Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په افغانستان کې موجود ډار

ځايي ماهرين وايي کېدای شي د گاونډيانو بې بنديزه فشار دولت له کمزورتيا سره مخامخ کړي.
By Abdol Wahed Faramarz

 

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبدالوحيد فرامرز ليکنه

د ناتو د جګړه ييزو عملياتو د پوځونو د پای نېټه رانژدې کيدونکي ده، د افغانستان يو شمېر ماهرين ډاريږي چې هېواد به يې د بهرني فشار د مقابلې وس ونه لري او کېدای شي تجزيه شي. 

د امنيت د لېږد مسؤول، اشرف غني احمدزي تېره مياشت يوه افغان خصوصي تلويزيوني کانال ته ويلي و چې راتلونکي لس کلونه به د زياتو ننگونو کلونه وي.

نوموړي د جنورۍ د پنځمې نېټې په يوې مرکې کې وويل: "موږ په ٢٠١٤ کال کې د خپل هېواد د پايښت له خطر سره مخامخ يو. زموږ گاونډيان، همدا راز ځينې نړيوال شنونکي او نور، چې د  درناوۍ په سترگه راته نه گوري، زموږدسقوط  شپې ورځې شميري "

د جنورۍ په مياشت کې د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر، امرالله صالح له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د خپل هېواد راتلونکي خواشينوونکي وبلله. د بي بي سي د خپرونو له انگليسي او پښتو څانگو سره په مرکې کې صالح د ايران او پاکستان له خوا موجودو گواښونو ته گوته ونيوه. 

د بي بي سي له فرانک گارډنر سره په مرکې کې امرالله صالح وويل، لويديځه نړۍ به "يوه ورځ تاسف وکړي"چې که په خپل کار کې پاتې راشي، "پاکستان وهڅوي، يا پرې فشار راوړي يا يې دې ته راواړوي د خپل بهرني سياست د پرمخ وړلو لپاره له افراطيت څه لاس واخلي."

هغه وويل، موږ افغانانو ته به يې پايله دا وي، چې "زيات شمېر به ووژل شو او ښايي په سلگونو زره خلک به بېکوره شو. افغانستان به په بدمرغيو کې ډوب شي، داسې يو افغانستان به وي چې خپلو خلکو ته به د خدمت جوگه نه وي."

د پارلمان د غړي، محمد حسين فهيمي په څېر ځينې سياستوال وايي د اسلام آباد او تهران اغېز لا له وړاندې د افغانستان دننه، د حکومت زړه ته ننوتی. فهيمي آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه مهال چې دې دولتونو د افغان مشرتابه کاواکه حالت او کمزورتيا احساس کړه، نو د خپلو گټو او منافعو لپاره يې پر هغوی خپل فشارونه لا پسې زيات کړل.  

د طالبانو د پرله پسې بغاوت ترڅنگ، څايي شنونکي د حکومت، پارلمان او امنيتي پوځونو په گډون د مرکزي مؤسساتو تر منځ داخلي کړکيچ ته گوته نيسي، يعنې لا تر اوسه زيات شمېر سياستوال د ملي گټو پرځای په زړو سياسي او قومي تړاوونو پورې نښتي دي.

د يو شمېر خلکو لپاره [د افغانستان] راتلونکې د ١٩٩٠ په پيل کې د کورنۍ جگړې د کلونو په څېر له خطره ډکه بريښي.

د ملي کانگرس د گوند مشر، عبداللطيف پدرام ډاريږي چې کېدای شي جنگ سالاران بيا واکمن شي، د افغانستان دننه کوچني دولتونه جوړ کړي او له گاونډيو تنظيمونو سره په اخ و ډب اخته شي.

هغه وويل: "قومي، مليتي، تنظيمي او سمتي تعصب زموږ د ملي يووالي په وړاندې يو ستر خطر رامنځته کوي. کله چې افغان سياستوال، واکمنان او مشران د رسنيو په وړاندې راښکاره کيږي، د ملي يووالي ترشا خپله اصلي څېره پټوي او وايي افغانان يو واحد او يو موټی ملت دی او پخپلو منځونو کې قومي توپير نه لري. خو کله چې کورونو ته ستنيږي، نو د قوم، قوميت، نژاد او نژادپالنې خبرې کوي."

د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر، عبدالغفور ليوال وايي افغانستان د تېرې پېړۍ راهيسې په درېو يا څلورو حالتونو کې له ورته موجود ناتار سره لاس او گرېوان شوی دی. 

د لويديځ له يوولس کلن موجوديت سره سره ايران او پاکستان په پوره برياليتوب خپل ځانونه په سياسي، اقتصادي او فرهنگي ډگرونو کې ورځای کړي دي او اوس د هغه په وينا په حکومت کې له "نا محدود اغېز"څخه برخمن دي، چې د هغه په اند به هرو مرو د افغان دولت په ټوټه کېدو پای ته ورسيږي.

په داسې حال کې يو شمېر خلک وايي افغان امنيتي ځواکونه اوس په داسې يو دريځ کې دي چي له نړيوال ملاتړ پرته کولای شي مقابله وکړي، خو لېوال هغه پخپله د ستونزې يوه برخه بولي. وايي پوځ د حکومت په څېر کمزوری دی چې کېدای شي ټوټه ټوټه شي.

هغه دا حالت د ولسمشر نجيب الله د واکمنۍ له پېر سره پرتله کوي، چې کله اردو گډه وډه شوه او يو شمېر تنظيمونه په کورنۍ جگړې کې ښکېل شول.

پدرام دا مني، وايي زياتره سرتيري له امنيتي بوځ سره ځکه يوځای شوي دي چې يوه عايد ته يې اړتيا درلوده، نه دا چې يوه واحد افغانستان ته وفادار وو. په دې معنا چې که وضعه بدله شي، نو هغوی په ډېره اسانۍ له ميدانه وځي. داسې ځواک به نه وي چې له دولت څخه دفاع وکړي. 

د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ددې تبصرو په اړه له څه ويلو څخه ډډه وکړه، خو د ولسمشر حامد کرزي يوه وياند دا دواړه ادعاگانې رد کړې چې گوندې حکومت دې سقوط وکړي او يا د گاونډيو حکومتونو اجينټانو په حکومتي مؤسساتو کې نفوذ کړی دی.

ايمل فيضي وويل: "له شک پرته ورانوونکي افراد د افغانستان دننه او بهر لگيا دي چې د هغه ملي وحدت ته زيان ورسوي، خو د دې کار د سرته رسولو وړتيا نه لري. دا کار به هيڅ وخت تر سره نشي."

فيضي وويل، له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د نړيوالو پوځونو شتون به د افغانستان امنيت تضمين کړي او په ځانگړي ډول يې له متحده ايالتونو سره د امنيتي تړون يادونه وکړه چې ولسمشر کرزي يې واشنگټن ته په خپل وروستي سفر کې په اړهيي امريکايانو سره  خبرې کړي دي.

هغه وويل: "هغه مهال چې د دواړو هېوادونو له خوا امنيتي سندونه تصويب شول، هيڅ گواښ به د افغانستان وحدت ته زيان ونشي رسولای."