Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په افغانستان کې ښځینه خبریالانې خپل هویت پټوي

د ټولنیز ګوښه توب او آن تاوتریخوالی له ډاره [ښځینه خبریالانې] زیاتره څوک نه پېژني.
By Sodaba Ahrari
د آی ډبلیو پي آر خبریاله، مینا حبیب (عکس: IWPR)

صدف له څلورو کلونو راهیسې په هرات رادیو کې کار کوي. اوس چې هغه په لوړ پوست کې کار کوي او د یوې مشهورې رادیوې نندارې په سر کې ځای لري، وايي په ځینو برخو کې یې د خپل کوچنیوالي د دورې خوبونه رښتیا شول او په رسنیو کې د یوې دندې خاونده شوه.

له دې سره سره د هغې زړه مات دی. صدف په خپلې سیمې کې ښه نوم لري، خو هغه يې اصلي نوم نه دی. صدف یو مستعار نوم دی چې هغې د ژورنالیزم په ډګر کې د کارکوونکې ښځې په توګه د شرم او د ځان د پټولو په خاطر غوره کړی دی.

هغې آی ډبلیو پي آر ته وویل: «دا سمه ده چې نن سبا مې خلک پېژني او زما پروګرام اوري، خو زه له خپله کاره خوشاله نه یم، ځکه زما خپل هویت پټ دی.»

صدف وویل، کورنې يې په رسنیو کې د هغې د کار کولو ملاتړې ده.  ستونزه دا ده چې د ټولنې نور غړي ښځینه ژورنالستانې خرابې او د ناسمو اخلاقو خاوندانې بولي.  

هغې وویل: «زیاتره اورم چې خلک وايي، که چېرته یوه ښځه ژورنالسته شوه، نوره، نو ښه ښځه نه ده. سره له دې ورته څرګنده ده، چې د ښځینه ژورنالستانو هدف خلکو او خپلې ټولنې ته خدمت دی. په ځانکړي ډول د هرات په څېر دودیزه ټولنه کې خلک موږ نه خوښوي او د هغو ښځو په اړه ښه نظر نه لري چې د رسنیو په ډګر کې کار کوي.»

د صدف تجربې یو راز نه دي. په لویدیځ ولایت کې زیاتره کار کوونکې ښځینه ژورنالستانې وايي، هغوی مجبورې دی چې د سانسور یا آن د تاوتریخوالي له امله خپل هویت پټ وساتي.

د کریمې عزیزي په نامه یوه بله ښځینه ژورنالسته په هرات ولایت کې کار کوي.  نوموړې د خپل کار په شپږ کلنه دوره کې په مستعار نوم کار کړی دی.

هغې هم د صدف په څېر وویل، سره له دې چې خپله کورنۍ يې ملاتړې ده، خو ډاریږي چې که دنده يې وپېژندل شي، نو خپل خپلوان او ټولنه به ورته ستونزې پیدا کړي.

هغې وویل: «که تره یا ترور مې وپوهیږي چې زه په رادیو کې کار کوم، نو ډېرې ستونزې به راته پیدا کړي او نور به راته د یوې درنې نجلۍ په توګه ونه ګوري. هغوی انګیري چې زه یوه حکومتي دنده لرم.»

کریمې وویل، د  داسې یوې ورځې په هیله ده چې خپل نوم وکارولای شي او د خپل کار له امله وستایل شي. هغه وايي ښايي داسې ورځ هیڅکله ونه ګوري. هغې وویل، د افغانستان زاړه دودونو له امله ډېره ستونزمنه ده چې ښځینه خبریالانې په خپلې خوښې پسې لاړې شي. په هر ترتیب هغه له دې امله ډېره خوشاله ده چې د خپلې خوښې په مسلک کې کار کوي.

کریمې وویل: «زه ډېرې ملګرې لرم چې له خپل استعداد او زغم سره سره يې په دې ډګر کې دندې ته دوام ورنه کړای شو. ځکه د ټولنې او د هغوی د خپلې کورنۍ له خوا يې په وړاندې خنډونه پیدا شول.»

چارواکي او فعالان په دې سره موافق دي، ټولنیزې او امنیتي ننګونې ځینې ښځینه ژورنالستانې مجبوروي چې خپل رښتینی هویت پټ وساتي.

د هرات د ښځینه ژورنالستانو د نهاد رئیسې، نقیبې بارکزۍ وویل: «د رسنیو په ډګر کې د ځینو ځوانو نجونو کورنۍ د هغوی کار ته د شرم په سترګه ګوري. هغوی مجبوریږي د خپل کار له اهمیت سره سره خپل نومونه پټ وساتي.»

هغې وویل، هغې او ملګرو يې ځوانې نجونې هڅولي چې له دغه راز تعصب سره وجنګیږي، له ګمنامۍ ونه ډاریږي او بریالیتوب يې په برخه شي.  

بارکزۍ وویل: «موږ له دغو نجونو سره غونډه وکړه. که موږ د موضوع د روښانولو لپاره کوم کار وکړو، نو کېدای شي وضع نوره هم خرابه شي.»

په لویدیځ زون کې د افغانستان د ژورنالستانو د خوندیتوب د کمېټې (AJSC) چارواکي هم وايي چې د کورني تعصب تر څنګ د امنیتي ګواښونو له امله زیاتره ښځې په رسنیو کې خپل د نوم او شهرت له څرګندولو څخه ډډه کوي.

په AJSC کې د ښځو د چارو کارکوونکې، عاطفې غفوري اټکل ونشو کړای چې دا ښکارنده (پدیده) څومره پراخه ده، خو ويې ویل، ښځې نشي کولای د دغه خپریدونکي تور په وړاندې ودریږي.

هغې وویل: «زه داسې نجونې پېژنم چې د خپل ځان او خپل ژوند د پټ ساتلو لپاره مستعار نوم کاروي.که څه هم کورنۍ يې [د هغوی د دندې له غوره کولو څخه] خوشاله دي، خو داسې نجونې هم شته چې هم د خپلې کورنۍ او هم د نورې ټولنې له ډاره مستعار نوم کاروي»

د هېواد په لویدیځ کې د افغان ښځې شبکې مشرې، حسنیې نېکزاد وویل، زیاتره ښځینه ژورنالستانې د مستعار نوم د غوره کولو احساس کوي، ترڅو وکړای شي کورنې او ټولنه ورسره مخالفت ونه کړي او همدارنګه له ناوړه پایلو څخه ځان وساتي.

نېکزاد وویل: «د خپلو نومونو پټول په حقیقت کې یو تکتیک دی چې ښځې يې د خپل ژوند د ساتلو لپاره غوره کوي. دغه ستونزه هلته هوارېدای شي، چې په رسنیو کې ټینګ باور او اطمینان رامنځته شي او د رسنیو خاوندان ښه خوندي چاپېریال رامنځته کړي.»

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی - Foundation-Supporting Open Media) د لویدیځې څانګې رئیس، حمید مؤمن وویل، دغه بنسټ د هغو ژورنالستانو ملاتړ کړی چې د مستعار نوم يې غوره کړی. هغه وویل، آن هغو موسسو چې یوازنۍ موخه يې د رسنیو تر ګواښ لاندې کارکوونکو ته د مرستې رسول دي، نشي کولای د دغه پدیدې د څومره والي په اړه څه ووايي.  

هغه وویل: «د بې اعتمادۍ د فضا له امله نشي معلومېدای چې څومره ښځې مستعار نوم کاروي.»

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وویل، هڅه يې کړې ده چې د ښځینه ژورنالستانو اندېښنه په بېلابېلو لارو هواره کړي.

نوموړي وویل، د ژورنالستانو د امنیت، مصوونیت او ملاتړ لپاره د والي د مرستیال په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه تاسیس شوې ده.

د ښځو د چارو د ریاست د عامه اړیکو د څانګې مشرې، سهیلا صبري وویل، دغه راز چلن په افغاني ټولنې او د کار په ټولو ځایونو کې احساسیږي.

هغې وویل: «ښځې نشی کولای آن په ټولنیزو رسنیو کې خپل نوم یا انځور وکاروي. هغوی پوهیږي چې بیا بیا به تر ګواښ او تهدید لاندې راشي.»