په شمال کې د يوې چاودنې ډار

د افغانستان په شمال کې د سکارو په يو کان کې د يو لويې چاودنې ډار استوګن ډارولي او په غوسه کړي ي دي.

په شمال کې د يوې چاودنې ډار

د افغانستان په شمال کې د سکارو په يو کان کې د يو لويې چاودنې ډار استوګن ډارولي او په غوسه کړي ي دي.

. په دې کلي کي به پخوا د دره صوف د سکرو د کان کارګران اوسيدل، خو اوس د نوموړ کلي له نړېدلو ديوالونو او چتونو څخه داسې بريښي، چې زياتره کارګرانو ښايي له دې ځای څخه پښې سپکې کړې وي.



هغوی د سکارو په کان کې له چاوديدنو څخه ډاريږي. ځکه د هغه کان يوې برخې اور اخستی او د شلو کلونو راهيسې سوځي.



هيڅوک هم نه دې پوه شوي، چې اور څنګه ولګېد. د ځايي خلکو له خولو اورېدل کېږي، چې کليوالو په ناقانونه توګه په کان کې کيندنې کولې او کوم چا د تيارو د روښانولو لپاره د تېلو يو څراغ له ځان سره راوړی و. د کان يو څو برخو اوراخيستی و او د هيچا هم د هغې په مړه کولو زور نه رسېدلای.



د دره صوف کان د افغانستان د لويو کانونو له ډلې څخه يو دی. هرکال ترې د 60 زرو ټنو په شاوخوا کې سکاره راايستل کيږي، چې د هېواد څه ناڅه په سلو کې 15 اړتيا پوره کوي. لسګونه کلونه وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د جيولوجيستانو له خوا د تر سره شوو سرويګانو له مخې په دې کان کې د 102 مليونو ټنو سکرو د شتون اټکل شوی و.



د دره صوف کان لا اوس هم فعال دی. اففغان حکومت وايي، چې د کان نورې برخې "خوندي" دي او کارګرانو ته کوم خطر نه شته.



خو د سيمې استوګن په دې خبره قانع نه دي.



د سيمې يو اوسېدونکی، عبدالله وايي: "حکومت همدا وايي، چې دا اور خطرناک نه دی. خو د مړه کولو لپاره يي هيڅ کار نه کوي. په سلګونو کورنۍ له دې ځايه څخه وکوچېدې. زه په هماغه لومړي سره کې له دې ځايه لاړم، ځکه ماته مې د کورنۍ ژوند تر بل هر څخه دمخه زيات ارزښت لري."



د يو ولايتي چارواکي له خولې په نوموړي کان کې اوسمهال 900 تنه کارکوي. ځايي اوسيدونکي وايي تونل د پرله پسې اورلګېدنې له امله زيانمن شوی او هرکال په لسګونه تنه دلته خپل ژوند له لاسه ورکوي.



نورمحمد چې څو څو ځلې يي په نوموړي کان کې د خلکو مړينه په خپلو سترګو ليدلې، ای ډبليو پي ار ته داسې وويل: "دوه کاله دمخه چې کله تونل ته ورننوتم، نو د لوګي بوی مې دماغ ته راغی. ما خپل ځان له هغه ځای څخه راوايستلای شو، خو دوه نورو خپلونو مې د دېوال د نړېدو له امله ژوند له لاسه ورکړ."



نورمحمد د ساتنګۍ (استما) په ناروغۍ اخته شوی. هغه وايي، چې دا د هغه لوګي له امله ورته پېښه شوي، چې په تونل کې يي تنفس کړې و. هغه وايي په سيمې کې زيات خلک په دې ناروغۍ اخته شوي دي.



هغه وويل: "پخوا د درملنې زيات امکانات موجود نه و. خلک به له ټوخي او استما څخه مړه کېدل. موږ به په هغې باندې د سل (توبرکلوز) ګومان کاو. خو وروسته پوه شو، چې هغه د سکرو د لوګي د تنفس کولو له امله پېښېده."



استوګن وايي، اوس خطر لا پسې زيات شوی دی. هغوی په دې اند دي، چې د اور له امله به يوه زوروره چاودنه رامنځته شي.



يو ځايي استوګن محمد اسحق وايي: "د تېر کال په اوږدو کې د لوګې اندازه زياته شوې ده. موږ د کان په دننه کې وړې وړې چاودنې هم اورو. دا شی پخوا نه و."



خلک څه ناڅه دوه لسيزې وړاندې په 1981 کال کې د بغلان ولايت د کرکرو په ماين کې چاودنو ته ګوته نيسي، چې د 140 تنو د مړينې لامل شوې وې. هغوی وايي، ډاريږي او که کومه چاره ونه شوه، نو ټول خلک به له سيمې وتښښتي.



نورمحمد وويل: "خلک په دې اند دې، چې يوه زوروه چاودنه کيږي. هغوی وايي، چی غر پخپله يو لوی بم دی."



د روغتيا د برخې ماهرين د اور د اغېزو په اړه اندېښمن دي.



د مزارشريف د روغتيا د رياست مرستيال، دکتور غوث الدين وويل: "د کاربن دای اکسايد پرله پسې تنفس سږو ته زيان رسوي او د استما په څېر د ناروغۍ د رامنځته کېدو اود يوې مودې له تېرېدو وروسته د مړينې لامل کيږي."



د سمنګانو والي، عبدالحق شفق په دې وروستيو وختونو کې کان ته ورغلی و. نوموړي ای ډبليو پي ار ته وويل، چې هغه هم خورا اندېښمن دی.



هغه وويل: "د دوو ټکو له امله زه اندېښنه لرم. لومړی، که چېرې کان وچوي، نو ښايي ټوله سيمه په ايرو ډکه شي. دويم، داچې زموږ د ملې عايد لويه برخه به له منځه لاړه شي."



هغه وايي، چې ځايي خلکو د کوچېدنې په اړه کومه غوښتنه نه ده کړې، خو يو څو کورنۍ له سميې تللې دي.



هغه وويل: "خلک له هغې سره اموخته شوي دي."



هغه له مرکزي حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې او د اور د مړه کولو لپاره ورسره د دوو مليونو ډالره د مرستې ژمنه شوې ده.



شفق وويل، تولې ناقانونه کيدنې منع شوي دي.



د کانو او صنايعو وزارت وياند، خوږمن علومي د حکومت له خوا د نوموړو پيسو د بېلولو پخلی وکړ. هغه ای ډبليو پي ار ته وويل: "څومره ژر چې نوموړې پيسې زموږ ګوتو ته راشي، نو موږ به د اور په مړه کولو لاس پورې کړو." هغه زياته کړه، چې د وضعې د کنترولو لپاره لږ و ډېردوه کلونو په کار دي.



نوموړي وويل: "د تېرو شلو کلونو په موده کې نه په افغانستان کې حکومت و او نه زموږ په وزارت کې کوم يو ماهر. داځکه تر اوسه چا دغه اور نه دی مړ کړی."



څرنګه چې اور تر ځمکې لاندې بل شوی، نو ځکه نوموړی وزارت د سوې کان اندازه په دقيقه توګه نه شي ويلای، خو علومي په دې اند دی، چې د کتنې وړ تاوان رسېدلای دی.



له دې سره سره هم هغه د چاودنې خبره رد کړه.



نوموړي وويل: "د چاودنې خبره په منځ کې نه شته، ځکه اور تر ځمکې لاندې دی او په هغه اندازه اکسيجن نه شته، چې کان وچوي. ددې ترڅنګ موږ اوس د اور د مړه کولو لپاره لا س او پښې بډ وهلي دي."



هغه په موسکا وويل: "کان چې په تېرو شلو کلونو کې ونه چاودېد، يو څو کلونه به نور هم نه چوي."



له دې ډاډ سره سره د ځايي استوګنو اندېښنه ورځ په ورځ پسې زياتيږي.



د سمنګانو يو استوګن، شمس الله وويل: "هغه مهال چې د کرکر ماين وچاودېد، زيات خلک مړه شول. چا د هغوی د زيانونو تاوان ورکړ؟ زه ډاريږم، چې ورته پېښه به په موږ باندې هم وشي."
Frontline Updates
Support local journalists