په کابل کې له رايو ورکولو څخه دمخه تاوتريخوالی زيات شوی

په وروستيو اوونيو کې پر ولسي خلکو او د ټاکنو پر تاسيساتو باندې د بريدونو له امله تاوتريخوالي زور اخيستی دی

په کابل کې له رايو ورکولو څخه دمخه تاوتريخوالی زيات شوی

په وروستيو اوونيو کې پر ولسي خلکو او د ټاکنو پر تاسيساتو باندې د بريدونو له امله تاوتريخوالي زور اخيستی دی

Kabul enveloped in haze. (Photo: James Orr)
Kabul enveloped in haze. (Photo: James Orr)
Wednesday, 2 April, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د اديتور، جيمز اور ليکنه

په شاړ واړ کابل کې سهارهغسې پيليږي، لکه د سويلي اسيا په نورو پلازمېنو کې چې پيليږي.

زړو شوو ژيړ رنگه ټکسي موټرو خاورين سړکونه ډک کړي او هټيوال خپل کاروبار ته روان دي. کراچي وانانو خپلې کراچۍ تر مورگې پورې له نارنجانو څخه ډکې کړي، ماشومانو خپلې پوزې له لوگيو څخه پټې کړي او په چاودېدلو پخو سړکونو خپلو ښوونځيو ته ځغلي.

څېرمه د کانکريټو په ټوټو کې وحشي سپيان د وختي سهار لمر ته ډېرۍ پراته دي.

لا اوس هم د افغانستان د اوږدې مودې راهيسې له کړاوونو څخه په ډکې پلازمېنې کې د هرې ورځې کيسه روانه ده؛ د جگړې د ماشينرۍ اوازونه د خلکو غوږونو کڼوي. 

تيوتا پيک اپې موټرې د افغانستان د ملي اردو له غوږپټو خوليو لرونکو سرتېرو څخه ډکې او په ډېره بيړه پر کنډ کپر سړکونو د ښار بهر سيمې ته روان دي، په داسې حال کې چې لوی ډاروونکي زغره لرونکي امريکايي موټر له گڼې گوڼې ډکو څلورلارو څخه تيريږي. 

په هر ځای کې سيمنټي ديوالونه، د پوليسو د تالاشۍ پوستې او هر چا د خوښې وسلې او موجود کلاشينکوفونه ليدل کيږي.

پر ولسي موخو د وروستيو ځانمرگو بريدونو لړۍ د خلکو اعصاب ناکراره کړي دي.

يو استراليايي منيجر، ٢٨ کلن مارکوس توديهوپ، چې د څېړنې شرکت (ATR Consulting) يې خپل کارکوونکي د نيپال پلازمېنې، کتمندو ته استولي، وويل: "په څو تېرو اوونيو کې د بريدونو د زياتوالی له امله خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

"گڼ شمېر نړيوال کارکوونکي وتلي او د بې باورۍ څپې روانې دي چې په راتلونکو مياشتو کې به څه پېښيږي."

د اندېښنو د سختوالي او د تاوتريخوالي د لوړېدو لامل په افغانستان کې د اپرېل په پنځمه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو سترگې په لار راتلونکې ټاکنې دي.

لالهانده او سوځنده برحال ولسمشر، حامد کرزی د افغانستان د اساسي قانون له مخې نشي کولای درېمپړاو تهودريږي. د ولسمشر په بدلېدو به د واک نورې زيات شمېر څوکۍ لاس ته راشي.

د کابل د سياسي وتلو څېرو يو شمېر غړي، چې بهرنيو بانکونو ته د نړيوالو زياتو مرستو په لېږولو تورن دي، د واک له لېږد څخه ډاريږي. پخواني جنگ سالاران، چې په ١٩٨٠ کلونو کې د شوروي د يرغل په وړاندې جنگېدلي، هم ځانونه تر گواښ لاندې بولي، ځکه دوديز ايتلافونه نور له منځه تللي دي.

د يوه دفتر مدير، نهه ويشت کلن فرهاد احمدزي وويل: "د موجود بې کفايته او غير موثر حکومت بدلېدو ته زياته اړتيا ليدل کيږي، ترڅو پر ځای يې داسې يو څوک راشي، چې نه يوازې سوله تامين کړي، بلکې د اقتصادي رغښت لپاره هم کارې پلانونه جوړ کړي. موږ افغانان ثبات غواړو، موږ د نېکمرغۍ وړ يو."

راتلونکو ټاکنو ته ولاړو نوماندانو د پردې تر شا بېلابېلو قومي ډلو ټپلو؛ پښتنو، ازبکو، تاجکو او هزاره گانو ټولو ايتلافونه جوړ کړي.

طالبانو د ټاکنو د گډوډولو په موخه د نورې وينې تويولو ژمنه کړې. هغوی ته د ټاکنو بريالۍ پايلې د ټاکنو د نه کولو په معنا دي او ملېشې يې اوس سترگې په لار ناست او هوډمن دي چې ټاکنې بې لارې کړي. د ٢٠٠٩ کال د اگست د ٢٠ په پرتله، په هغه ورځ چې ولسمشرۍ ته ټاکنې کېدې، د ياغيانو په بريدونو کې لس چنده زياتوالی راغلی دی.   

له تېرو دوو اوونيو راهيسې پر کابل سخت گوزارونه شوي؛ هم پر ولسي خلکو او هم په پلازمېنې کې د ټاکنو پر تاسيساتو بريدونه شوي دي. د مارچ د مياشتې په ٢٥ يو ځانمرگي بريد کوونکي د ټاکنو د خپلواک کميسون پر مرکزي دفتر، چې د ټاکنو د همغږه کولو دنده لري، خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه او دوه تنه يې ووژل.

څلور ورځې وروسته طالب جنگياليو د ښځو د څادريو په اغوستلو د ټاکنو د خپلواک کميسون پر يو بل دفتر له گاونډې ودانۍ څخه بريد وکړ او څلور ساعتونه يې دوام وکړ. هيچا د ټوپک والاوو د مړينې په اړه څه ونه ويل.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستې د ماموريت د ادارې مرستيال، نيکولاس هيسوم په يوې بيانيې کې وويل: "د هېوادوالو ډارولو په موخه تاوتريخوالي ته لاس اچول، چې ونشي کړای له خپلو دموکراتيکو حقونو څخه گټه واخلي، دا معنا رسوي چې هغوی نشي کولای ځانونه له سياسي لارې واکمنۍ ته ورسوي. ماموريت ... يو ځل بيا يادونه کوي چې ټاکنيزې ادارې او د هغوی کارکوونکي بايد نېغ په نېغه تر بريد لاندې رانشي."

په وروستي تاوتريخوالي کې نړيوال کارکوونکي هم تر بريدونو لاندې راغلي دي.

په روان کال کې تر دې دمه په پلازمينې کې، د جنورۍ په مياشت کې پر يوه مېلمستون باندې د بريد له امله د ١٣ تنو په گډون، اتلس تنه بهرني کارکوونکي وژل شوي. يو بل نړيوال کارکوونکی د مارچ په يوولسمه په رڼا ورځ ووژل شو او نور څلور تنه د مارچ په شلمه په سرينا هوټل باندې د بريد له امله مړه شول.

پر سرينا هوټل په بريد کې په افغاني قربانيانو کې ښځې او ماشومان شامل وو.

د فرانس پريس د خبري رسنۍ خبريال،  سرداراحمد ، د هغه مېرمن او دوه زامن يې پرځای مړه شول او درېم دوه کلن زوی يې ژوندی پاتې شو، خو پر سر باندې د گوليو د لگيدلو له امله روغتون ته ورسول شو.

د کابل په ادارو کې افغانان او بهرني کارکوونکي ټول له خطر سره مخامخ دي او په پرله پسې ډول ورته په برښناليکونو کې "د بيړنيو بريدونو اخطار"رسيږي.

د يو رپوټ له مخې يوه بريد کوونکي د ښار په گاونډ کې پر يوه پوځي کتار چاودنه وکړه او د بل رپوټ په وينا د پوليسو د تالاشۍ پر پوستې د سپکو وسلو ډزې روانې دي.

د گوتو په شمېر ځايونه د طالبانو له بريدونو خوندي بريښي، خو څه دپاسه دېرشو کلونو جگړو وروسته بيا هم افغانانو خپل زغم له لاسه نه دی ورکړی. دا هغه ځانگړنه ده چې يرغلگرو د هغوی د ژوند په بيه ترې پرده پورته کړې. 

په پلازمېنې کابل کې د يوې دارالترجمې خاوند، ٣٤ کلن عبدالجواد وويل: "د نورو د ډارولو په موخه پر موږ بريدونه کول تاکتيک نور کار نه کوي. طالبان موږ ته دا باور راکوي چې دموکراسي د لويديځ د لاسوهنې ميراث دی، خو موږ ښه پوهيږو. موږ نه غوليږو او په ټاکنو کې به گډون وکړو."

جيمز اور د آی ډبليو پي آر کابل مېشت اديتور دی.


Pakistan, Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists