Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په افغانستان کې د ډله ييزو رسنيو جنګ

د افغانستان په نوو رازرغونېدونکو مطبوعاتو کې پراخه توکميزې او سيمه ييزې سيالۍ د هېواد کاواکه يووالي ته ګواښنه کوي.
By Hafizullah Gardesh
.



د فرهنګ او ځوانانو د وزارت د شمېرو له مخې په 2001 کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو راوروسته په حکومتي او شخصي ډګرونو کې له 500 څخه زياتې چاپي رسنۍ او همدارنګه 70 راديوي ستيشنونه او 18 تلويزيوني کانالونه رامنځته شوې دي.



دې رسنيو ته له يو نژدې کتنې څخه وروسته دا جوتيږي، چې توکميزې، ژبني او سيمه ييزې سيالۍ د مطبوعاتو دا ټوله بريا په اوبو لاهو کوي. ځيني څارونکي په دې اند دي، چې کړکيچ د هېواد يووالي ته د خطر تر کچې رسيدلی دی.



زياترې رسنۍ ډېرې تنګ نظرې دي او يا لږ تر لږه يو يا بل سياسي او توکميز لورې ته توليږي.



د طلوع تلويزيون، چې په 2004 کال کې د افغان – استراليايي محسني ورونو په نوښت جوړ شو په افغانستان کې يي د رسنيو يوه امپراتوري رامنځته کړه او په عمومي ډول پښتون ضد رسنۍ په توګه انګېرل کيږي.



د شمشاد په نوم نوی رامنځته شوي تلويزيون بيا برعکس ټول پښتو دی، په داسې حال کې چې د اينې تلويزيون د ازبيک جنرال دوستم تر ملاتړ لاندې دی او د هغه په ګټه خپرونې کوي.



ورځپاڼې هم په ورته ډول همدغه لوري لري. کابل اوونيزه، چې په رنګه ډول په دري او انګليسي ژبو خپريږي د پنجشېريانو استازيتوب کوي، په داسې حال کې د "ارمان ملي" ورځپاڼه د جمعيت اسلامي سياسي ډلې ويندويه ده، چې له شمالي ټلوالي سره تړاو لري.



داسې کومه رسنۍ نه ترسترګو کيږي، چې له ټولو اړخونو سره په برابره توګه تړاو ولري.



د کابل اوونيزې مسوول چلوونکی، فهيم دشتي اندېښمن دی، چې د بېلا بېلو رسنيو تر منځ پراخېدونکی واټن به د خلکو په وړاندې د رسنيو اتبار ته زيان ورسوي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زه فکر نه کوم، چې موږ دې ګوندې ازاد مطبوعات ولرو. زيات شمېر رسنۍ د حکومت، د بهرنيو موسسو يا انفرادي اشخاصو له خوا تموليږي. له دې امله ژورنالستان په ډلو وېشل شوي دي او تمويلوونکي ټاکلې غوښتنې لري. د هغو خلکو لپاره دا ډېره ښه موقع ده، چې توکميز بېلوالي (د قومونو ترمنځ بې اتفاقۍ) ته پکی وهي."



هغه زياته کړه، ژورنالستان آن د مسلکي اتحاديو په هکله جوړ جاړي ته نه رسيږي. هغه وويل: "د کابل قصابانو ته وګورئ. هغوی يوه صنفي اتحاديه لري، خو ژورنالستان شپږ اتحاديې."



له دې ټولو ستونزو سره سره بيا هم دشتي خوښ برېښېد. هغه وويل: "مطبوعاتو له تېرو پنځو کلونو راهيسې زياته وده کړې ده. که وضعه همداسې دوام ومومي، نو زموږ مطبوعات به په سيمې کې خورا پياوړي مطبوعات وي."



سياسي شنونکی حبيب الله رفيع د افغانستان توکميز وېش په مخکنيو پېړيو کې لټوي. هغه وويل، د بې اتفاقۍ تخم د برتانويانو له خوا په 19 پېړۍ کې شيندل شوی دی. په 20 پېړۍ کې د شورويانو له خوا خړوبه شو او اوس د ايرانيانو له خوا ګټې اخيستلو ته چمتو شو.



رفيع وويل: "په 1987 کال کې د کمونستې کودتا وروسته خلک ايران ته وکوچېدل، هلته ورته ايرانيانو د تاريخ او په افغانستان کې د توکمونو او ژبو په اړه ناسم معلومات ورزده کړل او په افغاني ضد روحيه يي وروزل."



هغه شکايت وکړ او ويي ويل، اوس هغه تيت او پرک خلک بېرته راستنيږي او دا احساس يي د ژوند په بهېر کې ورګډيږي. هغه وويل: "په ايران کې روزل شوي اشخاص اوس د رسنيو په سر کې ځای لري. هغوی د ملي يووالي په وړاندې تبليغ کوي او کله ناکله خو د افغانستان ژبو او توکمونو ته ښکنځاوې کوي او بيا دې کار ته د مطبوعاتو د ازادی نوم ورکوي."



د ښځو د اوونيزې خپرونې، سيرت چلوونکي، ماري نبرد د هغه ستر زيان په هکله اندېښمنه ده، چې د مطبوعاتو بېلوالي يي رامنځته کوي.



هغې وويل: "موږ بايد دې ستونزې ته په سر سرې توګه ونه ګورو. مطبوعات په بې مانا تعصب او جګړې کې ډوبيږي. د افغانستان دښمنان له دې وضعې څخه ګټه پورته کوي. خلک وايي د ناتار لوري ته د هېواد د رهي کېدو پړه د ژورنالستانو په غاړه ده. تاريخ به په موږ ډېر سخت قضاوت وکړي."



د فرهنګ او ځوانانو د وزارت ستر سلاکار، نجيب الله منلی د مطبوعاتو په اړه له دې منفي نظرونو سره موافق نه دی.



هغه وويل: "په مطبوعاتو کې د تنګ نظرۍ کچه خورا ټيټه ده. د هغو خلکو شمېره ډېره لږه ده چې توکميز اور ته پکی وهي. په داسې حال کې چې يو شمېر ناروغه او فاشيستي رسنۍ شته، خو ټولنې ته رښتونی ګواښ نه رامنځته کوي."



منلی دا مني، چې روسان په افغانستان کې د توکميزو ستونزو د راپورته کولو په وړاندې مسوول دي.



هغه وويل: "هغه مهال چې روسانو منځنۍ اسيا فتح کړله، نو هېوادونه يي په توکميزو ليکو ووېشل. هغوی دا کار په افغانستان کې هم وکړ. دې وېش د جهاد سنګرونو ته هم لاره وموندله. خو د هغوی په وړاندی کوم ګام پورته کول د حکومت دنده نه ده. موږ دا کار ژورنالستانو او روڼ اندو ته پرېښی دی."



د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحاديې مشر او د فرهنګ او ځوانانو د وزرات پخوانی مرستيال، سيد اقا حسين فاضل سانچارکي ددې کار لامل د زده کړې او ليک لوست د کچې ټيوالی بولي.



هغه وويل: "خلک په ټولنې کې فرهنګي پخوالي ته نه دي رسېدلي. هغوی په دې نه پوهيږي، چې انساني، ملي او ملي لوړ ارزښتونه په توکميزو، ژبنيو او سيمه ييزو هغو لوړ وبولي."



هغه زياته کړه، سياستوال له توکميزو مسايلو څخه د وسلې په توګه کار اخلي. سانچارکي وويل: "موږ دا کار په ځانګړي ډول د جهادي مشرانو تر منځ ګورو. دا کار د ولسمشرۍ او پارلمانې ټولټاکنو پر مهال خورا څرګند و."



هغه زياته کړه، د حکومت دننه په دندو ګومارل او له دندو شړل د توکم له مخې سر ته رسېدل.



په دې وروسيتو کې د فرهنګ او ځوانانو د وزارت او د ملي راديو تلويزون تر منخ برالا ناندرۍ، چې د ملې راديو تلويزيون د رئيس نجيب روشن په ګوښه کېدو پاې ته ورسېدې، ددې ټکي يوه ښه بېلګه ده.



د (فرهنګ او ځوانانو وزير) کريم خرم، پښتون توکمه اونجيب روشن تاجيک توکمه و. هغوی دواړو په مطبوعاتو کې خپل پلويان لرل. هغه مهال چې خرم د ملي راديو د ريس په توګه د غني مدقق په ګومارل کېدو ټينګار وکړ، روشن مخالفت وښود او خرم يي په "توکميزې لوبې" تورن کړ.



د سانچارکي د وينا له مخې: "که چېرته حکومت ددې ستونزې د حل لپاره کومه لاره ونه لټوي، نو د رسنيو دا شخړه به نه يوازې مطبوعات او د بيان ازادي له منځه يوسي، بلکې ټول هېواد به ژورې کندې ته وغورځوي."



په کابل کې د يوې وتلې رسنی ژورنالست، چې ويي نه غوښتل ونومول شي، په مطبوعاتو کې د توکميز اور د پراخيدو پخلی وکړ.



هغه وويل: "په هغه ځای کې چې زه کار کوم، د يو توکم خلک راغونډ شوي دي. يوازې زه او درې تنه نور له بل توکم څخه يو. زه ګورم، چې هره ورځ زما توکم او ملي اتلانو ته سپکاوی کيږي. خو زه پرې غوږونه ټپوم. که مې څه وويل، نو هغه ساعت به وشړل شم. زه بايد خپلې کورنۍ ته ورځنۍ توښه برابره کړم."



د يوې ورځپاڼې مسوول چلوونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، ټينګار وکړ، چې وضعه ورو ورو مخ په ښه کېدو روانه ده.



هغه وويل: "دا ښه پرمختګ دی، چې د ټوپک د شپېليو پر ځای مو د قلم په څوکو جګړه پيل کړه."

هغه زياته کړه، اوس، اوس د ټوپک جګړه پای ته رسېدلې ده. د رسنيو د جګړې پړاو به هم يو مهال پای ته ورسيږي.



هغه زياته کړه: "د افغانستان مطبوعات لا تر اوسه پخوالي ته رسېدلي نه دي. موږ بايد له زغم څخه کار واخلو او د هغې پخيدو ته انتظار وباسو."