Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو د شمېر د ډېروالي او درغليو ادعاگانې

د ټاکنو چارواکي وايي له اوو مليونو څخه زياتو رايه ورکوونکو د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې رايې ورکړې.
By Hafizullah Gardesh, Mina Habib
A female voter holds up a finger with ink on it showing she has voted, and preventing her from doing so again. (Photo: IWPR Afghanistan)

 

د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د رايه ورکوونکو د شمېر زياتوالي، په پرتله ييز ډول د ښه امنيت او د درغليو له ادعاگانو سره مل د لومړي پړاو ټاکنو ته ورته سرته ورسېدې.

د جون د ١٤ نېټې په ټاکنو کې د بهرنيو چارو پخوانی وزير، عبدالله عبدالله د نړيوال بانک د پخواني اقتصاد پوه او ماليې وزير، اشرف غني احمدزي په وړاندې ولاړ و. په لومړي پړاو ټاکنو کې څوک گټونکی نشو.  

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، احمديوسف نورستاني د رسنيو غونډې ته وويل، څه باندې اوو مليونو رايه ورکوونکو د دې پړاو په ټاکنو کې گډون وکړ، چې ٣٨ سلنه يې ښځې وې. که د دې اټکل پخلی وشي، د لومړي پړاو ٦٠ سلنو رايه کوونکو شمېرې ته به ورته وي.

نورستاني وويل، دا حقيقت چې ټاکنې د افغانانو په مشرۍ سرته ورسېدې، د کور دننه او بهر يې "د بهير اعتبار لا پسې پوخ کړ."

چارواکو دا ورځ د يوې تاريخي ورځې په څېر وستايله.

تلونکي ولسمشر، حامد کرزي د رايې د ورکولو پر مهال اټکل وکړ چې افغانان به "راووځي او بهرنيانو ته له اړتيا او ويجاړتيا څخه به خپل هېواد وژغوري."

د افغانستان د ملي امنيت مشر، رحمت الله نبيل دا ورځ ستره بريا او طالبانو ته يوه ماتې وبلله.

هغه خبريالانو ته وويل: "که دښمن لا اوس هم فزيکي شتون لري، بايد وپوهيږي چې په اخلاقي لحاظ له منځه تللي دي."

نبيل وويل، د هغه ادارې په تېرو لسو ورځو کې د ترهگرۍ ضد ٦٠ عملياته سرته رسولي او د "دښمن ٧٣ توطئې يې شنډې کړي دي."

د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو لوړه شمېره د امنيتي پوځونو له خوا د مخالفينو د بريدونو د شنډولو له امله وه. سره له دې ټاکنې د رايې ورکولو په مرکزونو کې د رايپاڼو د خلاصېدو او همداراز په ټاکنو کې د درغلۍ تر سيورې لاندې راغلې وې.    

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فيفا) وياند، فهيم نعيمي، چې د ټاکنو د څار مخکښه ډله ده، وويل، د لومړي پړاو نيمگړتياوې په دويم پړاو کې تکرار شوې.

تلويزيونونو د هېواد په گوټ گوټ کې له هماغه شېبې څخه، چې لومړۍ رايه اچول کېده، ژوندۍ خپرونې پيل کړې. له غرمې څخه دمخه د ځينو ولايتونو او آن د کابل ښار په يو شمېر مرکزونو کې د رايپاڼو د پای ته رسېدو رپوټونه خپاره شول.      

نعيمي وويل: "د لومړي پړاو په څېر زيات شمېر د رايې ورکولو مرکزونه ناوخته پرانيستل شول. د رايې ورکولو پاڼې کمې شوې. څارونکو ته اجازه نه ورکول کېده چې د څار لپاره مرکزونو ته ننوزي. درغلۍ په بلابېلو لارو سرته ورسېدې. زموږ د څارونکو د رپوټونو له مخې په ځينو حالتونو کې زور کارول شوی و."

هغه وويل، فيفا لا تر اوسه خپلې پلټنې بشپړې کړې نه دي. پخپل وخت به په دې اړه وروستی رپوټ خپور کړي.

د مرکزونو له تړل کېدو وروسته دواړو نوماندانو د ټاکنو له خپلواک کميسون څخه وغوښتل د جولای په دويمه د پايلو لومړنۍ شمېرې په عادلانه ډول اعلان کړي.

عبدالله چې د اپرېل په ټاکنو کې يې ٤٥ سلنه رايې وړې وې، د کابل مطبوعاتي کنفرانس ته وويل، ټاکنې به د افغانستان د راتلونکي مشرتابه برياليتوب تضمين کړي.

هغه وويل: "د ټاکنو د شفافيت تضمين د ټاکنو د خپلواک کميسون او د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو کميسون دنده ده. شفافيت او مشروعيت به پر دموکراتيک بهير او نوموړو کميسونونو د خلکو باور زيات کړي."

اشرف غني، چې د اپرېل په ټاکنو کې يې ٣٢ سلنه رايې وړې وې، ورته تبصرې وکړې.

هغه خبريالانو ته وويل: "اوس د ټاکنو د خپلواک کميسون دنده ده چې رايې په مسؤوليت وشمېري او د ټاکنو پايلې خلکو ته په مسؤوليت وړاندې کړي."

د ټاکنو د کميسون مشر، نورستاني له افغان امنيتي ځواکونو، رسنيو، د مدنې ټولنې له ډلو څخه په ټاکنو د هغوی د مرستې له امله مننه وکړه، خو يادونه يې وکړه چې د يو شمېر دولتي او امنيتي پوځونو له خوا د لاسوهنې ادعاگانې رارسېدلي دي.

نورستاني په دوام وويل: "له يو شمېر سيمو څخه د درغليو او ډارولو رپوټونه رارسېدلي. که سرغړوونکي دولتي کارکوونکي وي، نو حکومت ته به يې حواله کړو. که نه وي، نو پيدا به يې کړو او وروسته به يې عدلي او قضايي ادارو ته په لاس ورکړو."

د ځايي رسنيو د رپوټونو له مخې د پکتيکا د برمل په ولسوالۍ او د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کې د اردو کارکوونکو خلک اړ ايستلي چې عبدالله ته رايه ورکړي. په داسې حال کې چې ويل کيږي د ننگرهار ولايت د حصارک او دره نور په ولسواليو کې ځايي قوماندانانو عبدالله ته په درغلو رايو صندقونه ډک کړي دي. ويل کيږي چې د اشرف غني احمدزي ملاتړو هم په ټاکنيزو درغليو کې لاس درلود.

د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون وياند، نادر محسني له ټاکنو يوه ورځ وروسته د رسنيو غونډې ته وويل، د لومړي پړاو په پرتله په دې پړاو ټاکنو کې د ثبت شوو جدي درغليو کچه ټيټه ده.

محسني وويل، د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه ٢٧٥ شکايتونه تراوسه ثبت شوي، زياتره يې د بډو او ډارولو په اړه دي. ٢٩ شکايتونه د ټاکنو د کارکوونکو په اړه دي. 

په يوې بلې پېښې کې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارلانشاء د رئيس، ضياءالحق امرخېل نيول و.

د کابل امنيه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر وويل، کارکوونکو يې امرخېل هغه مهال ونيو چې "ټاکنيز توکي" (رايپاڼې) يې له کابل څخه د سروبي ولسوالۍ ته لېږدولې.

ظاهر وويل: "هغه غوښتل درغلي وکړي او موږ يې موټر ودراو."

عبدالله د ټاکنو د خپلواک کميسون له چارواکو وغوښتل چې د هغه دنده وځنډوي، خو امرخېل د هرې ناسمې کړنې خبره رد کړ. 

امرخېل وويل: "ما غوښتل هغو مرکزونو ته توکي ولېږدوم چې پکې خلاص شوي وو." هغه پر پوليسو پړه واچوله چې د يوې مهمې او اړينې دندې مخه يې ونيوله.

د کورنيو چارو وزير، محمد عمر داودزي د پلټنې لارښوونه وکړه او رسنيو ته يې وويل: "زما په اند هغوی د يو بل په خبرو سم نه دي پوهېدلي. ما يوه کميسون ته د پلټنې لارښوونه کړې. وروسته به د پلټنو د پايلو په اړه خلکو ته معلومات ورکړو."

داودزي ټينگار وکړ پوليس په دويم پړاو ټاکنو کې بې پرې وو.

هغه وويل: "موږ له خلکو سره د خپلو ژمنو په سرته رسولو کې بريالي شو. دا برياليتوب د خلکو په همکارۍ لاس ته راغی. موږ ته په دې ورځو کې خلکو سلگونه تليفونونه کړي چې د دښمن په نيولو او د هغوی د توطئو په شنډولو کې يې مرسته کړې ده."

نوموړي وزير وويل، د اپرېل د پنځمې په پرتله لږ بريدونه شوي دي. داسې پېښې رامنځته شوې چې ياغيانو پکې د رايه ورکوونکو گوتې پرې کړي، هغه چې د رايې ورکولو نښه وه.

هغه وويل: "په تېرو ٢٤ ساعتونو کې، د ټاکنې د ورځې په گډون، يوولس تنه پوليس، د ملي اردو ١٥ تنه سرتېري، د ټاکنو د خپلواک کميسون يو کار کوونکی او شل تنه ولسي خلک ووژل شول. يو څو تنه ژوبل شوي هم دي. همدارنگه ٦٠ تنه ياغيان وژل شوي او کېدای شي دا شمېره لوړه شي، ځکه رپوټونه لا راروان دي."

د هېواد په بېلابرخو کې د رايې ورکولو په مرکزونو کې د سيالو نوماندانو ملاتړي يو د بل په وړاندې راپاڅېدلي دي.

د کابل ولايت د بتخاک ولسوالۍ اوسيدونکی، عزيزگل د خپلو سترگو ليدلی حال داسې بيانوي: "د پارلمان د غړي او د اشرف غني احمدزي ملاتړي، ملا تره خېل د ساتونکو او د پارلمان د بل غړي او د عبدالله د ملاتړي، الله گل مجاهد د ساتونکو تر منځ وسله واله نښته وشوه. له امله يې د تره خېل يو ساتونکی ټپي او د مجاهد يو ساتونکی ووژل شو او دوه نور ټپيان شول. د ملا تره خېل ساتونکو د الله گل مجاهد له ساتونکو څخه موټرې او درنې وسلې هم ونيولې."

عزيز گل وويل، دواړه ډلې د ملي اردو په رارسېدو تيت او پرک شوې.

د ننگرهار ولايت په مرکز، جلال آباد کې د ولايتي شورا د غړي، غفار ساتونکو پر خلکو ډزې وکړې، چې د اشرف غني احمدزي په ملاتړ يې شعارونه ورکول. درې تنه يې ووژل او څو نور يې ټپيان کړل. 

سياسي شنونکي عبدالغفور لېوال وويل، دويم پړاو ټاکنې ستره بريا ده، خو د امنيتي پوځونو د اجرااتو په يو څو اړخونو يې نيوکه وکړه.

هغه د جلال آباد پېښې ته په گوتې نيولو وويل: "سره له دې چې د امنيتي پوځونو زړورتيا او شجاعت ستايم، خو له بده مرغه په دې پړاو کې امنيتي پوځونو ډېره لاسوهنه وکړه. نه يوازې لاسوهنه يې وکړه، بلکې د وسله والو افرادو په مخنيوي کې هم پاتې راغلل چې په ټاکنو کې يې لاسوهنه وکړه، ماشومان يې ووژل او ټپيان يې کړل."

لېوال د امرخېل نيول هم وغندل او ويې ويل: "د کابل ولايت د امنيې د قوماندان لاسوهنې په هېواد کې له خپلو رايو څخه زرگونه خلک بې برخې کړل. دا هغه څه دي چې ښايي جدي وبلل شي."

لېوال د ټاکنو د درغليو له يو شمېر پېښو سره سره ټينگار وکړ، هغه تر دې کچې نه وې چې د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. 

هغه وويل: "په دې پړاو کې هيښوونکې خبره داده چې د ناامنو سيمو خلک راووتل او د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل. دا کار د تصور وړ نه و."

د دې دوو سيالو نوماندانو په اړه زياترو رايه ورکوونکو هغوی مخيني ته کتل.

د کابل اوسيدونکې، صفيې وويل، اشرف غني ته يې رايه ورکړې، ځکه هغه لوستی دی او په فساد او وينې تويولو کې ښکېل نه و.

هغې وويل: "مېړه مې وويل، زموږ رايې کوم ارزښت نه لري. هرڅه چې زورواکان او امريکا غواړي هغسې کيږي. سره له دې هم رايې ورکولو ته لاړم او ومې ويل، مسؤوليت مې دی چې دا کار وکړم."

د کابل پوهنتون يوه محصل، رحمن وويل، عبدالله او ملاتړي يې په تېرو جگړو کې يو تريخ تاريخ پرېښی دی.

هغه په دوام وويل: "هغوی کوم پلان او پروگرام نه لري. له دې امله عبدالله مناظرې ته حاضر نشو.ولس به له هغه څه تمه ولري؟ اشرف غني د کار او عمل څښتن دی. پروگرامونه يې د هر چا په گټه دي."

د عبدالله ملاتړي وايي چې له شوروي ضد مجاهدينو سره د هغه ملگرتيا له امله د دې دندې وړتيا لري.

د عبدالمتين په نامه يوه رايه ورکوونکي وويل: "عبدالله يو مجاهد دى او زموږ خلک مسلمانان دي، له دې امله ښايي مشر يې يو مسلمان او مجاهد واوسي."

يو شمېر رايه ورکوونکو په غوره کولو کې قوميت ته پام اړولی. اشرف غني پښتون دی او عبدالله نيم پښتون، خو زياتره د افغانستان له شمال ختيځ تاجيک مېشته سيمو سره تړاو لري.

له دې امله د کابل ښار د خيرخانې اوسيدونکې، شريفې دې ټکي ته پام کړی، چې ويل يې: "ما عبدالله ته رايه ورکړه، ځکه هغه تاجيک او ښکلی دی."

حفيظ الله گردش د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر اديتور او مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبرياله ده.