په يوه افغان ولایت کې خپلسرو درملتونونو د روغتیا ډار رامنځته کړی دی

چارواکي په ارزګان کې پر درمل پلورونکو لږ کنترول لري، چې د روغتیا په ډګر کې يې د خلکو باور راټيټ کړی دی.

په يوه افغان ولایت کې خپلسرو درملتونونو د روغتیا ډار رامنځته کړی دی

چارواکي په ارزګان کې پر درمل پلورونکو لږ کنترول لري، چې د روغتیا په ډګر کې يې د خلکو باور راټيټ کړی دی.

 ښايي خیرمحمد زده کړی ډاکټر نه وي، خو که څوک ورته پیسې ورکړي، نو د هر راز ناروغۍ درملنه کوي. د ارزګان ولايت په بازار کې د يو سړک اړخ ته پر یوې شړۍ ناست، خپلسری درمل پلورونکی د مخ د ځوانکو او زړه تنګۍ [خپګان] له درملنې نیولې د ځیګر تر ناروغۍ پورې د هرې ناروغۍ درملنه کوي.

د ارزګان ولایت مرکز، تیرینکوټ کې د خیر محمد زیاتره مشتریان بېوزلي او نالوستي خلک دي. هغوی د ډاکټر نسخه نه لري او خیر محمد، چې نه لیکلی او نه لوستلی شي، [نسخه] نه غواړي.

هغه وويل: «موږ دا درمل له کندهاره تیرینکوټ ته راوړو. ښه خبره داده چې نه څوک د هغې د خرڅلاو لپاره له موږ څخه پیسې [مالیه] غواړي او نه ددې ځای له کرايې څخه.»

د خیر محمد درمل پلورنه هغه ته وس ورکوي، د مرکزي افغانستان په دې ګوښه لرې پروت بېوزلي ولایت کې، چې درمل او د روغتیا مسلکي کارونه پکې کمښت لري، خپل ژوند پر مخ یوسي. (د زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ: د مرکزي افغانستان په يوې ولسوالۍ کې د روغتیا څارنې غمیزه)  

نوموړی [درمل پلورونکی] د خپلسرې درملیزي سوداګرۍ يوه برخه ده چې يو شمېر خلک يې د زیات خطر اندېښنه لري. د ارزګان ولایت سرچینې وايي، پرته له دې چې څوک طبي زده کړې ولري یا د درملو د نېټې تېرېدل په پام کې ونیسي، درمل پلورلای شي.  

افغانستان د ایران، چین، پاکستان او هند په ګډون له يو شمېر هېوادونو څخه درمل واردوي. مقررات غړند او د هېواد پولې سوړي بوړي او ځينې واردوونکی شرکتونه جوازلیک نه لري. دا کار بازار ته د درغلو او يا ټيت کیفیته درملو د راوړلو لامل کيږي.

د ارزګان د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر سیدآغا میاخېل وويل، د هغه وس نه رسیږي، چې د ازادې درملیزې سوداګرۍ په اړه څه شی وکړای شي.

د نوموړي ریاست چارواکي په هرو شپږو میاشتو کې يوه پلا د هغه ښار ۵۲ درملتونونه چک کوي، ټيټ کیفیته يا تاریخ تېر درمل راټولوي، خو کله چې خبره پلي کولو ته رسیږي، عملي کولای يې نشي.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست په ۲۰۰۹ کال کې څلور درملتونونه د جواز د نه لرلو له امله وتړل، خو د ځايي زورځواکانو له خوا ډېر ژر بېرته پرانیستل شول.

هغه وويل: «زما زور په نوموړو څلورو درملتونونو ځکه ونه رسېد، چې ځايي قوماندانان، قانون جوړوونکي او سناتوران يې تر شا ولاړ وو. له دې امله په دې ښار کې د درملتونونو او طبي درملځایونو کنترول بې ګټې کار دی.»

د درملتونونو ترڅنګ د خیرمحمد په څېر له ۲۰ – ۳۰ د سړک د غاړې درمل پلورونکي په تیرینکوټ کې شته.

د مقرراتو د نشتوالي له امله د روغتیا په ډګر د خلکو باور ټیټ شوی دی. د چورې، دهراود، چارچینو او چنارتو د ولسوالیو او همدارنګه د تیرینکوټ اوسیدونکي وايی، داسې خلک پېژني چې د ټیټ کيفيته او تاریخ تېر درملو له امله يو شمېر خلک مړه شوي دي.

د هغوی په ډله کې د تیرینکوټ د ښار د راديو ترمیموونکی، ۳۳ کلن قاسم شامل دی چې د تېر کال په دسمبر کې يې د سمینې په نامه يوه لور له لاسه ورکړه.

د سمینې د مړینې لامل نا څرګند دی. داسې برېښېده چې ماشومه پرکاله او بې حسه وه، چې د خپلوانو د وینا له مخې يې لامل ښايي د سکرو او یا ګازي بخارۍ وي. ولایتي روغتون ته يې له وړلو وروسته ورته یوه پيچکاري وکړه. د قاسم د وینا له مخې له هغه وروسته يې وضعه ډېر ژر خرابه شوه.  

هغه وويل: «څنګه چې ډاکټر ورته پېچکاري وکړه، نو ومې کته چې بې حسې او پرکالي يې ګړۍ په ګړۍ ډېرېده، وروسته يې سترګې پټې شوې.»

څرګنده نه وه چې په پېچکارۍ کې څه شی و، خو د سمینې خپلوان ادعا کوي، چې يو تن ډاکټر له هغې وروسته ژر د پېچکارۍ قطۍ وکتله، تندي ته يې تړک ورکړ او ويې ويل چې د درملو تاریخ تېر شوی و.  

د سمینې کورنۍ هم وويل، هغې ته د ملاریا او تبګۍ (محرقې) درمل په نسخه کې لیکل شوی و، چې د څلورو امریکايي ډالرو په ارزښت يې بیه درلوده. هغوی ادعا وکړه کله چې يې درمل له درملتون څخه وپېرودل، د هغوی تاریخ هم تېر شوی و.  

قاسم وويل: «په داسې حال کې چې په پام کې مې و، سمینه سبا ته بل ډاکټر ته یوسم، خو د هغې سا وردېده او مړه شوه.»

قاسم د خپلې لور د مړینې موضوع د درمل پلورونکي غوږونو ته ورسوله، چې پر ده باندې يې درمل پلورلي و، خو هغه هیڅ مسؤولیت پرغاړه وانخیست. د ولایت په روغتون کې ډاکترانو له دې څخه انکار وکړ، چې ګوندې تاریخ تېر درمل يې پیچکاري کړي دي. هغوی وويل، کېدای شي سمینه د ملاریا د ناروغۍ د پېچلتیا له امله مړه شوې وي.  

د نجلۍ د مړینې لامل چې هر شی وي، خو چارواکي مني چې په ارزګان کې د عامې روغتیا په اړوند لا ډېر کارونه په مخکې پراته دي.  

ملاخېل وويل، د دولتي مرستې د نشتوالي له امله د روغتیا په برخه کې ډېر کار د ناحکومتي موسسو د ډلې افغان روغتیا او پراختیايي خدمتونو له خوا سرته رسیږي.   

هغه وويل: «حقیقت دادی چې د عامې روغتیا وزارت ارزګان ولایت له یاده ایستلی، ځکه دا يو غرنی او ورسته پاتې ولایت دی. هغوی له دې ولایت سره مرسته نه ده کړې. له پیسو پرته خلک هیڅ هم نشي کولای.»

د روغتیا او حفظ الصحې ستونزه آن د ولایت د عامې روغتیا ریاست ته رسېدلې ده.

د میاخېل دفتر ته مخامخ په يوه خونه کې، چې ښايي د کوم بل لوړپوړي چارواکي به وي، د مېز سر له خاورو او دوړو ډک و، په داسې حال کې چې د خونې به بل کونج کې ناپاک غابونه او لوښي پراته وو.

رپوټ چمتو کوونکي خبریال په دهلیز کې د خوسا بوی له امله خپله پوزه په ټوکر وپوښله، چې له نوموړې خوني څخه بهر راوتلی و.

اجمل وصال  د ارزګان په ولایت کې د آی ډبليو پي آر روزلی خبریال دی.

دا رپوټ د ارزګان او ننګرهار په پروژه کې د افغان انتقادي ډله ییز رپوټ ورکولو د يوې برخې په توګه تولید شوی او د څيړنیز ژورنالیزم د افغان مرکز لپاره په رامنځته شوې ځايي ویب پاڼه کې د آی ډبليو پي آر له خوا خپور شوی دی.

Afghanistan
Health
Frontline Updates
Support local journalists