په مزارشريف كي د برتانيې تر مشر‏ي لاندې ډله امنيت ته اړتيا تر ټولو لوړه بولي

د برتانوي بيا رغاونې د ډلې مشر په مزارشريف كې بيارغاونې ار په نښت حسابوي او وايي چې امنيت ته بايد لومړيتوب وركړ شي.

په مزارشريف كي د برتانيې تر مشر‏ي لاندې ډله امنيت ته اړتيا تر ټولو لوړه بولي

د برتانوي بيا رغاونې د ډلې مشر په مزارشريف كې بيارغاونې ار په نښت حسابوي او وايي چې امنيت ته بايد لومړيتوب وركړ شي.

Wednesday, 16 November, 2005

د برتانوي بيارغاونې د پوځي او ملكي كاركوونكو د ډلې مشر د افغانستان په شمال كې ګوتنيوې مني، چې په سيمه كې د بيارغاوني لپاره ډير څه نه دي شوي.


په مزارشريف كې استوګن ډګرمن ديكي داويس، د ولايتي بيارغاوني د ډلې ، پي آر ټي، مشر له افغانانو څخه د زغم غوښتنه كوي او وايي مخكې تر دې چې د بيا رغاونې كارونه پيل شي، ښايي چي امنيت پرځاى شي.


نوموړي آى ډبليو پي آر ته وويل: "زموږ پلان درې برخې لري. د امنيت تامين زموږ لومړيتوب دى، له هغې وروسته په شمالي ولايتونو كې د بيلابيلو څانګو سره مرسته ده، چې په په دې توګه وكړاى شو ، د بيا رغاونې پروژې پيل كړو."


دامريكا تر مشرى لاندې ايتلاف پي آر ټي رامنځته كړى دى، چې د افغانستان په څو لويوښارونو كې د بيا رغاونې ملكي كاركوونكي له كوچنيوپوځي كنډكونو سره يو ځاى كوي. ددي دفترونو د رامنځته كولو هدف دادى، چې دې ولايت او شاوخوا نورو ولايتونوكې د بنسټيزې بيارغاونې لپاره د امن فضا رامنځته او دا كار په نسبتا لنډه موده كې تر لاسه شي.


تر اوسه پورې دادفترونه د هيواد په جنوب، ګرديز، په مركزي افغانستان، باميانو، په شمال لويديځ افغانستان كندوز او مزارشريف كې تاسيس شوي دي. ډير نور يې په نورو ولايتونو كې تر پلان لاتدي دي.


د مزارشريف د بيارغاوني ډله، چې د جولاى په پيل كې يې په كار لاس پورې كړى دى، لومړى هغه ده، چې د برتانيي له خوا پر مخ وړل كيږي او يوازې 85 تنه پوځي كاركوونكي د هيواد د شمال او شمال لويديځ په يوې پراخې او لويې سيمې كې په فعاليت بوخت دي.


د څلورو مياشتې په تيريدو دا پروژه د كار د نتيجو د نشتوالي له امله د خلكو له پراخ ګوتنيوې سره مخامخ ده.


د مزارشريف د ښار يو اته ويشت كلن اوسيدونكى فريدون وايي،: "څوك به ووايې چې پي آر ټي له څلورومياشتو راهيسې دلته كار كوي؟ دا نوم دبهرنيو موسسو په منځ كې، چې افغانستان ته مرستې برابروي، ماته نوى دى."


د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي فارغ التحصيل حسين هاشمي هم ددې پروژې له پرمختګ څخه ناخوښه دى. هغه وايي: "دې ډلې ته اړتيا داده چې په شمال كې د بيلا بيلو ډلو تر منځ د جګړو مخه ونيسي، خو د بيا رغاونې په په برخه كې يې تر اوسه كوم كار نه دى تر سره كړاى."


د بلخ والي محمد اسحق رهګذر وويل، چې هغه خو مياشتې دمخه له برتانوي مامورينو سره ليدلي او خبرې اترې يې ورسره كړې دي او په دې پوهيدلى چې پي آر ټي هم د امنيت د تامينولو او هم د بيا جوړونې كارونه سرته رسوي. خو وې ويل، چې دا پروژې لا د بيا رغاونې په هكله بنسټيز كارونه په مخكې لري.


ډګرمن داويس داګوتنيونې ردې كړې او وي ويل چې په افغنستان كې د 23 كاله جنګ جګړي وروسته به دا ګرانه خبره وي، چې د ټولو خلكو ارمانونه يوځل پوره كړاى شي. هغه وايي: "موږ له خلكو د زغم غوښتنه كوو. دا پروژه د خپل كار په لومړي پړاو كې ده. پي آر ټي د 2005 كال د جون په مياشت كې بياترغور لاندي نيول كيږي."


د امنيت په هكله ډګرمن داويس وويل، چې پي آر ټي په افغانستان كې د ملكگرو ملتونو د معاونت له دفتر (يوناما) سره مرسته كوي او دادى دا دوې اوونى دمخه يې په شمال كې ددښمنو ډلو تر منځ اوربند تامين كړى دى. پي آر ټي د پلانونو ديوې برخې په توګه پوليسو او قضايي سيستم ته د نوي بڼې د وركولو په لار كې په شمال كې د پوليسو د يوې نوې اكاديمى د جوړولو كار تر لاس لا ندې نيولى دى، چې له هغې وروسته به د پوليسو په بيا روزنه كې اقدام وكړي. په همدې توګه د محكمې ودانى هم بيا له سره رغاول كيږي. پر دې برسيره پي آر ټي د ولايتونود دفترونو په بياودانولو او جوړولوكې مرسته كوي، چې خپل ظرفيت بيرته تر لاسه او كاري پياوړتيا ځواكمنه كړي، تر څووكړاى شي بهرنى مرستې جذبې او په سمه توګه وكاروي.


ډګرمن داويس وايي، د اوږدې مودې اقتصادي پراختيايي پروګرامونه مو تر لاس لاندې دې، چې د هغې په ترڅ كې په شمال كې د تيلو، ګازو او معدني زيرمو جيولوجيكي سروې د امريكا له خوا تر لاس لاندې نيول شوې ده.


هغه وايي، د پي آر ټي بودجه د بيارغاونې د كار لپاره 1067 مليونه امريكايي ډالره ده اوښايې د نړيوالو خيريه موسسو له خوا له پروژو سره د مرستې په غرض په راتلونكې كې لا زياتې مرستې وشي.


خيريه موسسې د پي آر ټي د ملكي پوځي نمونې د كار په هكله شك لري او وايي چې دا نمونه د بشري كارونو او پوځي هغو تر منځ ليكه تتوي او په دې توګه د خيريه كاركوونكو په وړاندې خطر زياتوي. د پروژو مرسته كوونكي وايي افغانستان لپاره په متبادله توګه د زيات شمير سوله ساتو پوځونو استول ښايي زياته موده واخلي او د ملګروملتونونوې پريكړي اوښكيلتيا ته به اړتيا ولري ، په دې مانا چې نړيواله ټولنه به بايد زيات شمير سرتيري چمتو كړي، چې دا ټول ښايي روان كار ناشونى كړي.


ذاكرالله د افغانستان د بيا ودانولو د يوې پروژې مدير په دې انددى، چې دا سيمونه كولاى شي ګټور وي. نوموړى وايي: "پي آرټي خلك بې وسلې كوې او په عين وخت كې سوله تامينوي، چې زيات اهميت او ارزښت لري." هغه زياتوي چې : "ددغو ډلو شتون ته په شمال ولايتونوكې خورا ډيره اړتيا موجوده ده، چې خپلې د بيارغاونې پروژې پلې كړي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists