په هلمند کې ښځينه نوماندې د عادلانه کمپاين غوښتنه کوي

د سويلي ولايت د ولايتي شورا د څوکيو سيالي کوونکي وايي د جنسيت له مخې له بد حالت او زيان سره مخامخ دي

په هلمند کې ښځينه نوماندې د عادلانه کمپاين غوښتنه کوي

د سويلي ولايت د ولايتي شورا د څوکيو سيالي کوونکي وايي د جنسيت له مخې له بد حالت او زيان سره مخامخ دي

په  هلمند کى  داى دبليو پى ار تر روزنې لاندې خبريالگل احمد احسان ليکنه

د ولايتي شورا لپاره په راتلونکو ټاکنو کې د هلمند ولايت ښځينه نوماندانې شکايت کوي، چې هغوی يوې خوا ته پرېښودل شوې؛ نارينه سيالان يې د کمپيان لپاره پيسې په اسانه لاسته راوړلای او په ازاده تگ راتگ کولای شي.

د هلمند ولايت د ولايتي شورا لپاره د ٩٩ نوماندانو په ډله کې لس تنه ښځې دي، چې په پام کې ده د اپرېل په پنځمه نېټه سرته ورسيږي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون د وينا له مخې په افغانستان کې د ولايتي شوراگانو د غړيتوب د تر لاسه کولو لپاره ټول ٢٧١٣ تنه ولاړ دي چې ٣٠٨ تنه يې ښځې دي. د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې هم په همدې نېټې سرته رسيږي، .  

ښځينه نوماندانې وايي په افغاني ټولنه کې د جنسيت د توپير په وړاندې مبارزه کې د هغو خلکو له گواښونو سره مخامخ کيږي، چې په سياسي بهير کې د ښځو له رول سره مخالف دي.

هغوی وايي، په کمپاين کې په غيرعادلانه ډول له تاوان سره مخامخ دي، ځکه د امنيتي خطرونو له امله لرو پرتو سيمو ته تللای نشي.

پر دې سربېره افغان ښځې په اقتصادي لحاظ په نارينه گانو پورې تړلې دي. ښځينه نوماندانې وايي، هغسې مرستې لاسته نشي راوړلای، چې د هغوی نارينه سيالان يې لاسته راوړي.

د هلمند ولايتي شورا ته ولاړې نوماندې، راضيې بلوچ وويل، د يو شمېر نارينه نوماندانو لگښتونه د ټاکنو د خپلواک کميسون له ټاکل شوې کچې اوړي، چې له مخې يې هغوی ته ١٨٠٠٠ ډالره په پام کې نيول شوي دي.

هغې وويل: "هر يوه نارينه نوماند په لښکرگاه کې يو عصري دفتر پرانيستی او خلکو ته پر نغدو پيسو او سوغاتونو سربېره وړيا ډوډۍ ورکوي. دا کار زموږ له وس پوره نه دی. څرگنده ده چې خلک د هغوی غونډو ته ځي. دې کار موږ ته د ملاتړو موندل ستونزمن کړي دي."

بلوچ وويل، د ستونزې د هوارۍ يوازنۍ لار داده چې د کمپاين د لگښتونو کچه راتيټه کړای شي. 

هغې وويل: "کمپاين بايد عادلانه وي. موږ د کمپاين مخالفې نه يو، خو د دې حق لرو چې برابر لگښتونه ولرو. ښځينه نوماندان  کمزوری اقتصادي دريځ لري. د هغې تر څنگ د نارينه گانو د لگښت کچه قانوني نه ده. د ټاکنو کميسون بايد هغې ته پام وکړي."

د بي بي لايقې په نامه بلې ښځينه نوماندې شکايت وکړ چې نشي کولای د کمپاين په غوڼدو کې زيات شمېر خلک د گډون لپاره راوبولي.

هغې وويل: "نارينه او ښځې زما غونډو ته له دې امله نه راځي چې د نورو نوماندانو په څېر ورته ډوډۍ او سوغاتونه نشم ورکولای. نه پوهيږم نوماندان د دومره لگښت لپاره دا پيسې له کومه کوي."

لايقې وويل، هغه په دې اند ده چې د ټاکنو زياتره ځايي نوماندان له حکومتي چارواکو سره تړاو لري او د هغوی له ملاتړ څخه برخمن دي؛ په دې معنا چې کولای شي د ټاکنو  خپلواک کميسون پر اصولو سترگې پټې کړي.

ولايتي شورا ته ولاړ نارينه نوماند، عبدالرشيد ناصري وويل، دا ادعاگانې سمې دي.

هغه وويل: "زياتره نوماندان په خپلو غونډو کې خلکو ته ډوډۍ ورکوي او يو شمېر خو يې ځانگړي سوغاتونه هم ورکوي. دې کار نه يوازې پر ښځو [نوماندانو] اغېز کړي، بلکې د نارينه گانو پر کمپاين يې هم اغېز کړی دی."

ناصري وويل، نوماندان بايد خپل ارزښت خلکو ته د خپلو تگلارو له مخې وښيي او د خلکو باور تر لاسه کړي، نه دا چې خلکو ته پيسې ورکړي او بډو ورکولو ته لا رپرانيزي.

په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، شفيع الله ساپي ټينگار وکړ، له کچې پورته د لگښت خبره بې بنسټه ده. د ټاکنو د کمېټې کارکوونکو ته دنده سپارل شوې چې د نوماندانو د لگښت څارنه وکړي. که چا له ټاکل شوي حد څخه پښه واړوله، نو قانوني چلن به ورسره وشي. 

ساپي داومنله چې يو شمېر نوماندانو د خپلو غونډو په اړه کميسون ته معلومات ورکړي نه دي، خو ويې ويل چې تر اوسه کوم رسمي شکايت د هغوی کميسون ته راغلی نه دی.

ساپي وويل: "که چېرته ښځينه نوماندانې کوم شکايت لري، بايد له ځڼډ پرته دې د ټاکنو د شکايتونو کميسون ته وړاندې کړي. تر اوسه داسې کوم شکايت ثبت شوی نه دی."هغه وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون هره چهارشنبه د ولايتي شوراگانو له نوماندانو سره غونډه کوي، چې د هغوی د لگښت او د کمپاين غونډو ته د رابلل شوو خلکو د شمېر په اړه معلومات ترلاسه کړي.

نورو ښځينه نوماندانو د ولايت په لرې پرتو سيمو کې د کمپاين پر ستونزو رڼا واچوله او د ټاکنو پر خپلواک کميسون او امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ چې دا ستونزه هواره کړي. يو شمېر نارينه نوماندانو هم وويل، امنيتي ستونزو د ټولو نوماندانو لپاره په يو شمېر ټاکلو ولسواليو کې کمپاين، که ناشونی کړی نه دی، خو له ستونزو يې ډک کړی دی.

د محمد حکيم ظريفي په نامه يوه نوماند وويل، څو څو ځلې د پوليسو مرکز ته تللی او د ځان لپاره د ساتونکو او په کلو او بانډو کې يې د غونډو د امنيت د تامين غوښتنه کړې، خو کوم ملاتړ يې نه دی تر لاسه کړی.

هغه وپوښتل: "داسې سيمې شته چې د ورځې د حکومت او د شپې له خوا د طالبانو په لاس کې وي. موږ هلته څنگه کولای شو خپل کمپاين پر مخ يوسو؟"نوموړي زياته کړه، د سنگين، کجکي، باغران، خانشين او نادعلي ولسواليو ځينې برخې د نوماندانو لپاره له خطره ډکې سيمې دي چې د خلکو غونډې پکې جوړې کړي.

د ساپي د وينا له مخې د ولايتي شورا نوماندان کولای شي، له دوو ولسواليو، باغران او دېشو پرته، چې د طالبانو د شتون له امله به پکې ټاکنې سرته ونه رسيږي، په نورو ټولو سيمو کې کمپاين وکړي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند، عبدالاحد چوپان وويل، هغوی نشي کولای په ولايت کې د هر نوماند د ساتنې او محافظت لپاره پوليس وگوماري.

هغه وويل: "که نوماندان وسلې پيدا کولای شي، موږ يې ورته ثبتوو. نوماندان کولای شي د دې وسلو د گرځولو لپاره پخپله ساتونکي وگوماري."هغه زياته کړه، نوماندانو ته ويل شوي وو چې د غوڼدو له جوړولو ٢٤ ساعته دمخه پوليسو ته خبر ورکړي، خو هغوی دا کار نه دی کړی.

د هلمند ولايت د امنيې قوماندان، محمد حکيم انگار وويل، تر اوسه کومه امنيتي ستونزه نه ده راپيداشوې.

هغه وويل: "امنيه قوماندانۍ ته تر اوسه يوازې د يوې پېښې خبر رارسېدلی و چې د يو نوماند ملاتړو د بل نوماند پوسترونه لرې کړي و. موږ دا پېښه تر څېړنې لاندې نيولې ده."

د هلمند ولايت اوسيدونکي د نوماندانو د کمپاين د تاکتيک په اړه بېلا بېل نظرونه لري.

د مارجې ولسوالۍ اوسيدونکي، عبدالحی بهار وويل: "په هلمند کې ښځينه نوماندانې شته، خو د کمپاين مزه يې نشته. نه خلکو ته ډوډۍ ورکوي، نه پيسې... خلک هغه غونډو ته ځي چې څه شی وخوري اوڅه شی ترلاسه کړي."

نوموړي په خندا زياته کړه: "که له ما وپوښتې چې هغوی به موږ ته کار وکړي، نو په خدای قسم که يو يې وکړي. هغوی ټولو ځانونه د دې لپاره نومولي چې خپل جيبونه ډک کړي. نو ولې له هغوی څخه څه شی ونه شکوو؟"

د ولايت د مرکز، لښکرگاه اوسيدونکي، مولوي عبدالله وويل، د ډوډۍ او نغدو پيسو ورکول بيخي ناسم کار دی.

هغه وويل: "دا د اسلام او اخلاقو مخالف عمل دی چې څوک په بډو ورکولو د چا ملاتړ ترلاسه کړي. د اسلام له مخې هغه څوک چې د دې نوماندانو ډوډۍ خوري او سوغاتونه اخلي، هم گناهکار دي."

گل احمد احسان په هلمند کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی.


Pakistan, Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists