په شمال کې د ټاکنو کمپاين ته د طالبانو ګواښ

په بلخ اوهرات ولايتونو کې رايه ورکوونکي اونوماندي ګوته څنډي چې امنيتي ډار ټاکنو ته چمتووالى ګډوډوي.

په شمال کې د ټاکنو کمپاين ته د طالبانو ګواښ

په بلخ اوهرات ولايتونو کې رايه ورکوونکي اونوماندي ګوته څنډي چې امنيتي ډار ټاکنو ته چمتووالى ګډوډوي.

Taleban say they are strong enough to stop elections happening in parts of Herat province. (Photo: ISAF)
Taleban say they are strong enough to stop elections happening in parts of Herat province. (Photo: ISAF)
Tuesday, 24 August, 2010

په بلخ اوهرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو، بهنام بومان او شاهپور صابر ليکنه

په افغانستان کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو نوماندي او رايه ورکوونکي ګوته څنډي چې د ياغيانو ګواښونه کمپاين له خنډ سره مخامخ کوي او کېداى شي پخپله د رايې ورکولو بهير په جدي توګه ګډوډ کړي.

د سپتمبر د اتلسمې نېټې پارلماني ټاکنو ته د کمپاين ډېرې تودې ورځې دي او د ولسي جرګې د ٢٤٩ څوکيو لپاره د ٤١٠ ښځينه نوماندو په ګډون ټول ٢٥٤٥ تنه نوماندي د سيالۍ لپاره ولاړ دي.

خو آن د هېواد په نسبتا کرارو برخو، لکه په شمال د بلخ په ولايت، کې نوماندي شکايت کوي چې امنيتي ستونزې د هغوى هڅې ډب کوي.. .

ياغيان په پام کې لري چې د بلخ ولايت د شولګري،چهاربولک، چمتال اوکلدار په ولسواليوکې د رايو ورکولو بهير له ګډوډۍ سره مخامخ کړي.

په نوموړي ولايت کې د ګل مکۍ سياوش په نامه يوې ښځينه نوماندې وويل، هغه نشي کولاى يو شمېر ولسواليو ته د کمپاين لپاره لاړه شي، ځکه طالبان ښځو ته په سياست کې د ونډې اخيستلو حق نه ورکوي. .

هغې وويل: "آن کله چې موږ په کمپاين پورې اړوندو موضوعاتو ته د خبرو لپاره له مزارشريف څخه بهر ښځې راغواړو، هغوى وايي موږ ياغيانو ډارولې يو او نشو کولاى په تاکنو کې برخه واخلو. له دې امله زه د ودونو محفلونو او نورو دوديزو غونډو ته ځم، ترڅو له خلکو سره خبرې وکړم او خپل کمپاين پرمخ يوسم."

د بلخ له ولايت څخه د قمر نوري په نامه يوې بلې نوماندې وويل، طالبان لا تر اوسه ښځې نه پرېږدي له حجاب پرته له کوره ووځي، له دې امله د خپل امنيت لپاره د تګ راتګ او سفر پر مهال ځان سرتر پايه پټوم او بورقه اغوندم.

هغې زياته کړه: "ما د طالبانو له ډاره د بلخ په ولايت کې خپل عکسونه خپاره کړي نه دي. له دې امله خلکو ته يوازې کوچني کارتونه ورکوم."

نارينه نوماندي هم وايي له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د پارلمان اوسنى استازى او دويم ځلي نوماندى، حاجي محمد عبدو وايي: "کله چې امنيت نه وي، موږ د خلکو منځ ته نشو ورتلاى چې خپلې موخې ورته بيان کړو او د هغوى ملاتړ ترلاسه کړو.":

نوموړي وړاندوينه وکړه چې امنيتي ستونزې به په رايه ورکوونکو جدي اغېز وکړي.

هغه وويل: "که چېرته، خداى مه کړه، امنيت بسيا نشي او خلکو ته ډاډ ورنه کړ شي، نو زما په اند به يا په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او يا به ډېر لږ شمېر خپلې رايې واچوي. په دواړو حالتونو کې به ټاکنې نه رڼې (شفافې) وي، نه عادلانه."

د آى ډبليو پي آر له خوا مرکه شوو راتلونکو رايه ورکوونکو هم ورته اندېښنه درلوده. .

د چمتال ولسوالۍ يو اوسيدونکي، شل کلن جمشېد وويل: "زيات شمېر خلکو د امنيت د نشتوالي له امله خپل کورونه پرېښي او د ولسوالۍ مرکز ته تللي دي. د ولسمشرۍ د تېرو ټولټاکنو [د ٢٠٠٩ اګست] راهيسې په زياترو ولايتونو او ولسواليو کې امنيتي وضعه ډېره خرابه او حالت ډېر نازک دي."

جمشېد زياته کړه، د بغلان په ولايت او د بلخ ولايت په ځينو برخو کې طالبانو د ګرځنده تيلفونو شرکتونو ته لارښوونه کړي چې خپله شبکه د ماښام د شپږو بجو څخه بيا دسهارتر شپږو بجو پورې فعاله نه کړي. دا امر نوموړو شرکتونو په ځانونو عملي کړى دى.

هغه وپوښتل: "کله چې لوى شرکتونه د طالبانو قومانده مني او خپل د تيليفون خدمتونه بندوي، نو خلک به څنګه د رايو ورکولو مرکزونو ته لاړ شي؟"

چارواکي د امنيتي ستونزو د شتون خبره مني، خو وايي چې وبه کړاشي وضعه تر ګورت لاندې راولي. د بلخ ولايت د ټولټاکنو د دفتر مشر، امان الله حبيبي وويل امنيتي ګواښونه دومره لويه موضوع نه ده.

هغه وويل: "کېداى شي کوم ګواښ نيم واوسي، خو کومه لويه ستونزه نشته. موږ د رايو ورکولو د مرکزونو يو لست جوړکړى او امنيتي ارګانونو ته مو سپارلى دى. په نژدې ورځو کې به هغوى موږ ته ووايي چې د څو مرکزونو امنيت ټينګولاى شي."

حکومت لا له وړاندې پتېلې چې په هېواد کې د امنيتي ستونزو له امله د رايو ورکولو تر پلان لاندې ٩٠٠ مرکزونه پرانېستل شي.

د بلخ ولايت د ولايتي شورا مشر، افضل حديد وويل، هغه ډاډمن نه دى، چې ګوندې چارواکي دې نظم وساتلاى شي.

هغه وويل: "هغوى په پلازمينې او ولايتونو کې پرله پسې امنيتي غونډې جوړوي، خو امنيتي وضعه نه ښه کيږي. آن له بدو بتريږي."

حديد زياته کړه، د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د حکومت پلويان تر خطر لاندې دي.

هغه وويل: "خلک د امنيت له نشتوالي څخه سر ټکوي. موږ د هغوى اندېښنې امنيتي ارګانونه ته رسولي دي، خو پايله يې ناڅرګنده ده."

د هرات په څېر د افغانستان د يو بل نسبتا سوله ييز ولايت اوسيدونکي تر ټاکنو د مخه د ستونزو خبر ورکوي.

په سيمې کې نوماندي وايي هغوى بايد د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره کلو او بانډو ته لاړ شي، خو دا کار په يو شمېر ولسواليو کې د ګواښونو او لاسوهنې له امله نشي کولاى.

په هرات کې د محمد ابراهيم کشکي په نامه يو نوماندي وويل، هغه په خپلې سيمې، د کشک په ولسوالۍ کې، د طالبانو د شتون له امله کمپاين نشي کولاى.

هغه وويل: "طالبانو د زيات شمېر کلو پر ديوالو باندې اعلانونه ځړولي دي، ... خلکو ته يې ګوته څنډلې چې ټاکنې بيخي منعه دي او بايد هيڅوک پکې ګډون ونه کړي."

يو شمېر نور وايي چې دا ستونزې يوازې د يادو ولسواليو ستونزې نه دي.

د هرات له ښار څخه د محمد حليم تره کي په نامه يو نوماندى وايي چې لا له وړاندې ياغيانو په نښه کړى دى. د جولاى په نهمه ناپېژاندو خلکو د هغه د کمپاين دفتر ته څېرمه يو بم ايښى و، چې يو تن پکې ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان کړل.

هغه وويل: "زما په اند دا د حکومت د مخالفينو کار و. هغوى خلک ډاروي او ټاکنو ته پر ولاړو نوماندو زور راوړي چې خپل فکر بدل کړي."

د هرات په ولايت کې پارلمان ته د عبدالهادي جمشيدي په نامه د يو ولاړ نوماندي ورور هغه مهال ووژل شو چې وسله والو افرادو کمپاين ته د راغلوخلکو پر غونډې ډزې وکړې.

د چشت شريف، اوبې، شينډنډ،ګلران، غوريانو او پښتون زرغون ولسواليو په ګډون ولسواليو کې وسله والو ډلو په ټاکنو کې د ګډون د مخنيوي لپاره فعالې هڅې روانې کړې دي.

د هرات ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، اول رحمن رودوال آى ډبليو پي آر ته وويل، په يو څو ولسواليو کې د وسله والو ډلو د شتون او فعاليت له امله جدي اندېښنه موجوده ده.

هغه وويل: "موږ د مخالفينو تر کنترول لاندې سيمو کې ټولو امنيتي ارګانونه ته خبر ورکړى چې دا ستونزې هوارې کړي. هغوى د يو مناسب پلان د جوړولو ژمنه کړې، ترڅو د نوموړو ټولو سيمو امنيت خوندي کړي."

د افغانستان د پوليسو د لويديځ امنيتي زون وياند، سمونوال عبدالروف احمدي وويل، هغه د ياغيانو له شتون خبر دى، خو ادعا يې وکړه چې دا ډلې ډېرې کوچنۍ دي.

هغه وويل: "امنيتي چارواکو په بېلا بېلو غونډو کې له دغو سيمو څخه د ناقانونه وسله والو ډلو د پاکولو په موخه د يو پلان د جوړولو په اړه خبرې کړي دي."

احمدي وويل، امنيتي ځواکونه به تر ټاکنو دمخه د ياغيانو په وړاندې عمليات ترسره کړي.

د هرات په ولايت کې د سميع الله سلحشور په نامه د طالبانو يو قوماندان له آى ډبليو پي آر سره په يوې تيليفوني مرکې کې وويل، د هغه سړي په سيمه کې د خپل نفوذ سيمه پراخوي.

هغه وويل: "زموږ تر کنترول لاندې سيمه کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کومه لاره نشته. هيڅوک به کمپاين هم ونشي کړاى." هغه زياته کړه، که څوک وموندل شو چې په ټاکنو کې برخه واخلي، نو د طالبانو له خوا به بندي او سخته سزا به وويني.

د مسعود حسن زاده په نامه يو ژورنالست او سياسي شنونکي وويل، داسې بريښي چې پارلماني ټاکنې د پروسږکال په پرتله زياتې خوندي نه وي او ويې ويل چې دا کار به له پراخې درغلۍ سره مرسته وکړي.

نوموړي وويل، د تاوتريخوالي شاته خلک "غواړي خپل مخالفين د ډار له مخې له ډګر څخه لېرې کړي او د ټاکنې په ورځ حالت په خپله ګټه وڅرخوي." 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists