په افغانستان کې د موافقې او تفاهم په اړه له حکومت څخه د همغږۍ غوښتنه

کابل حکومت ته پکار ده چې د مدني ټولنو له ډلو سره لاس په لاس موافقې او تفاهم ته ځان ورسوي.

په افغانستان کې د موافقې او تفاهم په اړه له حکومت څخه د همغږۍ غوښتنه

کابل حکومت ته پکار ده چې د مدني ټولنو له ډلو سره لاس په لاس موافقې او تفاهم ته ځان ورسوي.

Wednesday, 11 November, 2015

د آی ډبليو پي آر د مناظرې د يوې لړۍ د گډون کوونکو د وينا له مخې د سولې او پخلاينې  ته د رسیدو لپاره د افغان حکومت او غيرحکومتي موسسو تر منځ  نږدېوالی، مرستې او همغږي اړينه ده.

په هغو غونډو کې چې د اکتوبر په مياشت کې جوړې شوې وې په بدخشان ولايت کې چارواکو او فعالانو وويل، حکومت او د مدني ټولنو موسسو ته پکار ده چې يو تر بله لاسونه ورکړي، ترڅو د سولې د تامين لپاره تفاهم ته ورسيږي.  

تر اوسه پورې د حکومت او طالبانو تر منځ له خبرو اترو څخه کومه ګټه نه ده ترلاسه شوې. 

د کابل سويل ته په لوګر ولايت کې ځينو ويناوالو پر حکومت پړه واچوله چې د سولې د بنسټونو په رامنځته کولو کې پاتې راغلی دی.

د مدني ټولنې يو ځايي فعال، محمد شفيق پوپل وويل، د افغانستان د سولې د عالي شورا ولايتي څانګې دمګړۍ يوازنۍ ادارې دي چې د بياپخلاينې په لار کې په فعاله توګه هلې ځلې کوي.

هغه وويل: «حکومت د سولې په رامنځته کولو، په تېره بيا په هېواد کې د ټيکاو په راوستلو کې، کمزوری او بې کفايته دی. په کلونو کلونو کې يې د مدني ټولنې، چې د سولې لپاره کار کوي، سم ملاتړ ونه کړ.»

د لوګر ولايت د ولايتي شورا غړي، محمد قسيم خوشيوال وويل، چې د سولې په راوستلو کې باید کار وکړي او رهبرۍ ته اړتیا لري.

هغه وويل: «تاسو هر يو د لوګر ولايت اوسيدونکي بايد د سولې سفيران اوسئ، افراطیت رد کړئ، د هېواد د ودانولو لپاره يو موټی شئ او خپلې شخصي ستونزې يوې خواته پريږدئ.»

د کابل په مناظره کې د ولايتي شورا مشر، حاجي محمد علي محمدي په افغانستان کې د دولت او موسساتو پر وړاندې شته ستونزو ته اشاره وکړه.  

هغه وويل: «نيابتي [په بهرني ملاتړ] جگړه، له فساد سره د مبارزې په وړاندې د يوې متمرکزې  ستراتيژۍ نشتوالی، بېروزګاري او نيشه يي توکي، له ناحکومتي موسسو سره د حکومت د همکارۍ نشتوالی او امنيتي ستونزې ټولې عمده ننگونې دي.»

د افغانستان په شمال لويديځ ولايت، بدخشان کې د اقتصاد په رياست کې له ناحکومتي موسسو سره د اړيکو د ادارې مشر، محمد عيسی اسلمي وويل، د مدني ټولنې ډلو په پيل کې د بياپخلاينې له بهير سره د پام وړ مرسته وکړه، خو وروسته هغه لېوالتيا له منځه لاړه. 

هغه وويل: «پخوا د هغو ناحکومتي موسسو شمېر زيات وو چې د سولې په برخه کې يې کار کاوه، خو د وخت په تېرېدو يې فعاليتونه ودرېدل.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام د آغاخان د بنسټ نوم واخيست چې د نورو څو موسسو ترڅنگ په دې موضوع کې ښکېل وو.

د بدخشان د سولې د عالي شورا د عامه پوهاوي د څانگې مشر، سيد امرالله حبيبي داخبره ومنله چې يو څو ناحکومتي موسسو د سولې په وړاندې ځينې موضوعګانې هوارې کړې وې.

حبيبي ويل: «نوموړو موسسو په هره برخه کې په زړه پورې کارونه وکړل، خو کله چې خبره د سولې ټینګښت او مرستې ته راورسېده، له دوه - درېو پرته يوې هم د سولې د ټینګښت، ترویج او روزنې  اړوند کوم کار ونه کړ.»

په بدخشان کې د ښځو د حقونو د دفاع د څانکې  کارکوونکې، سکينې خاوري وويل، ناحکومتي موسسې کولای شي، «د خلکو پر چال چلند باندې د اغېز، د رسنيو له لارې د امنيت د پرمختگ، د سمينارونو د جوړولو، د خلکو پر ستونزو، په تېره بيا په کلیو کې د عامه پوهاوۍ له کارونو» سره مرسته وکړي. 

په بدخشان کې د ښځو لپاره د مسلکي پراختيايي خدمتونو د څانگې مرستيالې، شکريې شهراني وويل، ناحکومتي موسسې بايد له حکومت سره کار وکړي، چې «د خلکو گډه مرسته او زياتيدونکې ښکېلتيا» تضمين کړي.

په کابل کې د آکسفام استازي، نصير انوري د ښځو او ځوانانو د جلبولو پر اهميت ټينگار وکړ. 

هغې وويل: «ډېرې موسسې په هېواد کې د سولې د بهير په اړه په کار بوختې دي. يوه يې د سولې او دموکراسۍ د برابرۍ موسسه ده. دا موسسه د ښځو او ځوانانو د سمبالولو په ډگر کې کار کوي چې د افغانستان په وړاندې پرتې ننگونې له منځه يوسي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د مدني ټولنې ډلې څه مرسته کولای شي، د کابل د البيروني پوهنتون استاد، قسيم رحيمي وويل، هغوی بايد د تفاهم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او د دې ډاډ ترلاسه کړي چې د «ژبني، قومي، سمتي او توکميز تعصب پر بنسټ» کار نه کوي، بلکې د ټولو افغانانو په ګټه کار کوي.

 

 

Frontline Updates
Support local journalists