په شمال کې د رايه ورکوونکو د ډارونې کيسې کيږي

ځينې خلک وايي، چې هغوى د زور له لارې جنرال دوستم ته د اريو په ورکولو اړ ايستل شوي دي.

په شمال کې د رايه ورکوونکو د ډارونې کيسې کيږي

ځينې خلک وايي، چې هغوى د زور له لارې جنرال دوستم ته د اريو په ورکولو اړ ايستل شوي دي.

عبدالحميد د اکتوبر په نهمې د ټولټاکمنو په ورځ په ساړه زړه د ووټ اچولو لپاره د رايې ورکولومرکز ته لاړ. هغه وايي: "د رايو ورکولو په مرکز کې څلور وسله وال سړي ولاړ و. کله چې مې غوښتل، د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړم، نو واډرول شوم او وډبول شوم."


عبدالحميدچې د سرپل ولايت د سيدآباد د ولسوالۍ استوګن دى، آى ډبليو پي آر ته وويل، وسله والو کسانو خلکو ته سپارښتنه کوله ترڅو وتلي ازبيک قوماندان جنرال دوستم ته رايه ورکړي.


د سيدآباد د ولسوالۍ يو بل تن اوسېدونکي هم ورته کيسه کوله. هغه وويل: "هغوى ظالمان دي. يو تن يې د ووټ اچولو صندوق تر څنګ ولاړ و. د ووټ کاغذونه به يې وازول او ليدل به يې چې چاته رايه ورکړ شوې ده. له ډېر ډاره زياترو خلکو نه شواى کولاى له جنرال دوستم پرته بل چا ته رايه ورکړي."


عبدالمحمد وويل، په د ې مرکزونو کې نه کورني او نه نړيوال څارونکي موجود و او نه د ګوندونو استازي راغلي وو، چې د ګډون حق يې درلود. يوازې وسله والو کسانو ددي مرکزونو څارنه کوله. د ډېر ډار له امله زيات شمېر خلک د رايو ورکولو مرکزونو ته نه وو راغلي.


محمد جمعه جوان وويل، هغه د ډار له کبله رايه نه وه ورکړې، خو د رايې د نه ورکولو له امله لا تر اوسه هم د سيمه ييز قوماندان له خوا تر پوښتنې لاندې دى. نوموړى وايي: "کله مې چې حال احوال وليد، ما د رايې ورکولو خپل کارت وسېځلو. هغه مهال چې قوماندان وليدل زما ګوته رنګ شوې نه ده، نو پوښتنه يې وکړه، چې ولې دې ووټ نه دى اچولاى؟ ما په ځواب کې ورته وويل، چې د رايې ورکولو کارت راڅخه ورک شوى دى."


د قوماندان امرالدين تر مشرۍ لاندې ملېشې په سيدآباد کې ځانګړى اغېز لري. امرالدين، چې د ٨٢ فرقې قوماندان دى، د جنرال دوستم ملاتړى دى.


په داسې حال کې چې دوستم د ولسمشرۍ لپاره تر ځان نومولو ړومبى د پام وړ ملېشو ځواکونه تر کنترول لاندې لرل، اوس د ملګرو ملتونو د بېوسلې کولو له پروګرام سره يوځاى شوى دى، خو يو زيات شمېر وسله وال کسان لا اوس هم په سيمه کې شته دى. د سيدآباد ولسوال حاجي ګلستان وويل، هغه د ټولټاکنو پر مهال د ډارونې او د زور له کارونې په هکله معلومات نه لري.


د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کميسون مشر، عزيزالرحمن راسخ وايي، د هغه دفتر ته د رايې ورکولو په وړاندې په شمال کې له نورو برخو څخه هم د ډارونې رپوټونه رارسېدلي دي. هغه وايي: "موږ ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې، په زياترو ولسواليو کې قوماندانانو او د ملېشو ډلو خلک دې ته په زوره اړايستلي، چې د ټولټاکنې په ورځ جنرال دوستم ته رايه ورکړي." راسخ د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ يوې پېښې ته د بېلګې په توګه ګوته ونيوه او ويې ويل: "ظاهرپادشاه او عبدالله قهرمان په نوم قوماندانان د ابو ذر غفاري په ښوونځي کې د رايې ورکولو مرکزونوته لاړل او د خلکو د رايې ورکولو کارتونه يې له ټاپه کولو وروسته يې د ووټ په صندوقونو کې اچول." راسخ يادونه وکړه، دا دواړه قواماندانان د دوستم خپلوان دي او عبدالله د ملېشو د پخواني مشر له خوا د "اتل" په لقب وياړل شوى دى. راسخ وويل: "د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د عبدالله شمال په نوم يو قوماندان، چې د دوستم له خوا دوه ځلې د "اتل" په لقب وياړل شوى دى، خلک يې دې ته اړايستل ترڅو، دوستم ته رايې ورکړي. د رايې ورکولو يو صندوق آن پرانيستل شوىاو بېرته تړل شوى و. هغه مهال چې صندوق د مزارشريف د رايو د شمېرلو مرکز ته راوړل شو، د صندوق په سر ليکل شوي و: (د قوماندان تيمور تر څار لاندې پرانيستل شو او بېرته وتړل شو."


د راسخ د وينا له مخې ورته رپوټونه له سيدآباد، شيرين تګاب او د ددغه ولايت له نورو ولسواليو څخه تر لاسه شوي دي.


په همدې توګه د سرپل ولايت د خرم د ولسوالۍ اوسېدونکو وويل، د رايې له ورکولو وروسته په مزارشريف کې يې د يو قوماندان له خوا وهل ډبول خوړلي دي. دې سړي، چې د نوم له اخيستنې يې ډډه وکړه، آى ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې مې په غلطۍ (د منځمهالې ادارې مشر حامد) کرزي نوم غوره کړ، قوماندان وښکنځلم، چې ولې مې د دوستم نوم نه دى په نښه کړى."


د شمال په پنځو ولايتونو کې د ټولټاکنو د تنظيم د ګډ ې څانګې مشر محمد نظري ومنله، چې يو شمېر لېرې پرتو سيمو کې څارونکي موجود نه وو. هغه وويل: "دا مرکزونه د ځايي خلکو او د سميې د مشرانو له خوا څارل کېدل."


کېداى شي دغه شمېر ځايې څارونکو د قوماندانانو له ډاره لاسوهنه نه شواى کولاى. نظري وايي، چې له دې ستونزې خبر نه دى. هغه وايي: "داسې شکايتونه موږ ته نه دي راغلي."


داسې ګونګوسې شته چې ښايي عادي رايه ورکوونکي او د ټولټاکنو د تنظيم د ګډې څانګې کارکوونکي د کسات له ډاره په دې رپوټونو غوږونه، نه دى ګرولي.


د دوستم مرستيال، جنرال مجيد روزي له آى ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې وويل، د هغوى کانديد د ناسم کمپاين ښکار شوى دى. هغه وايي: "دا ټولې ادعاګانې د دوستم د بدنامولو لپاره تر سره کيږي. که دا ادعاګانې رښتيا واى، نو ولې د دوستم په خوا کې نورو کانديدانو رايې وړي دي؟ داسې يو صندوق به څوک پيدا نه کړي، چې ټولې رايې په کې دوستم ته اچول شوي وي."


راسخ وويل، چې د ووټونو درغلي په داسې مهارت تر سره شوې، چې د بې نظمۍ هيڅ شواهد يې نه دي پريښي.


په مزارشريف کې يو خپلوک څيړونکى او د "جهان نو" د خپرونې چلوونکى، قيوم بابک وايي، هغه ته دفارياب د ولايت د سرخاب او کوهستان له ولسواليو څخه ورته رپوټونه رسېدلي دي. هغه وايي: "په دې سيمو کې د ټولټاکنو د تنظيم د ګډې څانګې کارکوونکو د رايې ورکوونکو کارتونه سوري کول ، د هغوې د ووټ پاڼه يې د دوستم د نوم په وړاندې په نښه کوله او خلکو ته ويل، چې دا د ستاسو ووټ دى."


بابک وويل، ځايي قوماندانانو د خلکو له بېسوادى د ووټ اچولو په اړوند د معلوماتو د نشتوالي له امله ګټه پورته کړه. هغه وويل: "په زياترو صندوقونو کې د دوستم لپاره په نښه شوي ووټونه يه يو قلم او يو لاس په نښه شوي دي. له عدلي څېړنې وروسته سړى په آسانۍ پوهېداى شي، چې دا کاغذونه د ټاکلو خلکو په واسطه په نښه شوي دي."


نظري دا ادعاګانې رد کړې او ويې ويل، چې د ټولټاکنو د تنظيم ګډې څانګې کارکوونکي کوچنۍ اشتباه ګانې د څارونکو د سترګو په وړاندې سمې کړي دي.


د سرپل، جوزجان او فارياب په ولايتونو کې دوستم تر ټولو ډېرې رايې وړي دي او تر اوسه په شمېرل شويو رايو کې يې په سلو کې له شپېتو زياتې د ځان کړي دي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists