په بلخ کې زورآزماينې ځايي خلک له ډار سره مخامخ کړي دي

د بلخ ولايت اوسيدونکي د ټولټاکنو په اړه د دوو وتلو څېرو تر منځ د ناندريو له امله ځانونه له تاوتريخوالي سره مخامخ بولي.

په بلخ کې زورآزماينې ځايي خلک له ډار سره مخامخ کړي دي

د بلخ ولايت اوسيدونکي د ټولټاکنو په اړه د دوو وتلو څېرو تر منځ د ناندريو له امله ځانونه له تاوتريخوالي سره مخامخ بولي.

. څارونکي ډاريږي ښايي هغه ډېر ژر له ګورته ووځي او جګړه رامنځته شي.



په سياسي او توکميز وېش کې دوه مخالف لوري؛ د بلخ تاجيک توکمه غښتلي والي عطامحمد نور او په شمال کې پښتون توکمه پخوانى قوماندان جمعه خان همدرد، چې اوس د پکتيا د والي په توګه دنده لري، يو پر بل د ټاکنو او امنيت پړه اچوي.



عطا د اګست ولسمشرۍ ته د شلمې نېټې په ټولټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړى او همدرد د ولسمشر حامد کرزي ننګه کوله. په داسې حال کې چې تر ټولټاکنو پايلې سپينې شوې نه دى او لا خړې پړې پاتې دي، د يادو شوو دوو تنو تر منځ سيالي داسې يو ولايت کاواکه کوي چې لا دمخه د کړکېچ پر ژۍ ولا ړدى.



عطا د سپتمبر په لومړيو کې يوه ترخه وينا خپره کړه اومرکزي حکومت يې د کرزي په ګټه په ټاکنيزو درغليو تورن کړ. همدارنګه هغه ادعا وکړه چې د کورنيو چارو وزارت د همدرد په واسطه د عطا د واک د کمزوري کولو په موخه د بلخ په پښتون مېشته ولسواليو کې پر خلکو وسلې ويشلې دي.



عطا دا خبرې د تاجيک توکمه قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو په اتم تلين کې يوې غوڼدې ته وکړې، چې د (٢٠٠١ کال) سپتمبر له يوولسمې څخه دوه ورځې دمخه وژل شوى و. عبدالله د مسعود سلاکار او وياند و.



د کورنيو چارو وزرات دعطا تورونه په کلکه رد کړل.



د نوموړي وزارت وياند زمري بشيري وويل: "موږ وسلې نه دي وېشلې. دا د عطا دسيسه ده."



په غبرګون کې د عطا وياند، فرهاد منيرادعا وکړه چې په بلخ کې د امنيت په ګډوډولو کې د همدرد لاس دى.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "دا بهير لا همدا اوس هم روان دى. جمعه خان په بلخ کې قوماندانانو ته له سلو څخه زياتې سپکې اودرنې وسلې ورکړي دي."



همدرد دا تورونه په کلکه ردوي او په غبرګون کې يې پر عطا باندې زاړه تورونه ولګول چې په شمال کې يې د پښتون توکمه قومي مشرانو په يو لړ وژنو کې لاس درلود.



د همدرد وياند، روح الله سمون وويل: "جمعه خان د بلخ په ناامنيو کې هيڅ لاس نه لري. دا هغه څوک نه دى چې پښتانه مشران يې وژلي دي."



د بلخ اوسيدونکي وايي د عطا او همدرد دواړو قوماندانانو ته وسلې رسيږي او وضعه تر دې اندازې ترينګلې ده چې د کورنۍ جګړې د پېر تر ټولو ترخې ورځې خلکو ته يادوي. هغه مهال په مزارشريف کې د سيالو ډلو مشرانو خونړۍ جګړې کولې.



عطا ته نژدې کړۍ وايي هغه د کال په سر کې هغه مهال د کابل سر سخت مخالف شو چې کرزي هغه د ولسمشرۍ لومړى مرستيال ونه نومولو او پرځاى يې د هغه سرسخته سيال، مارشال محمد قسيم فهيم غوره کړ.



د بلخ والي چې د تاجيک توکمه جمعيت اسلامي له تنظيم سره نژدې تړاو لري خپل ملاتړ د کرزي له عمده سيال، عبدالله څخه اعلان کړ.



ولسمشر هڅه وکړه هغه بېرته ځانته راواړوي، خو والي پرې غوږ ونه ګراوه.



اوس چې ښکاري کرزى د ټولټاکنو ګټونکى اعلانيږي، عطا هڅه کوي خپل دريځ نرم کړي، خو دا کار د همدرد په بيا منځته راتګ تر هر بل وخت ستونزمن ښکاري.



همدرد اوس د افغانستان په ختيځ کې د پکتيا والي دى، خو سياسي تړاو يې له شمال سره زيات ټينګ دى. دمخه دې پښتون توکمه قوماندان د بلخ شمال لويديځ ته د جوزجان د والي په توګه دنده سرته رسوله. هلته د هغه واک د ازبکانو له تاوتريخوالي څخه د ډکو مظاهرو له امله غړند شو، چې ويل کېده پښتون پلوه چلن يې درلود.



قوميت او سياست دوه چاودېدونکې پدېدې دي. د بلخ اوسيدونکي اوس له هغې دواړو سره مخامخ دي.



د بلخ د پوهنتون يو محصل ګوته وڅنډله: "د جمعه خان او عطا تر منځ سيالي به قومي شخړو ته لار پرانيزي. هغوى غواړي د کور په کور جګړې د پيلولو له لارې په قدرت کې پاتې شي، چې يو ورور به د بل ورور په وړاندې پاڅيږي."



دښمني تر دې ځايه رسېدلې چې ښکاري د ناندريو اصلي دليل ګرځېدلى وي.



په بلخ کې د استاد ستار په نامه يو ښوونکي وويل: "که کرزي او عبدالله ته غوږ کښيږدي، نو ددې دوو نورو اشخاصو (عطا او همدرد) په پرتله يو د بل زغم لري. له دې امله خلک اندېښمن دي. کله چې عطا د پايلو د نه منلو خبره کوي، نو دا داسې معنا ورکوي چې نه غواړي واک له لاسه ورکړي. که کرزى ګټونکى شي، عطا به له ټولو چلونو سره په خپله مخه ځي. هغه زيار باسي خپل موجوده دريځ وساتي. له بلې خوا جمعه خان لاس او پښې وهې چې د هغه ځاى ونيسي."



رمضان بشردوست چې د ولسمشرۍ په سياليو کې په درېمه ليکه کې راغلى، وايي د نوموړو دوو تنو ترمنځ د ناندريو هواري ډېره اړينه ده، ځکه د سيمې د کاواکه کېدو خطر لري.



هغه وويل: "که د وسلو د ويش ادعاګانې رښتيا وي، نو مرتکبين يې بايد عدالت ته راکښل شي. خو که تش درواغ وي، نو د بلخ والي دې محکمې ته کش شي. هره هغه خبره چې د امنيتي وضعې د خرابېدو لامل کيږي، په تېره بيا که سياسي يا شخصي انګيزې لري، مخه يې ونيول شي."



په دې ټولو شخړو کې، د معمول په څېر، اصلي بايلونکي افغانان دي. په داسې حال کې چې دا دوه سياسي تنظيمونه له يو بل سره مجادله کوي بغاوت د هرې ورځې په تېرېدو سختيږي. د بغلان او کندوز دوو ګاونډيو ولايتونو ځينې برخې د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې دي. يوازې يوکال دمخه د کندوز او مزارشريف ترمنح تګ راتګ په پرتليزه توګه خوندي و. خو اوس يو څو تنه چلوونکي چې په دې څلور ساعته لاره تګ راتګ کوي، هره ورځ د لارې په اوږدو کې د جنګ او ګړو کيسې کوي.



دا تريخوالى د سيمې په اقتصادي حالت منفي اغېز کوي. سوداګر نه غواړي د جګړې په سيمو کې د خپلې پانګې خطر ومني. ويل کيږي چې يو شمېر سوداګرو خپلې پانګې ايستلې دي. د ځاي سوداګرو تښتولو هم د خلکو اندېښمنې راپارولي دي.



د بلخ د کفايت په مارکيټ کې د محمود په نامه د پيسو يو بدلوونکي وويل: "د عطا ترخې وينا او برمتو سوداګر خپه کړي دي."



که دا کار همداسې روان وي، نو ډېر ژر به شمال د سهيل بڼه ونيسي.



ددې ډار په بهير کې ټولټاکنې لا تر اوسه د تورې تيارې په څېر بريښي. د ټولټاکنو خپلواک کميسون وکړاى شول آن په يوه مياشت کې لومړنۍ پايلې اعلان کړي، چې له مخې يې کرزي ٥٥ سلنۍ او عبدالله ٢٨ سلنۍ رايې وړې وې. تمه ده وروستۍ پايلې به دوه نورې اونۍ ونيسي چې کېداى شي موجود ترنيګلى حالت لا پسې خراب يا ښه کړي.



نړيواله ټولنه غواړي څومره ژر چې کېداى شي دا بهير پاى ته ورسيږي او ټولټاکنې په هېواد کې ټيکاو رامنځته کړي. په ځانګړې توګه متحده ايالتونه زيار باسي مخکښ نوماندان د يو ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره په يو ټغر کېنوي. خو د بلخ د خلکو لپاره داسې بريښي چې ايتلاف به له هغوى سره د خپل تاوتريخوالي په مجادلې کې مرسته ونه کړاى شي.
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists