په فراه ولايت کې ماشومان درنو جبري کارونو ته اړ ايستل کيږي

په زرگونه ماشومان پر درنو او خطرناکو کارونو گومارل شوي.

په فراه ولايت کې ماشومان درنو جبري کارونو ته اړ ايستل کيږي

په زرگونه ماشومان پر درنو او خطرناکو کارونو گومارل شوي.

د آی ډبليو پي آر په يوې وروستۍ مناظرې کې له ويناوالو واورېدل شول چې په فراه ولايت کې له اتو زرو څخه زيات ماشومان ښوونځيو ته له تگ څخه بې برخې دي او درانه جبري فزيکي کارونه سرته رسوي.

د سپتمبر د مياشتې د ٢٩ نېټې په دغه مناظرې کې شاوخوا سلو تنو گډون کړی او ځايي چارواکو او د مدني ټولنې فعالانو ويناگانې واورولې.

د کار او ټولنيزو چارو د رياست د کوچنيانو د چارو مشر، محمد اکبر انوري وويل، په زرگونه ماشومان په کرنې، د موټرو د ترميم په ورکشاپونو او يا د کارول شوو کاغذونو او پلاستيکونو د ټولولو په څېر کارونو سرته رسولو ته اړ ايستل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: «دغه اته زره تنه ماشومان نه يوازې درانه او ستونزمن کارونه سرته رسوي، بلکې له زده کړې څخه هم بې برخې شوي دي.»

د فراه د امنيې د قوماندانۍ د بشري حقونو د څانگې مشر، محمد هاشم وفادار د ستونزې سختوالی مني. نوموړي زياته کړه، د نشه يي توکو قاچاق کوونکي هم زياتره له کوچنيانو کار اخلي. له ايران سره د فراه [ولايت] گاونډيتوب او گډه پوله د دې لامل شوې چې په اسانه لويديځ ته هيروين ولېږدول شي.

وفادار وويل: «پوليسو پوهيږي چې له گڼ شمېر کوچنيانو سره په فراه ولايت کې ناوړه چلن کيږي، سخت کار ته اړ ايستل کيږي او د قاچاق په لېږد کې ترې کار اخيستل کيږي، خو د هغې په اړه مو د کوم کارسر ته رسول له وس لرې خبره ده.»

مدنې فعالې پروين طوفان وويل، چارواکي نشي کولای خپلو دندو ته اوږه ورکړي.

هغې وويل: «گڼ شمېر کوچنيان په فراه کې په سختو فزيکې کارونو کې ښکېل دي. زما په اند د بشري حقونو موسسې او د کار او ټولنيزو چارو رياست خپلو مسؤوليتونو ته ژمن نه دي. هغوی بايد د کوچنيانو د ژوندانه د سمون لپاره د هوارۍ لارې ومومي.»

د مناظرې گډون کوونکي، محمد يعقوب مفتون له ويناوالو وپوښتل، د کوچنيانو د کار ستونزه د هوارۍ کومه مناسبه لار لري.

د فراه د دارالايتام مسؤول، جان محمد گردېوال وويل، د هغوی اداره زيار کاږي له دغه ناوړه حالت څخه کوچنيان راوباسي او پر ځای يې ځوانان [او لويان] وگورماري.  

هغه وويل: «موږ هغو کوچنيانو ته، چې مور او پلار يې له لاسه ورکړي وي او عمرونه يې له پنځو څخه تر دولسو کلونو پورې وي، په وړيا ډول زده کړه او د ورځې درې وخته خواړه چمتو کوو.»

انوري وويل، حکومت ته په کابل کې په کار دي چې ډېره مرسته چمتو کړي.

نوموړي په دوام وويل: «موږ څلور کاله دمخه د کار او ټولنيزو چارو له وزارت څخه غوښتنه کړې وه چې په فراه ولايت کې د کوچنيانو د ژوندانه حالت ته ډېره پاملرنه وکړي. له بده مرغه، تر اوسه مو له هغوی څخه کوم مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.»

Frontline Updates
Support local journalists