Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

پوخ جنرال د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو په لور

ناندرۍ پاروونکى قوماندان، عبدالرشيد دوستم له خپل ټاټوبي بهر د رايو د لاسته راوړلو لږ چانس لري.
By Hafizullah Gardish

د افغانستان د شمالي ولايتونو په زياتره برخه باندې لاسبري، سخت سري قوماندان، عبدالرشيد دوستم په دې اوونۍ کې خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد د ټاکنو کميسون د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره د هغه تر اختلاف لاندې نومونه منلې ده. دوستم د ميزان د مياشتې په ټاکنو کې د خپل ځان نومونه د مزار شريف په ښا رکې د زمري په لومړۍ د يوې بيانيې له لارې څرګنده کړه. د څوکۍ د نيولو لپاره د هغه غوښتنه دټاکنو د سمون د ګډې څانګې له خوا ومنل شوه او د زمري په ٢٣ په هغه غونډه کې اعلان شوه، چې د ٢٣ کانديدانو له ډلې څخه د پنځو تنو نورو غوښتنليکونه (د بېلا بېلو لاملونو له مخې) ونه منل شول.


د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره د دوستم پرېکړې هم حکومت او هم سياسي څيړونکي هک پک کړي دي، ځکه چې د نوموړي جنرال پوځي مخينه د افغانستان د ټاکنو له قانون څخه نېغ په نېغه سرغړونه بلل کيږي.


پنځوس کلن دوستم د افغانستان د شل کلنې جګړې يوه تر ټولو ښه پېژندل شوې څېره ده. هغه لومړى د کمونيستي دولت په ملاتړ جګړې کولې، وروسته يي خپل لورۍ بدل کړ او مجاهدينو ته واوښت او په دې وروستيو وختونو کې په ٢٠٠١ کال کې د امريکايانومرستندوى شو. د هغه دا دبغاوت او اوښتونونو دورې هغه ته د ورځچاري (اپورچونيست) په نوم شهرت ورکړ، چې مخالفين د هغه دې کار ته د درغلۍ په سترګه ګوري.


دوستم د خپلې نومونې د څرګندونې پر مهال ژمنه وکړه، چې :"که زه چېرته ولسمشر شوم، نو د اسلام پربنسټ به حکومت جوړ کړم."


هغه د خپلې ټاکنې د پروګرام په څرګندولو کې ژمنه وکړه، چې د افغانستان د مليشو دبې وسلې کولو ملاتړ به کوي، دنيشه يي توکو د توليد په وړاندې به هلې ځلې کوي او حکومت ته د بشري حقوقو او دموکراسۍ پر بنسټ به پراختيا ورکوي.


خو ګوت نيوونکي وايي، چې دوستم په څرګند ډول د زياترو هغو موضوعګانو په سرته رسولوکې پاتې راغلۍ دى، چې اوس يي د خپل سياسي پلاتفورم يوه برخه ګرځولې ده.


دوستم د جوزجان ولايت په يوې بېوزلې ازبکې کورنۍ کې زېږېدلى دى او په لومړني ښوونځي کې تر زده کړو وروسته يې د ګاز په فابريکه کې په کا رپيل کړى دى.


په اتيايمه لسيزه کې يې د شوروي تر ملاتړ لاندې کمونيستي رژيم د پوځ غړيتوب درلود او د سيمه ييزې ازبک توکمې ګډې وډې مليشې مشري يې کوله، چې د مجاهدينو په وړاندې د بېرحمانه جګړې له امله يي نوم ګټلى و. دا قوماندان د ژر ژر ترفيعګانو د اخيستلو له لارې د جنرالۍ رتبې ته ورسېد.


په ١٩٩٢ کال کې د ولسشمر، نجيب الله د کمزوري حکومت په هسک خړو ورېځو پرده خپره کړې وه. د اوښتون په احساس دوستم د خپل پخواني بادار د سرنوشت له ټاکلو سره په مرستې خپل لورى واړاوه او د مجاهدينو د ايتلافي ډلو ملا يې وتړله، تر هغه چې کابل يې ونيو او کمونستان يي له واکه وغورځول. لکه د دوستم وياند، محمد همايون خيري، چې وايي: "هغه مهال چې مجاهدين کابل ته ننوتل، نو د دوستم په ټانکونو سپاره وو."


په ورپسې څلورو کلونو کې د مجاهدينو بېلا بېلې ډلې د دوستم د ډاروونکي (ازبکې مليشې) سره يوځاى شوې او د ځايونو دنيولو او د کابينې د څوکيو د ترلاسه کولو لپاره په بې مانا او خونړيو جګړو کې يې د پلازمېنې پراخه برخه په کنډوالو بدله او په لسګونو زره تنه خلک يي ووژل.


ويجاړوونکې جګړې او اړودوړ هغه مهال ودرېد، چې د طالبانو نوي رازرغون شوي ځواک کابل ونيو، دوستم هم لکه د نورو قوماندانو په څېر، چې خپلو خپلو سمڅو ته ننوتل، د افغانستان شمالي سيمو ته وتښتېد.


په ١٩٩٧ کال کې دوستم له هغې وروسته ازبکستان ته په تېښتې اړ ايستل شو، چې د هغه د مرستيال عبدالمالک د هغه دپلويانو له خوا د خپل ورور د وژنې په تور طالبانو ته واوښت او له هغوى سره يي د شمالي ولايتونو په نيولو کې مرسته وکړه.


خو پنځه ورځې ورسته عبدالمالک د يوې بلې ډلې په مرسته خپلو نويومتحدينو، طالبانو، ته مخ واړاوه او زيات شمېر يې قصابي کړل. دوستم يو ځل بيا هېواد ته راستون شو او له لاسه وتلى يو کلن کنترول يي بېرته تر لاسه کړ، تر هغه چې يو ځل بيا په جګړې کې مغلوب او تر کيي ته وتښتېد.


په متحده ايالتونو باندې د ٢٠٠١ کال د سپمتبر د ١١ له برېد وروسته دوستم د شمالي ټلوالې د يو لوى قوماندان په توګه د منځنۍ اسيا له لارې سمنګانو ته راننوت او د طالبانو په راپرځولو کې يي د امريکا له متحده ايالتونو سره مرسته وکړه.


په همدې توګه دوستم د خپلو مليشو په ملاتړ په نوي يمه لسيزه کې سياسي خوځښت ته وده ورکړه او د جنبش ملي اسلامي په نوم يې يو سازمان جوړ کړ، چې په زياتېدونکې توګه يې خپل ځان ته د يوې سياسي ډلې او يوې دودېزي ملېشې د تنظيم يوه نوې بڼه رامنځته کړه.


جنرال دوستم د ملي دفاع د وزارت د مرستيالۍ څوکۍ ته لوړ کړاى شو، خو په عملي ډول په هغه پورې اړوند د اتمې قول اردو سړي د يوې بلې ملېشې د مشر جنرال عطا له سړيو سره په خپرو نښتوکې ښکېل وو، چې زياتره به د پيل کېدو پړه يو لوري په بل لورېي اچوله. له دې امله چې جنرال عطا د جمعيت اسلامي د تنظيم غړى او د ملې دفاع د وزير ملاتړى و، نو له دې امله سيمه ييزى جګړې لا نورې هم پسې کړکېچنې شوې وې.


په دې برسېره ولسشمر حامد کرزي دوستم ته دخپل ځانګړي سلا کار څوکۍ ورکړې وه او دوستم له خپل لورې څخه د ملېشو د ړنګولو پر اړتيا او د يو دموکراتيک حکومت ته د خوځون په هکله خبرې کولې. د يو نمونوي او رښتينې جنګ سالار په توګه ملکي سياست ته د جنرال دوستم اوښتنه د هغه په ټاټوبي کې د امنيت د پرله پسې نشتوالي او د هغه د بشري حقوقو د ريکارد له امله پريکړه شوې ده.


حکومتي چارواکي هغه مهال په غوسه شول، چې د روان کال په پسرلي کې د دوستم پلويان د ميمنې په ښار ورتوى شول او دحکومت له خوا رسمي ګومارل شوى والي يې د شخصي مخالفت له امله له دندې ګوښه کړ. د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي وايي: "دا د لاسوهنې يو غير قانوني عمل دى."


ددغې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د دوستم وياند وويل، چې دا موضوع د جنرال د بې اعتمادۍ په لور يوه هڅه وه.


سياسي څېړونکى، حبيب الله رفيع وړانديز کوي، چې بايد دوستم ددې کال په سر کې د وضع شوي قانون له مخې، په تېره هغه چې وسله والې ملېشې لري، د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره ځان ونه نوموي. د ټاکنو دقانون ١٦ ماده وايي: کانديدان بايد: "غير پوځي موسسې او يا په هغې کې غړيتوب ونه لري."


کله چې د آى ډبليو پي آر خبريال د ټاکنو د سمون د ګډې څانګې له وياند، سيد محمد اعظم څخه په دې هلکه وپوښتل، نو د دوستم د نومونې او د ملېشو د مشر په هکله يې له څه ويلو څخه ډډه وکړه. هغه وويل: "زه د دوستم په هکله څه نه شم ويلاى.´او زياته يې کړه، چې جنرال دوستم د يو شمېر کانديدانو په ډله کې يو و، چې دولسمشرۍ د څوکې د نيولو لپاره د هغوى په نومونې پورې ټول سندونه د ټاکنو د سمون د ګډې څانګې له خوا څېړل شوي دي.


جنرال دوستم په څرګنده دا منلې، چې د خپلو ځواکونو کنترول به له لاسه ورکوي او هغوى به د بې وسلې کولو په پرګرام کې يو ځاى کوي، خو د بې وسلې کولو له پروګرام سره د جنرال سمون تر نيوکو لاندې راغلى دى.


په شمال کې د بې وسلې کولو د پروګرام يو رسمي چارواکي، ميلوس کريمانوويچ وويل: "سره له دې چې دوستم نېغ په نېغه له دې پروګرام څخه سر غړونه نه ده کړې، خو نه غواړي خپلې درنې وسلې، چې په عمومي پروګرام کې شاملې دي، وسپاري." نوموړي زياته کړه، سره له دې چې دوستم نور په تخنيکي لحاظ يو پوځي قوماندان نه بلل کيږي، ځکه هغه ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره د دفاع وزارت له څوکۍ استعفا کړې ده، خو لا تر اوسه په مزار شريف کې د اتمې قول اردو د عسکرو بشپړ ملاتړ ورسره دى.


په شمال کې يو شمېر خلک په دوستم پړه اچوي او وايي چې په حقيقت کې د څو ولايتونو سياسي مشري د هغه په غاړه ده او دزور ګيرۍ او د بشري حقوقو په سرغړونو يي تورنوي.


د بلخ ولايت د دولت آباد دولسوالۍ اوسېدونکى، ١٨ جمعه خان وايي: " د دوستم يو قوماندان ، نظر محمد له موږ څخه له شپږو څخه ترلسو ډالرو پورې د "ژوند محصول" اخلي. دا محصول چې د "کله پولۍ" په نوم ياديږي، د هغو کليو او بانډو په اوسيدونکو حواله کيږي، چې په سيمه کې استوګنه لري، خو نه غواړي د سيمه ييزو قوماندانانو په مليشو کې ورګډ شي .


په شمال کې د بشر د حقوقو د ګډ دفترمشر، سيداکرام الدين حصاريان د بشري حقوقو تر پښو لاندې کول د ملېشو په شتون پور ې تړي. هغه وايي: "د افغانستان په شمال کې د مدني حقوقو تر پښو لاندې کوونکي زياتره ټوپک والا دي، چې له بېلا بېلو ډلو سره تړاو لري." نوموړى وايي په دې کارکې يو شمېر ډلې ښکېل دي، چې دهغوى په ډله کې د دوستم ترمشرۍ لاندې جنبش او حزب وحدت هم شامل دى، چې د ورستنۍ ډلې مشر، کريم خليلي د حامد کرزي انتخاباتي ملګرى هم دى.


په دوستم باندې دا تورونه هم لګېدلي دي، چې هغه دافغانستان په شمال کې د اپيمو د توليد او ليږدولو له لارې زياته ګټه تر لاسه کوي.


دوستم هغه سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، چې د کوکنارو کرکيله په کې کيږي. د مزارشريف د ملي امنيت مشر، جنرال عبدالمجيد روزي وايي: "د بلخ، فارياب، جوزجان او سمنګانو څلور ولايتونه د کوکنارو د کرکيلې او توليد دعمده سيمو په لست کې شاملې دي."


يو حکومتي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يي واخيستل شي، آى ډبليو پي آر ته وويل، نيشه يي توکي په شمال کې له توليدوونکو سيموڅخه د جوزجان ولايت له لاري لومړى غوراو بيا کندهار او هلمند ولايتونو ته د هيرويينو د جوړولو لپاره لېږدول کيږي. له هغې وروسته بېرته د شمال سيمو له لارې منځنۍ اسيا ته وړل کيږي.


دوستم د يو وتلي ازبک سياسي او پوځې څېرې په توګه د پلويانو او مخالفينو له لوري په يو شان د خپل توکم د ګټو د خوندي کوونکوي په توګه پېژندل کيږي او آن کله ناکله د خپل ازبک توکم لپاره د يو جلا ولايت د خوبونو په لېدلوهم تر نيوکو لاندې راځي.


دوستم د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره لکه د دريو نورو کانديدانو په څېر هڅه کړې، د انتخاباتو خپل ملګري له نورو قومونو څخه غوره کړي. نوموړي د خپلو مرستيالانو په توګه، پښتنه ژورنالسته، شفيقه حبيبي او وزير محمد غوره کړي دي.


نظر محمد وايي، د مزار شريف د ښار په کوڅو او واټونو کې : "د ټولو کانديدانو په ډله کې زه د افغانستان د راتلونکې لپاره دوستم د يو ډېر ګټور شخص ګڼم."


هغه داتورونه ردوي، چې ګوندې دوستم پخوا درغلۍ کړې دي او ټينګار کوي، هغه څه چې هغه ژمنه کوي، هغه سرته رسوي او خلکو ته درواغ نه وايي."


د مزارشريف د ښار شمال ته د دولت آباد د ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمدابراهيم په خپلې ټاکنې کې شک نه ويني، وايي: "زه يو ازبک يم، نو ځکه خپله رايه يو ازبک ته ورکوم." او فيض محمد وايي: "زه به له دوستم پرته بل چا ته رايه ورنه کړم.... دوستم زموږ مشر دى. هغه تل له موږ سره مرسته کوي، هغه د هرڅه دمخه د خلکو خبرو ته غوږ نيسي."


خوپه کابل کې د هغه د ملاتړ کچه خورا ټيټه ده. يوه ٤٥ کلنه ښځه وايي: "دوستم څوک دى؟ هغه يو لوټمار دى. هغه يوازې د ازبکانو په فکر کې دى او بس. زه هغه نه منم."


سياسي څېړونکي رفيع د دوستم نومونه د هغه د تېرو کړنو سره په تړاو کې ويني. هغه وايي: "د دوکتور نجيب الله په رژيم (١٩٨٦ – ١٩٩٢)کې هغه د يوې قومې ملېشې مشري کوله او ملي يووالي ته يي سخت زيان رسولى دي." رفيع ګوته څنډي، چې اوس دوستم د يو فدرالي دولت په لټه کې دى، چې په يقيني ډول افغانستان د تجزيي لوري ته راکاږي.


په وروستيو وختونو کې دوستم او د هغه پلويانو د يو فدرالي جوړښت نظريه راپوته کړې وه، په دې پلمه چې د لږه کيو او سيمه ييزو ګټو ته پام راواړول شي.


هغوى ددې مفکورې په لرلو تورن دي، چې په غلا او پټه د جلاوالي او تجزيې هڅې کوي. زياتره دا تورونه د نوي يمې لسيزې له لومړۍ نيمايي څخه پيل کيږي، چې دوستم له ازبکستان او تر يوې کچې له روسيې سره متحد و او د زيات شمېر پوځي تجهيزاتو د لاسته راوړلو په بدل کې يې د يوې ناپلوې سيمې استازيتوب کاو.


خو نه دوستم او نه دهغه د جنبش پلويانو له يو فدرالي دولت پرته نور څه غوښتي او يا داچې په افغاني دولت يي باور نه وي څرګند کړى.


د دوستم مخالفان وايي، داسې يو څوک، چې تر لومړنۍ دورې پورې يي ښوونځى لوستى وي، د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو وړتيا نه لري. د کابل اوسېدونکي، ٣٠کلن محمد اعظم وايي: "اوه خدايه، دوستم سواد نه لري. که هغه ولسمشر شي، نو اسناد به له لوستلو پرته لاسليکوي."


په کابل کې يو بل څېړونکي د نوم د نه ښوولو په شرط وويل: "هغه د کمونستانو او د هغه مهال د رژيم د استخباراتي څانګو په مرسته په پوځ کې ورګډ شو. دوستم د انسان وژنې ښه استعدادلري او له دې امله له پوځ سره تر يوځاى کېدو روسته د جنرالۍ رتبې ته ورسېد."


خو د دوستم وياند، خيري دا ادعاګانې نه مني او وايې، چې د دوستم پوځي لوړتيا د هغه د وړتيا له مخې شوې ده.


د دوستم رنګارنګ دندې او مخينه هغه ته د ډار او درناوي څېره ورکوي، چې بې له شکه سياسي او پوځي اغېزمن ځواک لري.


د نورو دوو تنو، محمد يونس قانوني او حاجي محمد محقق له کانديديو سره د هغه کانديداتوري د اعتبار وړ وتلو کانديدانو په کتار کې زياتوالى راولي، چې د کرزي په وړاندې ولاړ دي او کېداى شي، خبره دويم ځلي ټاکنو ته ورسوي، چې دمخه يي وړاندوينه شوې نه وه او د نور ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېداى شي.


جاوېد شريف زاده، يعقوب ابراهيمي او داود روښان ددې رپوټ په ليکنه کي مرسته کړې.