په بادغيس ولايت کې د بېروزگارۍ ستونزه

په مناظره کې په دې اړه خبرې وشوې چې د ځايي اوسېدونکو شاوخوا شپېته سلنه کار او روزگار موندلای نشي.

په بادغيس ولايت کې د بېروزگارۍ ستونزه

په مناظره کې په دې اړه خبرې وشوې چې د ځايي اوسېدونکو شاوخوا شپېته سلنه کار او روزگار موندلای نشي.

په بادغيس ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا د يوې جوړې شوې غونډې د ويناوالو په وينا روانه جگړه په افغانستان کې د بې روزگارۍ پر اور تېل تويوي.  

د بادغيس ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس، محمد نعيم معلم زاده د جولای د ١٩ نېټې د مناظرې پرخوالو ته وويل، په دغه ولايت کې د بېروزگارۍ کچه تر شپېتو سلنه پورې لوړه شوې ده.

هغه وويل: « له څلوېښتو سلنو کارکوونکو  نيمايي يې دايمې او پاتې نور يې موقتي دندې لري، په دې معنا چې کېدای شي هغوی درې مياشتې دنده ولري او بيا درې مياشتې نور وزگار پاتې وي.»

معلم زاده وويل، سيمه ييز اقتصاد د خصوصي سکتور د فعاليتونو د نشتوالي له امله وروسته پاتې دی. د هغې تر څنگ کاني سرچينې او نورې طبيعي زېرمې نه استخراجيږي.   

هغه په دوام وويل: «د بېروزگارۍ د راټېټولو لپاره بايد حکومت پانگې راجلبې کړي، فابريکې جوړې کړي او پراختيايي پروگرامونه پلي کړي. همدارنگه د فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي او د پانگې اچولو او سوداگرۍ د اجازه ليکونو د ترلاسه کولو په بهير کې پرتې ستونزې هوارې او نوې کتنه پرې وکړي.»

نورو ويناوالو پر امنيتي ستونزو رڼا واچوله او هغه يې د کار د ځايي بازار د ناوړه حالت ستر لامل وباله.   

د بشري حقونو فعالې، حليمې رهپيما وويل: «هغه فکتورونه چې خلک يې له کار او روزگار څخه لرې ساتلي، په حکومتي ادارو کې بې قانوني، بې امنيتي او له کچې پورته فساد دی.» نوموړې زياته کړه، د دندې د چمتو کولو ادارې، په ځانگړي ډول په بادغيس کې، عادي خلکو ته د کاري فرصتونو په چمتو کولو کې پاتې راغلي دي.

هغې په دوام وويل: «د کارکوونکو کاري مصؤونيت وجود نه لري.» نوموړې زياتوي، د حکومتي ادارو او ناحکومتي موسسو کارکوونکي زياتره په ډله ييز ډول له کاره ايستل کيږي.

د ولايتي شورا غړي، عبدالله افضلي له دې خبرې سره موافق دی.

هغه وويل: «په ځانگړي ډول په بادغيس ولايت کې ناامني، د ښې حکومتوالۍ نشتوالی او اداري فساد د کاري فرصتونو د رامنځته کیدو په  وړاندې سترې ننگونې دي.»

ويناوالو يادونه وکړه چې له اوږدې مودې راهيسې د بېروزگارۍ کچه پراخه شوې ده. د پوهنتون يو محصل، سيد محمد ضيايي وويل، ځوانان د مناسبې دندې د موندلو په اړه لږه هيله لري او له دې امله انگيري چې راتلونکې به يې تته او تياره وي.

هغه وويل: «په هېواد کې د بېروزگارۍ د منفي پايلو له امله پر حکومت د خلکو بې باوري زياتيږي، ځوانان د وسله والو ډلو له ليکو سره يوځای کيږي، د جرمونو کچه لوړيږي، ځوانان له هېواده تښتي، د نشه يي توکو کارونه او اخلاقي فساد مخ په ډېرېدودي .»

په نوموړې مناظره کې شاوخوا ١٢٠ تنو فعالانو، سيمه ييزو چارواکو او محصلانو گډون کړی وو. يوه گډون کوونکي غوښتنه وکړه چې بايد يو لوړپوړی دولتي چارواکی دې په دغه راز مناظرو کې گډون وکړي، ترڅو عادي خلک فرصت ومومي له هغوی څخه نېغ په نېغه خپلې پوښتنې وکړي.

عصمت جويا زياته کړه: «په نننې مناظره کې زيات شمېر ځوانانو گډون کړی وو. له دې امله د کار د موندلو په برخه کې د خپلو حقونو څخه د ځوانانو د خبرولو او د خپلو ستونزو په هوارولو کې يوه ډېره اغېزمنه لاره وه.»

Frontline Updates
Support local journalists