په ټاکنو کې د درغلۍ ادعا

د هېواد په کچه د رايو د پاڼو د سمبالولو او ځای په ځای کولو کيسې د رايو د شمېرلو په مرکزونو کې رامنځته شوي دي.

په ټاکنو کې د درغلۍ ادعا

د هېواد په کچه د رايو د پاڼو د سمبالولو او ځای په ځای کولو کيسې د رايو د شمېرلو په مرکزونو کې رامنځته شوي دي.

. په هر کارکوونکو باندې چې د ناسم چلن ادعا شوي وه، لاسونه يې له کاره ايستل شوي دي.



د ټولټاکنو د سمون د ګډې څانګې (JEMB) اجرايوي مشر، پيتر اربن وويل، زيات شکايتونه له ناخوښو (ناراضي) کانديدانو څخه اورېدل شوي دي. د ټاکنو څارونکو د يو شمېر ادعاګانو په هکله لاسوهنه او شواهد په خپلو سترګو ايدلي دي.



کانديدان او د ټاکنو څارونکي د اکتوبر په شپږمه د وږي د مياشتې د ټاکنو د لومړنۍ شمېرنې تر اعلانيدو وروسته پنځه ورځې وخت لري، خپلې ليدنې د ټاکونو د شکايتونو داورېدولو کميسيون ته وړاندې کړي، چې د هغې له مخې به د غلطيو په هکله ادعاګانې وڅېړل شي. .



چارواکي اصلا وايي د ټولټاکنو وروستۍ پايلې به د اکتوبر د مياشتې په 22 نېټې باندې اعلان شي، خو کېدای شي، دانېټه د زياتو شکايتونو د رارسېدلو له امله شاته ولويږي.اربن د پارلمان د 249 څوکيو او د ولايتي شوراګانو په سلګونو نورو څوکيو په هکله ای ډبليو پي ارته وويل : ((په ټاکنو کې 5763 کانديدانو برخه اخيستې وه او د (هغوی له ډلې څخه) 5006 تنه کومه څوکۍ ګټلای نه شي. دا ښکاره خبره ده، چې موږ ته به يو شمېر بې بنسټه نيوکې راورسيږي.))



هغه دا ونه ويل، چې په ټول هېواد کې د ټولتاکنو د سمون د ګډې څانګې څوتنه کارکوونکي له کارونو څخه شړل شوي دي، چې په درغليو تورن شوي و.



يو ګډ شکايت دادی، ټولو هغو ته چې رايو دشمېرلو لپاره د ورځې 15 ډالره تنخوا ورکول کېږي، له کانديدانو سره کورني يا سياسي ټينګ تړاوونه لري.



پارلمان ته ولاړه يوه مېرمن، چې ونه يې غوښتل ونومول شي، وويل: ((ستونزه د رايې د ورکولو په مرکزونو کې ده. چېرته چې کليوال يوله بل سره تړاوونه لري اود خپل کورنی کانديد په ګټه يې ووټونه شمېرل.))



هغه د ملېشې د يو کانديد قوماندان د خوريې بېلګه ونوموله، چې ويل يې له خپل دريځ څخه يې په ناسمه توګه ((د بل چا ووټونه يې د خپل ماما په ګټه شمېرل.)) ګټه اخيستې ده.



پارلمان ته ولاړ يو کانديد، احمد هاشم قيصاري، وويل، هغه ليدلي دي، چې د ټاکنو کارکوونکو د رايو ورکولو تشې پاڼې د ځانګړيو کانديدانو په ځای کې ايښودې. د رايې د ورکولو تشې او له کاره لويدلې پاڼې، چې ټولې يې له اعتبار څخه وتلي وې، د ځانګړو کانديدانو د ووټونو په منځ کې ايښول کېدل. ... دا په خپله يوه درغلي ده.



هغه وايي، يو ځل مې د رايې د شمېرلو په کارکوونکي غږ وکړ، هغه وويل: ((وبښه، زه تېروتم.))



په بنګاک کې ميشت د ازادو ټاکنو لپاره د اسيا شبکې (ANFREL)څارونکو وويل، د رايو د پاڼو د شمېرنو په هکله ناسمي، په جلال اباد، هرات، کندهار او کندوز کې شوي دي. په کندهار کې زيات شمېر کانديدانو د JEMB په کار باندې د خپلوانو او د کورنيو د غړيو ګومارلو پړه واچوله او ادعا يې کوله، چې د JEMB يو شمېر کارکوونکي په بېلا بېلو لارو چارو د کانديدانو ننګه کوي.



څارونکو ته پته ولګېده، چې د رايو 1200 پاڼې په هرات کې ورکې شوي، چې ځای يې ډېر ژر وروسته وموندل شو. د ګاونډي ولايت غور په مرکز، چخچران کې د کايدانو له خوا په رايو ورکوونکو باندې د فشار رپوټونه تر لاسه شوي دي.



د ANFREL د يو لنډ رپوټ له مخې ((دغزني (په ولايت کې) د شمېرلو کارکوونکي ان د شمېرلو په چل نه پوهېدل. يو شمېر يې ناسمې شمېرې کېښودې او نورو د نورو کانديدانو شمېرې ناسمې لوستې. ... له يو څارونکي څخه د غزني په ولايت کې د رايو د شمېرنو په مرکز کې په غير قانوني توګه د خپلې خوښې کانديد ته د رايو د زياتولو غوښتنه وشوه.))



په همدې توګه ANFREL رپوټ ورکړ، چې ((په مزارشريف کې د رايو د شمېرلو يوې ښځينه کارکوونکې د خپل د شونډو (لب سيرين) له رنګ څخه ګټه اخيسته او د هغې په واسطه يې يو ټاکلي کانديد ته د رايو ورکولو پاڼو کې بله نښه ايښودله، ترڅو يې بې اعتباره کړي.))



د موسسې د رپوټ له مخې په غزني کې د رايو 100 بکسونه د بيا څېړنې لپاره يوې خواته ايښول شوي و.



اربن وايي، چې د هېواد په کچه د رايو د پاڼو د بسکونو د ټولې شمېر په سلو کې 5 ،4 د بيا کتنې لپاره قرنطين شوي و.



په مزارشريف کې د يو کانديد لپاره يو څارونکي ای ډبليو پي ار ته وويل: ((د غرمې ډوډۍ پر مهال، کله چې ټول خلک د ډوډۍ په خوړلو لګيا و، ما (جميله) وليده، چې د رانجو په سلايي يې د خپلې خوښې کانديد د رايې ورکولو په سپينه پاڼه نښه کوله. ))



د JEMB څارونکي دون ميک نارتون تاييد کړه، چې دا شخص له کاره ګوښه کړای شو. ((ځکه دا يوه څرګنده سرغړونه وه.))



قيوم بابک په مزارشريف کې ولايتي شورا ته يو خپلواک کانديد د رايو د پانو د سمبالولو د هڅونې لپاره په واشنګټن باندې تور پورې کړ.



هغه وويل: ((دا ټاکنې يو امريکايي بهير دی. هغه د امريکايانو او JEMB له خوا پلی شوی دی، چې يو امريکايي لاسپوڅی دی.)) هغه وويل، دټاکنو چارواکي به د خپلې خوښې د کانديدانو د بريالي کولو لپاره هره ممکن هڅه وکړي. ((دا ټوله ګډوډي د همدې بهير لپاره ده.))



له کابل له ولايت څخه پارلمان ته کانديده، شکريه بارکزۍ وايي، ما داسې کارکوونکي وليدل، چې د هغې (بارکزۍ) لپاره ورکړ شوی رايې يې نورو کانديدانو ته ايښودې. هغه وايي: ((زما ووټونه نورو کانديدانو ته ورکول کېدل. ما هغه بېرته واخيستل او نور ورک شوي هغه مې هم وموندل.))



د ټاکنو يو شمېر کارکوونکو ای ډبليو پي ار ته اعتراف وکړ، چې هغوی هغو کانديدانو ته کارتونه ورزياتول، چې دوې پېژندل.



يو سړي، چې په وردګوولايت کې د شمېرلو دنده لرله، ای ډبليو پي ار ته وويل، ((د بهسودو له ولسوالۍ څخه دوو تنو هزاره ګانو ځانونه کانديد کړي و، چې له نورو کانديدانو څخه يې زياتې رايې وړې وې. ما نه غوښتل چې دا دوه تنه بريالي شي. نو د هغوی يو شمېر ووټونه مې بل هغه کانديد ته کيښودل، چې هزاره نه و.))
Elections
Frontline Updates
Support local journalists