په زيارتونو کې دارو درمل

د رواني بې نظميو ناروغان د «درملنې» په موخه وهل ټکول، تړل او تر سخت رژيم لاندې نيول کيږي.

په زيارتونو کې دارو درمل

د رواني بې نظميو ناروغان د «درملنې» په موخه وهل ټکول، تړل او تر سخت رژيم لاندې نيول کيږي.

په افغانستان کې د آي ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

د افغانستان د سويل ختيځ  په يوه سپېڅلي زيارت کې د رواني بې نظميو ناروغان لا تر اوسه د «درملنې» د يوې لارې په توګه په ځنځيرونو تړل کيږي، چې ډاکټران او اسلامي عالمان يې د لومړنيو انسانانو د سحر او جادو په توګه غندي.

د ننګرهار ولايت په ثمرخېلوکې د مياعلي صاحب په زيارت کې د تېرو درې سوو کلونو راهيسې د رواني بې نظميو ناروغانو درملنه کيږي. خلک لا تر اوسه خپل خپلوان په جلال آباد کې د مدرنو او عصري روغتونونو له شتون سره سره هلته راولي.   

د آی ډبليو پي آر خبريال له هغه ځای څخه د ليدنې پر مهال د اتو تنو ناروغانو په ډلې کې يو سړی وليد چې اوږده، انجړ  او خيرن ويښتان يې درلودل، پر لينګو يې د ځنځير ټپونه ليدل کېدل چې په يوې کوچنۍ خونې کې تړلی پروت و.

نوموړی سړی چې شاوخوا ۳۵ کلن برېښېده، نه پوهيد چېرته راوړل شوی دی، خو له چال چلن يې داسې برېښېدل چې دمخه به يې په پوځ کې دنده سرته رسولې وي.   

هغه وپوښتل: «آيا زما سرتيرو ته دې معاشونه راوړي؟»  هغه خندل او د کاغذونو ليکل شوو ټوټو ته يې کتل چې شاوخوا يې شيندلي پراته وو. هغه زياته کړه: «په کاغذونو کې ليکل شوي چې چاته معاش ورکړې او چاته يې ورنه کړې.»  

په زيارت کې د يوې مياشتې درملنه سل ډالره کيږي. د تعويذونو پيسې بېلې اخيستل کيږي. د درملنې په وړاندې کله ناکله د ناروغ خپلوان د سوغات په توګه نجلۍ بښي. 

د ميا شفيق په نامه د ميا علی صاحب ورثه، چې زيارت يې په نامه دی، وويل، د يوې  بشپړې درملنې لپاره ناروغ د څلوېښتو ورځو لپاره تړل کيږي، هغه ته له وچې ډوډۍ، تورو مرچو، مالګې او اوبو پرته نور څه نه ورکول کيږي.     

هغه وويل: «هغوی اجازه نه لري له دې شيانو پرته نور څه شی وخوري. همدارنګه هغوی د ۴۰ ورځو لپاره نه ځانونه مينځلای شي، نه نوکان اخيستلای شي او نه سرونه خريلای شي.»

ميا شفيق وويل، هغه پخپله يو ژوندی ثبوت دی، چې درملنه نتيجه ورکوي.

هغه وويل: «زه دلته ۳۵ ورځې تړل شوی وم او اوس روغ رمټ يم.» 

نيوکه کوونکي وايي برسېره پر دې چې ناروغانو ته سم خواړه نه ورکول کيږي او حفظ الصحه يې نه ساتل کيږي، د زيارت کارکوونکي ورسره ناوړه چال چلن کوي. مياشفيق وويل، دا کار کله کله کيږي: هغه وويل: «که رواني ناروغان  کرار نشي او موږ وځوروي، نو هغوی وهو ټکوو، ترڅو يې کرار کړو.»  

په ونې پورې په ځنځيرونو تړلي يو زاړه ناروغ موږ ته غږ کړ: «د خدای (ج) لپاره ماته څه شی راکړئ، چې ويې خورم. له لوږې مرم. ماته ويل شوي و،چې دلته وريته کړي چرګان او جوش کړي الوګان ورکوي، خو ماته يې وچه ډوډۍ هم رانه کړه.» 

هغه په ژړا وويل: «وږی يم. پرون سهار او ماښام يې خواړه نه دي راکړي.» 

کله چې ميا شفيق د هغه خبرې واورېدې، لرګی يې واخيست او ورپسې لاړ، ويې ويل: «اوس راته ووايه، څه شی غواړې؟»     

زاړه سړي ورته د مرګ ګواښ وکړ او بيا يې په زارۍ پيل وکړ، چې ويې نه وهي.

طبي ماهرين وايي زيارت يوازې د ناروغانو حالت ناوړه کوي.

د ننګرهار پوهنتون د رواني ناروغيو استاد، دکتور فضل رحيم ناصري وويل: «که چېرته په زيارتونو او تعويذونو د يو ناروغ درملنه وشي، نو ناروغي يې له يوې ورځې څخه بلې ته زياتيږي. وروسته ناروغ روغتون ته راوړل کيږي. هغه مهال يې درملنه نه کيږي او يو نيم يې مري.»

هغه وويل سربيره پر دې د ميا علي صاحب په زيارت کې محدود رژيم ناروغ ته نورې ناروغۍ هم رامنځته کوي. 

دکتور ناصري وويل: «که يو څوک په زيارت کې له يو وخت تېرولو وروسته ښه شوی هم وي، کېدای شي لامل يې د هغه د ناروغۍ عارضي والی وي يا کېدای شي ناروغي يې مازې بهانه کړي وي، ترڅو د ژوند له ستونزو يو څو ورځې ځان خلاص کړي.»

د ننګرهار د ملکي روغتون د رواني ناروغيو د څانګې مشر، دکتور احمد ظاهر الله يار وويل، په دسې حال کې چې منابع محدودې دي، خو په ننګرها رکې د روانی ناروغيو د درملنې شونتياوې شته.    

د ملکي روغتون د رواني ناروغيو څانګه د څوارلسو نارينه او شپږو ښځينه ناروغانو د بستر ځای لري. کتابتون، تلويزيون او د ساعت تيرۍ نور وسايل لري. 

هغه وويل: «سربېره پر دې موږ د ناروغانو د کورنيو لپاره د مشورې مرکز هم لرو ، چې ماهرين پکې د روحي او رواني موضوعاتو په اړه سلا مشورې ورکوي.»

ميا شفيق ټينګار وکړ چې زيارت د درملنې ځواک لري، ويل يې: «ډاکټران خلک غولوي ... زيات شمېر ناروغان چې زيارت ته راوړل شوی دي، په دوا يې درملنه نه ده شوې. خو دلته د خدای (ج) په فضل ښه شوي دي.» 

اسلامي عالمان وايي په داسې حال کې چې پر دم او دوا باور د اسلامي دود او دستور يوه برخه ده، خو داسې شيان په دين کې ناروا ګڼل شوي دي.

د ننګرهار د ديني چارو رئيس، مولوي عبدالعزيز خيرخواه وويل: «له زيارتونو، تعويذونو او هغې ته له ورته نورو شيانو څخه مرستې غوښتلو ته د الحاد په سترګه کتل کيږي او د خدای په نزد لويه ګناه ده.  موږ د جوماتونو امانو ته لارښوونه کړې چې خلکو ته په دې اړه او د اسلام د حقيقي روح په اړه معلومات ورکړي.»

Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists