواد به د خلکو اړتيا پوره نه کړای شي.


د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (The United Nations Population Fund - UNPF) ازبکيستان د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې د سړې د سر د عايداتو له مخې دريم بېوزلی هېواد پېژني.


د خلکو مقاومت، د دروازې تر شا پاليسي


له دې ټولو دليلونو سره سره حکومت د (نفوسو) د ودې د کچې مخنيوی يو لومړيتوب ګڼي.


هغوى دا هم وايي، چې هغوى د ښځو روغتيا ته، په تېره بيا په کليوالي سيمو کې ژمن دی، تر څو د هغوى روغتيايي حالت ښه کړي او په ځانګړي ډول يې وهڅوي، او دخپلې سوکالۍ لپاره د ماشوم په زېږولو باندې کنترول ولګوي او له دې لارې هغوې او حکومت دواړه وکړای شي د زياتو ماشومانو حمايت او ساتنې ته اړتيا پيدا نه کړي.


خو آن ددې ځواکمن حکومت لپاره د ماشوم په زېږولو باندې د کنترول په هکله خبرې کول کومه اسانه خبره نه ده، دا لا پرېږده، چې په يو محافظه کاره ټولنه کې کورني ارزښتونه خورا اهميت لري.


دازبکيستان ډېره کي مسلمانان ښايي د خپل حکومت زياتې لارښوونې او سپارښتونه ومني، خو له دې څخه بدوړي، چې په شخصي ژوند کې يې لاسوهنه وشي او ورته وويل شي، په خپلو کورنيو کې څه شی وکړې او څه شی ونه کړي.


معمولا ازبيکي کورنۍ لويې وي. په منځني ډول څلورواو آن کله ناکله ترلسو پورې غړي لري. ښځې د عمر اتلس کلنۍ او نارينه په 22 کلنی واده کوي. دا واده په لومړيو کلونوکې د زياتو اولادونو، په تېره بيا د زامنو په لرلو زيات ټينګار کوي.


د معلوماتو کمپاين د روغتيا څارني د دولتي سيستم او د (روغ نسل د ټولنې – سالم اولاد اوچون) حکومتي موسسې له لارې پلى کيږي.


د خلکو د خپګان د مخنيوي په خاطر دا پاليسي د مطبوعاتو پر ځای د يو په يو پر بنسټ پر مخ وړل کيږي او له دې لارې ښځو ته په زېږنتونونو او کلينيکونو کې د کورني پلان په هکله معلومات ورکول کيږي


په دې ستراتيژۍ کې د خلکو د معلوماتو په پرتله نور زيات شيان هم شته. داسې نښې نښانې تر لاسه شوي، چې د روغتيا څارني کارکوونکي د ليکلي امر له مخې دې ته اړ دي ترڅو د خلکو د خوښي خلاف د ماشوم په زيږېدو کې ټيټوالي راولي


د نفوس شمېرنې له امله ګوښه کول


د نفوسو د برخې ماهرين فکر کوي، چارواکي د روغتيا د برخې هغو کارکوونکو ته سزا ورکوي، چې د (کورنی پلان) په پلي کولو کې پاتې راشي.


د مارچ په مياشت کې د انديجان په سيمې کې د دوو بېړنيو روغتونونو مشر ډاکټران، د اولتينکول د ولسوالۍ څخه صاحبجان بازاروف او د اولوګنر له ولسوالۍ څخه اتخمجان دولتوف د هغوي په روغتونونو کې د زياتو ماشومانو د زېږېدو له امله له کاره ګوښه شوي و.


د تاشکند چارواکي له دې امله ناخوښه برېښېدل، چې د 2003 کال په پرتله په اولتينکول کې پروسږکال (د ٢٠٠٤ کال په بهيرکې ) 404 زيات نوي ماشومان زېږېدلي دي.


د روغتيا د ډګر د ځايي کوونکو په وينا د انديجان د سيمې د روغتيا رئيسې، رانو شيرماتوا هم د ماشومانو د زېږېدو شمېرې د لوړوالي له امله خپله دنده له لاسه ورکړه.


له کاره د ګوښه شوي ډاکټرانو له ډلې څخه يو، چې غوښتنه يې وکړه ونه نومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، څنګه هغه مهال له کاره وشړل شو، چې تاشکند ته د روغتيا څارنې د يوې لوړ پوړې غونډې لپاره بلل شوی و. مهمه خو لاداوه چې د فبروري د مياشتې د درېمې نېټې دا غونډه د اقتصاد د وزارت له خوا راغوښتل شوې وه او د روغتيا وزارت چارواکي په کې د دويم واحد په توګه ناست و.


د غونډې مشرې د اقتصاد د وزير رستم عظيموف په غاړه وه، د انديجان د سميې مشر ډاکټرانو بايد په خپلې سيمې کې د ماشوم د زېږېدو په هکله حکومت د 2002 کال د فرمان د پلي کولو او د مورتوب په هکله رپوټ ورکړی وای.


نوموړي ډاکټر وويل: ((له هغې وروسته د اقتصاد وزير، عظيموف د روغتيا وزير، فېروز نذيروف ته وويل، چې ودريږه، موږ ته يې ګوته ونيوله او ويې ويل، هغوی وشړه!))


د نوموړي ډاکټر د وينا له مخې چارواکو غوښتل پنځه مشر ډاکټران په انديجان کې له کاره ګوښه کړي، خو يوازې دوه هغه يې له دې امله له کاره وشړل شول، چې هغه نور يې زياته موده د تير کال په پيښو کې په دندو کې نه و.


د روغتيا مرستيال وزير، حسام الدين اسمعيلوف وروستي مطبوعاتي کنفرانس ته وويل، چې ډاکټران په حقيقت کې د نفوسو په شمېرې کې د زياتوالي له امله مسوول دي. خو هغه زياته کړه،چې د موخو په لاسته راوړلو کې د پاتې راتګ له امله به هغوی له کاره ګوښه نه کړای شي.


اسمعيلوف له آی ډبليو پي آر سره يوې مرکې کې داسې برېښېده چې له وروستي ټکي سره مخالف وي. وايي چې دا دوه له کاره شړل شول ډاکټران دولتوف او بازاروف په حقيقت کې ((د کمزورې نظم)) له امله د سزا وړ و. هغه وايي: ((موږ له داسې پېښو څخه خبر يو، چې ښځوته د لوپ اچولو يا د ناغوښتل شوې اميندوارۍ د مخنيوي په نوروډولونو کې پاتې راغلي دي.))


هغه وايي، نتيجه دا شوه، چې هغوی د هغه فرمان په پلي کېدو کې پاتې راغلل، چې د ښځو لپاره د ماشوم د راوړلو لپاره له دريو څخه تر څلورو کلونو پورې موده ټاکي.


د رحم (زهدان) د ايستلو پاليسي (عقامت)


آی ډبليو پي آر داسې پېښې برسېره کړي دي، چې په روغتونونو کې د ماشوم له زېږېدو وروسته له خوښې او طبي اړتيا پرته د ښځو رحمونه (زهدانونه) ايستل شوي دي.


په داسې حال کې چې د آي ډبليو پي آر څېړني په انديجان متمرکزې وې، د ښځو د حقونو موسسې آزاد عيال (آزاده ښځه) وايي، چې د ازبکيستان په نورو برخو کې له خپلې خوښې پرته د ښځو د رحمونودايستلو پيښې ثبتې کړې دي.


د انديجان په سيمې کې يو ډاکټر، چې د نوم د نه څرګندولو په شرط يې خبرې کولې وويل، د روغتياد وزارت د 2000 کال يو پټ فرمان شته، چې په کليوالي سيمو کې د ماشوم په زېږولوباندې محدوديت لګوي. دا فرمان آن اجازه ورکوي، د ماشوم د زيږولود عمر ښځو څخه د هغوې د رحم د ايستلو حکم کوي، چې دمخه يې اولاد راوړی وي. د آى ډبليو پي آر خبريالانو ونه شو کړاى د نوموړي فرمان نقل تر لاسه کړي، خو له ځوانو روغمنو ښځو څخه د هغوى د رحم د ايستلو زياتو پېښو دا تاييدوله، چې بايد داسې يو فرمان موجودواوسي.


آى ډبليو پي آر د انديجان په سيمې کې د اولتينکول، بلوک بوشين او باليکشي په ولسواليو کې له يو هغو شمېر ښځو سر ه خبرې کړي، چې له ماشوم زېږونې وروسته ترې رحمونه ايستل شوي و. د هغوى هېڅ يوې ته يې هم په دې هکله دمخه معلومات نه و ورکړي.


ټولو مرکه شويومېرمنو ويل، چې هغوې د ماشوم له زېږولو شکايت درلود، او د هغوى له پورتنيو خبرو سره يې سر لګولو، چې چارواکي بيړني عملياتونه تر سره کوي. خو هغه څه چې په دې ليکنو کې جوتيږي، هغه دا خبره ده، چې روغو ميندو کومه بله ناروغي نه درلوده، خبره د هغوى په رحم ايستلو کې وه.


خولکاروى عبدالله ييوا د اولتينکول يوه يودېرش کلنه مېرمن د سږکال د فبرورۍ په ١٧ د درېم ماشوم د راوړلو دمخه د معاينې لپاره يو زيږنتون ته راغله. دهغې د نس خوځښت ودرېد، هغه وايي: ((هغوې زما تر ملا يوه ټوټه چاپېره کړه او تر هغه يې کش کوله، چې وشلېده. هغوى زه ډېره په عذاب کړم او وروسته بېهوشه شوم.)) ماشوم وزېږېد او له هغې وروسته ډاکتراو زما رحم وايسته.


له روغتون څخه د تللو پر مهال عبدالله ييوا له دې خبره نه وه، چې ګوندې رحم يې ايستل شو ى د ى هغه، هغه مهال خبره شوه، چې کور ته له رسېدو وروسته يې مورورته وويل، چې لوپ .ورته نه دى اچول شوى. د لوپ اچول يوه عادي خبره ده. وروسته هغه وپوهېده چې نور نو رحم نه لري. هغه وايي: ((هغوى ولې زه يوه بې ارزښته بنيادمه کړم؟ ماغوښتل زيات ماشومان راوړم.))


د هغې مور شرافت عيسا ييوا وويل، هغه مهال چې د هغې لور په روغتون کې وه، د نورو دريو مېرمنو رحمونه هم ايستل شوي و. اوس عبدالله ييوا په بستره کې پرته ده. د هغې ملا خوږيږي او پخپله نه شي ګرځېداى.


د هغې پلار توردي باى عيساييوا وايي: ((د ډاکترانو د غلطۍ له وجهې زما لور له کاره ولوېده. هغه نور ماشوم نه شي زېږولاى. ددې ځواب به څوک ووايي؟))


د اولتينوکول يوه دويمه مرکه کوونکي، د دوو لوڼو مور، فيروزې عاشوروا رحم هم له هغه وروسته وايستل شو، چې زياته وينه ترې بهېده. عاشورا نه پوهيږي، جې ولې يوازې له وينې بهېدنې وروسته له هغې څخه رځم وايستل شو. هغه وايي: ((زما کورنۍ ماته وينه راکړه او زما رحم روغ و. زه يوازې پنځه ويشت کلنه يم.))


د يوې رغنده زېږېدنې وروسته د يوې بلې ٢٥ کلنې ځوانې مېرمنې، نادرې صمدووا رحم هم ورڅخه ايستل شوى و.هغه يوه پلا له روغتون څخه ووتله، خو بېرته بيا په روغتون کې له سختې تبې او عملياتو وروسته بستره شوه. هغه وايي: ((ما ته ځان نور د يوې ښځې په توګه نه بريښي. زه نوره بېکاره شوم او د ملا له خوږکړيږم.))


چارواکي وايي، هغوى يوازې د اړتيا پرمهال دا کار کوي.


د روغتيا ساتنې ازبيکې چارواکي وايي دا عمليات يوازې دطبي دلايلو له مخې او يوازې هغه مهال سر ته رسېږي، چې بله چاره نه وي.


د انديجان د روغتيا د څانګې مشر، وليخان حکيموف وايي، ((د رحم د ايستنې پرېکړه يوازې د عملياتو پرمهال کيږي. که د عملياتو پر مهال د ښځې زياته وينه روانه وي، نو ددې لپاره چې د مور ژوند وساتل شي، نود رحم د ايستلو پرېکړه کيږي.))


د روغتيا مرستيال وزير، حسام الدين اسماعيلوف په تاشکند کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې د رحم غير قانوني ايستنه رده کړه اوويي ويل، چې په دې هکله کوم فرمان نه شته. نوموړى وايي: ((د (رحم) ايستل هغه مهال کيږي، چې د مرګ او ژوند تر منځ پرېکړه کيږي. په غير موجه توګه رحم نه ايستل کيږي.))


آى ډبليو پي آر د مور- ماشوم د روغتيا په وړاندې د کمپاين، سلام اولاد اوچون حکومتي موسسې سره اړيکې ونيولې. د مور او ماشوم د روغتيا د څانګې مشر، جمعه بيګ نوروف غاړه غړوله، ويې ويل، دا د هغه دنده نه ده چې عمليات يې کړى دي.


ددې موسسې يو بل تن کارکوونکې فايرېژانبيکووا، جې په تاشکند کې د هغه موسسې ټولنيز طبي مرکز مشري کوي لږ تر لږه ددې ستونزې په شتون خوله وخوځوله، ويل يي، د سلام اولاد اوچون چارواکي له کليوالي سيمو څخه د ليدنې پر مهال د هغو ميندو له پوښتنو سره مخامخ کېدل، چې رحمونه ورخخه ايستل شوي و.


د رحم ايستنه د هغې له طبي پايلې پرته د ازبکيستان مېرمنې له خطر سره مخامخ کوي.


د انديجان د سيمې د پتالوژۍ د څانګې مشرې، ګلبهار توريوا وويل، له عمليات وروسته ښځې زياتره معيوبيږي او د رسمي کته ګورۍله مخې په دويم کتار کې راځي.


تورايووا وايي: ((هغوى کار نه شي کولاى. په کليو کې څه ډول کارونه وي؟ له کوره بهر کار او له خپلې دې روغتيا سره به داکار د هغوى لپاره ناممکن وي.))


په تاشکند کې د ښځينه ناروغيو يو ډاکتر، جې د نوم د نه اخيستلو غوښتنه يې وکړه، د رحم ايستنې د پايلو په هکله وغږېد او ويې ويل، ولې بايد له داسې لارې څخه کار واخيستل شي، چې بله چاره موجوده وي. که عمليات تر سره شي او د رحم پاسنۍ برخه وايستل شي، ،نو ددې ماهر په وينا دا عمليات بايد دښځې ژوند په جدي توګه اغېزمن نه کړي. ((هغه به نور ماشوم ونه شي زېږولاى. ))


خو که د لاندني رحم برخه وايستل شي او يا عمليات په ناسم ډول تر سره شي نو خامخا د وينې فشار او نورې ستونزې رامنځته کيږي. هغه وايي: ((د (عمر) زړېدنې بهير چټکيږي، ښځه نارامه کيږي او د عصبي سيستم له ناروغيو څخه رنځ او کړاو رامنحته کيږي. کله چې ښځه وپوهيږي، رحم نه لري او نور به هيڅ اوماشوم ونه شي زيږولاى نو له رواني کړاوسره مخامخ کيږي.))


آيا د پټولو هڅه؟


تورايوا د پتالوجيست په توګه د خپل کار په بهيرکې هره ورځ له دريو څخه تر لسو پورې رحمونو معاينه کوي. د هغې له معاينې جوتيږي، چې رحم زياتره له اړتيا پرته ايستل شوى دى او دې پايلې ته رسيدلې، جې د روغو ميندو شمېر مخ په زياتېدو دى، چې رحم ځينې ايستل کيږي. نوموړې د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٤ کلونو تر منځ په انديجان کې د رحم ايستنې ٢٠٧ پېښې تر سره کړې دي. هغه زياتوي، داسې نورې پېښې به هم وي،چې هغه ترې خبره نه ده. زياتره پېښې نه ثبتيږي او طبي سندونه ايسته غورځول کيږي.


هغه وايي: ((زه فکر نه کوم داسې جدي لاملونه دې موجود و، چې ددې شمېر ځوانو ښځو څخه دې د هغوى رحمونه وايستل شي. دا يو افراطي کار دى. د کانسر (سرطان) له ناروغانو رحم ايستل کيږي. پخوا داسې پېښې لږې وي او زياتره به د زړو ښځو رحمونه ايستل کېدل.))


دا پتالوجسته وايي په بشپړ ډول نه شي ويلاى، چې دا د رحم ايستنه به د حکومت د يو پټ فرمان له مخې شوې وي، ترڅو د ماشومانو د زېږېدنې شمېره راټيټه کړي. خو هغه وايي، چې د حرفوي پوهې د کمبوت له امله به ډاکټران هڅول شوي وي، د غوښتنې له مخې د ماشومانو شمېره راټيټه کړي.


تورييوا وايي: ((هغه مهال چې هغوى وګوري مشر ډاکټران د ماشومانو د زېږېدو په شمېرې کې د زياتوالي له امله له کار څخه ګوښه شوي دي، نو له ځانه پوښتنه کوي، چې "ولې به زه ددې ښځو په ننداره کوم. زه به دوه مرغۍ په يوه کاڼي وولم. هم به د ښځو ژوند وژغورم او هم به د نفوسو د شمېرې حالت وساتم.))


يوه پېښه چې هغې په خپلو سترګو لېدلې، هغه د څلورو ماشومانو مور، ٣٢ کلنې ګلچهرې اوخووا پېښه وه،چې کورتاژ يې کړى و او د عملياتو د ناسم سرته رسولو له امله له خوږ او کړاو سره مخامخ وه.


اوخونووا يو ځل بيا روغتون ته ولاړه او هلته ترې رحم وايستل شو. هغه لا تر اوسه هم ناروغه ده، ځکه له هغه وروسته ورته تبه او مکروبي ناروغي پيدا شوه.


د تورييوا د وينا له مخې هغه مهال چې اوخونووا له عملياتو خبره شوه، نو غالمغال يې پيل کړ. هغې ته د روغتون کارکوونکو وويل، چې د څلورو اولادونو په لرلو نور رحم ته کومه اړتيا نه لري.


تورييوا ته د اوخونوا رحم د معاينې لپاره ورکړ شو. هغې وويل هغه روغ رمټ و، د هغې د ايستلو لپاره کومه اړتيا نه ليدل کېده. د اوخانووا د پېښې له تاريخچې څرګنده شوه، چې هغې رحم نه درلود.


تورييوا ددې او نورو پېښو له مخې د انديجان د روغتيا څانګې ته ليکلى خبر ورکړى و. د هغه مهال د مشر ځواب، د تورييوا په وينا داو چې ((رانو شيرماتوا راته په رډه وويل، چې ځان دې غلى ونيسه.))


له دې پېښې ډېر ژر وروسته هغه ډاکټر ته چې د اوخانوا عمليات يې کړي و، دوه سوه ډالره ورکړشول، چې رحم يې بېرته ورته واچوي.


په دې بهېرکې توريووا په تاشکند کې د روغتيا وزارت ته له موضوع ليکلي خبر ورکړ. خو کوم ځواب يې تر لاسه نه کړ.


د وخت په تېرېدو تورييوا ته د غلي پاتې کېدو لپاره د بډو اندازه زر ډالرو ته لوړه شوه او د روغتيا په وزارت کې ورته دنده ورکړ شوه.


د تورييوا د تورونو په اړه د پوښتنې پرمهال د روغتيا سيمه ييز مشر، حکيموف وويل، چې پتالوجيست چارواکو ته د ليک له ليکلو وروسته نه غواړي له يو ماهر سره همکاري وکړي، چې د هغې تورونه وڅيړي.


تورييوا دا خبرنه مني او وايي چې په دې ماهر باور نه لري اوپه ځانګړې ډول اندېښمنه ده، چې د اوخانووا رحم به هغوى ته وسپاري، ځکه دا يوه ژوندۍ بېلګه ده.


حکيموف د ايستل شويو رحمونو د شمېرې له ښوولو ډډه وکړه.


له خوښې پرته د لوپ اچول


د حکومت له خوا د معاينې د ټيتې کچې په سيستم کې د ماشوم د راوړلو په عمر کې ځوانې ميندې بايد نژدې کلينيک ته ورشي، چې بيا بيا د معاينې لپاره غوښتل کيږي او په دې ترڅ کې ورته دکورني پلان په هکله څرګندوني کيږي. هغه ميندې لومړى کيږي، چې په وروستيو کې يې ماشوم زېږولي وي او يا لا دمخه د څو ماشومانو مور وي.


په ازبکيستان کې د ماشوم د زېږېدو د مخنيوي معمول ميتود د لوپ اچول دي، چې د روغتيا وزارت يې په وړيا توګه روغتيايي مرکزونو ته ويشي، خو چارواکي په بشپړ ډول د خپلې خوښې په پروګرام ټينګار کوي.


آن د اولتينکول په ولسوالۍ کې چېرته چۍ ډاکتران د ماشوم د زېږېدو په مخنيوي کې په پاتې راتلو تورن دي، ١٦٠٠٠ تنو ميندو ته تېر کال لوپونه اچول شوي و او د ٢٠٠٥ کال لپاره د نورو ١٠٠٠٠ لارښوونه شوې ده.


په ازبکيستان کې ډاکټرانو آى ډبليو پي آر ته ويلي، د روغتيا د وزارت يو فرمان له مخې د ماشوم راوړلو د عمر ټولو مېرمنو ته بايد له ماشوم راوړنې سمدلاسه وروسته لوپ واچول شي. په تاشکند کې د زېږنتون يو ډاکټر ددې لارښوونې شتون ومنلو او زياته يې کړه، چې که د کومې يوې روغتيايي ستونزې له امله په روغتون کې ددې کار سرته رسول شوني نه وي، نواړوندو کلينيکونو ته د هغې د سرته رسولو لارښوونه کيږي.


دا يوه موضوع هم د مجبورولو له لارې د لوپ اچول نه روښانه کوي. خو داسې شواهد په لاس کې شته، هغه لکه څنګه چې ده، هغسې يې څرګندوي. همدارنګه په انديجان، تاشکند او کاشکا دريا کې آى ډبليو پي آر ددې شواهد موندلي دي.


د انديجان د سيمې د ښځينه ناروغيو يوه ډاکټره، صاحبه حسنووا وايي: ((يو شمېر ميندو ته له ماشوم راوړنې دوه ساعته وروسته لوپ اچول کيږي، چې دا پخپله د زور له مخې عمل ګڼل کيږي. ))


په نورو هېوادونو کې عادي طبي عملونه ددې غوښتنه کوي، چې د لوپ اچول بايد د ماشوم له زېږولو څه ناڅه څلو اوونۍ وروسته تر سره شي.


ډاکټر بازاروف وايي، د لوپ د اچولو په اړوند چارواکي د مخکنيو معايناتو تدبيرونه په پام کې نه نيسي، ترڅو ددې ډاډ ترلاسه شي، چې دا ميتود ستونزې نه راپيدا کوي. هغه وويل، په نتيجه کې يو زيات شمېر مېرمنې روغتون ته د وينې د بهېدنې او سوي (سوزش) له امله راځي. بازاروف وايي: ((يوازې لوپ د وينې د بهېدو لامل نه شي کېداى. کېداى شي هغه د رحم د پړسوب او آن کانسر لامل شي.))


په يو شمېر پېښو کې د لوپ د ناسمې اچونې له امله ډاکټران دې ته اړ ايستل کيږي، تر څو د طبي لاملونو له مخې رحم وباسي.


چارواکي د لوپ اچونې په اړه له پت پروګرام څخه سر غړوي


د ازبکسيتان د روغتيا د وزارت د ماشوم د راوړلو او ماشومانو د څانګې مشره ، کلارا ياداګاروف په دې ټينګار کوي، چې لوپ تل (د ميندو) په خوښه اچول کيږي. هغه وايي، په خپله خوښه د لوپ د اچولو پاليسي ددې لپاره نه کيږي، چې ښځې د ماشوم له راولو څخه منع شي. څه چې چارواکي غواړي هغه داده، چې ميندې د ماشوم د راوړلو ترمنځ واټن مراعات کړي. ځکه پرله پسې ماشوم زيږونه هم د مور او هم د ماشوم په روغتيا ناوړه اغېز کوي.


د خلکو غبرګون


له هغه ځايه چې د ماشوم په زېږېدو باندې د کنترول په هکله په مطبوعاتو کې څه نه ويل کيږي، خو بيا هم د زور له مخې دغه کار د حکومتي چارواکو له خوا سرته رسېدلى دى. کليوالې ښځې له خپلو مېړونو سره د خپلې روغتيا ستونزې ډېرې لږې څرګندوي.


هغه شمېر نارينه چې له کمپاين څخه خبر دي، زياتره د ښځو په څېر له سپکاوۍ سره مخامخ کيږي. د تاشکند يو ځوان اوسېدونکي وويل: ((زه به خپله ښځه پرې نه ږدم، چې رحم ځينې وايستل شي او يا چا ته اجازه ورکړم، چې موږ بايد څومره ماشومان ولرو.))


نوموړي وويل، که چېرته خلکو ته اجازه ورکړ شي، چې په منځنۍ اندازه زيات عمر وکړي، نو ډېر لږ شمېر ځوانان به پيدا شي، چې په زړو پام وکړي.


عطانظر عارفوف، جې په ازبکيستان کې د مخالفو دوو لويو ګوندونوڅخه د يو ګوند، ارک، مشري کوي وويل، جبري عقامت يو "غير اخلاقي" عمل او "جرم" دى. عارفوف د چارواکو دا دليل رد کړ، چې ناروغ ماشومان د پرله پسې زېږولو لامل دى. هغه وايي، حکومت په ناسمه روان دى او په خلکو کې بېوزلي راولي او د ميندو په ګډون د خلکو خرابوي.


يو زيات شمېر ډاکټران له عارفوف سره يوه خوله دي، وايي د ښځو ناروغي او کمزورې ناروغتيا د ټولنيزو ستونزو له امله دي، له دې امله نه دي، جې هغوى د ماشوم له راوړلو او مور کېدو څخه منع کړي.


غير حکومتي موسسې، په تېره بيا د ښځو د حقوقو پلويانې، په دې هکله په ډاروونکي حالت کې واقع دي. يو شمېر مجبورې دي، چې د حکومت لاره تعقيب کړي، ځکه د حکومت له خوا تنظيم شوي غير حکومتي موسسې دي.


خو آن خپلواکې غير حکومتي موسسې په دې کار کې له ستونزو سره مخامخ دي، ځکه بايد توازن په پام کې ونيول شي.، ښځې بايد د هغوى له ارادې پرته له طبي درملنې سره مخامخ نه شي.او حکومت ددې حق لري، ترڅو د ښځو د حالت د ښه کولو لپاره ګامونه واخلي.


د بېلګې په توګه زلفيه توختاخواجه ييف ډېر په ځاى وه، چې ويل يې د ماشوم دزېږونې حکومتي پاليسي يوه ظالمانه بڼه غوره کړې ده.


د آزاد عيال مشرې ګوهر اوريپوا وويل: ((خلک ځورول کيږي. دا د ښځو او د ټولو خلکو سپکاوى دى.))


اوريپوا وايي، د ماشوم د زېږېدو د کنترول تدبيرونه ښايي اړين وي، خو دا کار بايددښځو تر منځ د پوهې د لوړولو له لارې تر سره شي، نه داچې د هغوى حقونه ترپښو لاندې شي. په هرحالت کې داوسنۍ ستونزې له منځه وړل د اقتصادي او سياسي پراختيا له لا رې شوني دي. په دې کار به خلک وتوانيږي، پرېکړه وکړي، چې هغوى څومره ماشومانو ته اړتيا لري.


هغه وايي، ((چارواکي قانون ماتوي. هغوى بايد په زوره له ښځو څخه د رحم د ايستنې کار ودروي.))