په افغانستان کې د فال يا طالع کتنه

د حکومت له بنديز سره سره له طبيعت څخه پورته کړنې په افغانستان کې د پخوا په څېر شهرت لري.

په افغانستان کې د فال يا طالع کتنه

د حکومت له بنديز سره سره له طبيعت څخه پورته کړنې په افغانستان کې د پخوا په څېر شهرت لري.

An Afghan woman's face is caught in the light at the Karti Sakhi shrine in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
An Afghan woman's face is caught in the light at the Karti Sakhi shrine in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Friday, 16 December, 2016

سيد رضايي د کابل ښار په دويمه ناحيه کې د لرگو په يوې غرفې کې ناست دی، تعويذونه ورکوي او د لاس ورغوي گوري [کف شناسی کوي]. سپينه خولۍ د هغه د مسلک څرگندونه کوي. هغه وايي، په حقيقت کې دا کار ورته له پلاره په ميراث پاتې دی.

نوموړي ٤٢ کلن سړي وويل: «کله چې زه ماشوم وم، پلار به مې خلکو ته تعويذونه ورکول او ما دا هنر له هغه څخه زده کړ. ښوونځی مې يوازې تر لسم ټولگي پورې لوستی، وروسته مې پر دې کار پيل وکړ، ځکه پلار مې مړ شو. زه بايد له خپلې کورنۍ سره د پيسو مرسته وکړم.»

رضايي وويل، هره ورځ ورته شاوخوا پنځلس تنه راځي او د بېلابېلو ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي.

نوموړي وويل: «زه د لاس ورغوی گورم، [کف شناس يم]، طالع گورم او تعويذونه ورکوم، چې له خلکو سره مرسته وکړم او ځانته پيسې پيدا کړم.» هغه زياته کړه، د ورځې درې ځله: سهار د وخته، غرمه او مازيگر خپل کار ته راځم.

«د چار چلن او گوزارې د ښه کېدو لپاره په تعويذونو کې د قران کريم آيتونه ليکم.»

په افغانستان کې پر دغه ساحرانه کړنو د عقيدې مخينه خورا لرغونې ده.

د لاسونو د ورغوو کتونکي [کف شناسان] او د طالع ليدونکي وايي، هغوی د فوق العاده قوت خاوندان دي. مسلکي تعويذ ليکونکي وايي، کولای شي هر ډول ستونزه هواره کړي، لکه: د ناروغۍ درملنه، اولاد راوړل، ډ مينانو يوځای کول، د ورکو شوو شيانو موندل يا نښه ورکول او سوداگرۍ ته وده ورکول يا د هغې راتيټول.

د هغوی په ميتود کې پر خلکو چوف اچول، پر بدن يې د اغزو يا د چاکو تېغ موښل، پر نرۍ لمدې لښتې وهل، هندسي اشکال جوړول، ځينې رمزي څېرې انځورول يا په تعويذونو کې د قران کريم آيتونه ليکل شامل دي.

تعويذ زياتره ځانگړی لارښود لري؛ يعنې ښخيږي، سوځول کيږي يا په اوبو کې پستيږي او اوبه يې وروسته ناروغان څښي. کله ناکله تعويذ د ناروغ په غاړه کې ځوړنديږي، يا تر بالښت لاندې يې ايښودل کيږي.

سره له دې چې دا کار په اسلام کې ناروا دی او افغاني قوانينو هم بند کړی دی، خو دغه دود تر دې بريده عام دی چې زياتره خلک يې د دين يوه برخه گڼي.

ديني عالمان گوته څنډي، دا کار له اسلام سره مخالف دی او د ټگمارانو د گټې اخيستنې لامل کيږي.

يو ديني عالم، ٥٥ کلن غياث الدين وويل: «له شک پرته قرآني آيتونه رغوونکي دي، خو هغه مهال چې مرسته په مستقيم ډول له خدايه وغوښتل شي.»

«تعويذ ليکونکي او تعويذ پلورونکي خلک عالمان نه دي او د اسلام په اړه سمه پوهه نه لري. هغوی نالوستي خلک دي يا دېره لږه پوهه لري. خلک بايد هغوی ته په تگ ځانونه گناهکار نه کړي... هغه خلک چې تعويذونه پلوري هم گناهکار دي.»

رضايي وايي، هغه ارزښتمن کار کوي.

هغه وويل: «هغه ناروغان ماته راځي چې ډاکټران يې درملنه نشي کولای. زه ورته تعويذ ورکوم. زه ټاکلې پيسې نه غواړم. څومره چې يې وس رسيږي، هماغومره پيسې راکوي. شتمن خلک سل ډالره راکوي. په بهر هېوادونو کې اوسيدونکي خلک ٣٠٠ – ٤٠٠ ډالره د بانک له لارې راليږي او د تيليفون له لارې يې د ستونزو په هوارولو کې مرسته کوم.»

هغه وويل، خلک کولای شي د هغه  له هم مسلکانو څخه شکايت وکړي.

«زه څه وکړم؟ زموږ په هېواد کې بل کوم ښه کار نشته. ما خپل کور د تعويذونو د پلورلو له لارې جوړ کړی. له نېکه مرغه، گڼ شمېر مراجعين لرم. هغه څوک چې ما ته يو ځل راغی، بيا بيا راځي او آن خپلو خپلوانو ته مې ورپېژني. هغه خلک بايد موږ ته راشي، چې پر موږ عقيده لري. څوک چې پر موږ عقيده نه لري او باور راباندې نه کوي، موږ ته دې نه راځي.»

په حقيقت کې ځينې مراجعين د دغو خلکو له وينا گانو او خدمتونو څخه ډېر خوښ دي.

دېرش کلنه پرېگل، چې کله د تعويذگر له کوڅې راووته، ودرېده چې له آی ډبليو پي آر سره خبرې وکړي.

هغې وويل، خواښې يې د تعويذ په واسطه پر هغې کوډې کړي. په پايله کې پرېگل په رنگارنگ ناروغيو اخته شوه او طبي درملنې پرې هيڅ اغېز ونه کړ.

هغې وويل: «څو څو ځلې ډاکترانو ته ورغلم، خو ښه نشوم. يوه ورځ مې ترور راته وويل، چې کوم تعويذگر ته لاړه شم، ځکه هغې فکر کاوه چا راباندې کوډې کړي. په تايمني کې مشهور ملا شمشيري ته لاړم. درې سوه ډالر يې راڅخه واخيستل، اوس ښه شوې يم.»

مينه د تعويذ ليکونکو او طالع کتونکو يوه بله ستره سرچينه ده، په تېره بيا کله چې ځوانان په واده کې له ستونزو سره لاس او گرېوان کيږي.

په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون محصل، شل کلن حشمت الله نويد مشهور تعويذ ليکونکي آغا صاحب ته څلور ساعته انتظار ايستلی دی.

هغه وويل، هغه پر يوې همصنفۍ مين شوی، خو کورنۍ يې ورسره موافقه نه کوي.

د دې لپاره چې د خپلې معشوقې پلار راضي کړي، نويد زړه نازړه جادو ته مخه کړه.

هغه وويل: «لومړی وار دی چې دا گام پورته کوم، سره له دې چې پوهيږم هغه يوه گناه ده، خو بله لاره نه لرم. آغاصاحب ډېرې پېسې نه اخلي. په حقيقت کې که ډېرې لږې پيسې د سوغات په توگه هم ورکړم، هغه به څه ونه وايي.»

نويد وويل، هغه بل چاته د دې کار سپارښتنه نه کوي.

«زه نه غواړم نور خلک زما په څېر کار وکړي، ځکه پوهيږم دا يو اسلامي عمل نه دی او نه غواړم نور خلک زما په څېر گناه پرغاړه واخلي.»

رسمي مخنيوی

د جمشېد رسا په نامه يو ارواپوه، چې په يوه شخصي کلينيک کې کار کوي، مني چې دغه دوديز ميتود يو څه خوشاله کوونکی اغېز لري، په تېره هغو خلکو ته چې له خپگان يا دماغي ناروغۍ څخه رنځيږي.

«ځينې هغه خلک چې له تشويش يا خپگان څخه کړيږي، تعويذ گرو ته ورځي، ځکه عقيده لري چې مرسته ورسره کوي. د چانس له مخې ځنيې خلک ښه کيږي، خو هر څوک نه ښه کيږي.»

هغه وويل، عصري طبابت تر دې غوره دی چې څوک طالع کتونکو ته ورشي او له جدي خطرونو سره ځانونه مخامخ کړي.

«که څوک دماغي ستونزه ولري، اوس د هغه يا هغې تشخيص کېدای شي او ناروغي يې د درملنې له لارې کنتروليږي، ځکه ساينس د ټولو ناروغۍ پېژني او لاملونه يې ورته موندلي دي. دا په هيڅ ډول سمه نه ده چې څوک دې د دماغي ناروغيو د درملنې لپاره تعويذ ليکونکي ته ورشي.»

طالع ليدل او نورې ورته کړنې په افغانستان کې ناقانونه دي. يوازې اسلامي عالمان د تعويذ د ليکلو او پلورلو حق لري.

د حج او اوقافو وزرات په دې وروستيو کې په هلو ځلو لاس پورې کړی، د طالع کتونکو او تعويذ ليکونکو په وړاندې مبارزه وکړي په تېره بيا هغه مهال چې د ٢٠١٥په مارچ کې د فرخندې په نامه يوه نجلۍ په کابل کې د شاه دوشمېرې زيارت ته نژدې د يو شمېر راټولو شوو خلکو له خوا تر مرگه ووهل شوه.  

نوموړې له يوه تعويذ ليکونکې سره ناندرۍ وهلې وې. ورسته بيا هغه ورباندې د قرآنکريم د سوځولو تور پورې کړ.

د حج او اوقافو د وزارت کارکوونکيو مولوي سيف الله آی ډبليو پي آر ته وويل، په دې وروستيو کې د ٢٥٠ تعويذ ليکونکو او طالع کوونکو هټۍ تړل شوي دي.

د حج او اوقافو د وزارت چارواکو وويل، د پوليسو او ځايي حقوقپوهانو په گډه مرسته زيارکاږي تعويذ ليکونکي او طالع کتونکي په نښه کړي.

سيف الله وويل: «يو شمېر په رښتيا هم ښه عالمان دي چې په خپلو تعويذونو کې له قرآني آيتونو څخه کار اخلي، خو يو شمېر نور درغل اشخاص هم شته. موږ به په وروستۍ څېړنه کې عالمان له درغلو اشخاصو څخه بېل کړو او بيا په له خپلې تگلارې سره سم عمل وکړو.»         

هغه وويل، هغو تعويذ ليکونکو ته به اجازه ورکړل شي خپل کار ته دوام ورکړي چې کار يې له شريعت سره برابر وي.

د کابل د پوليسو د جنايې جرمونو د څېړنو رئيس، فريدون عبيدي وويل: «د دغه مسلک کنترول او مخنيوی د حج او اوقافو د وزارت مسؤوليت دی.»

هغه وويل، د هغه رياست د حج او اوقافو له وزارت سره په دې اړه کار کوي.

هغه وويل: «کميسيون گڼ شمېر تعويذليکونکې په خپلو هټيو او کورونو کې نيولي دي. همدارنگه کميسيون د هغوی هټۍ تړلې دي. د هغوی د نيولو کار دوام لري.»

دودونه د افغاني کلتور او فرهنگ برخه گرځي، خو ځينې خلک پر دې خوښ دي چې پوليسو په پای کې د تعويذ ليکونو د فعاليت مخه ډب کړې ده.

اته ويشت کلنې مؤنسې له لسو کلونو راهيسې واده کړی، خو تر اوسه د اولاد څښتنه شوې نه ده.

هغې وويل، سره له دې چې يوه لوستې مېرمن ده، خو زياته اندازه پيسې يې له دې امله پر تعويذونو او طالع کتونکو لگولي، ترڅو خدای اولاد ورکړي.

هغې وويل: «زه خپلې ستونزې ته د مرستې په خاطرد افغانستان، پاکستان او هند ډېرو ډاکټرانو ته لاړم. تعويذ ليکونکو ته هم ورغلم. هغوی راڅخه پيسې، چرگان، پسه، سپين زر او ورېښم غوښتل چې ستونزه مې پرې هواره کړي. هيڅ شي کار ونه کړ او هر شی بې گټې او بې اغېزې پاتې شو.»

مؤنس اوس پر خپلې پرېکړې پښېمانه ده چې د درملنې لپاره تعويذ ليکونکو ته ورغلې او غواړي خپلې پيسې بېرته تر لاسه کړي.

«تعويذ ليکونکو زما ټول دار او ندار راڅخه واخيستل. هغوی غله دي. حکومت بايد ورته له دې امله سزا ورکړي چې هغوی د الله په نامه خلک غولوي.»

Frontline Updates
Support local journalists