په کنړ ولایت کې د واکسین نه تطبیق د ګزنډ یا پولیو د زیاتیدو لامل شوی دی

په کنړ ولایت کې د واکسین نه تطبیق د ګزنډ یا پولیو د زیاتیدو لامل شوی دی

Wednesday, 29 August, 2012

 

((د پوليو واکسين چې د ملل متحد اقوام متحده له طرفه راځي مرکز يې امريکا کې دى اکثر مالي مرسته يې يهود کوي ،نو د قرآن او سنت څخه دلايل واضح دي چې دغه مرستي زموږ لپاره جايز نه دي موږ تاسې ته ددى واکسينو نقصانات بيانوو ، اول دا چې په دى واکسينو په امريکا کې پابندي لګيدلي ده دويم دا چې په اروپا کې هم پري پابندي لګيدلي ده ،د ناجيريا غټو ډاکټرانو پري کافي اعتراضات کړيدي مسلمانانو ډاکټرانو او ساينس دانانو باندې حيران يو چې هغوي  ددې واکسينو په باره کې ولى خوله بنده کړيده ، ددې واکسينو ټسټونو ښولي چې په دې واکسينو کې موږ حيرانونکي خبري وليدي چې هغې کې استولين او استرډال چې هغه ظبط توليد يا منصوبه بندي خانداني کې کار کوي هغه نوري هم ډيري خبرې کړيدي او په کومه ليبارټرۍ کې چې دا ټسټ شول نو هغې کې د ايډز جراثيم په نښه شول))

درنو اوریدونکو داهغه منفی تبلیغات دی کوم چی د پولیو واکسینو پرخلاف د دولت وسله والو مخالفینو لخوا د کونړ په شپږو سرحدی ولسوالیوکېچی د ګاونډی هیواد پاکستان سره ګډه پوله لری عامو وګړو ته د محلی راډیو ګانو له ‌طریقه کیږی ترڅو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین و نه کړی .

دوى په دغه راډيوې تبليغاتو کې خلکو ته د واکسينو په اړه وايې چې ياد واکسين د ماشومانو په راتلونکى ژوند بدې اغيزې کوي.

د همدې منفي تبليغاتو له امله د کونړ په شپږو ولسواليو کې زرګونه ماشومان د پوليو واکسينو څخه بى برخي پاتي شويدي.

د کونړ ولايت د عامې روغتيا رياست د واکسيناسيون څانګې مشر محمد اسحق اى ډبليو پى ار ته وويل چې په هره دوره کې پهکونړولایت کی۱۳۸۷۱۳یوسل اته دیرش زره اوه سوه دیارلستنو چيد پنځوو کالو نه کم عمر لري د پوليو واکسین کیږی چی د تيرو دوه کالوراهيسې ددی جملی نه (۱۰۲۵۰) ماشومان د سرکاڼو، خاص کونړ،مروري،شيګل،ناړۍ او وټه پور ولسواليو ځينې سيمو کید منفې تبليغاتو او د يو شمير سيمه ايزو وسله والود ګواښ له امله محروم پاتي دي چی له امله یی په کونړ کی دری مثبتی پیښی رامنځ ته شوی.

د واکسيناسيون مشر )اسحق) غږ

))زموږ لومړۍ پيښه په ٢٠١٢ کال کې ددې دريو نه يوه يې د قانتې په نامه ماشومه چې د عثمان جان لور وه او ١٨ مياشتي عمر لري د شيګل ولسوالۍ د شلتن د درې د ګويجي د کلي وه، دويمه واقعه چې زمونږه وه د ناړۍ ولسوالۍ مربوط د ساو د درې د صديق اباد د کلي وه چې کامران د عطاالله زوى چې ٢٤ مياشتي عمر لري دريمه نوى واقعه چې ده د جوادالله په نامه ده د اسمار ولسوالۍ مربوط د اغز درې د پيتاو د کلي ده چې ١٥ مياشتي عمرلري ))

که څه هم ګاونډى هيواد پاکستان له يوې خوا د افغانستان پرسرحدي سيمو راکټې بريدونه کوي خو د بل خوا په صحې برخه کې هم د ځينو مرضونو او مکروبونو په راليږلو کې خپله پوره هڅه کوي ترڅو دغه ډول مکروبونه افغان ماشومانو ته انتقال کړي.

د واکسيناسيون د مشر غږ ٢

((زموږ د سى ډى سى لابراتوار چې په امريکا کې موجود دى ددې پلټني لپاره دى چې دامکروب د کوم ځاى پوري ربط لري د هغې د نتيجي پراساس چې پرون نه هغه بل پرون موږ ته راغله د پاکستان د کراچۍ ښار د ګندهپ د ساحې يو وايروس دى چې دلته راليږل شوي ، نو دى نه معلومه شوه چې دلته کوم خارجي خلک موجود دي چې دا وايروس يې رانتقال کړى))

ښاغلى اسحق زیاتویچې له  تيرو دوه کالو راهيسي په دغه لری پرتو سیمو کی ددوی رضاکاران له ډیر مشکل سره مخ دی او نشی کولای چی د واکسینو کمپاین پلی کړی ځکه چی وسله وال مخالفین د پولیو واکسینو مخنيوي کوي او ياد واکسينحرام بولي ، حال دا چی په دی اړه کومه فتوه نه لری چیدغهواکسین پکی حرام ثابت شوی وی.

د واکسيناسيون د مشر غږ

((تقريبآ ٣٠ نفر رضاکاران د همدغه مخالفينو لخوا وهل شوي سامان ترى اخستل شوى، مات شوي ځکه چې هغوى ورته حرام وايې بله دويمه مسله داده چې دوه راډيو ګانې دې يوه راډيو په دانګام کې چې د طالبانو د اف ام راډيو ده بله په دې سرحدکې ده ځاى يې نه معلوميږي هغوي دا بيان کوي چې دا حرام دي))

حضرت ګل چې پنځه څلويښت کاله عمر لري او په ږيره کې يې ډير کم تور ويښته ليدل کيږيد شيګل ولسوالۍ د شلتن د درې د شاګۍ د کلي اوسيدونکى دى چې خپلو ماشومانو ته يې واکسين نه دى کړي او علت يې داپه ګوته کوي چې دلته په سيمه کې د مخالفينو ځينې محلي راډيو ګانې دا تبليغات کوي چې دغه واکسين د ماشومانو په راتلونکي ژوند منفي اغيزې کوي.

ځاى اوسيدونکى حضرت ګل غږ

(( دا خو سرحدي سيمه ده او بعضي داسې ګواښونه کيږي چې که چا  دا واکسين وکړل نو بيا به يې خير نه وي نو دغه ويره هم شته دي او دا مشکل شته دي او دغه ستونزي دې چې موږ نه شو کولاي دا کار په خپل سر وکړو دغه ويره لرو دغه ګواښونه کيږي چې که چيري موږ دا وکړو نو بيا پر موږ تور لګول کيږي چې ولي دا کار شوي))

د کونړ ولايت د امنيې قومندان جنرال عوضمحمد نذيري په دې اړه چې ايا رښتيا هم د کونړ ولايت په ځينو سرحدى سيمو کې د پوليو واکسين د امنيت د نشتوالي له امله نه تطبيقيږي اى ډبليو پى ار ته وويل چېدغه ستونزه په سرحدی سیمو کی شتون لری خو ملى پوليس ،اردو او ملي امنيت د واکسينو په تطبيق کې خپله بشپړه همکاري کوي.

کونړ ولايت امنيه قومندان غږ

(( مخالفين ددولت نه غواړي چې هلته واکسين وشي يا خيريه کارونه وشي دا د هغوي تګلاره ده دا د نن نه ده له همغه وخته چې پيدا شويده  همغه وخته تراوسه پوري د هغوي تګلاره او کړنلاره همدا ده چې خلکو ته نه غواړي چې هوسا ژوند وکړي او خلکو ته نه غواړي چې انکشافي کارونه ورته وشي دا دهغوي تګلاره ده بل داچې ترهغه ځايه چې موږ امنيت لرو ،موږ توانايى لرو هلته محترم ډاکټران کولاى چې لاړ شي او خپلې وظيفي پرمخ بوځي))

خو بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه اى ډبليو پى ار ته په يوه راليږل شوي پيغام کې ويلي چې ((دواکسيناسيون دپروګرام سره اسلامی امارت دخپلې پاليسۍ له مخې کومه ستونزه نه لري بلکې په دې پروګرام سره که په هيواد کې ماشومان له پوليو څخه وژغورل شي دا ډير لوي کار دي)).

طالب وياند وايې ((دا څومره موده چې تيره شوي په استثنا دجنګي شرايطو موږ په ټول هيواد کې ددې واکسین له تطبيق سره مرسته کړې . خو داچې تاسو په کونړکې  په ځينو سيمو کې  ددې پروګرام دبندولو خبره کوي ، دا يوه سيمزه موضوع ده چې دهغه ځای دخلکو له ذهنيت او هلته د دينی علماو له پريکړو سره  تعلق لري البته موږ په دې موضوع باندې کار کوو چې هلته په سيمه کې له يادې قضيې نه له نيږدې ځان خبر کړو ، خوکه  چيرې دخلکو ذهنيت دې ته آماده نه وي چې دې پروګرام ته اجازه ورکړي مجاهدين نه غواړي په دې اړه خپله پريکړه په زور په خلکو ومني )).

ذبيح الله مجاهد زياتوي چي ((خلک دخپلو ماشومانو په واکسين او نه واکسين کې خپل اختيار لري او هلته بايد په دې اړه زيات تبليغات وشي او خلک ذهنا دې ته آماده شي چې ياد پروګرام ته تن کيږدي)).

که چيري د واکسينو د مخنيوي دغه لړي همداسې دوام وکړي او ماشومانو ته د پوليو واکسين په خپل وخت و نشي نو اغيزې به يې څهویپه دې اړه د اسداباد روغتون د واکسناسيون د څانګې يو تن کارکوونکى ډاکټر سردار طئيباى ډبليو پى ار ته وويل

ډاکټر سردار غږ

(( دغه ماشوم عبدالابد لپاره د خپل ژوند د مزو څخه بى برخي شو همغه کوم فلج اندام چې دى اوس چې فلج شويدى دغه به هميش لپاره فلج وي ،دى ته به حرکت نشي ورکولاي چې موږ تاسې يې ډير مثالونه په بازار کې وينو ډير ماشومان وينو ډير غټ کسان وينو چې هغوى په همغه وخت کې په طفليت دوره کې يا د ورکټوالي په وخت کې په فلج باندې اخته شويدي نو دغه ماشومان نه يواځي د خپل ځان لپاره بوج بلکي د خپلې کورنۍ لپاره د خپلې علاقي لپاره اضافي بوج شو ))

د مخالفينو تر څنګ يو شمير هغه کډوال چې څه موده وړاندې د پاکستان څخه راکډه شوي دوي هم د پوليو واکسينو پرخلاف منفى تبليغات کوي

د واکسيناسيون د مشر غږ

(( هغه تعداد خلک چې د مهمندو ايجنسۍ،باجوړ ايجنسۍ او يا د سوات کوم مهاجر چې کونړ ته راغلي هغوي واقعآ په هغوى کې ټول نشو ويلاي يو څه تعداد يې موجود دي چې ددې ممانعت کوي دا نه کوي او له هغه چا سره چې ديره دي هغوي هم منع کوي ))

سلطان جان د شيګل ولسوالۍ د سونو د کلى هغه اوسيدونکى دي چې خپلو ماشومانو ته يې د همدغه تبليغاتو له امله واکسين نه دې کړي نوموړي وايې چي نن قانته ماشومه د واکسينو د نه کولو له امله په فلج ناروغی اخته شوه بله ورځ زموږ بچيان هم کيداى شي په ورته ناروغۍ اخته شي .

ځاى اوسيدونکى سلطان جان خبري

(( په دې دوره کې خو ماشومانو ته واکسين نه دي شوي مخکې به مونږه واکسين کول او په دې دوره کې واکسين نه دي شوي يو علت يې خو اوس دا پيدا شويدي چې دا بعضى ورونه چې زمونږه د پاکستان د باجوړ ،دير او سوات علاقو نه راغلي دي اوس دوى دا تبليغات کوي چې دا واکسين مه کوئ او په دې کې د خنزير غوښه ويلي کيږي او دا کيږي او هغه کيږي))

ايا په رښتيا هم د پوليو واکسين په اسلام کې حرام دي او که نه پدې اړه د کونړ ولايت د اسداباد يوتن جئيد عالم مولوى نجيب الله حقيار د پوليو واکسين په اړه وايې چې واکسين کول په اسلام کې حرام نه دي او د او شرعيت يې موږ ته د نه کولو حکم نه دی کړي .

مولوى نجيب الله حقيار خبري

((شريعت ددې حکم کړي چې تاسو وقايه هم وکړي او علاج هم وکړي او په حديث پاک کې راځي چې الله داسې کوم مرض نه دې راليږلي چې د هغه لپاره يې علاج نه وي راليږلي نو معني داده چې دغه ددې دليل دي چې مسلمانان بايد د علاج او وقايې دواړو لټون وکړي))

د يادونې وړ ده چې په کونړ کې د ١٩٩٩ زيږديز کال راپديخوا تر  ٢٠١١ زيږديز کال پورې د پوليو هيڅ کومه مثبت واقعه نه وه ثبت شوې خو له ٢٠١١ زيږديز کال راپديخوا دا څلورمه مثبته واقعه ده چې په کونړ کې ليدل

صفر ساپی آی دبلیو پی آر کنړ .کيږي.

 

Frontline Updates
Support local journalists