په کابل کې تفريحي پارکونه جوړيږي

په داسې يو هېواد کې، چې څه موده وړاندې په کې کاغذ الوزول غير قانوني و، اوس په ولولو او خوښۍ د يو پارک د جوړېدلو هرکلى کيږي، چې څرخي او چورلېدونکې زانوګانې لري.

په کابل کې تفريحي پارکونه جوړيږي

په داسې يو هېواد کې، چې څه موده وړاندې په کې کاغذ الوزول غير قانوني و، اوس په ولولو او خوښۍ د يو پارک د جوړېدلو هرکلى کيږي، چې څرخي او چورلېدونکې زانوګانې لري.

Wednesday, 16 November, 2005

د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته د کابل په هسک لومړى خلکو د رنګه کاغذونو الوزول او ورپسې د فوټبال او واليبال لوبې پيل کړې.


اوس به د کابل ښاريان په نن او سبا کې داسې يو تفريحي پارک وګوري، چې په دې اسلامي ځان ساتې ټولنه کې يو ناشونى کا ربلل کيږي.


يوه شخصي کمپنۍ دکابل له ښاروالۍ سره د يو تړون له مخې په زرنګار پارک کې په څرخي او چورلېدونکو زانګوګانو يو سمبال لوبغالي جوړوي. دا پارک به په هېواد کې د لوبو او ساعت تېرۍ لومړنى پارک وي.


ديارلس کلن جاوېد وايي، هغه دې ته سترګې په لار دى، چې څه وخت به له خپلې کورنۍ سره دې پارک ته ځي. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي محصل، ٢٦ کلن ضيا هم لېواله دى، چې د پارک تر جوړېدو وروسته د هغې نندارې ته ورشي. د حبيبيي د ليسې زده کوونکى، ١٩ کلن مرتضى د پارک جوړېدل يوه ښه مفکوره بولي. خو مرتضى وايي، چې آيا له دې څخه پرته به په هېواد کې بل مهم کار نه وي، چې د لومړيتوب حق ورکړ شي. نوموړى وايي: "که له چا سره په رښتيا د خلکو غم وي، نو د پارک په ځاى دې خلکو ته د اړتيا وړ نور شيان چمتو کړي."


د پارک د جوړولو کارښايي په روانې مياشت کې پاى ته ورسيږي، خو لا له وړاندې په دود او دستور ولاړو خلکو له خوا تر نيوکو لاندې راغلى دى، چې په عام محضر کې د ښځو څرګندېدل د اسلامي اصولو څخه سرغړونه بولي.


د باغبان باشي د جومات امام، مولوي محمد ايوب وايي: "د اسلام دين ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې د څادرۍ له اغوستلو پرته دنارينه وو په منځ کې راښکاره شي. (هغوى) ته په دې پارک کې د تفريح کولو اجازه نه شته؛ ځکه نامحرم نارينه هغوى ګوري."


شپېته کلن عبدالرحمن وايي، هغه فکر نه کوي، چې دا پارک د اسلام له اصولو څخه سرغړونه وي، خو په دې اند دى، چې ښايي د دود او دستور له مخې زياتره خلک هغې ته ورنه شي. نوموړى وايي: "د اسلام د دين او زموږ د کلتور له مخې کورنۍ کولاى شي، په دې پارک کې تفريح وکړي. خو د ساعت تېرۍ دا پارک، چې په زرنګار پارک کې جوړيږي، لاتر اوسه د وزګارو او په نيشه يي توکو د اخته کسانو ځاى دى. له دې امله به کورنيو ته ګرانه وي هلته د تفريح لپاره ورشي."


هغه وايي: "افغانان به دې پارک ته په راتګ کې زړه نازړه وي، ځکه دوديز چال چلن به موږ ته اجازه رانه کړي، د خپلو کورنيو د ښځينه غړيو سره دلته راشو او د نورو نارينه ګانو په وړاندې په چورلېدونکو او څرخي زانګو ګانو کې وزانګو."


د فيض محمد مهتاب الدين د کمپنۍ مرستيال، محمد اسحق امين ، چې ددې پارک د جوړولو کار يي په غاړه دى، وايي ، هغه له خپلې پروژې څخه دفاع کوي او زياتوي، چې دا کار به د ښار په بيا راژوندي کولوکې مرسته وکړي. هغه وايي: "ټول پارکونه له خځلو او چټليو ډک دي او د نيشه يي توکو په بازار اوښتي دي. موږ غواړو هغه د کورنيو لپاره د لوبو په يومناسب چاپېريال واړوو، ترڅو خلک له هغې ګټه واخلي او خپل وخت په خوښۍ تېر کړي."


پارک ته د ننوتلو ټکس به دوې افغانۍ بيه ولري، خو په څرخېدونکوزانګوګانوکې به د سپرېدو بيه جلا وي. پارک به څرخېدونکې زانګوګانې، لويي څرخېدونکې وزرې، د برښنا موټرې او د برښنا اورګاډي ولري.


د تړون له مخې کمپنۍ به کابل ښاروالي په ګټه کې شريکوي. .. په لومړيو پنځو کلونو کې به د عايداتو په سلو کې پنځلس برخه هغې ته ورکوي او په پاتې پنځلسو کلونو کې به د عايداتو په سلو کې شل ګټه تر لاسه کوي. د شلو کلونو له تېرېدو وروسته به پارک د ښاروالۍ ملکيت شي.


امين د پارک د امنيت په هکله اندېښمن دى، خو وايي، د هغه کمپنۍ په پام کې لري، چې د پارک د امنيت د ساتلو لپاره د ښاري پوليسو تر څنګ نور ساتونکي هم وګوماري.


د کابل يو شمېر اوسېدونکي لا اوس هم شک لري، چې داسې يوه مشغولا دې په افغانستان کې يو برياليتوب وګڼل شي.


د ماليي وزارت کارکوونکى، ٥٠ کلن خوشحال وايي، ښايي افغاني ټولنه لا تراوسه دې د عمومي تفريح دې ځاى ته چمتو ونه اوسي او ښايي يو زيات شمېر خلک په دې پارک کې د سوکالۍ احساس ونه کړي. خوشحا ل وايي، چې ددې پارک د کارونې په اړوند بايد په ښوونځيو کې زده کوونکو ته روزنه ورکړ شي.


د ښاروالۍ د پلان رئيس، عبدالرشيد جانباز وايي، د پارک خونديتوب به د شاوخوا کټارو په ټينګولو ښه شي، تر څو خلک ونه شي کړاى، له هرې لارې پارک ته ورننوزي. پوليس به هم د امنيت په ساتلو کې مرسته وکړي.


جانباز وايي، دتفريح دا نوى پارک په کابل ښار کې د لوبو او تفريح د ځايونو د جوړولو د پلان يوه برخه ده. نوموړى وايي: "په پام کې دي، چې د کابل شما ل لوېديځ، د چمتلې په دښته کې دخصوصي سکتور او نړيوالو موسسو په مرسته د شلو هکتارو په لويوالي يو پارک جوړ شي."


دا هغه څه دي، چې دعايشه درانۍ د نجونو د ليسې زده کوونکې، اتلس کلنه سويتا يي ليدل غواړي. هغه وايي: "موږ غواړو په هېواد کې مو شنه پارکونه ډېر وي، تر څو زموږ کورنۍ وکړاى شي، هغه په ګډه وکاروي. موږ غواړو د کابل ښا رپه هر ځاى کې پارکونه موجود وي، چې د ښا رله ګڼې ګوڼې ليرې په کې د جمعې ورځې تېرې کړو."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists