په ننګرهار کې د ځمکو د غصب لړۍ ښوونځیو ته ورسیده

په ننګرهار کې د ځمکو د غصب لړۍ ښوونځیو ته ورسیده


په ننګرهار ولایت کې د مجبور آباد دلیسې چارواکي وایی ددې ښوونځی دوه نیم جریبه ځمکه د زورواکو له غصب شویده .

دغه لیسه شاو خوا او زره تنه  زده کوونکي لري چې  ۴۰۰۳تنه یی  هلکان او ۲۵۸۴ یې انجونې دي چې په یواځې ۵ تدریسي خونې لري او  زیات  شمیر زده کوونکي  یې تر شنه اسمان لاندې خپلې زده کړې کوي

د لیسې ختیځ لورته شخصي هسکې ودانې جوړې شوي . د مجبور آباد د لیسې مدیر وزیر ګل وایې چې دغه  ښوونځي ته د جلال اباد ښاروالۍ له لورې ۵ نیم جریبه ځمکه ورکړل شوې وه چې په خبره یې اوسمهال یې ۲ نیم جریبه عصب شوې او د دغو ودانیو څښتنان ورځ تر بلې د ښوونځي ځمکه عصبوي (دغه ځای دا تهداب چې  معلومیږي تاسو ګورﺉ بلاکونه پکې ایښودل شوي  او دادی نور بلاکونه یی هم  راوړي ددې ځمکې د عصب لپاره  او له جنوب خوانه دروازی را پریښودل شوي دي مکتب خواته او دا د نسوانو لیسه ده مونږ دلته پردې راځوړند کړي دي چې  د هغوی دروازې پناه شي  ).

دیادې لیسې سرمعلم سید غلام فاروق تور لګوي چې د ښوونځي ځمکه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي امیرجان دولت زي خپلوان غصب کړې او دی ترې ملا تړ کوي (دغه خلک د چپرهار ولسوالې دي او د امیرجان دولت زي خپلوان دي چې نوم یی  غبدالستار دی . غصب دی تاسو دا دیوال ګورﺉ یو ځل خو مو خرابه کړی وو  دوهم وار یې تهداب ویستی ، او دویم واري جنایی نفر راغلل بیا یی پرې بنده کړه ، دا ځمکه زمونږ ده )

امیرجان دولت زی مني چې ستار نومی یې خپلوان دی خو زیاتوي چې هغه  ځمکه له یو چا څخه د پیسو په بدل کې  تر لاسه کړې ده  . نوموړی وایی چې د ننګرهار د معارف رییس هم منلې چې ځمکه شخصي ده .

 (ورور زه د غیرې قانونې کارونو طرف داري نه کوم او نه غیر قانوني کار کوم ،هغه ملیکت یی دی هغه زما زوم دی هغه ستار له یو چانه یی اخیستی دی  هغه  په پیسو باندې  خیستی دی ، نه غصب کړی ده ه او معارف چې دا خبره کوي دا خبره یی غلطه کړې ده .)

 هڅه مو وکړ چې پر ستار لګیدلې تورنه دهغې مخې ته کیږدو او له نږدې ورسره مرکه وکړو؛ خو د یو شمېر ستونزو او ننګونو له امله په دې ونه توانیدو چې هغه سره له نږدې ووینو . یاده موضوع مو له نوموړي سره د تلفون پر لیکه شریکه کړه ؛خو د لیکې جړیدو له امله غږ ددې جوګه نه دی چې نشر يې کړو.  .  هغه ای .ډبلیو.پي. ار ته په ځان پورې  ټړلي تورونه رد  کړل  او وې ویل، چې  یاده ځمکه یې له یوه شخص څخه د پیسو په بدل کې رانیولې ده.

نوموړی زیاتوي،   له نن څخه شپږ کاله وړاندې چې کوم هیاٌت ټاکل شوی وو او د معارف د اوسني رییس الله داد اسمعیل پلاو  دوی ته د کار اجاز ورکړې او هغه یی شخصی ځمکه ګنلې ده.

که دولتی ملکیت  د یو شخص یا کومې بلې  دولتي ادارې له خوا غصب شي، نو د دغو دوسیو څېړل د قضايي دولت دنده ده، دا چې دمجبور اباد لېسه د یو شمېر ځايي اوسیدونکو له لورې غصب شوې، نو دغه  موضوع مو په ننګرهار کې د قضايي دولت ادارې مشر سید عبدالقادر غیاثي  مخې ته کيښوده چې دامهاله دوی په دې اړه څه کړي؟  نوموړي  وویل، چې مونږ دغه موضوع د ځانګړې هیات ټاکلو په ترڅ کې څېړلې ده . هغه زیاته کړه له څېړنو وروسته دې پایلې ته ورسیدو چې دمجبور اباد لېسې غصب شوې ځمکه دولتي ده.

 (کله چې هیات تعین شو زموږ پلاوی هم چی لاړ ساحه یی وکتله خپل ابراز نظر یی وکړ چې ساحه دولتي ده او موږ دخپلې اداری له طرفه معارف ته داسې ولیکل چې تاسو د لیسې مجبوراباد چې ساحه مطلق دولتي ده ، او تر اوسه د معارف ریاست مونږ ته نه کوم شخص معرفی کړی او نه یی هم موږ ته اطمینان را کړی چې ایا فرمان ۸۳ په هغه تطبیق شوی دی که نه )

دننګرهارولایت د څارنوالۍ د عمومي  نظارت د برخې امر عبدالاحد حیدري  هم د ګډ هیات  نظرتایدوي او وایې چې یاد هیت ځمکه دولتي ښودلې او د شخصي کورونو د ورانولو حکم شوی وو.

هغه وایی  نظر یی  د ولایت مقام او معارف ریاست ته لیږلې و خو بیرته  یی په اړه ورته څه نه دي ویل شوي (دا قضیه د یو مختلط هیات په ترڅ کې څیړل شوې وه او د دوی له نظره داسې ښکاریدل چې ځمکه دولتي ښودل شوې وه  نو د ۸۳ مادې  ګڼې فرمان مطابق د اجرااتو د کیدلو  امر شوې وو  بیا وروسته مختلط هیات نظرولیږه ولایت مقام ته  خو د هغه  وروسته چې څه اجراات شوي دي  اړه معلوت نه لرو چې د معارف مقام دغه ځمکه بیرته ترلاسه کړې ده او که نه).

حیدري وایې چې  څه موده وړاندې د معارف ریاست په وړاندې د یو مکتوب په اساس چې مدعی علیه (غاصب)  په ولسې جرګه کې دشکایتونو کمیسیون ته د عرض په ترڅ کې ادعا کړې وه، چې دغه ملکیت دده دی. ښاغلی حیدري وايي چې د مدعي عیله د یادې ادعا  دڅېړلو په موخه ولسي جرګې دشکایتونو کمیسیون  یو بل هیات ټاکلی، خو په خبره يې تر دامهال کومې پایلې ته نه دي رسیدلي (څه موده وړاندې د یو مکتوب په اساس چې د معارف څخه راغی چې د ولسي جرګې  د هدایت له مخې باید دا موضوع له سره وڅيړل شي بل هیت ټاکل شوی خو تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي )

 ننګرهارولایت  د معارف ریاست ویاند محمد اصف شینواری وایې چې د املاکو د قرار له مخې د مجبوراباد دلیسې  ۱۱۰۰۰ متره مربع ځمکه ده  خو اوس یی  نیمه یعنی  ۵۵۰۰متره مربع یې خلکو عصب کړی ده  نوموړ نورې دولتي ادارې پړې وبللې او  وایی چې مسولو ارګانونو ته  یې په وخت خبر ورکړی دی( د څارنوالۍ په قرار کې عاصبین په ګوته شوي دي نو ولې اجرایه ،لکه پولیس ،امنیه قومانداې یا نور امنیتي ادارې اجرات نه کوي او ولې زمونږ ځمکه نه راګرځوي ،د معارف غفلت به هغه مهال وو چې  په دغې مسـأله باندې يې پرده اچولې وه،معارف د خپلې ځمکې پوښتنه نه وه کړې ،مونږ دغه شکایت په همغه وخت سره کړی دی کله دغه لاندې کیدله مونږ غږ کړی و چې زمونږ ځمکه لاندې شوې ده نو څوک زمونږ غږ نه اوري نو دې کې د معارف پړه ملامتیا زه نه ګورم )

د ټولو ادارو خبرې او دعوی مې د ننګرهار ولایت ویاند احمد  ضیا عبدالزي مخې ته کیښودې عبدلزی هم دامنې چې د مجبوراباد لیسې ځمکه د معارف ریاست د غفلت له وجهی خلکو غصب کړې وه چې هغه وخت بیرته راګرځول شوی وه (د جلال اباد په ښار کې د مجبور اباد د ښوونځي  یوه اندازه ځمکه د یو شمیر خلکو له خوا عصب شوې وه ددې ځمکې راګرځولو لپاره ولایت مقام یو ګډ هیت ټاکلی و او د ولایت د مقام داستازي  نظر دا و چې په  دغه ځمکه کې  معارف د وخت د مسولینو غفلت کړی و خو هغه ځمکه بیرته راګرځول شوې وه  او بیرته د ښوونځي سره یوځای شوې وه )

 نوموړی وایې  اوسنۍ ستونزه د ولایت مقام سره نه ده شریکه شوی او که شریکه شي ولایت مقام به لازم اجرات وکړي (دا چې اوس کومه ستونزه پیداشوې ده د ولایت مقام په جریان کې نه دی اچول شوی که په جریان کې واچول شي ولایت مقام په دې کې لازم اجرات وکړي او که په دې کې هرڅوک ښکیل ووسي ،دمعارف استازي ښکیل وي ،نور غیرې مسول اشحاص وې د ولایت مقام دې یې په ګوته کړي ولایت په کې امنیتي اورګانونه په دې مکلف کړي چې غفلت کوونکو ته سزا ورکړي)

 

عبدالزي په اوسنۍ مسله کې د چاورواکو د لاس لرلو او  ښکیلتیا  څخه ناخبري وښوده  او وایی  که په ورته موضوعاتو کې هر څوک ښکیل وي قانون به پرې یوشان پلی شي

(زه معلومات نه لرم خو ویلای شم که په دغسې موضوعاتو کې هر څوک ښکیل ووسي قانون د ټولو لپاره یو دی او په ټولو د تطبیق وړ دی ،داچې بیا کومه ستونزه پیداشوی د معارف ریاست باید عفلت ونه کړي داموضوع بیا راتعقیب کړي او امنیتي ادارې اماده دي چې دوي سره د غصب شویو ځمکو په راګرځول کې همکاري وکړي )

دا یواځې په ننګرهارکې د مجبوراباد د لیسې ځمکه نه  ده چې  د زورواکو او چارواکو  له خوا غصب شوې بلکې د تیرو لسو کلونو په لړ کې په زرګونه جریبه ځمکه د هیواد په ګوټ ګوټ کې غصب شوې او دا لړۍ لاهم دوام لري خو دولت لا تر اوسه په دې برخه کې کوټلي ګامونه،  نه دي پورته کړي .

شکیل احمد سعید  ای ډبلیو پی ار


 

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists