په افغانستان کې د ټاکنو پر ارزښت پوهول

.اى ډبليو پى ار پروژه ځوان رايه ورکونکي هڅوي ترڅو دټولټاکنو په ارزښت ځان پوه اوپه ټاکنو کې برخه واخلي

په افغانستان کې د ټاکنو پر ارزښت پوهول

.اى ډبليو پى ار پروژه ځوان رايه ورکونکي هڅوي ترڅو دټولټاکنو په ارزښت ځان پوه اوپه ټاکنو کې برخه واخلي

Voting in Balkh province, 2009. (Photo: IWPR)
Voting in Balkh province, 2009. (Photo: IWPR)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

آی ډبليو پي آر په ٢٠١٤ کال کې په پام کې له نيول شوو ټاکنو دمخه په افغانستان کې له نوو رايه ورکوونکو سره کار کوي چې په ټاکنو کې گډون کولو ته وهڅيږي او خپل غږونه واورولای شي.

حامد کرزی دې ته ځان چمتو کوي چې له ولسمشرۍ ځان گوښه کړي، خو دا لا په بشپړ ډول څرگنده نه ده چې څوک به يې ځای ونيسي. زياتره نوماندان پېژندل شوې څېرې دي؛ يو شمېر يې د تېرو جگړو په تاوتريخوالي کې ډېر مهم افراد وو. پر دې سربېره چې تېرې ټاکنې غيرعادلانه بلل شوې وې او مخالفينو رايه ورکوونکې ډارولي وو چې د رايو ورکولو مرکزونو ته لاړ نشي، کېدای شي د دې احساس له امله يو شمېر خلک د ولسمشر او همدارنگه د ولايتي شوراگانو د غړو د ټاکنو په موخه د رايو ورکولو مرکزونو ته د ورتگ زړه ښه نه کړي.

آی ډبليو پي آر د ٢٠١٣ کال د اگست د مياشتې راهيسې له اتلسو څخه تر اته ويشتو کلونو پورې ځوانانو، په ځانگړي ډول محصلانو سره، کار کوي چې د ټاکنو د بهير او رايې ورکولو روښانه انځور ورته وړاندې کړي. آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ، نوښتونه په کابل کې د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته چمتو شوي دي.

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مشر، نور رحمان رحماني وويل:"د دې پروژی وروستۍ موخه د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټولټاکنو کې د افغاني ځوانانو د فعال گډون پراخول دي."  

هغه وويل، د يو لومړني گام په توگه "موږ په ولايتونو کې د ژورناليزم او د غوره وړتياوو د لوړولو په اړه له سلو څخه زيات ورکشاپونه جوړ کړي دي. موږ له لسو پوهنتونونو څخه دېرش تنه محصلان استخدام کړي چې د پوهنتون په کچه د خبرو اترو او مباحثو او همدارنگه د پوهنتون دننه د غونډو په جوړولو کې مرسته وکړي. د بېلابېلو پوهنځيو محصلان روزل شوي چې راديوي او چاپي ټوټې توليد کړي، ترڅو د دموکراتيکي حکومتوالۍ او ټاکنيز بهير په اړه د خلکو د پوهاوي په لوړولو کې مرسته وکړي."

په بل گام کې د پوهنتونو غوره شوي استادان به د مهمو سياسي او ټاکنيزو موضوعگانو په اړه د يو لړ خبرو اترو کوربانه وي او موخه به يې دا وي چې ناسمې انگېرنې لېرې، د افراطي تبليغاتو په اړه د خلکو پوهه زياته کړي او ځوانان به وهڅوي چې د ځان په اړه سوچ وکړي، خپلې رايې وکارولای شي او د رايو ورکولو د مرکزونو د کارکوونکو او يا د ټاکنو د بهير د څارونکو په توگه په کار او فعاليت بوخت شي. 

تمه ده چې د افغانستان له ټولو پوهنتونو څخه شاوخوا دوه زره تنه محصلان د دې پروژې په بېلابېلو فعاليتونو کې برخه واخلي. همدارنگه يو شمېر به د مدافعې او برلاسۍ په برخه کې روزنه ترلاسه کړي چې وکړای شي نور خلک د خپلو رايو د ورکولو لپاره وهڅوي.

د پکتيا پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصل، يوويشت کلن عبدالرقيب نوري وويل: "ما د رايو ورکولو کارت نه درلود چې رايه پرې ورکړم، خو په روزنيز ورکشاپ کې مې له گډون وروسته يو کارت واخيست. زما هيڅ يو همټولگيوال د رايې ورکولو کارت نه دی اخيستی. له دې ورکشاپ څخه دمخه ما هم د هغې له تر لاسه کولو سره مينه نه درلوده."

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists