په افغانستان کې د پاسپورت د مرموزې سوداګرۍ رابرسېرول

غير قانوني لېدنو کتنو او بېلابېلو چارواکو د پاسپورت د ناقانونه خرڅلاو مخنيوی ستونزمن کړی دی.

په افغانستان کې د پاسپورت د مرموزې سوداګرۍ رابرسېرول

غير قانوني لېدنو کتنو او بېلابېلو چارواکو د پاسپورت د ناقانونه خرڅلاو مخنيوی ستونزمن کړی دی.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبدالواحد فرامرز ليکنه

د شپې اته بجې وې.  په ګرځنده تيلفون کې مې زنګ راغی. هغه زما ملګری، نظر حسين و، چې په ايران کې له دوو کلونو تېرولو وروسته افغانستان ته راغلی و. هغه غوښتل بېرته ايران ته لاړ شي. سره له دې چې ايران ته د تګ اجازه يې هم درلوده، خو د نوي پاسپورت اخيستل ورته نژدې ناشونی کار و.

د پاسپورت چارواکو ويل، د پاسپورتونو د کمښت اوسنۍ ستونزه  سعودي عربستان ته د تلونکو زيارت کوونکو د زياتې تقاضا له امله نوره هم ناوړه شوې ده. له دې امله يو څو مياشتې پاسپورتونه، نه ورکول کيږي. هغوی له خلکو غوښتنه وکړه چې د نوو پاسپورتونو تر راسېدو پورې له زغم څخه کار واخلي.  

[وګورئ: اصلي رپوټ –  په افغانستان کې پاسپورت د خرڅلاو لپاره]

د کيسې تر شا کيسه پر هغه کار او ننګونو رڼا اچوي چې د آی ډبليو پي آر په رپوټونو کې رابرسېره او  د ليکنې په بهير کې ورسره زموږ تر روزنې لاندې خبريالان مخامخ کيږي.

د کيسې پاتې برخه

د پاسپورت يو شمېر کارکوونکو څرګند ه کړه چې کېدای شي يو څوک د پيسو په بدل کې  نوی پاسپورت  تر لاسه کړي. چارواکو يو شمېر سپين پاسپورتونه له ځان سره ساتلي او په پيسو يې پلوري.

دا زما د ملګري، نظر [حسين] تجربه وه. سره له دې چې هغه درې اوونۍ پرله پسې د پاسپورت رياست ته تللی او د ژمې په يخنۍ کې له سهاره ترماښامه په ليکه کې درېدلی، خو آن تر دروازې پورې هم نه دی رسېدلی. په پای کې هغه وکړای شول د يو منځګړی له لارې د درې سوو ډالرو په بدل کې پاسپورت واخلي. 

کله چې هغه ماته دا خبره وکړه، ما په کابل کې د آی ډبليو پي آر له دفتر سره شريکه کړه، هغوی راته وويل د رپوټ په ليکلو پيل وکړه.

نه پوهېدم له کومه ځايه يې پيل کړم. په دې پوهېدم چې له سختو ستونزو سره به لاس او ګرېوان شم. د هغو خلکو موندل اسانه کار نه دی چې د پيسو په بدل کې کې يې پاسپورتونه اخيستې دي يا هغه کميشنکار وموندل شي چې د رياست له کارکوونکو سره اړيکې لري. سربېره پر دې له دې حساسې موضوع سره د پاسپورت د رياست غبرګون هم ملګری و، چې ما يې د پلټنې غوښتنه کوله. که چارواکو ته د پلټنې پر مهال دا پته ولګيږي چې زه خبريال يم او بندې مې کړي؟     

ما ته ګرانه وه کوم  کمېشنکار  پيدا کړم چې همکاري راسره وکړي، سره له دې چې د ملګرو له لارې مې د يو شمېر پتې هم موندلې وې. په پای کې مې يو څوک وموند چې خبرې راسره وکړي. د ژمي په يوه شپه يې ناوخته راته زنګ وواهه.     

هغه وويل: «هله ژر شه، د پاسپورت کارکوونکی منتظر دی.» 

سترګې مې له خوبه ډکې وې، تليفون مې راواخيسته، پرته له دې چې چاته ووايم، په پټه له کوره راووتم.

د کوڅې په  ټولو  کورونو  کې توره تياره وه. په موټر کې مې له ارتباطي شخص څخه وپوښتل، چېرته ځو. هغه هيڅ ونه ويل. موټر مو وړاندې  لاړ. څو شېبې وروسته ما ته پته ولګېده چې د ښار يوې تشې او خالي سيمې ته راغلي يو. هلته د سړک تر څنګ د غونډۍ پر سر يو څو کورونه وو. تګ راتګ  نه و. ورسته د موټر چلوونکي تر څوکۍ لاندې راته يوه تومانچه ښکاره شوه. ورو، ورو  مې له ډاره بدن په رپېدو شو. مافکر وکړ چې کېدای شي کوم چل راته جوړ شوی وي.    

کله چې د معاملې ټاکلي ځای ته ورسېدو، د پاسپورت کارکوونکي زما په ليدلو، چې يوخبريال يم،  ټکان وخوړ. لومړی يې له ما سره هيڅ خبرې ونه کړي او زما په شتون کې يې له معاملې ډډه وکړه. ما ژمنه وکړه چې هويت يې پټ وساتم. هغه وخندل او يو بنډل پاسپورتونه يې کمېشنکار ته ورکړل.

هغه وويل: «زما پر تاسو خبريالانو باندې زړه سوځي. تاسو سخت کار کوئ، خو څوک ورته غوږ نه ږدي. دا کار د ځنځير کړيو ته ورته دی. هرڅوک پکې، ددې کړيو په څېر، خپله، خپله برخه لري. ځه، کورته دې لاړ شه او خوب دې وکړه.»  

يو څو تنه مې وموندل، چې د پاسپورت د اخيستلو لپاره يې پيسې ورکړې وې، خو زياترو راسره له ډاره خبرې ونه کړې. د يو څو تنو له خبرو راته پته  ولګېده چې د پيسو اندازه اتو سوو ډالرو ته ختلې ده. که له يو کارکوونکی سره ښه پېژندګلوىهم ولري، نو بيا هم مجبور يې تر درې سوه ډالرو پورې ورکړې. 

اوس هغه وخت رارسېدلی و چې د پاسپورت رياست ته ورشم.  هلته په لسګونه خلک د دروازې مخې ته ليکه ولاړ وو. ځان مې په دروازه کې ولاړ پوليس ته په سخته ورنژدې کړ او ځان مې ورته وروپېژانده.

هغه وويل: «ځه، له دې ځايه. ډېرې خبرې مه کوه. دلته هره ورځ ډېر خبريالان راځي.رئيس نشته.»   

ما ورته وويل، له مرستيال سره مرکه کوم، خو پوليس وويل هغه هم نشته. ما ورته وويل، هرڅوک چې موجود  وي، خبرې ورسره کوم.

هغه وويل: «ډېر شله يې. ځه ورشه، خو هيح شی به هم په لاس رانه وړي.» 

کله چې رياست ته دننه شوم، نو ومې ليدل چې د پاسپورت رئيس، جنرال ايوب په خپل دفتر کې دی. ما دمخه څو ځلې هغه ته په بېلابېلو شمېرو تليفونونه کړي وو، خو ځواب يې نه و راکړی.

هغه زما تود هرکلی وکړ. خو کله چې مې ترې د فساد په اړه پوښتنه وکړه، نو خپه شو.

ويې ويل: «دا اوازې د کمېشنکارانو له خوا خپرې شوي. هغوی جعلي پاسپورټونه او ويزې جوړوي. هغوی غواړي ددې رياست کارکوونکي بدنام کړي.  زه په کلکه دا تور ردوم.»

زما رپوټ، د پاسپورت د ادارې د مشر د تبصرو په ګډون،  په خپل مهال خپور شو.

لږ وروسته د کورنيو چارو د وزارت يو چارواکي راته زنګ ووواهه. دمخه تر دې چې زه خوله پرانيزم، هغه په غوسه وويل: «د پاسپورټونو په اړه کوم رپوټ چې تا خپور کړی، بيخي ناسم دی. هغه په بې مسؤوليتۍ ليکل شوی. تا د هېواد پوليس بدنامه کړي دي.»

هغه وويل، چې ډېر ژر وزارت ته راشم. ما ورته په سړه سينه ځواب ورکړ، کولای شئ  هغه کميسون ته مې وړاندې کړئ چې د رسنيو د سرغړونو څېړنه کوي. که هغوی د آی ډبليو پي آر په وړاندې څه شی وموند، نو موږ به له هرې پلټنې سره مرسته وکړو.        

ددې خبرې په اورېدو هغه نور هم په غوسه شو. ويې ويل: «آيا ته د خبريال په توګه د کار اجازه لري؟ آيا ستاسو دفتر لايسنس او اجازه ليک لري؟ دفتر مو چېرته دی؟ آمر مو څوک دی؟ د هغه د تليفون شمېره راکړه!»

ما ورته وويل، موږ دا ټول هر څه لرو. له دې وروسته يې تليفون بند کړ. 

سره له دې چې د دموکراسۍ اصول او د وينا ازادي له تېرو لسو کلونو څخه راپه دې خوا په افغانستان کې په فرضي ډول پلې شوې، خو داسې بريښي، هغه خلک چې ددې ارزښتونو د ساتلو په موخه ټاکل شوي، په حقيقت کې د هغې پر ضد عمل کوي او د حقايقو د خپراوي د بندلو لپاره د فشار له هرې بڼې څخه کار اخيستل کيږي.

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists