په هلمندکې د زده کړې بحران

ناامني او په پيسو کې ځنډ دا معنا لري چې د زده کوونکو راتلونکې تياره د ه.

په هلمندکې د زده کړې بحران

ناامني او په پيسو کې ځنډ دا معنا لري چې د زده کوونکو راتلونکې تياره د ه.

. هغه وايي که چېرته ژمنه شوې پيسې ډېر ژر ونه رسيږي، نو مجبور دې چې زده کړې پريږدي.



هغه وويل: "زه په يوې کرايې کوټې کې اوسيږم، چې د انسان د ژوند نه ده. کله چې دوه کاله دمخه د پوهنې وزير، حنيف اتمر هلمند ته راغلى و، هغه زده کوونکو ته د مدد معاش د ورکړې ژمنه کړې وه، خو موږ هيڅ شى تر لاسه نه کړل."



د هلمند د پوهنې رئيس، شېراغا صافي وويل، بسم الله جان د نژدې پرتې ولسوالۍ، نادعلي اوسيدونکى دى. هغه د نورو ولسواليو د ليسې د ٢٠٠٠ تنو زده کوونکو له ډلې څخه يو تن دى، چې د زده کړې لپاره لښکرګاه ته راغلى دى. د جګړې ځپلې ولايت، هلمند په زياترو ولسواليو کې ښوونځي د جګړو له امله تړل شوي اوپه يو شمېر نورو ولسواليو کې خو لا ثانوي ښوونځي هيڅ وجود نه لري.



صافي وويل، د هلمند له ٢٨٢ ښوونځيو څخه يوازې ١١٥ هغه پرانيستي دي. ٦٨ زره هلکان او15 زره نجو نې ښوونځيو ته تللاى شي. د پوهنې د رياست د چارواکود وينا له مخې د څو کلونو مخکې په پرتله دا شمېره نيمايي ته راټيټه شوې ده.



د ښوونځيو د نشتوالي له امله هغه زده کوونکي چې غواړي خپلې زده کړې پر مخ يوسي په پرتله ييز ډول امن ولايتي مرکز، لښکرګاه ته راځي او له خپلوانو کره اوسيږي.



صافي وويل د پوهنې چارواکو د زده کوونکو يو لست جوړ کړى او له هغوى سره د مرستې لپاره يې پيسې چمتو کړي دي. هغه وويل: "موږ به ډېر ژر د کابل بانک له لارې زده کوونکو ته د پيسو ورکړه پيل کړو."



هغه زياته کړه ((په پام کې ده چې هر زده کوونکي ته د تعليمي کال په نهو مياشتو کې د ورځې دوه ډالره ورکړ شي. د پوهنې رياست به هر زده کوونکي ته د بانک پېژندپاڼه ورکړي چې د هغې په واسطه خپلې پيسې واخيستلاى شي. پر مرستې سربېره په پام کې ده چې دوه نوي ښوونځي او يوه ليليه جوړه کړو. د شلو نورو ښوونځيو د بياودانولو کار سرته رسېدلى دى))



د پوهنې رياست د شنو باغونو له ښودلو سره سره د لښکرګاه زده کوونکي خوښ نه بريښي. هغوى وايي، غوړې ژمنې کيږي، خو تر دې دمه د هغوى د ژوند د ښه کولو لپاره هيڅ کار هم سر ته ندى رسيدلى .



د هلمند د کرنې د ليسې يو زده کوونکي وويل: "موږ په ښوونځي کې هر راز اسانتياوې لرو، خو د استوګنې ځاى نه لرو. زه په يوه کوټه کې له نورو يوولسو تنو سره اوسيږم. په دې کوټه کې شپږ تنه هم نه ځاييږي. دلته لوست نشو لوستلاى، ان ويده کېداى نشو."



له ناوې څخه لښکرګاه ته د عابد په نامه يو راغلي زده کوونکي، چې په دې وروستيو کې د متحده ايالتونو د يرغل ډګر دى، وويل، هغه ته له يو کال راهيسې يوه پېژندپاڼه او د بانک کارت ورکړ شوى، خو تر اوسه نه دى توانيدلاى چې پيسې تر لاسه کړي.



هغه وويل: "لومړى د پېژندپاڼې کارت غلطي درلوده. نومونه او عکسونه يې يو له بل سره ګډ کړي وو. بيا يې ناسم لست د پوهنې وزارت ته استولى و. که د پوهنې رياست د ٢٠٠٠ تنو زده کوونکو نومونه سم نشي ليکلاى، نو د زده کړې کچه به څنګه لوړه کړاى شي؟"



د پوهنې رئيس، صافى دا مني چې يو څه نيمګړتيا شته خو په هغه کچه نده چې زده کوونکي يې وايي.



هغه وويل: "موږ زده کوونکي لوست ته هڅوو. پروسږکال لښکرګاه ته ٩٠٠ زده کوونکي راغلي وو، خو د مالي مرستو له ورکړې وروسته يې شمېر ٢٥٠٠ تنو ته لوړ شو."



د ناوې د ولسوالۍ د خراج د لېسې يو ښوونکي وويل چې د پوهنې له رياست څخه د زده کوونکو شکايت پرځاى دى. د ولسواليو ښوونځي ياتړل شوي او يا فعاله نه دي. که لښکرګاه ته لاړ شي نو ټول مصارف يې پخپلو اوږو دي.



نوموړي ښوونکي، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبرې کولې، وويل: "زموږ په ښوونځي کې زده کړه نشته. کله چې تعليمي کال پيل شو، موږ خپلې دروازې پرانيستې، خو کوم ښوونکى رانغى. د پوهنې رياست کوم پلاوى د ناوې ولسوالۍ ته راونه ليږه، چې د حالاتو جاج واخلي."



هغه وويل، لښکرګاه ته تللي زده کوونکي زياتره د اوسيدو ځاى ځايګى نه لري. نوموړي ښوونکي وويل: "له تېرو دوو کلونو څخه د ليلې د جوړولو او زده کوونکو ته د پيسو د ورکولو خبرې اورم. که زده کوونکو ته دا پيسې ورکړ شوى واى، نو شکايت يې به يې نه کاوه."



لښکرګاه ته څېرمه د مارجې ولسوالي هم له امينيتي ستونزو سره مخامخ او له څو کلونو راهيسې د طالبانو تر بشپړ کنترول لاندې ده.



يو زده کوونکي، چې خپل نوم يې ونه ښود، وويل: "کله چې په ٢٠٠٧ کال کې مارجې ته طالبان راغلل، لومړى کار يې د مارجې د ليسې ورانول و. جنګياليو خپلې وسلې زموږ په ټولګيو کې اييښي دي. ټول ښوونځي تړلي او موږ له يوې مخې له زده کړو بې برخې يو. زما ژوند تباه شو. څو، څو ځلې راڅخه زده کړې پاتې شوې."



زده کوونکي وايي له پيسو پرته ژوند نشي کولاى، ښوونځي به پريږدي او بېرته به خپلو ولسواليو ته ځي.



يو زده کوونکي وويل: "که يا مو طالبان ووژني او يا بې تعليمه لوى شو، نو پړه به د حکومت پر غاړه وي."



ولسمشر حامد کرزى هلمند ته د جنورۍ په مياشت کې راغلى و. له يو شمېرکوچنيانو سره د کتنې پرمهال يې له هغوى څخه پوښتلي و چې په ښوونځي کې دي او که نه.



د ناوې يو اوسيدونکي وويل: "کوچنيانو ورته وويل، نه. خو ولسمشر ونه پوښتل چې ولې. دا د لوى شرم خبره ده چې ... کوچنيان له زده کړې بې برخې وي."



په لښکرګاه کې د ښوونکو د روزنې د انستيتوت يو استاد، غلام سرور غفاري د وينا له مخې ناتار په مخ کې دى.



هغه وويل: "که دا وضعه دوه کاله نور هم دوام ومومي، په هلمند کې به د زده کړې او سواد کچه صفر ته راولويږي. پوره ښوونکي نشته او له زده کوونکو سره مرسته نه کيږي. د مرکزي حکومت د نه پام له امله به د زده کوونکو شمېر ډېر راتيټ شي."



"که کوم ګام پورته نشي نو خداى مه کړه، له يو ناتار سره به مخامخ شو. زموږ د ټولو ستونزو لامل بېسوادي او د ښوونځيو تړل دي."
Frontline Updates
Support local journalists