Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په کابل کې دبرېښنا نوې ستونزه

د برښنا د لګښت په کمپيوتري سيستم جوړ شوي بلونه افغان کورنۍ هيښې او په شک کې اچولي دي.
By Khan Mohammad Danishju

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

ميرحسين په خندا وويل: «راشه او زما بل وګوره! د يوې دورې يو نيم ډالر او د بلې دورې ۱۵۰ ډالره لګښت ْښودل شوی دی.»    

ميرحسين د کابل ښار په خيرخانه مېنه کې د پښتني بانک مخې ته د برښنا د لګښت د پيسو د تحويلولو لپاره په ليکه کې ولاړ دی. نن سبا د پخوانيو انفرادي کتابچو پرځای د برښنا لګښت د کمپيوتري سيستم له لارې سنجول کيږي.

د سيستم له دې تبديلۍ څخه وروسته کورنيو ته پته ولګېده چې د هغوی په لګښت کې ډېر توپير راغلی دی او شکايتونه پورته شول چې د برښنا د لګښت د معلومولو سمه او کره کچه لاسته نشي راتلای. ميرحسين وپوښتل: «کوم سيستم؟ کوم کمپيوټر؟ کوم محاسبين؟»       

د بلونو د تاديې لپاره په ليکه ولاړ  نور خلک د بلونو د بيې د لوړوالي په لاملونو نه پوهيدل او له دې امله په غوسه وو. له ستونزو سره د آی ډبليو پي آر د لېوالتيا پر پوهيدو خلک د خبريال شاوخوا راتاو شول او د خپلو کيسو په ويلو يې پيل وکړ.  

يوه سړي پوښتنه وکړه: «ای وروره، تاسو د رسنيو خلک چېرې ياستئ؟ دوی د بېوزلو خلکو څرمنه وباسي.» 

د خيرخانې اوسيدونکي، نورالله وويل: «په تېرو دېرشو کلونو کې په يوې دوره (دوو مياشتو) کې زموږ د برښنا لګښت  له لسو امريکايي ډالرو څخه اوښتی نه و. خو د بلونو د نوي سيستم د پيل راهيسې د لومړۍ دورې بيه درې سوه او د دويمې دورې دوه سوه ډالره شوې ده. (د برښنا) لګښت مې هماغسې دی، لکه چې پخوا و.»  

په زاړه سيستم کې به د ميټرونو لوستونکي له يوه کاله څخه بل ته تلل، د برښنا ميټرونه به يې په کور کې د اوسيدونکو خلکو په مخکې لوستل. د برښنا لګښت به يې د برښنا په اړونده کتابچه کې ليکلو او وروسته به د کور خاوند کتابچه بانک ته وړه او پيسې به يې تحويلولې.   

په ۲۰۰۹ کال کې د کمپيوټري سيستم له رامنځته کېدو وروسته هيڅ مامور ساحې ته نه راځي. د کور خاوند [د برښنا د لګښت په اړه] د لومړي ځل لپاره هغه مهال پوهيږي، چې بل يې کور ته وروليږل شي.  

په بل کې د برښنا د لوړ لګښت له اټکل پورته کچه ليکل شوي وي او دا هم شونې ده چې کله ناکله تخنيکي اشتباه پکې  وي. زيات شمېر خلک انګيري، ګوندې لګښت يې د هغو کارکوونکو له خوا په لاسي ډول زيات ليکل شویوي ، چې غواړي پيسې يې جيبونو ته ورشي.     

د بل د سيستم په اړه د خلکو غوسه تر دې کچې پراخه شوې چې موضوع په تلويزيون کې تر خبرو اترو او بحث لاندې نيول شوې. د برښنا د ملي شرکت رئيس، عبدالرزاق صمدي پر موضوع د رڼا اچولو لپاره د مشرانو جرګې غونډې  ته وربلل شوی و.  

هغه د مشرانو غړو ته وويل: «موږ دا منو چې د برښنا کارکوونکي په خپلو محاسبو کې يوه څه تېروتنې کوي. د برښنا رياست چمتو دی چې د خلکو پيسې بېرته ورکړي.»    

صمدی آی ډبليو پي آر ته وويل، کمپيوټري سيستم لا تر اوسه يو څه ستونزې لري، خو له هغې سره سره له زاړه سيستم څخه بهتره دی، چې د ميټر له مخې محاسبه کېده او زياتره پکې د درغلۍ امکانات زيات و. هغه وويل د برښنا لګوونکي ښايي و انګيري له هغوی څخه ډېرې زياتې پيسې اخيستل کيږي، خو په عمومي ډول خبره داسې نه ده.

د کابل ښار د برښنا رئيس، شکيب احمد نثار څرګنده کړه، چې نوي ديجيتل ميټرونه  د پخوانيو ميټرونو پر ځايونو لګول شوی دي، چې په اسانه پکې لاس وهل کېدای شو.

هغه وويل: «خلکو په بېلابېلو لارو په لګول شوو ميټرونو کې ګوتې وهلې، د بېلګې په توګه پر ميټر به يې مقناطيس لګولو، ترڅو ميټر ډېر ورو وګرځي.»  

نثار وويل، د خلکو د بلونو د پيسو د لوړوالي بل لامل دادی چې د  يو شمېر خلکو ميټرونه او مزي د هغوی د کورونو او جايدادونو  دننه غځېدلي، برښنا به يې لګوله او لګښت به يې نه معلومېده.

هغه وويل: «تر اوسه په کابل ښار کې ۳۰۰۰۰ نوي ديجيتل ميټرونه ويشل شوي او په پام کې ده چې نور ۲۰۰۰۰   هم وويشل شي. هغه وويل، «د برښنا رياست د ميټرونو د کتنې او چک لابراتوار لري. تر اوسه  ۳۰۰ ميټره د کورنو د شکايت کوونکو خاوندانو تر سترګو لاندې چک شوي، خو کومه ستونزه پکې نه ده موندل شوې.» 

هغه وويل: «که څو ک د خپل ميټر يا [د لګښت] د بل په اړه کوم شکايت لري، موږ ته دې راشي. موږ به ورسره مرسته وکړو او ستونزه به يې هواره کړو.»

له بلونو څخه ناراضي خلک وايي، شکايت کول اسانه خبره نه ده، بېلابېلو دفترونو ته په ورتګ ډېر وخت ضايع کيږي.  زياتره خلک [دا کار نشي کولای] او خپلې پيسې تحويلوي.

د نعمت الله په نامه د کابل يو تن اوسيدونکي درې، څلور ورځې منډې رامنډې ووهلې، چې ولې ورباندې دومره لوړ لګښت راغلی. په پای کې د برښنا کارکوونکو ومنله چې د برښنا د لګښت دوه چنده پيسې پرې حساب شوي دي.

هغه وويل: «هغوی بښنه وغوښته، ويل يې د پيسو په رسولو کې يې اشتباه کړې. که ويې نيسي، نو وايي اشتباه يې کړې، خو  که څه ونه وايي نو پيسې درڅخه وهي.»    

په کابل کې د افغانستان د نور برخو پر خلاف لږه تر لږه يوه شبکه شته. چارواکي وايي په ملي کچه يوازې ۳۶  سلنه اوسيدونکي برښنا لري. (وګورئ: په شمال کې د تورتم واکمني)    

پلازمينې ته برښنا د نغلواوسروبي د برښنا له فابريکو څخه راغلې، خو د جګړو په کلونو کې هغې ته ډېر زيان رسيدلی دی. چارواکي لګيا دي په نوموړو فابريکو کې دوه نوي توربينونه نصبوي. 

په دې ورځو کې د کابل د برښنا زياته برخه له بهر راځي. په اصل کې بايد برښنا د کابل د اوسيدونکو غوښتنې پوره کړای شي.

د برښنا ځايي چارواکي وايي ۳۵ سلنه  ښاري سيمې له عمومي برښنا څخه بې برخې دي، خو نثار وويل، دا کمبوت د ْښار په هغو سيمو کې د بې کنتروله ودانيو او نوو کورنو د جوړولو له امله رامنځته شوی، چې له شبکې سره وصل نه دي. نوموړي زياته کړه دې سيمو ته د برښنا رسول د برښنا د ستنو تر درولو، مزو د غځولو او سبتيشنونو تر جوړلو پورې يوه څه وخت نيسي.

More IWPR's Global Voices