په يو افغان ګوښه ولايت کې د آی ډبليو پي آر د رسنيو مرکز

د رسنيو مرکز به ارزګان له بهرنۍ نړۍ سره ونښلوي.

په يو افغان ګوښه ولايت کې د آی ډبليو پي آر د رسنيو مرکز

د رسنيو مرکز به ارزګان له بهرنۍ نړۍ سره ونښلوي.

IWPR's new resource centre for journalists in Uruzgan. (Photo: IWPR)
IWPR's new resource centre for journalists in Uruzgan. (Photo: IWPR)
The opening ceremony on April 30 was attended by local government officials as well as journalists and NGO representatives. (Photo: IWPR)
The opening ceremony on April 30 was attended by local government officials as well as journalists and NGO representatives. (Photo: IWPR)

د افغانستان د آی ډبليو پی آر ليکنه
د افغانستان د مرکزي ولايت ارزګان د ژورنالستانو اړتياوو ته په غبرګون کې د آی ډبليو پي آر په کمپيوټرونو او انټرنټ سمبال  د رسنيو مرکز جوړول له تاوده هرکلي سره مخامخ شو، چې دمخه پکې د وسايلو د کمښت له امله په خپل مهال د رپوټ ورکول ناشونې خبره وه.
ارزګان د افغانستان يو وروسته پاتې ولايت دی. د ګوتو په شمېر خبريالان پکې کمپيوټر او انټرنيټ ته لاسرسی لري. تر دې دمه به خبريالانو د ولايت په مرکز تيرينکوټ کې له نورو دفترونو څخه د خپلو رپوټونو د لېږلو لپاره د هغوی د معلوماتي تکنالوژۍ (IT) اسانتياوې  په سوال کارولې. ځايي خبريال، احمد شاه جواد د فبرورۍ په مياشت کې آی ډبليو پي آر ته له دې لارې خپل رپوټ استولی و: د انټرنيټ د نشتوالي له امله يو افغان ولايت ګوښه پاتې دی 
د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مسؤول، نور رحمن رحماني وويل: «د هېواد د نورو برخو افغانان او نړيواله ټولنه د نوموړي ولايت د وضعې اوحالت په اړه ډېر لږ معلومات لري.»
د افغانستان د آی ډبليو پي آر ادارې ددې ستونزې د هوارولو لپاره په تيرينکوټ کې يوه څانګه پرانستله، ترڅو خبريالان وکړای شي له دې لارې خپل رپوټونه آی ډبليو پي آر او نورو خبري رسنيو ته واستوي.  
ځايي خبريالان وايي د انټرنيټ د کارولو له امله يې کارونه اسانه شوي دي.
د حکمت الله افتاب په نامه يو خپلواک خبريال وويل: «تر دې دمخه به شپې او ورځې له يوې ناحکومتي موسسې څخه بلې ته تلو، غوښتنه به مو ترې کوله چې د يو رپوټ استولو لپاره د انټرنيټ د کارولو اجازه راکړي. اوس دا ستونزه هواره شوې.» 
د نوموړي مرکز په پرانستې غونډه کې خبريالانو او د ناحکومتي موسسو او سيمه ييزه حکومتي ادارو استازو ګډون کړی وو. غونډه د ارزګان ولايت د حج او اوقافو د رئيس، مولوي حمدالله له خوا د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه او دعا يې وکړه چې د ارزګان د خلکو غږونه د نړۍ بېلابېلو برخو ته ورسيږي.
د [ارزګان] د والي د دفتر په استازيتوب، الحاج عبدالرحمن خان رسنۍ د ټولنې «سا او روح»  وبللې، ويې ويل،  په ارزګان کې خبريالانو د خپلو خلکو ستونزې او برياليتوب بيان کړی او په دې توګه يې مهم او ارزښمن رول لوبولی دی.   
آی ډبليو پي آر خپل کار د افغانستان له لويو ښارونو څخه بهر ته غځولی او ارزګان له ځانګړې ننګونې سره مخامخ و. ځايي خبريالانو ته په پام کې نيول شوی ورکشاپ په لارو کې د طالبانو د شتون ګواښ څو اوونۍ له ځنډ سره مخامخ کړ.
ارزګان  د هلمند او کندهار له ناکراره ولايتونو سره ګډه پوله لري او د ياغيانو يو پياوړی مرکز بلل کيږي. 
رحماني وويل: «په نوموړي ولايت کې زموږ په وړاندې تر ټولو لويه ستونزه امنيت و. حکومت او بهرني پوځونه له تيرينوکوټ بهر ډېر لږ کنټرول لري. موږ اورېدلي وو، د يو شمېر ولسواليو خلک ... هغه خلک کافران بولي چې د حکومت تر لاس لاندې سيمو کې کار کوي يا اوسيږي.»
هغه زياته کړه: «د ياغيانو پر ګواښ سربېره هلته د برلاسي فساد او په حکومتي ادارو کې د شفافيت د نشتوالي په څېر نورې زياتې ستونزې شته. دې او دې ته  ورته نورو ستونزو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.»
سيمه ييز حکومت د آی ډبليو پي آر غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه. د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، الحاج غلام حضرت وويل، د رسنيو [د] مرکز [جوړول]  «يوه ستره بريا» ده او په [دې] ولايت کې به ژورناليزم غښتلی او ښه همغږي به پکې رامنځته کړي.
د ارزګان د سرې مياشتې رئيس، اجمل هاند وويل، [دا] ولايت پياوړو خبريالانو ته اړتيا لري. هغوی بايد له هغو خنډونو او موانعو خپلواک وي چې ځايي زورواکانو رامنځته کړي دي.
هغه وويل: «رسنۍ په ټولنه کې ډېر اهميت لري. که يوه پاچهي نسکوره شي، نو ګوته يې رسنيو ته نيول کيږي او که عادی خلک قدرت ته ورسيږي، نو داکار هم د رسنيو له لارې ترسره کيږي.»   
د رسنيو [نوموړی] مرکز د اى ډبليو پى ار په  مرسته په ارزګان او ننګرهار کې د څيړنيز ژورناليزم د ودې او پراختياپه موخه جوړ شوی، عملي روزنيز ورکشاپونه پر مخ وړي او چاپی او صوتي رسنيو ته د رپوټ د چمتو کولو پر مهال د تجربه لرونکو خبريالانو له خوا زده کړه ورکول کيږي.
 

Afghanistan
Refugees
Frontline Updates
Support local journalists