په کنړ ولایت کې امنیتي ستونزو ماشومان په رواني ناروغیو اخته کړي دي

په کنړ ولایت کې امنیتي ستونزو ماشومان په رواني ناروغیو اخته کړي دي

 

دا شاخوا لس کلنه نوریه ده چې ډیرو جګړو په رواني ناروغۍ اخته کړې ده ، هغه دکونړ ولایت  دوټه پور ولسوالۍ دشامیر کوټ په نوم سیمه کې اوسیږي چېرته چې دولسوالۍ وداني او دبهرنیو ځواکونو یو لوي مرکز دی .

نوریه چې دیوه بزګر لور ده دښونځي په څلورم ټولګي کې زده کړې کوي او اوس دجګړو دویرې ښونځي ته هره ورځې نشي ورتلی .

هغه  وایی دا او یوه بله کوچنۍ خور یی دډیر جګړو نه په خوب کې ویریږي ځکه په کلي کې یی دولسوالۍ وداني او دبهرنیو ځواکونو مرکز ددوۍ کور ته نژ دې دی چې هره ورځ تر جګړې وروسته دشپې په خوب کې ډزې ویني .

(( مونږه مکتب ته نشو تلی مونږ ه یریږو ، دلته جګړې دي دلته توپونه رالویږي مخکې به تلم مکتب ته خو اوس نشو تلی  ، دلته بیز دی او ولسوالي ده . توپونه راځي اوس مکتب ته هره ورځ نشو تلی ، اوس چې شپه شي زه او وړه خور مې په خوب کې ویریږو ، یوه ورځ مې دمکتب خوا سره ولګیده ، مونږ ترې خدای بچ کړو توپونه مو خوا ، خوا سره لګیږي او بیا په خوب کې ویریږو )).

دغه لس کلنه کوچنۍ چې لوبو ته بهر له وتو مور او پلار منې کړې زیاتوي چې دمجبورې ورځې به دکور بندیانه وي او بهر به چمبو وهلو او سات تیرې ته ونه وځي ،

((مخکې به مو په خوړ کې لامبلې ، اوس ډزې دي ، یره ده امنیت نشته دی . مور مې راته وایی چې نوره بهر مه وځه . زه به نوره دکوره نه وځم )).

نوریی پلار عبد الواحد چې دکور په خوا کې یی پخپل پټي کې کار کاوه (( ای ډبلو ، پي ار ته په مرکه کې وویل : نوریه او یوه بله کچنۍ لور سلګۍ یی دتیر یوه کاله په رواني ناروغۍ اخته شوې ده .

 (( زمونږ دکور په خواکې ولسوالي او دامریکایانو بیس دی ، یوه ورځ جګړه وشوه او وروسته طیارو بمباري وکړه په کور کې غوغا جوړه شوه نوریه وغورځیده ، بې هوشه شوه او یوه بله دغیږې لور مې هم وویریده ، تر یوې جمعې همدغسې وه ، په ډیرو ډاکټرانو مې وګرځوله خو اوس هم نده ښه شوې ، پاکستان ته مې وس نه کیږي او دلته پرې دواګانې تاثیر نه کوي ))

دا وایی کله یی دکور په خوا طالبان هوانونه راګوزاري او کله یی په شاخوا غرونو بهرني ځواکونه بمباري کوي ځکه یی ماشومان دغه ناروغۍ ګلي .

دا وایی په ډیرو روغتیا پالو یی خپلې لوڼې ګرځولي خو سر یی ندی نیولی او لاهم دغه رنځ ګالي چې دوۍ ورته ډیر په اندیښنه کې دي .

کابو دولس کلن بیت الله چې دیوه دکاندار ځوي دی  په یوه نا امنه ولسوالۍ ماڼوګي کې او سیږي ، هغه چې څه موده وړاندې یی په کور دغره نه په رالویدلي هاوان کې دوه کوچنۍ خوندی او یو ورو ټپي شوی له همغه وخته یی رواني نا روغي پیدا کړې او دشپې په خوب کې ویریږي .

((مخکې به اخترونو کې ماښام راوتلو . اوس ویره ده نشو وتلی . زمونږ په کور کې هوان ولګیده ، دوه خورګانې او یو ورور مې پکې زخمي شو اوس مې یوه وړه خور او زه دشپې په خوب کې راپاڅیږوو بیا مې مور راپاڅیږي ، مونږ قرار کې بیا وروسته بیرته ویده شوو )).

 په کونړ کې یواځې ماڼوګی او وټه پور ندي چې کوچنیان یی ډیرو جګړو په رواني ناروغیو اخته کړي بلکې ددغه ولایت ټولې هغه سیمې چې جګړې پکې ډیرې وي کوچنیان یی روانۍ ناروغۍ  ګالي .

دوۍ وایی حکومت ، ناټو ځواکونه ، اوطالبان درې واړه په جګړو کې دولسي خلکو ژوند ګواښي چې ښکیلې غاړې په یو بل تر درنو ګوزارونو وروسته ددوۍ دکوچنیانو په روانې ناروغیو داخته کیدو لامل کیږي.

دکونړ روغتیا یی چارواکي هم ددغه ولایت په جګړیزو سیمو کې دکوچنیانو درواني ناروغۍ   خبره مني او وایی ماشومان  په کونړ کې جګړو تر نورو ډیر متاثر کړي دي .

ددغه ولایت دولایتي روغتون ریس ډاکټر فاروق سهاک وایی دنا امنه سیمو ورته ډیر په رواني ناروغیو اخته کسان راوړل کیږي خو کوچنیانو ته یی په روغتون کې ددرملنې امکانات کمزوري دي ،

ځکه نو ډیری هغه یی شخصي روغتونو ، ننګرهار او یا هم پاکستان ته لیږدي .

دده په وینا چې دروغتیا وزارت په پالیسۍ کې دپنځه کلنۍ کم عمره کوچنیان یی په روغتیا یی چوکاټ کې ندي شامل خو څیړنو یی ښودلې چې رواني ناروغۍ په ماشومانو کې ډیرې شوي دي

(( دنظامي قرارګاوو کورونو ته نژدیوالی ، دبیزونو موجودیت ، داجنګونه . داټول درواني ناروغیو په پیدا کیدو کې مهم رول لري ، که څه هم دپنځه کلنۍ ښکته ماشومان یی دروغتیا وزارت په پالسي کې ندي شامل خو جګړیزو سیمو ماشوامان تر نورو ډیر درواني ناروغیو ښکار دي ))

دسهاک په باور د رواني ناروغیو فیصدي په ټولو وګړو او تر ډیره په کوچنیانو کې  ورځ تر بلې دزیاتیدو په حال کې ده .

خو په دې اړه یی معلوامات ورنه کړل چې هره میاشت کې څومره په رواني ناروغیو اخته کوچنیان دوۍ ته راوړل کیږي خو  وایی په خوب کې پاڅیدونه ، په خوب کې چغې  کنځلې ، او نورې ډیرې بیلګې شاملې دي

که څه هم روغتیا یی چارواکي او ولسي وګړي درواني ناریوغیو په کوچنیانو کې ډیریدنه نظامي ځایونو ته دکلو او کورونو نژدیوالی ښایی خو دکونړ والي سید فضل الله وحیدي وایی له ډیرې مودې راهیسې یی له بهرنیانو غوښتي چې په داسې ځایونو کې مرکزونه جوړ کړي تر څو دعامو خلکو په ژوند بده اغیزه ونه شیندي .

((دادطیارو کېناستل او پاڅیدل ، بعضې وخت مرمۍ ویشتل کیږي دکورونو خواوو ته دا ډیرجګ اواز لري ، دغه څه خلکو ته ډیر تکلیف پیښ کړی دی ، ما پخوا هم څو واره دبیزونو غوښتي چې دکورونو له خواو لرې ولاړ شی او کلي بانډې پریږدي تر په سرحدي سیمو کې میشت شي ))
والي وایی دڅوکۍ او ماڼوګي ولسوالیو هغه سیمې اوس بهرنیانو پریښي  چرته چې دعامو خلکو کورونه او کلي دي خو دکونړ په ډیری نورو سیمو کې ددوۍ مرکزونه شته چې عام خلک یی ډیر په تنګ ګړي او دولسي وګړو په روان یی بده اغیزع شیندلې ده

خو دډیرو نورو کونړیانو په وینا حکومتي خلکو هم تر ډیره کلیو او ولسي ځایونو ته څیرمه مرکزونه جوړ کړي چې دغه څه هم دخلکو او کوچنیانو ژوند ګواښلی دی

دننګرهار پوهنتون کې  داوراپوهنې استاد عبد الرشید چې په کونړ کې یی درواني ناروغیو اغیزې په ماشومانو څیړلي وایی دهغه کورنیو او کوچنیانو سره یی مرکې کړي کوم چې په جګړیزو سیمو کې میشتې دي .

دده  په باور ددغه شان سیمو کوچنیان تر نورو ډیر په رواني ناروغیو اخته شوي او دشپې لخوا دورځې تیرې شوې جنګې صحنې په خوب کې ویني .

((مونږه هم څیړنې کړي ، دانتیجه لاسته راغلې چې  دکونړ په ولایت کې  مونږ هلته دکورنیو سره مرکې کړي دي ، هغه کلي چې هلته نظامي ځایونه دي اکثره کورنیو ویلي چې زمونږ ماشومان دشپې وریږي ، دځینو کورنیو رسه چې مونږ مرکې کړي ، دغه څه په حقیقت رسیدلې ده چې جګړو په ماشومانو بده اغیزه کړې ده ))

دی وایی په جګړیزو سیمو کې دماشومانو لنډ مهاله ځای بدلون او ددوۍ دزهن نه دجګړو دویرې ختمیده کولی شی دغه ناروغي په ماشومانو کې یو څه راکمه شي کنه تر څو چې جګړه وي نو دکوچنیانو ژوند به هم په همدغه رنځ اخته پاتې وي

(( که چرته دزده کړې لپاره شریط او امکانات موجود نه وي هلته ماشومان زده کړه نشي کولې ، دزده کړې شریط هم په زده کړو کې مهمه ونډه لري . چرته چې دغه شان جګړه وي زده کونکي خو لاپریږده چې ښونکي هم زده کړې نشي ورکولی ، نو ددغه هر څه لپاره باید جګړه ختمه شي کنه دوامشومانو روان به نور هم اغیزمن کیږي ))

دروغتیا دنړیوال سازمان سروې  ښودلې چې دا مهال په افغانستان کې تر شپیتو سلنې پورته وګړي رواني ناروغۍ لري

چې کوچنیان هم ددغه ناروغۍ یوه ستره برخه ګڼل کیږي .

اوراپوهان خبر داری ورکوي  که جګړیز حالات سم نشي نو دکوچنیانو رواني ناروغۍ به ورځ تر بلې دزیاتیدو نیلې وغزوي .

ذبیح الله غازي  آی دبلیو پی آر  کونړ

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists