په افغاني پوهنتونونو کې د ژورناليزم غوره تدريس

.آی ډبليو پي آر له استادانو او د مسلک له خاوندانو سره په دې اړه مرسته کوي چې د راتلونکو خبريالانو د روزلو لپاره له کوم راز درسي توکو څخه کار واخيستل شي

په افغاني پوهنتونونو کې د ژورناليزم غوره تدريس

.آی ډبليو پي آر له استادانو او د مسلک له خاوندانو سره په دې اړه مرسته کوي چې د راتلونکو خبريالانو د روزلو لپاره له کوم راز درسي توکو څخه کار واخيستل شي

Discussion event on a future curriculum for Afghan journalism schools. (Photo: IWPR)
Discussion event on a future curriculum for Afghan journalism schools. (Photo: IWPR)
IWPR's Mina Habib interviews Mohammad Waheed Gharwal, dean of the journalism faculty at Kabul University. (Photo: IWPR)
IWPR's Mina Habib interviews Mohammad Waheed Gharwal, dean of the journalism faculty at Kabul University. (Photo: IWPR)
(Photo: IWPR)
(Photo: IWPR)

 

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر څانگې د يوه کنفرانس د جوړېدو لپاره يو لړ غونډې او کورسونه پيل کړي چې په پايله کې به يې د هېواد پوهنتونونو ته د معياري ژورناليزم د نصاب چوکاټ چمتو شي.

د کنفرانس په اړوند د خبرو اترو له درېو غونډو څخه په لومړنۍ غونډه کې، چې د اپرېل له ٢٩ څخه د می د مياشتې تر لومړۍ پورۍ په کابل کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو د مرستيال، محمد عثمان بابري په گډون د پنځو دولتي پوهنتونونو د ژورناليزم د پوهنځيو رئيسانو او استادانو گډون کړی و.  

د خوست د شيخ زايد د پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي رئيس، ... واحدي وويل: "د داسې غونډو جوړول موږ ته داسې گټورې دي لکه د ژوند لپاره اوبه. دا [غونډه] موږ ته يو فرصت و، ترڅو يو له بله وگورو، نظر سره شريک کړو او خپلې نيمگړتياوې وپېژنو."

د کابل، هرات، بلخ، ننگرهار او خوست ولايتونو پوهنتونونه په کابل کې د امريکا د سفارت په مالي مرسته د افغانستان د ژورناليزم د پراختيا تر پروگرام لاندې له څلورو امريکايي پوهنتونونو سره گډه همکاري کوي. په دې لومړنۍ غونډه کې د موجود تدريسي ميتود او د نوو لاسته راغلو سرچينو په اړه له شريکبانډو سره معلومات تبادله شول. 

د بلخ پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي رئيس، محمد نظري وويل، "له پخوا راهيسې مو د داسې خبرو اترو هيله درلوده."

هغه وويل: "زه په ډاډ ويلای شم، چې دا غونډه به په افغانستان کې د ژورناليزم د مسلک خاوندانو په زړونو کې نوې هيلې وټوکوي."

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مسؤول، نور رحمن رحماني وويل، څرگنده خبره ده چې گڼ ژورنالستان له اوسنيو تدريسي موضوعگانو څخه قانع نه دي.

هغه وويل: "د غونډې په بهير کې ما په کار کې د شاملو ژورنالستانو او د ژورناليزم د پوهنځيو تر منځ يوه تشه احساس کړه. له موږ سره کارکوونکي ژورنالستان شکايت کوي چې پوهنځي د زده کړې سرچينې نه لري، تدريس په ډېر زاړه ميتود روان دی او له دې امله د کار مارکيټ ته د ورننوتو پرمهال د هغوی د لارې خنډ کيږي. د ژورناليزم پوهنځيو په خپل وار خپگان څرگند کړ، په افغانستان کې گڼې رسنۍ د هغو اشخاصو له خوا چلول کيږي چې مسلکي نه دي او د ژورناليزم سند نه لري. هيله من يم، دا خبرې اترې او د کابل د ژورناليزم کنفرانس ... به دا تشه ډکه کړي." 

دمگړۍ د ژورناليزم پوهنځي داسې تعليمي نصاب کاروي چې له يوه بل سره توپير لري. په غونډه کې ژمنه وشوه چې د خپلو درسي توکو لنډيز به چمتو کوي او گوري به چې له يوه پوهنځي څخه بل پوهنځي ته څه توپير لري او ولې دا توپير موجود دی. آی ډبليو پي آر به د راتلونکو خبرو اترو لپاره دا جزئيات پرتله کړي. اوس مهال د ژورناليزم د پوهنځيو درسي مواد له يو بل سره زيات توپير لري.     

د ننگرهار د ژورناليزم د پوهنځي رئيس، ببرک مياخېل وويل: "د درې ورځنيو غونډو او د نظر د تبادلې په پايله کې موږ په دې وپوهېدو چې ددې مسلک په وړاندې ننگونې موجودې دي. موږ ته پته ولگېده چې د دې پوهنځيو په تدريسي موادو کې څومره توپير موجود دی. موږ هغه لارې چارې په گوته کړې چې کولای شي هغوی يو بل ته نژدې کړي."

د لوړو زده کړو معين، عثمان بابري په خپلې وينا کې وويل، زموږ په وړاندې دوې لارې پرتې دي، يا به د ژورناليزم برخوال پوهنځي پر يوه واحد تعليمي نصاب موافقه کوي او يا به بيخي سره جلا لاره غوره کوي. هغه وويل اړتياوې بايد وارزول شي چې کومه لاره د هر يوه پوهنتون او ټولنې ته تر نورو لارو چارو سودمنه بريښي.

د غونډې په پای کې هغه په خپلې تبصرې کې وړانديز وکړ چې په راتلونکو غونډو کې دې د خبرو اترو لپاره شخصي پوهنتونونو ته د گډون بلنه ورکړل شي. د هرات د پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد، فيصل کريمي هم د پوهانو د شمېر د زياتوالي غوښتنه وکړه.

د کابل د ژورناليزم کنفرانس چې آی ډبليو پي آر به يې په روان اوړي کې د لوړو زده کړو د وزارت، دولتي پوهنتونونو، د متحده ايالتونو د سفارت او يو شمېر امريکايي پوهنتونو په گډون جوړ کړي. [په دې کنفرانس کې به] له افغانستان څخه د ژورناليزم شاوخوا ٢٥ تنه استادان،پنځه تنه  امريکايي شريکبانډي  د چاپي، راديو، تلويزيونونو او د ټولنيزو رسنيو شل تنه مسلکي کارکوونکي، حکومتي استازي او همدارنگه د متحده ايالتونو د سفارت استازي گډون وکړي. 

آی ډبليو پي آر به تر کنفرانس دمخه دوې نورې غونډې راوبولي او د دې پروژې په اوږدو کې به د پنځو پوهنتونونو لپاره په افغانستان کې د متحده ايالتونو په مالي مرسته د ژورناليزم روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي. د دې لپاره چې ډاډ منه شي ورکشاپ اړتياوې تر لاسه کړي، هر پوهنتون بايد د آی ډبليو پي آر له خوا له دې اتو موضوعگانو څخه: د خبرليکلو بنسټونه، د امنيت او خونديتوب په اړه پوهه، تلويزيوني خبرې اترې، څيړنيز ژورناليزم، فوتوژورناليزم، کمونيکيشن او عامه اړيکې، د چال چلن اخلاق او د تلويزيون لپاره د خبر ليکنې څخه درې هغه خوښې کړي.  

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists