Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په کابل کى د بى کورۍ بحران

د عبدالبصير سعيد ليکنه
By Abdel Baseer

د ښاروالى د ودانۍ دريم پوړ يوه بى نظمه صحنه ده . په اصل کى ګڼه ګوڼه دومره ډيره ده چى د ساه اخيستو ځاى پکښى نه شته، ځکه چى په سل ګونو افغانان په تلوار او په زرګونو ستونځو ځانونه د ملکيت دفتر ته رسوي تر څو وويني چى کومه ځمکه يي په نامه وتلى او که څنګه .


په اصطلاح د نيک بختو نومونه په لست کى پر ديوال ځړول شوي وي خو هر هغه درخواست چى مثبت ځواب تر لاسه کوي د هغه په وړاندى په زرګونو نوربيا ناکامه درخواستونه دي.


احمدوحيد پداسى حال کى چى خپل نوم يي پر ديوال لټوه IWPR ته وويل د ځمکى د تر لاسه کولو له پاره مى په ١٩٩٥ کال کى غوښتن ليک ورکړى وو خو له بده مرغه له هغى نيټى راپدى خوا مى داسى يو ځاى يا مرجع نه ده موندلى چى خپله ستونځه ورته تشريح کړم.


يوه چارواکي چى هڅه يي کوله خلک تنظيم کړي په قهر سره وويل : هر څومره يي چى ورته تشريح کړى د خلکو له پاره دا ګرانه ده چى د کار پر سيستم وپوهيږي. موږ بايد لستونه په لومړي پوړ کى د ښيښى تر شاه وځړو تر څو خلک پورته دا نه شي.


د افغانستان د پلازمينى ډيره برخه ورانه او د يوى لسيزى جګړى څخه د راپاتى ماينونه څخه ډکه ده. مخکى له دى چى کورنۍ د کورونو د ودانولو په فکر کى شي دا ماينونه بايد پاک ، د اوبو او بريښنا سيستم بيا فعاله او په عادي ډول جريان ومومي.


د ځمکى د نشتوالي او د هغى د ترلاسه کولو له پاره د خلکو غوښتنه دومره ډيره ده چى د ښاروالي مامورين فکر کوي نه شي کولى چى يوازى د خلکو ستونځه حل کړي. د ښاروالي د مامورينو د اټکل سره سم د آبادۍ له پاره له دريو څخه تر څلورو زرو پورى د ځمکو نمرى شته دي. که چيرى يوه نمره ځمکه يوى کورنۍ ته ځانګړى شي او هره کورنۍ لس کسه حساب شي نو څلويښت زره کسان به د سرپناه خاوندان شي. خو له يوه مليون څخه د زياتو کډوالو ستنيدو مسله لاپسى پيچلى کړى ده. د کابل د نفوسو شمير دومره زياد شوى چى هيڅ څوک نه پوهيږي په کابل کى څومره خلک اوسيږي.


او دغه راز څرنګه چى په افغانستان کى معمول دي ، سياسي نفوذ خپل کار کوي. وسله والو ډلو پورى تړلي کسان که هغه پوليس وي او که مليشه يوه نمره ځمکه خپل وظيفوي امتياز بولي، په ځانګړي توګه چى حکومت د ملکيتونو رياست ته دستور ورکړى چى دوى ته دې ځمکه ورکړي.


د ملکيتونو د رياست يوه مامور چى د خپل نوم له اخيستو يي ډډه وکړه وويل: له بده مرغه د ځمکو ډيرى نمرى د دفاع او امنيت وزارتونو ته ورکول کيږي. پداسى حال کى چى موږ ٥٠ نمرى د ښوونى او روزنى وزارت ته ورکړي او لس لس نمرى مو نورو وزارتونو ته، ١٥٠ نمرى له موږ څخه د دفاع او امنيت وزارتونو اخيستي دي.


که چيرى ډيره برخه په رسمي ډول امنيتي برخو ته ځانګړى شي، نو پاتى يي ټوپک لرونکي له موږ څخه په زور اخلي. د ملکيتونو د څانګى ريس عبدالعظيم اعظمي وويل: د سه صد و پانزده په سيمه کى مو د کابل هغو اوسيدونکو ته نمرى وويشلى چى کورونه يي د جګړى پر مهال وران شوي خو د ټوپک والو د قشار له کبله نه شو کولى دا نمرى پر مستحقينو وويشو.


د ښار په نورو برخو کى په زرګونو نور کورونه دي چى پرى مشاجره روانه ده چى په قانوني ډول يي مالک څوک دى. د افغانستان جګړو د خلکو ژوند په شديده توګه ګډوډ کړى. ډيرو کورنيو هڅه کړى خپل ملکيتونه له بهر څخه اداره کړي او په پاى کى اوس له يوى کورنۍ څخه زيات د يوه کور د ملکيت ادعا کوي.


د ښار يو تن اوسيدونکى چى خپل نوم يي فريد معرفي کوه وويل: موږ د نويمو کلونو په لومړيو کى چى جګړو زور واخيست له وطن څخه ووتو او کور مو يوه چاته چى هغه مو پيژاند په کرايي ورکړ. وروسته زموږ کور يو بل ته لاس په لاس په کرايى ورکړ شوى او موږ يي کنترول له لاسه ورکړى. يوه سړي د رشوت په ورکولو اسناد خپل په نامه کړي او کور يي پر بل کس پلورلى او اوس هغه ادعا کوي چى زموږ کور د هغه ملکيت دى.


د فريد کورنۍ په دى توانيدلى د هغى کورنۍ سره چى په تيرو دوو کلونو کى هلته اوسي پس له ډيرو خبرو اترو کور تر لاسه کړي، خو ستونځه يي لا تر اوسه حل شوى نه ده.


ولس مشر کرزي تيره مياشت يو کميسون وټاکه چى د خلکو د ملکيت ستونځى حل کړي. ځينى قضيي دومره پيچلي دي چى حل يي د کلونو وخت ته اړتيا لري.


له دى جنجالونو سره په عين وخت کى ، په زرګونو نور افغانان د ځمکو پر سر پر کيږديو او په کانتينرونو چى پکښى يي کړکۍ جوړى کړي او يا د خپلوانو په کورونو کى ګذاره کوي. يو کور يا يو اپارتمان چى د يوى کورنۍ له پاره په پام کى نيول شوى هغه معمولا د تره له زامنو، ور يرونو، خسرګنۍ او يا نژدى خپلوانو له خوا په ګډه کارول کيږي.


مسولين په دى باور دي چى د ځمکو د ويش بهير بايد د دغه تنګ حالت څخه خلاص او لاپسى وغزول شي، او هغو خلکو ته چى ثابته کړي چى کورونه يي وران شوي د خسارى د جبران په ډول ورکړل شي چى دا ستونځه بايد د يوى لويي پروژى له لارى حل شي.


د ښار د پلان سيستم د جګړى د کلونو محصول دى او د سولى د شرايطو سره سمون نه لري. اوس له يوى خوا حکومت هڅه کوى چى يوه پارچه ځمکه پيدا کړي او پر بى سرپناه خلکو يي وويشي، او له بلى خوا خلک د ښاروالې دفتر ته هجوم راوړي او بيا هم هيله مند دي چى که چيرى نوم يي د مستحقينو په لست کى راښکاره شي.