Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په کندهار ولايت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه مخ په لوړېدو ده

زياتېدونکې جگړه او اقتصادي ځوړتيا گڼ شمېر خلک له جدي روغتيايي ستونزو سره لاس او گرېوان کړي دي.
By Mohammad Ibrahim Spesalai
د کابل په يوه روغتون کې ځوارځواکۍ څپلی يو ماشوم د بدني ودې د معلومول لپاره اندازه کيږي.(عکس: Paula Bronstein/Getty Images)

 

 

 

    

 

د ځايي روغتيايي چارواکو په وينا د سويلي ولايت کندهار زيات شمېر ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي. څه دپاسه ٣٦٠٠٠ تنه  يې بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري.

د کندهار ولايت د عامې روغتيا د رياست د عامه تغذي رئيس، احمد الله فيضي آی ډبليو پي آر ته وويل، د ٢٠١٦ کال د دسمبر مياشتې د وروستيو شمېرو له مخې ٢٠١٥٧ تنه ماشومان په منځۍ کچې خوارځواکۍ اخته دي. نور ١٦٠٠٠ تنه يې له سختې او جدي خوارځواکۍ څخه کړيږي.

فيضي وويل، په دې شمېره کې د تېر کال په پرتله نژدې ٤٠٠٠ تنه زياتوالی راغلی دی. کېدای شي رښتينې شمېره تر دې لوړه وي. هغه يادونه وکړه، دا د هغو ماشومانو شمېره ده چې ميندو او پلرونو يې هغوی د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته رارسولي دي.

خوارځواکي د افغانستان د ټول هېواد ستونزه ده. د ملگرو ملتونو د وروستي رپوټ له مخې معلومه شوې چې تر پنځه کلنۍ کښته د يو عشاريه درې مليونو ماشومانو په گډون يو عشاريه اته مليونه خلک په دې اړه مرستې ته اړتيا لري.

سره له دې د ٢٠١٦ کال د سپتمبر ترمياشتې پورې شاوخوا ٢٥٠ زره تنه ماشومان د درملنې لپاره بستر شوي دي.

د ماشومانو خوارځواکي ناوړه عواقب لري او د لنډې او اوږدې مودې روغتيايي ستونزې رامنځته کوي. کېدای شي د ماشوم بدني وده غړنده شي او مغزي پراختيا يې له خطر سره مخ شي. د بدن د مقاومت د تيټوالي له امله ماشومان د ناروغۍ په وړاندې کمزوري کيږي.

فيضي وويل، پروسږکال په کندهار کې ٧٠ تنه ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د ماشوم خوارځواکي د کندهار ښار په ځينو برخو او د ولايت اړوند د ميوند، پنجوايۍ او ژيړي په گډون د ١٧ ولسواليو په مرکزونو کې يوه ستره ستونزه ده.

فيضي وويل: «د کندهار ښار په ځينو برخو کې د زياترو ماشومانو د خوارځواکۍ لامل دا دی چې ډېری کورنۍ بيځايه شوي او له زابل، ارزگان او هلمند ولايتونو څخه د کندهار ښار ته راغلي او اوس  په ډېر ناوړه او بېوزلي حالت کې ژوند تېروي.»

اصلي غميزه په لرې پرتو سيمو کې ده چې امنيت پکې کمزوری دی، خلک يې کار نه لري او وزگار دي.

وضع د روانې جگړې او اقتصادي ځنډ [رکود] له امله هغه مهال لا پسې ناوړه شوه چې په ٢٠١٤ کال کې زياتره ايتلافي ځواکونه له دغه سيمو څخه ووتل او زيات شمېر کډوال د پاکستان له هېواد څخه خپلو کورونو ته راستانه شول.

له يوې خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې سيلابونو او وچکالۍ کرنيز محصولات ځپلي او له بلې خوا ملخانو او کرنيزو ناروغيو هم په خپل وار پر کروندو ناوړه اغېز کړی دی.  

بېړنۍ تغذيه

دمگړۍ د کندهار د ميرويس نيکه په حوزوي روغتونکې ٣٤ تنه ماشومان بستر او د جدي خوارځواکۍ په وړاندې تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

ځينو ميندو آی ډبليو پي آر ته وويل، د ډېرې بېوزلۍ له امله نشي کولای خپلو اولادونو ته مناسب خواړه چمتو کړي.

راضيه، چې په سپين بولدک کې د واعش له کلي څخه دلته راغلې، وويل: «شپږ مياشتنی ماشوم مې له دې وضع څخه کړيږي. هره ورځ خپل وزن له لاسه ورکوي او کمزوری کيږي... زموږ په کلي کې کوم کلينيک نشته او کورنۍ مو نشي کولای پوره شيدې ورته ورکړي. يوه اوونۍ په ځای پروت و او اوس مې روغتون ته راوړی دی.»

د پنجوايي ولسوالۍ د تالقانو د کلي اوسيدونکې، گلدستې وويل: «زوی مې په خوارځواکۍ اخته دی. له هغه وخته چې زېږېدلی، وچ کلک دی. له يوې ورځې څخه بلې ته بدتريږي. اوس مې دلته راوړۍ، چې که خدای وکړي درملنه يې وشي.»

د ژيړي ولسوالۍ د سنگيسار د کلي اوسيدونکي، بي بي امينې وويل، دوې اوونۍ کيږي چې زوی مې دلته راوستی. کور ته نژدې يې د درملنې ځای نشته.    

هغې وويل: «خپل ماشوم مو د کلي کلينيک ته يوړ. هغوی وويل دلته يې درملنه نه کيږي، بايد د ميرويس روغتون ته يې يوسم. په پای کې مو دلته راوست او اوس يې روغتيايي حالت يو څه ښه شوی دی.»

د ملگرو ملتونو د وينا له مخې يوازې شپېته سلنه افغانان روغتيايي څارنې ته يو څه لاسرسی لري. د هېواد په لرې پرتو سيمو کې تاسيسات ډېر کمزوري دي. په موجودو روغتيايي تاسيساتو کې يوازې ٥٤ سلنه يې لږ و ډېر تغذي خدمتونه چمتو کوي.

د کندهار چارواکي وايي، هلې ځلې کوي چې د خوارځواکۍ په وړاندې مرسته پراخه کړي.  

د ميرويس روغتون د ماشومانو د سرويس شف، محمد صديقي وويل: «پخوا مو د ماشومانو د بسترولو لپاره پوره ځای نه درلود. سږکال مو دېرش بسترې نوې جوړې کړې او ١٢٠ بسترو ته مو لوړې کړې. اوس کولای شو په يوه وخت کې د ډېرو ناروغانو درملنه وکړو.»

د کندهار د عامې روغتيا رياست هم په کندهارښار او ولسواليو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په وړاندې د مبارزې لپاره ٤٨ دايمي او ٣٨ گرځنده کلينيکونه تاسيس کړي دي.

فيضي وويل، که ميندې او پلرونه د خپلو اولادونو په اړه کومه اندېښنه لري، بايد له موږ څخه مرسته وغواړي. زياته يې کړه: «زه پر کورنيو غږ کوم چې ناروغ په کور کې و نه ساتي، بلکې په بيړه دې روغتيايي مرکزونو ته يوسي.»

نوموړيوويل، د خوارځواکۍ ټولې پېښې ځايي کلينيکونو ته استول کيږي. د هر خوارځواکه ماشوم څارنه کيږي او د څلورو مياشتو لپاره په اوونۍ کې يو ځل چک کيږي چې بېرته خپل حالت ته وروگرځي.

په دغو کلينيکونو کې دوه ډوله خواړه چمتو کيږي. هر دواړه يې وړيا دي. يو ډول يې خوراک ته چمتو درمليز خواړه (RUTF) دي چې يونيسف چمتو کړي او ډېره انرژي لري. په هر سلو گرامو کې يې ٥٥٠ کالوري موجوده ده او د ډېر سخت خوارځواکۍ وهلي ماشومانو درملنې ته پکاريږي.  

بل ډول يې خوراک ته چمتو خواړه (RUTF) د خوړو نړيوال پروگرام [WHO] له خوا ويشل کيږي او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ د درملنې لپاره پکاريږي.  

صديقي سپارښتنه وکړه، د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د اوږدې مودې تگلارې ته اړتيا ليدل کيږي. په داسې حال کې هغه له دې سره موافق و چې د امنيت د نشتوالی او د پراخهکچې بېوزليدا ستونزه پسې لوړوي، خو پکار دي چې د خلکو د معلوماتو کچه هم لوړه شي.‌

په سيمه کې موجود مغذي ساده خواړه، په ځانگړي ډول هگۍ او لبنيات، د ماشومانو پر روغتيا باندې رښتينی اغېز کولای شي.

صديقي وويل: «دمگړۍ پر روغتيايي خدمتونو سربېره، موږ خلکو ته معلومات ورکوو چې څنگه د خوارځواکۍ مخنيوی وکړي. که چېرته کورنۍ زموږ سلا مشورو ته د عمل جامه ورواغوندي، نو هيله ده زياته گټه به وکړي.»

په کندهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د څانگې مسؤول، شمس الدين تنوير هم وويل، پکار دي چې د خوارځواکۍ په وړاندې په مبارزه کې پرخه پرگنې ورشاملې شي.  

له ښه امنيت او اقتصادي پراختيا پرته، په تېره بيا په ولسواليو کې ښايي خوارځواکي له کنتروله ووځي. سيمه ييزو روغتيايي چارواکو لا له وړاندې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کميسيون ته گوته څنډلې که چېرته د ماشومانو تغذيې ته پام ونشي، نو «بشري ناتار» راتلونکی دی.

تنوير وويل: «زموږ دفتر د [خوار ځواکۍ] په اړه اندېښمن دی. موږ له ځايي چارواکو او حکومت څخه غوښتنه کوو چې امنيت تامين کړي، د کډوالۍ او دداخلي بېځايه کېدو مخه ونيسي او خلکو ته کارونه پيدا کړي، ترڅو خلک ځواکمن شي او خپل مالي حالت ورغاوي، ترڅو وکړای شي ځانونو ته سم خواړه چمتو کړي او پر خوارځواکۍ باندې د خپلې کورنۍ د اخته کېدو مخه ونيسي.»

يو شمېر خلک وايي که د افغانستان په ډېرو ناکرارو سيمو کې امنيت تامين شي، نو کندهار ته راغلې بېځايه شوې کورنۍ به وکړای شي بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي او د کرنيزو محصولاتو په لوړ توليد کې ونډه واخلي.  

په کندهار کې مدني فعال، حاجي فيض محمد وويل، له گاونډيو ولايتونو او ولسواليو څخه د بېځايه شوو کورنيو د راتگ له امله ځايي سرچينې تر ډېر فشار لاندې راغلي دي.  

هغه وويل: «بېروزگاري د نېستۍ او بدمرغۍ سرچينه ده.» نوموړي سپارښتنه وکړه، حکومت ته پکار ده د دندو د موندلو د ځايي پروژو جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.

هغه زياته کړه: «که وغواړو چې له ټولنيزو ستونزو څخه بېغمه شو، نو پکار دي چې د خلکو بنستيزې اړتياوې پوره کړو. دا ستونزه د دندو په رامنځته کولو هواريږي او له امله يې خلک پر خپلو پښو ودرېدای شي.»