په افغان غرنۍ ولسوالۍ کې ټينګ شوى اوربند

له ډېرې مودې راهيسې طالبانو او حکومتي پوځونو په يوې غرنۍ سيمه کې د نه بريد تړون پلى کړى او داسې بريښي چې بريالى دى.

په افغان غرنۍ ولسوالۍ کې ټينګ شوى اوربند

له ډېرې مودې راهيسې طالبانو او حکومتي پوځونو په يوې غرنۍ سيمه کې د نه بريد تړون پلى کړى او داسې بريښي چې بريالى دى.

Inauguration of a new Afghan National Police station in Kapisa province, November 2010. (Photo: French Army Captain Edouard Dupleix)
Inauguration of a new Afghan National Police station in Kapisa province, November 2010. (Photo: French Army Captain Edouard Dupleix)

په افغانستان کې د آى ډبليو يي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

د پلازمينې، کابل شمال ختيځ ته د څېرمه پروت کاپيسا ولايت د اله ساى ولسوالي د غير معمول تړون يوه  صحنه ده، چې د ځايي حکومت کارکوونکي او طالبان د يو او بل پر ليدو سترګې پټوي.

پر دې حقيقت باور چې هيڅ يو لورى نشي کولاى بل لوري ته ماتې ورکړي، دواړو لورو وپتيله يو د بل په خوا کې په سوله ييز ډول شتون ولري.

وسله وال طالب ياغيان او وسله وال حکومتي پوليس د ولسوالۍ په مرکزي بازا رکې يو بل ته د سرخوږۍ د پېښولو پرته تګ راتګ کوي. هغوى يو د بل په ودونو او مړو کې ګډون کوي.    

په دې وروستيو وختونو کې د اړيکو د لا ټينګولو او ترينګوالي د مخنيوي په خاطر يوه پرېکړه وشوه چې ياغيان د خپل اړتيا وړ توکي له بازار څخه د سهار له خوا او حکومتي پوليس له غرمې وروسته واخلي. 

په بازار کې يو کارکوونکي آى ډبليو پي آر ته وويل: "دا ښه لاره ده. ځکه موږ ډارېدو چې يو پر بل ډزې ونه کړي. دا ډېره ښه خبره ده چې هغوى په جلا وختونو کې دلته راځي."

يو ځايي پوليس هره ورځ له خپل کلي څخه، چې د طالبانو په لاس کې دى، ولسوالۍ ته تګ راتګ کوي. د وسلې او مهماتو له شتون سره سره يې ورته کله کوم سرخوږى پيدا نه کړ.

نوموړي پوليس،چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل: "زه د طالبانو په منځ کې تېرېږم. يو بل ته سلام او ښه راغلاست وايو. کله ناکله د خپلو دندو په اړوند ټوکې ټکالې کوو. موږ غير رسمي تړون کړى."

د اله ساى د امنيې قوماندان، ميرزمان منګري وويل، د نه تيري تړون پر دې ټکي له پوهېدو څخه راولاړ شوى چې هيڅ يو لورى له پوځي لارې برياليتوب نشي  ترلاسه کولاى.

هغه وويل: "زه ٢٠ پوليس او ٢٠تنه  افسران لرم. موږ د قانون د پلى کولو هڅه کوو، خو وس مو نه رسيږي. په همدې توګه طالبان هم وس نه لري چې موږ له منځه يوسي. په حقيقت کې موږ يو بل نه غواړو، ځکه د دوو بېلا بېلو سيستمونو استازيتوب کوو."

دا تړون د اله ساى د ولسوالۍ د سپين ږيرو له خوا په غير رسمي ډول رامنځته شوى دى. په اله ساى ولسوالۍ کې، چې يوه غرنۍ ولسوالي ده، د کليو او بانډو مشرانو او سپين ږيرو دوه کاله دمخه له مخالفينو سره يو تړون رامنځته کړى او لږ و ډېر پر خپل ځاى پاتې دى. 

له هغه ځايه چې سپين ږيري او مشران د ولسوال او د امنيي د قوماندان په ټاکلو کې رول لري، له دې امله هغوى هم دا معامله منلې او د نه بريد تړون يې لاسليک کړى دى.

د نوموړې ولسوالۍ ولسوال، ملا محمد وويل، دا يو غير رسمي تړون دى. نوموړي دا يادونه هم وکړه چې د هغوى اداره له جګړې څخه د ياغيانو د لاس اخيستلو په موخه  د مرکزي حکومت تګلاره تعقيبوي.  

هغه وويل: "وسله وال مخالفين د اله ساى له بازار څخه څو متره وړاندې پراته دي. کله ناکله د يو شي د اخيستلو لپاره بازا رته ځي او راځي. موږ د يو بل په وړاندې جګړه نه کوو. موږ د قومي مشرانو په مرسته د سولې بهير پلى کړى، ترڅو هغوى وسلې پر ځمکه کښيږدي او له حکومت سره يوځاى شي."

يو شمېر نور مرکه شوي خلک پر طالبانو برياليتوب دومره اسان نه بولي او وايي پر دې ډېر خوشحاله دي چې له بهرني سياسي فشار پرته دواړه لوري کولاى شي خپل ژوند ته دوام ورکړي.   

د کلي يو ملک، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل: "موږ د نورو په لمسه د پوليسو، اردو او طالبانو په نامه وژل کيږو. که يو پوليس، يوسرتيرى يا يو طالب وژل کيږي، نو هرافغان پرې کړيږي. موږ د اله ساى د ولسوالۍ مشرانو او سپين ږيرو دا پرېکړه وکړه او اوس زموږ په سميه کې هر څوک په سوله کې ژوند کوي."

نوموړي ملک وويل، طالبان پر ملي اردو او پوليسو تر هغه بريدونه نه کوي،  ترڅو نړيوال سرتيري امنيتي پوځونه ونه هڅوي چې پر طالبانو بريد وکړي. 

د افغانستان لپاره نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) د څو کلونو راهيسې له اله ساى څخه د طالبانو د شړلو په موخه ډېر عمليات سرته رسولي، خو سيمه يې په بشپړ ډول تر ولکې لاندې راوستې نه ده. ايساف او ملي اردو يو شمېر پوستې جوړې کړي او د اله ساى د ولسوالى له مرکز څخه يې "استحکامي ديوالونه" تاو کړي دي. شمال او ختيځ لوري ته د لوړو غرونو د موجوديت اوسختو لارو له امله امنيتي پوځونه نشي کولاى مخالفين له سيمې وباسي، د زياتې مودې لپاره خو د يوې سيمې د ساتلو خبره پر ځاى پرېږده. دا نظر نه يوازې د آى ډبليو پي آر له خوامرکه شوو افغانانوڅرګندکړى، بلکې د ويکي ليکس د خپرونې پر بنسټ د متحده ايالتونو اردو هم څرګند کړى دى.

آى ډبليوپي آرپه سيمې کې له يوسرتېري سره مرکه کړې. هغه د مخالفينوپه ضد جګړې کې د ګډون په اړه زړه نا زړه بريښيده.   

هغه وويل د افغانستان  پخوانۍ او اوسنۍ جګړې د نورو هېوادونو[د ګټو] لپاره سرته رسيږي. نوموړي وويل: "طالبان هم زموږ ورونه دي. هغوى ټاکلې غوښتنې لري. بايد غوږ ورته کېښودل شي. هغوى ليونيان نه دي، هسې خوشې نه جنګيږي."

نوموړي زياته کړه: "هيله لرم طالبان اوحکومتي پوځونه په ټولو سيمو کې داسې پرېکړو ته ورسيږي، ترڅو ددې هېواد اصلي دښمنان تش لاسونه پاتې شي."

يو طالب چارواکي، چې ويې نه غوښتل ونومول شي، وويل، په داسې حال کې چې د نړيوالو پوځونو په وړاندې به جګړه ترهغه روانه وي، ترڅو له افغانستان څخه وتلي نه وي. خو که پر طالبان بريد ونشي، په اله ساى کې به اوربند وساتي.   

هغه وويل: "موږ  پتېلې ده د خپلو توکميزو تړاوونو او قومي مشرانو او اسلام ته د درناوۍ له امله پرحکومتي پوځونو بريد ونه کړو. ځکه موږ ټول افغانان او مسلمانان يو، خوکه چېرته هغوى پرموږ د بهرنيو پوځونو په امر بريد وکړي، نو موږ به پرې هم بريد وکړو او وبه يې وژنو."

په حکومتي لوري کې د مرکه شوو خلکو په څېر هغه هم د داخلي او بهرني سياست ترمنځ  توپير ته ګوته ونيوه، ويې ويل: "د طالبانو له خوا دا تړون ددې معنا نه لري چې ګوندې موږ دې د نړيوالوقاتلينومفسد سيستم منلى وي، بلکې معنا يې داده چې طالبان نه غواړي خپل افغانان ووژني.".

د افغان سياسي او دفاعي شنونکو په اند د اله ساى د سولې معامله  يوې معما ته پاتې کيږي، چې سړى نه پوهيږي هغه د سولې د بسياينې يوه بېلګه وړاندې کوي او که مازې يوه لوبه ده او پراخ اړخ نه لري؟

متقاعد جنرال سليمانخېل باور لري چې اله ساى د حکومت دارۍ او د قانون د تامين د  ناسموالي استازيتوب کوي.

هغه وويل: "دا حالت د حکومت کمزوري څرګندوي. حکومت نشي کولاى هلته قانون پلى کړي. خلک د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره مخالفينو ته ورځي. حقيقت دادى چې هلته دوه حکومته شتون لري. دا د مخالفينو لپاره ستربرى دى."

نوموړي جنرال زياته کړه، طالبانو په سيمه کې يوازې د خپلو ګټو لپاره د سولې معاملې ته غاړه ايښي ده، خو کله چې يې لاس بر شي، نو تړون به يې د بريدونو مخه ونه نيسي.  

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر، عبدالغفورلېوال دا خبره نه مني، وايي په هره لاره چې د وينې د تويېدلومخه نيول کيږي، ښه خبره ده.

هغه وويل: "کله چې د ټوپکو خولو بندې شي، نو معقوليت اومنطق ته لاره پرانيستل کيږي. ډاډه يم دا غير رسمي تړون به په دې پوهاوي سره نورو سيمو ته هم وغځيږي، چې جګړه د هوارۍ ښه لاره نه ده."

لېوال د جنرال سليمانخېل پر خلاف وايي د اوږدې مودې اوربند به ځکه د حکومت په ګټه وي چې خپله دنده به له خنډ پرته سرته ورسولاى شي.  

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists