په مرکزي افغانستان کې رپوټ ناورکړل شوې ځان وژنې

ښځې له کورنيو ستونزو يا له جبري ودونو څخه د ځان د بېغمه کولو په موخه زهر خوري.

په مرکزي افغانستان کې رپوټ ناورکړل شوې ځان وژنې

ښځې له کورنيو ستونزو يا له جبري ودونو څخه د ځان د بېغمه کولو په موخه زهر خوري.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، جاوېد باختري ليکنه

د لنډې ونې او ننوتو ولو څښتن، يواويا کلن غلام رسول د افغانستان د مرکزي ولايت دايکندي په مرکز نيلي کې د بورې، ګوګړو او خوړو د اخيستلو لپاره بازار ته راغلی دی.  په داسې حال کې چې  د خوراکي توکو د خرڅلاو په يوې هټۍ کې يې تر تاوده لمر لاندې خټين دېوال ته ډډه لګولې، د آی ډبليو پي آر يوه خبريال ته يې په خپل کلي کې د درېو ښځو په اړه کيسه وکړه چې پروسږکال يې د موږکانو د وژلو درمل خوړلي وو. دوه تنه يې ژوندۍ پاتې شوې، خو يوې يې سا ورکړه.  

د هغه کلی، خالبرګ له نيلي څخه ۱۵۰ کيلومتره وړاندې د سنګ تخت په ولسوالۍ کې پروت دی. غلام رسول، چې د خپل کلي يو سپين روبی دی، په خپل زاړه کاماز موټر کې له څلور,ساعتونو وروسته د نيلي بازار ته رارسيدلی دی. 

غلام رسول وويل، د هغه په کلي کې، چې شاوخوا۵۰۰ کورونه لري، هرکال څو تنه مېرمنې د ځان وژنې هڅه کوي او زياتره بريالۍ کيږي. هغه وويل هيڅکله هم حکومت ته په دې اړه خبر نه ورکول کيږي، ځکه زياتره کليوال نالوستي دي، تليفونونه، نه لري او نيلي ته يې د راتګ وسيله يوازې خره او کچرې دي، چې۲۴ ساعته وخت نيسي.  

د آی ډبليو پي آر په يو رپوټ کې راغلي چې د دايکندي د ولايت په نهو ولسواليو کې هر کال لږ تر لږه دوه سوه تنه ښځې ځانونه وژني. د آی ډبليو پي آر د خبريالانو له خوا راټولې شوې شمېرې جوتوي چې ددې کار عمده لامل کورنۍ ستونزې او جبري ودونه دي. 

دا موضوع نه حکومت او نه د ناحکومتي موسسو له خوا څېړل شوې، چې په افغانستان کې د ښځو د دفاع لپاره کار کوي.

غلام رسول د هغه ښځې د نامه يادونه ونه کړه، چې په دې وروستيو کې مړه شوې، خو ويې ويل  هغې د شلو کالو شاوخوا عمر درلود او تازه يې واده کړی و. هغه وويل، نوموړې د روف کربلايي لور او د پناهي په نامه د يو سړي مېرمن وه، چې  يو کال دمخه يې دويم واده هم کړی و.

غلام رسول وويل: «دې دوو مېرمنو هره ورځ په خپلو کې جنګ جګړې کولې. له دې امله د کربلايي لور په پای کې زهر وخوړل.» 

غلام رسول وويل، پناهي خپل ټول پام دويمې مېرمنې ته اړولی و، چې اتلس کاله عمر يې درلود او د کور ټول واک  يې هغې ته سپارلی و. هغه وويل له کليوالو ښځو يې اورېدلي و چې دا کار لومړۍ مېرمنې ته د زغم وړ نه و.   

يوه ورځ د نوموړو دوو مېرمنو ترمنځ شخړه پيدا شوه. د غلام رسول د وينا له مخې «له شخړې څو ساعته وروسته د زينب په نامه يوه ګاونډۍ مېرمنه د پناهي کور ته د کربلايي د لور ليدو ته ورغله. د پناهي دويمې مېرمنې زينب ته وويل، د کربلايي لور خپلې کوټې ته تللې او له څو ساعتونو راهيسې يې غږ غوږ نشته.»

 ګاونډۍ مېرمنې د هغې د کوټې دروازه وډبوله. د کړکۍ له لارې يې د کوټې دننه وکتل. د کربلايي لور يې وليده چې د کوټې پر فرش باندې په غير عادي ډول پرته ده. نژدې ورسره يو ګيلاس ايښی و، چې توربخنه مايع پکې ليدل کېده. بيا يې ولېدل چې د موږکانو د زهرو سپين پاکټ يې تر څنګ پروت دی.  

غلام رسول وويل: «ښځې چيغې کړې. (دکربلايي لور د موږکانو زهر خوړلي دي.) وروسته د ګاونډيانو ښځې راټولې شوې، نارې سورې يې پيل کړې. په همدې وخت کې يو ګاونډي غږ کړ، لاړ شئ، قبر وکنۍ او په جومات کې اعلان کړئ چې د کربلايي لور مړه شوې ده.»   

د آی ډبليو پي آر يو خبريال د څلورو مياشتو په بهير کې د نيلي شاوخوا دېرشو کلو ته لاړ او د څلوېښتو ښځو په ګډون يې له سلو تنو اوسيدونکو سره مخامخ مرکې وکړې.

دا کلي غرني او دوديز کلي دي چې نه نارينه او نه ښځې د ځان وژلو په اړه په اسانۍ خبرې کوي. ځينې ميړونو د آی ډبليو پي آر خبريال ته ګواښ کړی و، چې که په رپوټ کې د هغوی د کومې ښځې نوم راغلی و، نو وبه وژل شي.  

خبريال وکړای شول له اوولسو تنو هغو ښځو سره مرکې وکړي، چې په تېرو ۱۶  مياشتو کې يې د موږکانو د زهرو يا د حشره وژونکو درملو په خوړلو د ځانونو د وژلو هڅه کړې وه، خو له هغې سره هم ژوندۍ پاتې شوې وې. همدارنګه خبريال د هغو ښځو له خپلوانو سره هم مرکې وکړې چې ځانونه يې وژلي وو. د ځينو د قبرونو عکسونه يې هم اخيستي وو.

د آی ډبليو پی آر د څېړنو له مخې، څنګه چې څوک باور نه کوي د دايکندي په ولايت کې قانون چليږي، له دې امله د قانونی سيستم له لارې، خلک د عدالت د غوښتنې پر ځای د ځانونو د وژلو هڅه کوي.

د روغتيا او د ښځو دچارو رياستونه او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون سيمه ييزه اداره وايي، هغوی د ځان وژلو شمېره د يوه لوري د لاسته راغلو شمېرو له مخې حسابولای شي. 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د بشري حقونو د دفاع او پراختيا سيمه ييزې کارکوونکې، حليمې بشردوست وويل،د هغې ادارې ته په ۲۰۱۱ کال کې د ځان وژنې يوازې څلور رپوټونه رسيدلي دي، چې په دې ټولو پېښو کې ځان وژونکي ژوندی پاتې شوي دي. نوموړو څلورو مېرمنو له خپلو ميړونو سره خپګان پيدا شوی و او د کورنيو موضوعګانو له امله کړېدلې. بشردوست وويل، هغوی د موږکانو زهر خوړلي وو.

نوموړې زياته کړه، ناوړه چال چلن د جبري ودونو له امله پيدا شوی و، چې د ځان وژلو د هڅو يو بل لامل دی.

بشردوست ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې د ځان وژونکو ښځو کره شمېره نه لري، وويل، ډېر لږ شمېر مېرمنې له خپلو ميړونو څخه د شکايت لپاره د هغې ادارې ته مراجعه کوي. هغې دا هم ومنله چې په دايکندي کې د ادارو تر منځ  ګډه مرسته او همکاري ډېره کمزورې ده.

د آر ډبليو پي آر خبريال څلور ځلې هڅه وکړه چې د ښځو د چارو د رياست له رئيسې، خويي رضايي يا د هغې له مرستيالې سره د موضوع په اړه اړيکې ونيسي، خو بريالی نشو.

د حسني په نامه د نوموړي رياست يوې وياندې وويل: «رئيس په خپل دفتر کې نشته او موږ د مرکې اجازه نه لرو.» 

بشردوست وويل، د نيلي دولتي روغتون د ځان وژلو د هڅو د شمېرو باوري سرچينه ده. په ۲۰۱۰ کال کې په نوموړي روغتون کې د ځان وژنې ۴۲ شمېرې ثبتې شوي، چې ۲۵ تنه يې ښځې او ۱۷ يې نارينه وو.

د قاسمي په نامه د نيلي روغتون ډاکتر وويل،د درملنې پر مهال اړوند ډاکټران د ناروغانو له خولې اوري چې د پېښو زياترو قربانيانو د جبري ودونو، د مېړونو د تاوتريخوالي او د کورنيو د اقتصادي څرنګوالي له امله د ځان وژنې هڅه کړې.   

د آی ډبليو پي آر خبريال څو اوونۍ تېرې کړې او د نيلي روغتون په دهليزونو کې ګرځېده راګرځېده، ترڅو کوم څوک يا د هغه خپلوان ومومي چې د ځان د وژلو هڅه يې کړې وي.

هغه يو سهار يو تيوتا موټر وليد چې د روغتون د دروازې په مخ کې ودرېد. دوه سړي او درې ښځې له موټره کښته شوې او په شړۍ کې يوه تاوه شوې ښځه يې په بيړه روغتون ته يوړه. 

خبريال د هغوی د تعقيبولو هڅه وکړه، خو ويې نه ليدل چې څه وشول. دېرش دقيقې وروسته د روغتون دننه د ښځو ژړا تر غوږ شوه. خبريال پوه شو چې ناروغ مړ شوی دی.

خبريال د موټر چلوونکی ته ورغی، چې د موټر مخکينۍ ښيښه يې پاکوله.

چلوونکي وويل: «مړه شوې نجلۍ اتلس کلنه فاطمه وه، چې مور او پلار يې په ايران اوسيږي. هغه د شهرستان ولسوالۍ د زوجوک په کلي کې له خپل تره سره اوسېده.» 

تر کومه ځايه چې ماته پته ده، د تره ښځې يې غوښتل فاطمه خپل وراره ته ورکړي، خو فاطمې نه غوښتل  له هغه سره واده وکړي. وروسته  يې د تره ښځې وپتېله چې بايد د فاطمې کوژده په دوو ورځو کې سرته ورسيږي. ددې پرېکړې له امله د فاطمې او د هغې د تره ښځې تر منځ تاوتريخوالی پيدا شو. په غبرګون کې فاطمه له کوره  ووته او د ګاونډي کورته لاړه.

«د شپې له تېرېدو وروسته سهار وختي يې د ګاونډي له المارۍ څخه درمل واخيستل او له يو ګيلاس اوبو سره يې تېر کړل. له خبرو ووتله او ګاونډي يې روغتون ته يوړه.»      

د دايکندي ولايت د پوليسو د جنايي څيړنو رئيس، اکبر مجاهد وويل، د هغه ادارې ته د ښځو د ځان وژلو د هڅو په اړه کوم رپوټ نه دی راغلی.

مجاهد له دې څخه انکار ونه کړ چې ښځې د ځان وژلو هڅه کوي، خو ويې ويل  د دايکندی زياتره اوسيدونکي داسې موضوعګانې د ټولنې او شوراګانو له لارې هواروي.

کله چې مجاهد ته وويل شول، د نيلي روغتون په ۲۰۱۰ کال کې دځان وژنې ۴۲ پېښې ثبتې کړې دي، نو ويې ويل:  «پوليسو ته په دې اړه هيڅ معلومات نه دي و رکړ شوي او [دا شمېرې] زموږ د حيرانۍ لامل شوې.» 

دوه اويا کلن حاجي داود نيلي ته څېرمه د سرمه سنګ د کلي قومي مشر دی.  هغه زياتره د کلي د خلکو تر منځ په ناندريو کې منځګړتوب کوي. د کلي زياتره اوسيدونکي د هغه ملاتړ کوي.

د آی ډبليو پي آر خبريال حاجي داود ته ورغی او ترې ويې پوښتل چې ولې خلک پر حکومت او قانون باور نه لري او پرځای يې د خپلو لانجو د هوارۍ لپاره هغه ته مراجعه کوي؟

هغه په لوړ غږ ځواب راکړ او ويې ويل، هغه نشي کولای له رسنيو سره وغږيږي. هغه وويل: «تاسو زما غږ له رادېو څخه خپروئ، په داسې حال کې هغه خبرې، چې خلک يې له ماسره کوي، پټې او محرمې دي. کله چې خلک واوري  زه له رسنيو سره خبرې کوم، نو هيڅکله به ماته رانشي.»

د کربلايي د لور له مړينې څخه څه دپاسه يو کال اوړي. د پناهي د ګاونډيانو په وينا اوس هغه له خپلې دويمې ښځې سره هماغسې چال چلن کوي، لکه له لومړۍ ښځې سره يې چې کاوه.

د کربلايي لور د يوې غونډۍ دپاسه ښخه شوې، چې د دوو ژمو په تېرېدو يې قبر وران شوی دی. د هغې د کلي اوسيدونکي وايي، هيڅکله د هغې کوم خپل دلته نه دی راغلی چې دعا ورته وکړي.

Women
Frontline Updates
Support local journalists