په هرات کې د بريدونو د زياتوالي خطر

په تېرو درېو اوونيو کې په مخکينۍ کراره سيمه کې د ياغيانو په فعاليتونو کې زياتوالی راغلی دی.

په هرات کې د بريدونو د زياتوالي خطر

په تېرو درېو اوونيو کې په مخکينۍ کراره سيمه کې د ياغيانو په فعاليتونو کې زياتوالی راغلی دی.

Tuesday, 9 November, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابرليکنه

په تېرو دريو مياشتو کې د افغانستان په دې ناکراره سيمه، هرات کې، د بريدونو زياتوالي هم اوسيدونکو او هم چارواکو ته يو شان د خطر زنګ وهلی دی.

هرات په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو راوروسته د افغانستان تر ټولو امنه او خوندي سيمه بلل کېده. ياغيانو يوازې په يو څو محدودو سيمو کې شتون درلود.

اوس امنيتي چارواکي وايي چې ياغيان لږ ترلږه د هرات په لسو ولسواليو کې فعاليت کوي. د سړک د غاړې بمونه ښخوي چې په ځانګړې ډول افغان امنيتی ځواکونو او د هغوی نړيوالو متحدينو او همدا راز ولسي خلکو ته د پام وړ مرګ ژوبله اړوي.

چارواکي خبرداری ورکوی، د ملېشو ډلې په هغو سيمو کې تګ راتګ کوي، چې دمخه پکې امنيت ټينګ و او (اوس) آن خپل فعاليتونه د هرات ښار ته غځوي.

په ترټولو ورستي لوی بريد کې د اکتوبر د ۲۲ ورځې په سهارکې په هرات کې د ملګرو ملتونو د مرستې دڅانګې (يوناما) د ودانۍ دننه څلورو تنو ځانمرګو بريد کوونکو ځانونه ورسول او چاودنې يې وکړې. ټول بريد کوونکي ووژل شول او د يو شمېر رپوټونو له مخې له دوو څخه تر څلورو تنو پورې پوليس ټپيان شول.

د هرات والي، محمد داود صباح له بريد وروسته د رسنيوپه يوې غونډې کې د بريد په وړاندې غبرګون ستر برياليتوب وباله. يوه ورځ وروسته له ښار څخه د ليدنې پرمهال، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، سټيفن دې ميستورا هم د افغان امنيتی ځواکونو وړتيا وستايله.

د ملګرو ملتونو استازي وويل: (‎×‎«داسې پيښې به ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو دفترونو تړلو ته اړ نباسي.»

د نوموړي و لايت پوليس ګوته څنډي او وايي چې د تاوتريخوالي پيښې ښايي جدي وګڼل شي. .

د هرات ولايت د پوليسو د قوماندانې وياند، نورخان نيکزاد آی ډبليو پي آر ته وويل، په تېرو درېو مياشتو کې د بريدونو په شمېرکې، په تېره بيا د سړک د غاړې په بمونو کې، ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی..هغه وويل، د سړک د غاړې بمونو افغان پوليسو ته جدي ګواښ جوړ کړی دی، ځکه هغوی داسې وسيلې نه لری چې دا بمونه کشف اوخنثی کړي.

نيکزاد، چې د مرګ ژوبلې په اړه يې کره شمېرې وړاندې نه کړې، وويل: «هره اوونې موږ د سړک د غاړې ماينونه ګورو، چې حکومتي ځواکونه په نښه کوي، يو شمېر پوليس وژني او ټپي کوي.»

هغه وويل، په هرات کې د حکومت ضد موجود ځواکونه له ګاونديو ولايتونو بادغيس او فراه څخه اکمالات تر لاسه کوي.

د پوليسو د لويديځ زون مرستيال، بريد جنرال ضياء الدين محمودي هم د ياغيانو زياتيدونکي شمېرې ته ګوته ونيوه. هغه زياته کړه، يو شمېر يې آن له لېرې سيمو، کندهار څخه راغلي دي. امنيتی چارواکو داسې يو پلان تر لاس لاندې نيولی ترڅو دهغوی د نفوذ مخه ونيسي. دا پلان به ډېر ژر پلی شي.

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدی آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغه ځواکونو په هرات کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی او د هغه ولايت په زياترو ولسواليو کې يې خپل شتون زيات کړی دی.

هغه وويل: «خلک له ګوډاګي حکومت او د هغوی له بهرنيو بادارانو څخه پوزې ته راغلي دي، هغوی له طالبانو سره خواخوږي لري. موږ د خدای په فضل او د خلکو په ملاتړ خپل جهاد ته دوام ورکوو.»

هغه وويل، له دې امله پر يوناما بريد وشو چې «دا موسسه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت پر خلاف کار کوي.»

د طالبانو په څېر د حزب اسلامي په ګډون نورې مخالفې ډلې هم په هرات کې فعاليت کوي.

د هرات د متخصصينو د شورا مشر او سياسي شنونکي، محمد رفيق شهير د بېثباتۍ لامل په نوموړي ولايت کې د بېلا بېلو امنيتي موسسو تر منځ د همکارۍ نشتوالی وباله.

هغه وويل: «حکومتي ضد ځواکونه له دې تشې څخه ګټه اخلي، له ګاونډيو ولايتونو څخه راتيريږي. او په اثبات رسوي چې هغوی کولای شي د افغانستان سوله ييزې سيمې بېثباته کړي. .

نور خلک وايي چې د هرات سياسي خرابې وضعې له بېثباتۍ سره مرسته کړې ده. نوي والي د سپتمبر د پارلمانی ټاکنو دمخه له پخواني والي، احمد يوسف نورستاني څخه په دندې پيل وکړ.

د هرات اوسيدونکي،ګل احمد وويل: د بېثباتۍ زياتوالی په ولايت کې د لوړپوړي مشرتابه له بدلون سره تړاو لري.

په عين حال کې په نوموړي ولايت کې تاوتريخوالی د هغه ولايت اقتصادي او تجارتي دريځ ته زيان رسوي.

د پامير کولا د غيرالکولی مشروباتو د شرکت کارکوونکي، تيمورشاه وويل، په تېرو درېو مياشتو کې زموږ خرڅلاو ډېر راټيټ شوی دی.

هغه وويل: «په دې ولايت کې د کاواکه وضعې له امله موږ اړ شوي يو چې په خپلو تجارتي کاروبار کې شل سلنه کموالی راولو».هغه زياته کړه، د هغوی کارکوونکي په ازاد ډول په هرات ولايت کې تګ راتګ نشي کولای.

د ژورناليزم فارغ التحصيل، آرين ساحل وويل، هغه په پام کې لري چې له رسنيو سره کار بس کړي او د بلې دندې په لټه کې شي، ترڅو د ياغيانو له غچ ځان وساتي.

هغه وويل: «ډار.يږم چې کېدای شي کوم رپوټ او يا ليکنه مې د چا خوښه نشي او ژوند مې له خطر سره مخامخ نه کړي.»

د هرات يو بل اوسيدونکی، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل، له وضعې څخه دومره ستړی شوی، چې غواړي وطن پريږدي.

هغه وپوښتل: «[نور] خلک زياتره له تکراري خوشحاليو او خوښيو څخه ستړي کيږي، آيا موږ اجازه نه لرو، له پرله پسې جګړې او کړاوونو څخه ستړي شو؟ کله چې راته څرګنده شوه په دې هېواد کې هيڅکله سوله نه راځي او هيڅکله به ودان نشی، نو د کومې هيلې لپاره ژوندي واوسو؟» 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists