Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په پلازمينې کې نوي ښاري سروېسونه

تر هغه چې د کابل په ښار کې د برښنا (برقي) سروېسونو پروژه بيا رغاول کيږي، نو د بيړوبار اوککړتيا د کچې د راټيټولو لپاره اوږده لار په مخ کې پرته ده.
By

په پلازمينې کابل کې د لوګي او موټرونو د ګډوډ حالت د اوسنۍ کچې په پام کې نيولو سره دا د حيرانۍ خبره نه ده، چې که د ښار اوسېدونکي په ښار کې د برقي سروېسونو د پروژې د بيارامنځته کېدو له امله د زياتې خوښۍ احساس وکړي.


د کابل د لوېديځې برخې اوسيدونکى، ٨٠ کلن حاجي فقيرمحمد له يوځاى څخه بل ځاى ته د آسانه تګ راتګ ډېرې ښې خاطرې لري. نوموړى وايي: "په يوازې لس پنځلسو دقيقو کې به سړى ښار ته رسېده. هغه مهال دا ترافيکي ستونزې نه وي."


نن هماغه واټن په ښار کې د اوسېدونکو او موټرونو په شمېر کې د چټک ډېرښت له امله آن تر څلوېښتو دقيقو پورې نه شي وهل کېداى.


اتيا کلنه مېرمن صنوبر په يادوي، چې د دفتر د پاکولو په خاطر به سهار له وخته د برقي سروېسونو په واسطه دندې ته تله. هغې به يوه افغانۍ د لارې کرايه ورکوله. اوس د ترانسپورت د کمبوت له امله هغه اړ ده، چې په ټکسي کې لاړه شي او ډېرې پيسې ورکړي.


صنوبر په ښار کې د برقي سروېسونوراتګ ته ليواله ده او وايي چې ددې کار له امله به بېرته د ځوانۍ احساس وکړي. په مېرويس ميدان کې يو هټيوال، ٣٦ کلن الهام هم ورته احساس لري. هغه په موسکا وايي، لا په ياد مې دي، چې د برقي سروېسونو په واسطه: "په هغه مهال کې ښوونځي ته تګ يوه ساعت تيري وه."


نوموړي وايي، کله چې مې مشران ورونه دهغه مهال د برقي سرويسونو، په تېره د هغوى د ښځينه چلوونکو په هکله کيسي کوي، نو زه هېښ پاتې کيږم."


حاجي فقيرمحمد ته هم دا خبره په ياد ده، خو د سرويسونو د ښځينه چلوونکو پلوي نه کوي. هغه وايي، دا به ښه وي، چې دا ځلې ددغو سروېسونو ټول چلوونکي نارينه وي ؛ ځکه ښځېنه چلوونکې به د سرويسونو په چلولو کې بې حوصلې وې او زياتره به ځوانانو ځورولې.


د چکوسلواکيا د دولت په مرسته اوس ددې جوړې شوې پروژې يو څو برقي سروېسونه د کابل په لوېديځ کې پاتې دي. د ١٩٧٥ کال را په دې خوا د کابل ښار له مرکز څخه هر لوري ته د سروېسونومزي غځېدلي وو.


د ١٩٩٢ کال د دسامبر په مياشت کې د مجاهدينو د بېلابېلو ډلو ترمنځ جګړو پاتې ٨٦ موټرې هم ځاى په ځاى ودرولې. غځول شوي مزي غلا او د زړو اوسپنو په پلورونکو وپلورل شول


اوس په پام کې دي، چې د روان ميلادي کال تر پايه د برقي سروېسونو پروژه بيا په کابل ښار کې راژوندۍ شي.


دترانسپورت د وزارت تخنيکي رئيس، غلام فاروق فاروقي وايي، د برقي مزو بيا غځول، د يو شمېر نويو موټرونو پېرودل او د چک په جمهوريت کې د کارکوونکو روزل څه ناڅه ٢١ مليونه ډالره لګښت غواړي.


په نوې جوړه شوې پروژه کې به برقي سروېسونه د ٥٠ کيلومترو په واټن د ښار څلوريو لوريو ته تګ راتګ کوي.


فاروقي آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ غواړو د ٢٠٠٤ کال تر دويمې نيمايي پورې سروېسونه (لږ تر لږه) يو لوري ته تګ راتګ وکړي. کار لاتراوسه روان دى، خو که خداى کول، د سپتمبر تر مياشتې پورې به د ښاريانو خدمت ته چمتو شي."


سروېسونه د چک جمهوريت د (اوسترو – سکودا) له کمپنۍ څخه پيرودل کيږي، چې تخنيکي مرستې به هم چمتو کړي.


فاروقي وويل، ښار ته د برقي سروېسونو راستنېدل به نه يوازې په پلازمينې کې د استوګنو ژوند آسانه کړي، بلکې تر څنګ به يي ککړتيا هم لږه کړې، چې اوس يي ښار ډک کړى دى.


مهمه پوښتنه داده، چې اوس په ټوله ورځ په ښار کې برښنا نه وي، آيا ددې پروژې د چلولو لپاره به کافي برښنا پيدا شي؟


د اوبو او برښنا وزارت معين، محمد يونس نواندېش وايي، سره له دې چې تر اوسه دهغه وزارت بشپړ معلومات لاس ته راوړي نه دي، خو ډاډمن دى، چې ددې پروژې لپاره به داړتيا وړ برښنا چمتو کړاى شي.


نواندېش وايي: "هغه سب ستيشنونه چې دې پروژې ته برښنا رسوي، تر اوسه مشخص شوي نه دي، خو موږ به د اړتيا وړ برښنا چمتو کړو."


هر څوک له دې ټکي سره موافق دى، ښار نوي ترانسپورت ته سخته اړتيا لري، تر څو په ښاري موټرو کې د خلکو بيړوبار کم شي، چې هر سهار اوماښام د سړکونو دواړو لوريو ته کتار ولاړ وي.


د آريانا د ليسې ښوونکې، نجيبه له خپلو دريو ماشومانو سره، چې له اتلسومياشتو څخه تر شپږو کلونو پورې عمرونه لري، تر مورګو پورې د ښاري سروېسونو د ډکېدو له امله ژړا ته نژدې شوې ده.


هغه وايي: "د اقتصادي کمزورتيا له امله نه شم کولاى، ټکسي ونيسم او يا په بل کوچني موټر کې لاړه شم، له دې امله بايد ملي بس ته انتظار وباسم او په ډېرو ستونزو په هغې کې خېژم."


د ملي بس رئيس، انجنير محمد آصف وايي، په داسې يو ښا رکې چې نفوس يي له دوو مليونوڅخه تر څلورو مليونو پورې اټکل کيږي، يوازې ١٠٨ دولتي سروېسونه په کار بوخت دي.


هغه داخبره مني، چې د سروېسونو شمېره لږه ده، ځکه سپرلۍ په ډېرو ستونزو موټرونو ته خېژي او آن د موټرو په دروازو پورې ځانونه نښلوي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: " په ١٩٩٢ کا ل کې په کابل ښار کې اته سوه ښاري سروېسونه موجود وو او نفوس يي يوازې يومليون ته رسېده او له هغې سره بيا هم دا سروېسونه بس نه وو." نوموړى وايي، د هند، ايران اوجاپان هيوادونو منلي دي، چې يو شمېر نور سروېسونه هم چمتوکړي.


More IWPR's Global Voices