Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په يوه خپلسري ولايت کې د جنسيت د سرغړونې له کنتروله وتلې وده

شکمن کسان له بېنظمۍ نه په گټې اخيستنې د عدالت له منگولو څخه د تېښتې په موخه د مخالفانو تر لاس لاندې سيمو کې پټيږي
By Asila Gahreek
IWPR interviewed dozens of women about their experiences of domestic abuse. (Photo: Eric Kanalstein/UNAMA)

په شمال لويديځ ولايت، فارياب کې سيمه ييز چارواکو منلۍ چې د روانې بېقانونۍ له امله د کورني تاوتريخوالي سرته رسوونکې د مصوونيت په احساس سرغړونې سرته رسوي.  

د قانون پلي کوونکي افسران وايي، هغوی نشي کولای د نيولو په موخه د مخالفانو تر لاس لاندې سيمو ته ننوزي. شکمن کسان له دې حالت څخه زياته گټه اخلي او د عدالت له منگولو څخه د تېښتې په موخه د ولايت ډېرو لرې سيمو ته پنا وړي.

پر دې سربېره د حکومت له کنترول څخه بهر په ډېری سيمو کې د کورنيو په قانون پورې اړوندې موضوعگانې د طالبانو محکمو ته وړاندې کيږي. دا کار په قضيه کې ښکېلو ښځو لپاره ډېرې ناوړه پايلې لري.

د فارياب د پوليسو د کورني تاوتريخوالي د څانگې مشر، سربلند خان د دې ټکي پخلی وکړ چې په دې اړه امنيتي ځواکونه ډېر لږ وس لري.

هغه وويل: «د فارياب پوليس په هغو سيمو کې، چې مخالفان پکې حضور لري، مجرمين نشي نيولای او نه يې د نيولو وس لري. په فارياب کې زياتره شکمن کسان د جرم له سرته رسولو وروسته له بندي کېدو څخه د خلاصون په موخه ځانونه د مخالفانو تر لاس لاندې سيمو ته رسوي.»

آی ډبليو پي آر په دغه ولايت کې له لسگونو ښځو سره د کورني تاوتريخوالي په اړه مرکې سرته رسولې دي. 

په يوې ځانگړې ټکان ورکوونکې پېښه کې د يوې شل کلنې نجلۍ پوزه د هغې د مېړه له خوا پرې شوې. مېړه يې د جرم له سرته رسولو وروسته له بندي کېدو څخه د تېښتې په موخه ځان د طالبانو ترلاس لاندې سيمې ته رسولی دی. 

د غورماچ د ولسوالۍ د شر شر د کلې اوسيدونکې، رضا گل آی ډبليو پي آر ته وويل: «زه ديارلس کلنه وم چې پلار مې ٢٥ کلن خان محمد ته د زرو ډالرو په وړاندې کوژده کړم. يو کال وروسته ورته واده شوم.»

هغې وويل، د واده له هماغه سره يې غميزه پيل شوې وه.

اوس چې يو، يو کلن ماشوم لري، وايي دوه ځلې يې ورته لاس او پښه مات کړي دي.  د ٢٠١٥ کال په لومړيو کې تاوتريخوالی د نه زغم کچې ته ورسېد.

نوموړې وويل: «د ٢٠١٥ کال د جنورۍ د مياشتې په پيل کې له کوم لامل پرته زما ميړه پر ما په غوسه شو او تر دې بريده يې ووهلم چې پرکاله شوم.» هغې په دوام وويل، دغه مهال د مرستې په خاطر د خپل پلار کور ته ستنه شوه.

د هغې پلار د منځگړتوب لپاره د طالبانو د عدالت يوې محکمې ته لاړ. طالبانو حکم وکړ چې رضا گل دې بېرته خپل کور ته ستنه شي او له خپل مېړه سره دې ژوند وکړي، خو دا حکم يې هم وکړ چې بايد له هغې سره په ډېره مهربانۍ چلن وکړي.

هغه مهال چې نوموړې د جنورۍ په ١٦ د خپل مېړه کور ته لاړه، يو ځل بيا د محمدخان تر بريد لاندې راغله او له تېښتې دمخه يې ورته پوزه په يوه تېره چاکو پرې کړه. تر اوسه لا هغه نيول شوی نه دی. 

د رضاگل کورنۍ هغه نژدې کلينيک ته يوړه، خو ډاکترانو ورته وويل په افغانستان کې د هغې د پوزې درملنه نه کيږي.  

له هغه وروسته چې پېښه يې رسنيو ته ورسېده، د فارياب والي، سيد انور سادات هغه د درملنې لپاره يوه ترکي روغتون ته واستوله. 

سادات آی ډبليو پي آر ته وويل، سيمه ييز چارواکي په سيمه کې د امنيت د نشتوالي له امله د ښځو په وړاندې له تاوتريخوالي سره مبارزه نشي کولای.

هغه وويل: «په فارياب ولايت کې هر شی په جگړې او نا امنۍ پورې تړلی دی. تر هغه پورې چې په فارياب ولايت کې جگړه روانه وې، زموږ له لاسه څه نشي کېدای.»

په فارياب کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د حقوقي چارو سلاکاره، زرلښت بارز له دې سره موافقه ده چې د حکومت د کنترول د نشتوالي له امله د جنسيت په وړاندې تاوتريخوالی مخ په زياتيدو دی. 

هغې وويل: «په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو د واکمنۍ له امله نارينه د ښځو په وړاندې ظالمانه او ناوړه چلن کوي.» هغې زياته کړه، قومي او ځانگړې محکمې د دغو سرغړونو مخه نشي نيولای.

د فارياب ولايت د ښځو د چارو رئيسې، شريفې عظيمي وويل، موږ د رضاگل د قضيې په څېر له قضيو سره هيخ مرسته نشو کولای.

نوموړې په دوام وويل: «د ښځو د چارو د ولايتي رئيسې په توگه ما ته دا د منلو وړ نه ده چې يو سړی دې يوه پنځلس کلنه نجلۍ له پلار څخه په يو زر ډالرو واخلي، هغه بېوزلې وځوروي او د خلکو په وړاندې يې لنډۍ بوچۍ کړي.»

«زه د سپکاوۍ او شرم احساس کوم چې د فارياب د ښځو په وړاندې دومره لوی مسؤوليت پرغاړه لرم، خو نشم کولای خپله دنده په سم ډول پر مخ يوسم.»

وهل ټکول او ناوړه چلن کول

په بلې يوې وروستۍ پېښې کې د نشه يي توکو يو روږدي شخص هڅه وکړه د خپلې ښځې پر گيډې وخيژي او مړه يې کړي. هغه ويل، [زماښځې] زما له ناخوښۍ سره سره د ښوونکې په توگه خپلې دندې ته دوام ورکړی او د هغې بېعزتي يې کړې ده. 

د ميمنې د څلورمې ناحيې اوسيدونکې ٢٦ کلنې زبيدې آی ډبليو پي آر ته وويل، چې څنگه يې ميړه هڅه کوله د هغې د دندې مخه ډب کړي.

شپږ کاله وړاندې د خپل تره زوی، کيکاوس ته واده شوم، وروسته مې ميړه د دندې د موندلو لپاره ايران ته لاړ او زه يې له خپلې مور او دوو ماشومانو سره څلور کاله په ميمنه کې يوازې پرېښودم.   

د دغه مهال په اوږدو کې هغې د خواجه پايتخت په کلي کې د ښوونکې په توگه دنده سرته رسوله.

دوه کال دمخه له خپل راتگ وروسته کيکاوس خپله ښځه سر په سر وهله او ناوړه چلن يې ورسره کاوه. زبيدې وويل، ميړه يې د هغې د دندې جامې (يونيوفورم) وسوځاوه او آن د هغې د زندۍ کولو هڅه يې کوله.  

هغې وويل: «زه يوه ښوونکې يم، خو مېړه مې زما په کار خوښ نه دی. د تېرو دوو کلونو راهيسې يې راباندې ژوند دوزخ کړی دی.»

د زبيدې ميړه په يوه بله هڅه کې، چې د خپلې مېرمنې د کار مخه ډب کړي، زبيده له ميمنې څخه ٥٠ کيلومتره وړاندې په شيرين تگاب کې د خپل مور او پلار کور ته واستوله.

هغې له خپل هوډه لاس وانخيست او له کاله څخه تر ښوونځي او له ښوونځي څخه تر کاله پورې دا اوږده يې لاره وهله.

هغې وويل: «کله چې مېړه مې پوه شو چې شيرين تگاب ته زما پر ليږدولو يې دندې ته زما د دوام مخه ونشوه نيولای، په شيرين تگاب ولسوالۍ کې يې زما د تليفون شمېره د طالبانو يوه قوماندان ته ورکړه او له ما څخه يې ورته شکايت وکړ.»

طالبانو زبيدې ته گواښ وکړ، که د ښوونکې له دندې څخه لاس وانخلي، نو وبه وژل شي. زبيده بېرته ميمنې ته راستنه شوه.

ناوړه حالت يې په مخکې پروت و. د روان کال د می په مياشت کې کيکاوس چاکو ته لاس کړ او دمخه تر دې چې ځان پر چاکو ووهي، هغه (خپله مېرمن) يې په گېډه کې اته ځلې پر چاکو ووهله. 

له دې پېښې وروسته زبېده ژوندۍ پاتې شوه او ويې پتېله له هغه څخه طلاق واخلي.

آی ډبليو پي آر وکړای شول د ميمنې په روغتون کې کيکاوس پيدا کړي، چې د خپلو ټپونو له درملنې لپاره هلته بستر و.

کيکاوس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې د خپلې مېرمنې د وژلو هڅه وکړه، وويل: «زبيده زما مېرمن ده. نه مې خوښيږي چې هغه له کوره بهر په ښوونځي کې له نارينه ښوونکو سره يوځای کار کوي. هغه زما مېرمن ده، نه د هغوی. دا رښتيا ده چې پر هيروينو روږدی يم، خو دومره بېوسې شوی نه يم چې مېرمن مې ما وساتي.»

د «زنان برای زنان» په نامه د يوې ناحکومتي موسسې کارکوونکې، نوريې فکري وويل، دا د حکومت کمزوري ده چې ښځې او نجونې يې د نارينه گانو ناوړه چلن ته په لاس ورکړې دي.

فکري په دوام وويل، دې ناوړه حالت «هر مجرم ته دا فرصت ورکړی چې گټه ورڅخه واخلي.»

په حقيقت کې په دغه ولايت کې د ناامنۍ په ترځ کې د ځايي ملېشو مشران هم په خوندي او مصوون ډول کارونه سرته رسوي.

د گرزيوان ولسوالۍ د دره زنگ د کلي اوسېدونکې، د اتو اولادونو مور، ٦٠ کلنې گل اندام آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د ٢٠١٥ کال په دسمبر کې د يوې ځایی ډلې له خوا تر بريد وروسته دوې مياشتې په روغتون کې بستر شوې وه.

گل اندام وويل، د ملېشو يوه قوماندان امر وکړ چې د ځمکې په سر د راولاړو شوو ناندريو له امله وډبول شم.     

هغې وويل: «[د هغه افرادو] زه وډبولم او د ټوپکونو پر کونداغونو يې ووهلم. زه ژوندۍ پاتې شوم، خو گېډه، ولي او پښې مې سختې ټپي شوې وې.»

له هغې وپوښتل شول چې ولې يې په دې اړه ځايي چارواکو ته رپوټ ورنه کړ، گل انام وويل: «د فارياب ځايي حکومت ډبرې ته غوږ ږدي، خو د ښځو ستونزو ته غوږ نه ږدي.»

هغې وويل، هغه اوس هم ډاريږي چې ځايي زورځواکی ښايي زما د مرگ امر وکړي.

نوموړې په دوام وويل: «په گرزيوان ولسوالۍ کې بېشمېره غښتلي اففراد او وسله والې ډلې موجودې دي. هغوی نه يوازې پر کلو او لرې ځايونو حکوم چلوي، بلکې هرهغه ځای چې زړه يې وي، حکم چلوي. هغوی[د ولايت په مرکز ميمنه کې] خپل تر پام لاندې شخص، آن په روغتون، په کوڅه يا د عمومي سرک پر سر په ډېرې اسانۍ سره وژلای شي.»

رضا گل، چې په ترکيه کې تر درملنې ورسته راستنه شوې، هم په دې اند ده چې راتلونکې يې ډېره تته ده.

هغه، چې اوس په يوه خوندي کور کې اوسيږي، وايي: «په پام کې نه لرم چې بيا واده وکړم. نه غواړم، [هماغه خوږ] له بل سړي سره تجربه کړم او هغه ټپونه وگورم چې لومړي مېړه مې، محمد خان را ته راکړي دي.»

More IWPR's Global Voices