Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په هرات کې د ښځينه ځانمرګو شمېره مخ په زياتېدو ده

چارواکي په تېر کال کې د ځان سوځولو او زهر خوړلو له لارې په ځان وژنه کې ٥٠ سلنۍ زياتوالى په ګوته کوي.
By Sudabah Afzali

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، سودابې افضلي ليکنه

درويشت کلنه ماه جبين په داسې حال کې، چې د موږکانو د زهرو د خوړلو له لارې  د خپل ځان د وژلو کيسه کوي، پرمخ يې اوښکې بهيږي. هغې په هرات روغتون کې په خپلې بسترې کې ډېر په ورو او ستونزنو خبرې کولې او ويل يې پنځه کاله دمخه په ايران کې له راستنېدو وروسته يې پلار او ورونو زده کړې ته پرې نه ښوده او په زوره يې واده ته اړايسته.

هغې وويل: "کورنې مې پر دې سړي وپلورلم او د پيسو لپاره يې هغه ته واده کړم."

د هغې ميړه بله ماندينه هم لري، خو د اولاد  د نه راوړلو له امله يې وپتيله چې بل واده وکړي. دا کار په افغانستان کې يوه عادي خبره ده.  

له يوه کال وروسته چې کله ماه جبين هم اميد واره نشوه، ورځ يې بده شوه.  

هغې وويل: "خواښې به مې راسره هره ورځ  جنګونه کول. هغې به راباندې ملنډې وهلې او راڅخه به يې پوښتل چې ولې اولاد نه راوړم. ويل به يې زوى ته مې بله ښځه کوم. مېړه مې هم راسره بده ګوزاره کوله."

ماه جبين د مخ اړولو ځاى نه درلود، نو ځکه يې په پاى کې وپتېله چې خپل ژوند پاى ته ورسوي. 

هغې ويل، "پلار ګنۍ مې هم ننګه نه کوله. ويل مې که چارواکو ته لاړه شم، نو څوک به مې خبره وانه اوري.  له هرې خوا نهيلې شوې وم. له دې امله مې وپتېله چې د موږکانو د زهرو د خوړلو له لارې خپل له کړاوه ډک ژوند ته د پاى ټکى کښيږدم."

ماه جبين وايي ډېره خپه ده، چې روغتون ته رسول شوې او ژوند يې ژغورل شوى دى.

هغې وويل: "که چېرته مې اړ باسي چې بېرته د مېړه کور ته لاړه شم، نو بيا به د ځان د وژلو هڅه وکړم."

ماه جبين ددې لړۍ يوازينى قرباني نه ده د هرات ولايت چارواکي وايي چې په هرات کې د ښځو تر منځ د ځان وژلو پېښې د نورو ولايتونو په پرتله ډېرې دي. اوس د تېر کال راهيسې دا شمېره ٥٠ سلنه پورته ختلې ده.

په زياترو حالتونو کې ښځې پر ځانونو باندې تېل اچوي او بيا اور ورته کوي او په دې توګه ځانونه وژني، خو په ځينو حالتونو کې اوس يو شمېر ښځې د موږکانو د زهرو په څېر د نورو  کيمياوي توکو د خوړلو له لارې خپل ژوند پاى ته رسوي. 

د هرات د حوزوي روغتون رئيس، دکتور سيد نعيم عالمي آى ډبليو پي آر ته وويل، د تېرو شپږو مياشتو راهيسې دې روغتون ته د ځان سوځولو او زهرو خوړلو اتيا پيښې راغلې دي. له نوموړې شمېرې څخه ٥٧ تنو ښځو خپل ژوند پاى ته رسولى دى. 

هغه وويل، ددې  پېښو زياتره هغه يې په دې وروستيو کې له ايران څخه راستنې شوې مېرمنې دي.

هغه وويل: "کېداى شي هلته (په ايران کې) د ښځو له حقونو څخه د دفاع شونتيا وي، خو دلته په افغانستان، په تېره بيا په هرات کې، ښځې د يوې متاع  په څېر پلورل کيږي."

په هرات کې د ټولنيزو او حقوقي چارو ماهر، محمد داود منير يادونه وکړه، چې له ايران څخه راستانه شوي خلک ځانونه په يو سخت او ستونزمن حالت کې مومي.

هغه وويل: "د هرات زيات شمېر وګړي د تېرو دېرش کلنو ستونزمنو شرايطو له امله اړايستل شوي وو، چې له هېواده ووځي او ايران ته لاړ شي. هلته په پرتله ييزه توګه هغوى ښه ژوند درلود. تر يوې کچې يې هلته د تکنالوژۍ تر سيوري لاندې عصري ژوند درلود. هلته ښځو وليدل چې ايراني مېرمنې سوکاله دي او له خپلو حقونو څخه خوند اخلي. دلته د راستنېدو پر مهال هغوى له بېروزګارۍ، بېوزلتوب او ټولنيزو دودونو او خنډونو سره مخامخ شوې."

څارونکي وايي د افغانستان د نارينه ګانو برلاسې سنتي ټولنه، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى او د قانون نه حاکميت  په ګډه ددې لامل شوي چې تر داسې فشارونو لاندې اشخاص  بله چاره ونه لري او زياتره ځان وژنې ته مخه وکړي.

په هرات کې د ښځو د چارو رئيسه، حميده حسيني وايي که په دې ولايت کې د ځان وژونکو د شمېرې د لوړوالي د مخنيوي په اړه ګام وانه اخيستل شي، نو د ژوند له لاسه ورکول به د نه مننې  وړ کچې ته ورسيږي. 

هغې وويل د ښځو د چارو رياست  د نورو حکومتي ادارو او د ښځو د يو شمېر ډلو په مرسته په پام کې لري، چې د ستونزې په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي او د هغه چا لپاره  سزا وټاکي چې دښځو په وړاندې په تاوتريخوالي کې لاس لري.  

هغوى په پام کې لري چې د ښځو ډلې کور په کور وګرځي او له ميندو او نجونو سره د هغوى د ژوند او ورځنيو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړي. حسيني وويل  له دې لارې به نوموړى رياست د وضعې سم انځور تر لاسه کړي او په دې توګه به وکړاى شي چې تر خطر لاندې کورنيو سره مرسته وکړي.  

هغې وويل: "ددې پروګرام لپاره به زړې مېرمنې وګومارل شي؛ ځکه هغوى تجربې لري او کولاى شي له ښځو او نجونو سره ښې اړيکې ټينګې کړي؛ له هغوى څخه د هغوى ستونزې وپوښتي او تر اوږدې مودې لاندې ورسره اړيکې ټينګې کړي."

د "نداى زن" د خيريه موسسې مشرې، ثريا پاکزاد وويل، د ښځو او ښځينه ځانمرګو په وړاندې تاوتريخوالى په هرات پورې محدود نه دى. توپير يې دادى چې په نورو ځايونو کې کورنۍ پر داسې پېښو پرده غوړوي او رسنۍ يې هم په اړوند رپوټونه، نه خپروي. 

هغې وويل: "د حقوقي موسسو له خوا سرته رسېدلې څېړنه په ډاګه کوي، کندهار هم د هغو ولايتونو په ډلې کې دى چې پر ٢٠٠٨ کال پکې  د ځان وژونکو ښځو شمېره لوړه وه. خو په نوموړي ولايت کې د ټولنيز جوړښت له مخې  او دا چې د رسنيو لاسونه تړل شوي وو، ددې پېښو په اړه زيات معلومات خپاره شوي نه وو."

پاکزاد ټينګارکوي، دا چې د هرات ټولنه په پرتله ييز ډول ازاده ده، ښځې د خپلو حقونو په اړه زيات معلومات لري. کله چې هغوى له دې حقونو څخه بې برخې شي، نو انګيري چې ځان وژنه (له دې حالت څخه) د خلاصون يوازنۍ لاره ده.    

هغې وويل په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه قوانين يوازې د کاغذ پر مخ دي او عملي اړخ نه لري.

يو شمېر نور په دې اند دي چې ښځينه ځان وژنه له تبعيض، بېوزلتوپ او نابرابرۍ څخه ريښه اخلي.

منير وويل، يو لامل د پيسو په وړاندې د نجونو له خوښې پرته  زوړ او بوډا سړي ته د هغوى ودول دي.

له ميړونو څخه د طلاق اخيستل په افغاني ټولنه کې ښه نه ګڼل کيږي. له دې امله چې کله دا ټولې لارې د ځان په وړاندې تړلي وګوري، نو ځکه ځان وژنه يوازنى حل ګڼي. 

منير پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په ګډه د ښځو په وړاندې ددې ستونزې د هوارولو لپاره کار وکړي. هغه زياته کړه: "د قانون د حاکميت نشتوالي ددې ناوړه پېښو رامنځته کېدو ته لاره هواره کړې ده."

يو ځايي پوليس دا نه مني چې چارواکي د ښځو په وړاندې پر تاوتريخوالي سترګې پټوي.

د پوليسو وياند، سمونوال عبدالروف احمدي وويل: "آن که چېرته د ځان وژنې د پېښې کوم قرباني چاته خبر ورنه کړي، پوليس د هغې جدي پلټنه کوي او هغه خلک بنديانوي چې په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه په کې لاس ولري او عدلي چارواکو ته يې وړاندې کوي."

د ماه جبين په څېر زياتره ژوندي پاتې شوې ښځې په خپل ژوندي پاتې کېدو خپه دي.

د هغوى له ډلې څخه يوه هم ٢٨ کلنه شکريه ده. د هغې بدن ٨٠ سلنه سوى و. ډاکترانو ويل، چې ژوند يې نشي ژغورلاى. 

د هغې بدن ټول  په بنداژ تړل شوى و. يوازې سترګې يې ښکاره کېدې  او ورو ورو يې خبرې کولې. شکريې ويل، له خوښې پرته داسې يو سړي ته واده شوې وه، چې هره ورځ به يې هغه او د هغې اولادونه وهل.

پلار يې د  هغه غوښتنه ونه منله او د هغې په وينا د ښځو د حقونو ډلو مرسته ورته ونه رسېده. له دې امله يې د ځان وژلو پرېکړه وکړه.

هغې وويل: "ځان ته د اور په اچولو پښېمانه، نه يم.  يوازنۍ اندېښنه مې داده چې اولادونه به مې لا هم له هغه ظالم سره وي."