په شمال کي د ټاکنو امنيت نور هم ټينګ شو

د طالبانو د ځواکنو له خوا د بريدونو خطر د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يوه ليرې خبره ده، خو هيڅوک هم خطر په ځان نه مني.

په شمال کي د ټاکنو امنيت نور هم ټينګ شو

د طالبانو د ځواکنو له خوا د بريدونو خطر د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يوه ليرې خبره ده، خو هيڅوک هم خطر په ځان نه مني.

د طالبانو په پلرني ټاټوبي، سهيلي سيمو کې د هغوی او د امريکا د متحده ايالتونو او افغان حکومتي ځواکونو تر منځ له ترخې جګړې څخه ډېر وړاندې د افغانستان په شمال کې د مزارشريف ښار ته د زغره والو پوښل شوو ګاډو راتګ خلک هک پک کړي دي.


په شمال کې امنيتي ځواکونه د وږې د مياشتې د اتلسمې نېټې په پلان شوو پارلماني او ولايتي شوراګانو ته په ټاکنو کې برخه نه اخلي. ښايي دا سيمه په دوديزه توګه د طالبانو او القاعدې د سيمي په توګه سخته او غرنۍ نه وي، خو د يو ناڅاپي بريد شونتيا له پامه نشي غورځول کېدای.


د تېرې مياشې راهيسې د مزارشريف په ښار کې د سولې د ټينګښت د نړيوال ځواک، ايساف، تر مشرۍ لاندې د هالنډ د هېواد د چټک غبرګون يوه 750 کسيز پوځ ځای په ځای شوی دی.


ددې لېوا قوماندان، ريشارد اوپيلار دا مني، چې د ښار امينت د ډاډ وړ دی، خو زياته يې کړه: ((زموږ ځواکونه ټولو هغو ځايونو ته استول شوي، چې اړتيا ورته ليدل کېده. په هغو ځايونو کې چې زيات امنيت ته ا ړتيا لري، هلته د فوځونو شمېر زيات دی، تر څو وکړای شي د غليم شونی بريد مات کړي.))


نوې ګزمه د مزار شريف په ښا رکې له بېلا بېلو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده، په اغېزمنه توګه د امنيتي ګامونو د پورته کولوو لپاره چمتو ده، چې د ټاکنو د سرته رسولو لپاره به ځای په ځای شي او همدارنګه به د افغاني پوليسو او اردو سره د امنيت په ټينګولو کې د مرستې لپاره يو ښه انډيوال وي.


د هالنډ يو تن افسر وويل، له دې سره جوخت د رومانيايي پوځونو د 750 تنو يوه لېوا د مرکزي افغانستان په باميانو کې او د ايساف تر قوماندې لاندې د هسپانيې د هېواد يوه کوچنۍ ډله د هېواد په لويديځ کې ځای په ځای شوې ده.


هغه مهال چې د ايساف يوه ګزمه د مزارشريف د ښار مرکزي برخې ته وخوځېده، خيرمحمد پوښتنه وکړه چې دلته هغوی ته څه اړتيا ده.


د بلخ د ولايت د شولګرې د ولسوالۍ يو اوسېدونکي، محمد وويل: ((دلته نه طالبان شته او نه القاعده. موږ بشړ امنيت لرو. د (ولسمشرۍ د 2004 کال) ټولټاکنو کې موږ پخپله رايې ورکړې. زه نه پوهيږم، چې ولې د بهرنيو ځواکونو شمېره دلته ورځ په ورځ زياتيږي.))


نوموړي د ايساف د کارکوونکو د لېږدوونکو زغره والو ګاډو يادونه وکړه او زياته يې کړه: ((زه ددې شيانو په مانه نه پوهيږم. زه ګورم، چې هغوی د ورځې درې وارې ګزمه کوي. کله په دې سړک ځي او کله په هاغه بل سړک. د ولسشمرۍ په ټولټاکنو ما په مزار شريف کې داسې ټانکونه نه و لېدلي.))


د مزار شريف يو بل اوسيدونکي نصرت الله وويل، ما د بهرنيو ځواکونو ګزمه د کابل په ښار کې ليدلې وه. دلته يي د خپل شتون خبر نه و ورکړی، په حقيقت کې هغه د هغوی په ليدو خوشحاله شوی و.


هغه وويل: ((موږ پارلمان ته استازي ټاکو. بهرني او کورني پوځونه بايد د ټاکنو په ورځ زموږ ټينګ امنيت ونيسي. زه دلته د بهرنيو پوځونو په شتون خوشحاله يم، ترڅو امنيت ټينګ کړي. خو هيله لرم، چې دا په رښتيا د همدې کار لپاره راغلي وي، نه يوازې د ځان ښولو (مانورې) لپاره.))


په شمالي ولايتونو کې د ولايتي بيا رغاونې د ډلوPRT د يو پوځي ځواک مشر، ډګروال جان بريتون، چې هم د امنيت په ټينګولو او هم د ودانولو په چارو بوخته ده، دا ومنله چې په شمال کې د بريد کولو لږ خطر موجود دی. خو دا ددې مانا نه لري، چې د يو چا محافظت او ساتنه دې له پامه وغورځول شي.


هغه وويل: ((څنګه چې د ټاکنو وخت د ترهګرو لپاره د امنيت د ګډوډولو يو ښه فرصت دی، (نو له دې امله) د امنيتي ځواکونو شمېره ورځ په ورځ زياتيږي.))


ډګروال بريتون وويل، د ټاکنو د ورځې د امنيت ټينګول د ملي پوليسو او اردو له خوا تر سره کيږي، چې ايساف يې ترڅنګ مرستې ته چمتو ولاړ دی. هغه زياته کړه، د ملي پوليسو او افغان ملي اردو 35000 تنه غړي له ټاکنو څخه دمخه د هېواد 34 ولايتونو ته استول شوي دي.


د دفاع د وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي وويل، ((امنيتي ځواکونه خپلو مرکزونو ته ليږدول شوي دي. د ممکنه خطر ټولې لارې ارزيابي شوي دي. هغوی بشپړه وړتيا لري، چې هر راز ګواښ له منځه يوسي.))


د 209 شاهين قول اردو قوماندان، جنرال تاج محمد، چې د هېواد په شمال کې د پرتو نهو ولايتونو امنيت يې په غاړه دی، وويل، دلته د طالبانو د بريد امکانات نه شته.


خو هغه زياته کړه، که چېرته ((که د ځايي طالبانو او يا ځايي (ملېشو) قوماندانانو له خوا هر ارز ګواښ موجود وي، موږ به يې د مخنيولو وړتيا ولرو.)) هغه وړاندې وويل، که چېرته اړتيا وليدل شوه، نو افغاني هوايي ځواک به راوبولي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists