Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په جرګې کې توپېرونه کومه نوې خبره نه ده

قيوم بابک په کابل کې د آى ډبليو پى آر راپورټر
By IWPR

د اوسنۍ لويي جرګې استازې د سيمه ييزو شوراګانو له لاري ټاکل شوي دي او ځينو څارونکو دا پوښتنه رامنځته کړېده، چې آيا دا استازي رښتينې استازي دي؟ په ځينو ځايونو کې د رايي ورکوونکو په وړاندې ګواښونو او د رايو پېرېدلو ګټونکى ټاکلى دى، په ځينو نورو سيمو کې عادي خلک، په ځانګړې ډول ښځې، د لويي جرګې په هکله ناخبرې وې او يا

 

داچې د برخې اخيستنې اجازه نه وه ورکړ شوې.

 

پخوانۍ لويي جرګې هم د خلکو له خوا ناچلې او يا خندنۍ بلل شوې وې، ځکه پاچايانو او يا سياسي مشرانو د خپلو مينه والو او يا د ګوند دغړيو په راټولو جرګې جوړولې.

 

لويه جرګه د مشورتي شورى يو ډول دى او بنسټ يي زرګونو کلونو ته رسيږي. په هغه مهال د افغانستان اوسيدونکي کوچيان وو. د تاريخپوهانو د وينا له مخې په هغو وختونوکې د کورنيو ډلو د يوې قبېلې په توګه له خپلو څارويو سره يوځاى، ګډ ژوند، يا "ګوترا" سيستم، درلود. ګوترا ګانو د عادي مال څروونکو سره يوځاى "ګوشتي" جوړولو. د کورنيو غړيود "ګوترا" د مشر د ټاکلو لپاره په خپل منځ کې سلا مشورې کولې. د "ګوترا" مشرانو به بيا د "ګوشتي" مشر ټاکلو. په دې توګه ، هر يوې ډلې په تر لوړې کچې خپل مشران ټاکل.

 

دې سيستم هغه مهال بدلون وموند، چې ښارونه او کلي رامنځته شول او کله چې افغانستان په پراخه توګه خپل هويت وموند، نو دا سيستم د يو دود په توګه پاتې شو. ليکل شوې او ثبت شوې لويه جرګه د ١٧٠٩ کال لويه جرګه وه ، چې اسناد لا تر ننه د کابل په ملي ارشيف کې خوندي دي.

 

د ٢٠٠٢ کال تر بيړنۍ لويي جرګې پورې استازي په سيمه ييزه کچه د ملکانو، بډايو او قومي مشرانو له خوا په جوماتونو کې د عادي خلکو د راټولو له لارې ټاکل کېدل.

 

د تاريخ د پاڼو اود افغانستان د علومو په اکادمۍ کې د يو ليکوال استاد حبيب الله رفيع د وينا له مخې، په تېرو دريو پيړيو کې "زياتره جرګې هغه مهال راغوښتل کېدې، چې کله به هېواد ته به د بهرنۍ لاسوهنې له امله ګواښ رامنځته شو او يا به ملي مشر ټاکل کېده."

 

مشهورې لويي جرګې په لاندې ډول دي:

 

0)د (منجې) لويه جرګه، په کندهار کې په ١٧٠٩ کال کې راوبلل شوه، چې د فارس د ځواکونو د بريد په څرنګوالې خبرې وشوې او مشري يي ميرويس خان کوله.

 

1)د ١٧٤٨ کال د کندهار لويه جرګه، چې د نهو ورځوخبرو اترو په مهال يي د افغاني امپراتورۍ د مشرۍ پوښتنه تر خبرو اترو لاندې ونيوله او په کې احمد شاه بابا، د درانيانو په قوم پورې مربوط د مشرۍ لپاره وټاکل شو. د درانيانوکورنۍ تر ١٩٧٣ کاله د محمد ظاهر شاه تر پاچاهۍ پورې، په افغانستان واک وچلولو.

 

2)د ١٩١٩ کال لويه جرګه چې د عيدګاه په جومات کې راغونډه شوه او په ترڅ کې يي د افغانستان خپلواکي اعلان شوه.

 

3)د شاه امان الله د حکومت پر مهال د ١٩٢٣ او ١٩٢٤ کلونو لويې جرګې، چې لومړۍ يي د افغانستان لومړنى اساسي قانون تصويب او دويمې هغې يي په دغه اساسي قانون کي د امان الله د سياسي ريفورم د غوښتنو په پام کې نيولو سره سمونونه راوستل . د امان الله د مېرمنې په ګډون ښځو د امان الله خان د ١٩٢٨ کال په لويي جرګې کې د لومړي ځل لپاره ګډون وکړ.

 

4)د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د افغانستان د ناپلوۍ د ساتلو په هکله پرېکړه

 

5)د ١٩٦٤ کال لويه جرګه چې د مشروطه پاچاهي نظام لپاره يي يو پرمختللي اساسي قانون تصويب کړ.

 

6)په ١٩٩٢ کا ل کې د مجاهدينو راغونډېدل، جې د برهان الدين رباني له خوا رابلل شوې وه او هغې ته داسلامي اړخ ورکولوپه خاطريي نوم د "حل وعقد" په شورى واړول شو، چې يو عربي نوم و. دا شورى هغه مهال په ډلو ووېشل شوه چې د گلبدين حکمتيار استازو له هغې سره پرېکړه وکړه او له هغې وروسته تنظيمونه په خپلو منځونوکې سره ونښتل.

 

علي احمد فکور، د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون مرستيال مشر، چې د ١٩٦٤ کال راهيسې يي په زياترو لويو جرګو کې د استازې په توګه ګډون کړى، وايي: "د وخت واکمنانو ځيني وختونه دخپل ځواک د ساتلو او خپلو شخصي موخو ته د قانونيت د ورکولو په خاطر ورپوې تړلي خلک د لويي جرګې په نامه سره راټولول. هغه وايي، چې محمد نادرشاه په ١٩٣١ کا ل لويه جرګه راوبلله ، چې خپله واکمني قانوني کړي، په ١٩٧٧ کال کې داود خان لويه جرګه راوبلله چې اساسي قانون تصويب او ځان ولسمشر کړي او د ١٩٨٠ کلونو په وروستيو کې د نجيب الله د مهال لويي جرګې. خلک دا جرګې د ټوکو جرګې بلي؛ ځکه چې په هغې کې مخالف ځواکونه شتون نه لري.

 

رفيع وايي، د ځينو خلکو په اند، د ١٩١٩ کا ل لويې جرګې هم قانونيت نه درلود؛ ځکه چې د هر چا په مخ خلاصه وه.

 

د فکور په اند روانه لويه جرګه د ځواکمنو خلکو لويه جرګه ده، خو له دې سره سره خوشبينه دى، چې د نړيوالۍ ټولنې پام به ځانته واړوي او په بري سره به پاى ته ورسيږي.

 

د رفيع په اند ښايي بيړنۍ لويه جرګه، د ٢٠٠٠ استازو په ګډون، چې ١٦٥٠ تنه يي يي د عامو غونډو او سيمه ييزو کچو له لارې ټاکل شوي وو، تر ټولو ستره قانوني لويه جرګه وي

 

هغه وايي، هيڅ تاريخپوه ددې ادعا نه شي کولاى چې ووايي څومره لويي جرګې به جوړې شوي وي او کومه به يي په رښتياني ډول لويه وي. هغه وايي: "شمېر ارزښت نه لري. خو څه شۍ چې مهم دى هغه دادى چې څوک په دې کې ګډون کوي او کومه موضوع تر بحث لاندې نيسي."