په ختيځ ولايت کى د حشراتو پر ضد هلى ځلى

د ننګرهار ولايت خلک به دى هيله دي چى دسولى لومړۍ مرګ ژوبله د ملاريا ماشي وي.

په ختيځ ولايت کى د حشراتو پر ضد هلى ځلى

د ننګرهار ولايت خلک به دى هيله دي چى دسولى لومړۍ مرګ ژوبله د ملاريا ماشي وي.

Monday, 21 February, 2005

ختيځ ولايت ننګرهار ، د دو لسيزو په موده کى د لومړي ځل لپاره د ملاريا پر ضد د کمپين هرکلى کړى او د دغى ناروغۍ په اړه د پوهاوي او خبرتيا لپاره يي د لازيات کار کولو غږ کړى دى.


دا کمپين له هغى سروى وروسته اعلان شوى چى د سيمه اييزه روغتيايي ادارى له خوا تيرکال تنظيم شوى و او ښودلى يي ده چى د روغتون په سلو کى ٢٣ ناروغان په ملاريا اخته دي.


له جګړى څخه دمخه کلونو کى حکومت د ماشو د وژلو لپاره د درملو د شيندلو يو متداوم پروګرام درلود ، چى په نتيجه کى يي د روغتونونو په سلو کى يوازى ٧ ناروغان په ملاريا اخته و، او دا پروګرام د نولس سوه او اتيايمو او نويمو کلونو په اوږدو کى په ټپه دريدلى و.


په افغانستان کى ملاريا يو باالقوه مرګونى مکروب دى، ځکه هلته تل کافي درملنه او مخنيوى نه وي. دا په ځانګړي توګه په ننګرهار کى حقيقت لري ځکه هلته اقليم د ملاريا لرونکي ماشي انافل لپاره مساعد دى.


د دغه نوي کمپين چى مالي لګښت يي د روغتيا نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د پراختيا اداره او پخپله د ننګرهار روغتيايي اداره ورکوي ، موخه دا ده چى تر څو خلکو ته ور وښيي چى څرنګه کولى شي د دوا د شيندنى او د پشه خانى پوسيله ځانونه د مياشو له چيچلو وساتي.


دا کار به دغه راز پخپله پر حشراتو حمله وکړي چى له ولاړو اوبو به ماشي پاک او هغه اوبه چى ماشي پکښى هګۍ اچوي هغه به هم پاکى کړي، او يو ډول ماهي ( مسکيټو فيش) به معرفي کړي چى د ماشي لاروا وخوري.


ځينى سيمه اييز خلک وايي دا کافي نه ده او غوښتنه يي کړى چى دا روزنه دى ور په ور پراخه شي.


٥٠ کلن محمد صاديق چى د جلال آباد له سيمه اييز مرکز څخه بهر د نهر ماسيو په کلي کى اوسيږي وويل: دا دومره يو خطرناکه ناروغي ده چى دروازه پر دروازه بايد کمپينونه وي او هغه خلک چى پرى اخته کيږي د پخوا په شان دى د هغوى درملنه وشي.


محمد صادق پخپله د دماغي ملاريا له کبله ٢٠ کاله وړاندى نژدى مړ شوى و، چى دا د ملاريا تر ټولو بد ډول دى.


٤٠ کلن ښوونکى هدايت اله پداسى حال کى له خپلو سترګو اوښکى پاکى کړى چى خپل وراره يي راياد شو چى تير کال د دغى ناروغۍ له امله څه ډول مړ شو.


هغه په ياد راوړي چى پخوا واکمنو څومره موثر کار کوه. هغه وويل زما په ياد دي چى ٢٠ يا ٢٥ کاله وړاندى حکومت دوا شيندله، او د ملاريا روزل شوي کسان له يوه کور څخه بل کور ته تلل او د خلکو وينه يي معاينه کوله . دا د هغوى د وينى په معاينى پورى اړه درلوده چى ورته د ملاريا د مخنيوي او يا د درملنى دارو درمل ورکړي. دوى به د ټولو کسانو له معاينى پرته ځاى نه پريښود.


دا کار په ١٩٧٨ کال کى افغانستان ته د شوري ځواکونو له راخوځيدو وړاندى کيده، او ډاکتر فضل احمد ابراهيمي د ننګرهار د عامى روغتيا ريس وويل چى له هغه وخت وروسته له ملاريا سره د مجادلى لپاره ګټور ګامونه نه دي اخيستل شوي، او ملاريا ډيره زياته شوى.


تيرکال له ١٠٧٢٧٦ خلکو څخه چى معاينه شوي و ٤٣٦٩ په ملاريا اخته و او له دغى جملى څخه د ٢٣٧٩ خلکو ملاريا مرګونى يا دماغي وه. ډاکتر ابراهيمي وويل چى له دغو کسانو څخه ٣٠ تنه مړه شول.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists