پټې کړای شوې وسلې خپل باج اخلي

په پام کې وه، ترڅو د ځايي ملېشو قوماندانان بېوسلې شوی وای، خو له ورستی مرګونې چاودنې داسې څرګنديږي، چې زيات شمېر يې خپلې وسلې ساتلې دي.

پټې کړای شوې وسلې خپل باج اخلي

په پام کې وه، ترڅو د ځايي ملېشو قوماندانان بېوسلې شوی وای، خو له ورستی مرګونې چاودنې داسې څرګنديږي، چې زيات شمېر يې خپلې وسلې ساتلې دي.

د ملېشو د يو پخواني قوماندان د وسلو د ډيپو چاودنه، د 34 تنو د مړينې او تر يوولسو تنو د زياتو خلکو د ژوبل کېدو لامل شوه. دې چاودنې د هېواد په هر ځای کې خلک وترهول، ځکه هغوی ډاريږي، چې په (بېوسلو شويو) کليو کې به د پټو وسلو څومره نورې زياتې زېرمې پټې پاتې وي.


په بغلان کې د جمعيت اسلامي د تنظيم پخواني مشر او د اردو د يوې فرقې قوماندان، جلال باشګاه له هغو خلکو څخه و، چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې يې د بېوسلې کولو او ملکې ژوند ته ورګرځېدو پروګرام ته وسلې په خپله خوښه سپارلې وې.


د می د مياشتې په دويمه ورځ د (کهنه ده) په کلې کې د قوماندان کور ته څېرمه يوه چاودنه وشوه. قوماندان دا مهال په کور کې نه و. د کور اته تنه غړي يې په دې چاودنې کې مړه شول او په خپل ګاونډ کې پنځه کورونه او يو جومات يې ويجاړکړ. د 60 په شاوخوا کې نور کورونه هم يو څه ويجاړ شول.


د کهنه ده د کلي اوسېدونکی، سيد محمد نبي وايي: ((زه نه پوهيږيم، چې لامل څه شی و، هغه مهال زه په خپل کور کې وم. ما د چاودنې غږ واورېد، ټول کلي په خاورو دوړو کې پټ شو. له هغې وروسته ټولو خلکو مړي او ټپيان لټول.))


هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه، تر څو باشګاه تر پوښتنو لاندې ونيسي.


د چاودنې لامل تر څېړنې لاندې دی، خو د ولايت يو چارواکی، دلبرخان وايي، چې باشګاه د سلو کيلوګرامو په شاوخوا کې چاودېدونکي توکي د بېوسلې کولو له پروګروام څخه پټ ساتلي و، تر څو په خپل کلي کې سړک جوړ کړي، چې د کابل شمال ته د 200 کيلومتره وړاندې پروت دی.


د بېوسلې کولو د پروګرام چارواکو د داسې پټو زېرمو په اړوند بيا بيا ګوته څنډلې وه. هغوی دا هم په ګوته کړې، داسې توکي، چې مخينه يې د 1980 کلونو لسيزي ته رسيږي، د خپل عمر له مخې ښايي زيات ترينګلي وي.


د جګړو په کلونو کې د افغانستان هر کلي يو قوماندان او د وسلو لويې زېرمې درلودې. د بېوسلې کولو په پرګرام کې ښکېل چارواکي وايي، چې له 50 زرو څخه زياتو جنګياليو خپلې وسلې سپارلې دي او دا پروګرام په سلو کې اتيا بشپړ شوی دی.


د ملي دفاع د وزارت وياند، جنرال عظيمي وايي، باشګاه د سړک د جوړولو او د نورو کارونو لپاره د چاودېدونکو توکو د ساتلو اجازه نه درلوده. د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل د وينا له مخې له دې پخواني قوماندان څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي. نوموړی وياند وايي، د باشګاه په پټو کړای شويو توکو کې د هاوان ګولۍ، د راکټ د سر ګلولې او د ټانکونو ګولۍ شاملې وې. مشعل وايي: ((په ولايتونو کې زياتې زېرمې شته دي.))


عظيمي وايي، نه پوهيږي، چې څومره نورې وسلې او زېرمې به موجودې وي. هغه وايي: ((که دا ډپپوګان و نه موندل شي، نو ورته چاودنې به نورې هم وشي.)) هغه وويل، حکومت په پام کې لري، ترڅو هغه ټولې ومومي او ځان ترې بېغمه کړي.


په سيمې کې د بېوسلې کولو د پروګرام مسوول، عزيز الله وايي: ((په يوازې سر ددې دندې سرته رسول ستونزمن کار دی. د سيمې خلک، که معلومات ولري، بايد مسوول چارواکو ته په خپلو سيمو کې ددې ډيپوګانو په اړه خبر ورکړي. ))


يو شمېر خلک د نوموړو ډيپوګانو د خبر ورکولو له امله ډاريږي. د فارياب ولايت د ګرزېوان د ولسوالۍ يو اوسېدونکي، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبرې کولې، وويل، د هغه د کلي يو قوماندان پروسږکال د خپلو نږدې خپلوانو په مرسته يوه زياته اندازه وسلې او مهمات يو ځای ته ولېږدول او پټ يې کړل.


د ميدان او وردګو ولايت اوسېدونکي، محمد اصف وويل: ((زه د خپلې ولسوالۍ قوماندانان پېژنم، چې زياتې وسلې لري. هغه 28 کلنې زړې وسلې دي، که چېرته وچوي، نو په سلګونه بېګناه خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي.))


د وردګو د ولايت يو بل تن اوسيدونکي، صفت الله وويل، يو تن ځايي قوماندان، چې تر رسمي بهير لاندې په خپله خوښه بېوسلې شو، خو د خپلو زړو وسلو زياته برخه يې وساتله، چې په کوچيانو باندې يې پلوري.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists