په افغانستان کې د رايو د بيا شمېرنې درېدل او پېلدل

په افغانستان کې د رايو د بيا شمېرنې درېدل او پېلدل

IWPR
IWPR

د عبدالرقيب نوري ليکنه

د افغانستان د ټاکنو چارواکي ټينگار کوي، له خپل ټول وس څخه به کار واخلي چې له ځنډ سره سره د جون د ١٤ نېټې ټاکنو پايلې په خپل وخت اعلان کړي.

له هغه وروسته چې دويم پړاو ټاکنو ته ولاړ نوماند، عبدالله عبدالله د ټاکنو لومړنۍ پايلې ونه منلي، يو خپلواک ټيم د رايو د بيا شمېرلو لپاره راوغوښتل شو. د لومړنيو پايلو په اعلان کې څرگنده شوه چې اشرف غني احمدزي د ٥٦ سلنه رايو په خپلولو تر عبدالله ١٣ سلنه رايې مخکې دی. د متحده ايالتونو د بهرينو چارو وزير، جان کيري د ستونزې د هوارۍ لپاره کابل ته په سفر راغی؛ ځکه داسې برېښېده چې ټاکنيز بهير به په بشپړ ډول له ماتې سره مخامخ شي.  

د بيا شمېرنې د څرنگوالي په اړه خبرې اترې تر اوسه درې واره وځنډېدې. له دې سره سره د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، نور محمد نور وايي دا بهير لا تر اوسه په مهالويش کې ځای لري؛ د افغانستان له ٣٤ ولاياتونو څخه د ١٣ ولايتونو د رايپاڼو بکسونه رارسېدلي او تمه ده چې له پاتې ولايتونو څخه به هم په راتلونکو پنځو ورځو کې د رايپاڼو ټول بکسونه راورسيږي.

نور وويل، د بياشمېرنې ٣٣٨ تنه پياوړي څارونکي به، چې ٦٥ تنه يې بهرنيان او پاتې يې د دواړو نوماندانو استازي او د افغاني موسسو غړي دي، د بهير څارنه وکړي.

د بيا شمېرنې په اړه دواړو نوماندانو په اصولو کې موافقه کړې، خو لا تر اوسه هم په خبرو اترو بوخت دي چې ١٦ نور معيارونه هم پلي شي. نور ونه ويل چې په کومو ټکو سلا نه ده شوې، خو ويې ويل، د ناندريو وهلو له امله بهير ډېر غړند روان دی.  

هغه وويل: "د دواړو نوماندانو تر منځ خبرې اترې روانې دي. کله چې د بيا شمېرنې د بهير په اړه په شرايطو سلا شول، د ټاکنو خپلواک کميسون به هغه په پام کې ونيسي او د موجود ټاکنيز قانون په رڼا کې به يې تصويب کړي."

نور د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا بيا شمېرنه به په پام کې نيول شوو درېو اوونيو په اوږدو کې بشپړه شي، وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون به له خپل ټول وس کار واخلي چې دا موده عملي شي. 

هغه وويل: "بيا شمېرنه د ټاکنو د خپلواک کميسون له لوري نه ده غړنده شوې، بلکې هغه د نوماندانو د څارونکو د ناندريو له امله ډېره ورو روانه ده."نوموړي غږ وکړ چې ناندريو ته دې د پای ټکی کېښودل شي.

د عبدالله عبدالله د کمپاين د ډلې غړو ادعا کړې چې د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکي زيار باسي په بيا شمېرنه کې لاسوهنه وکړي. نور وويل، که څرگنده شوه چې چا دا کار کړی وي، محاکمې ته به راکښل شي.

يوه مهمه موضوع هغه معياري تگلاره ده چې درغلې رايې پرې باطليدای شي.

د عبدالله د کمپاين د ډلې غړي، عبدالجبار شلگري وويل: "د هغو معيارونو په اړه خبرې اترې روانې دي چې باطلې رايې پرې معلومېدای شي. دواړه نوماندان خپلو خبرو ته دوام ورکوي چې ډېر ژر يوې موافقې ته سره ورسيږي."

د اشرف غني د کمپاين د ډلې يو غړي، اشناگل بانډه وال د عبدالله پر ډلې تور پورې کړ چې د رايو د باطلولو په موخه نوي نوي شرايط رامنځته کوي.

هغه وويل: "د بيا شمېرنې موضوع بايد په تخنيکي لاره هواره شي. که تخنيکي ستونزه نه وي، هيڅوک حق نه لري هغه رايې باطلې کړي چې خلکو د خپلو سرونو په بيه ورکړي دي."

عبدالرقيب نوري په پکتيا کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists