په افغانستان کې د خپرونو نوی څپرکی

کتاب پلورونکي وايي د هېواد په ختيځ کې د کتاب له لوستلو سره د خلکو مينه زياته شوې ده

په افغانستان کې د خپرونو نوی څپرکی

کتاب پلورونکي وايي د هېواد په ختيځ کې د کتاب له لوستلو سره د خلکو مينه زياته شوې ده

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

پنځه کاله دمخه د جلال آباد ښار د اسحاقزي د مارکيټ د لاندني پوړ هټۍ له ويډيوگانو، سي ډيگانو او ډي وي ډيگانو څخه ډکې وې.

اوس دا هټۍ د فلمونو او کمپيوتري گيمونو پر ځای د کتابونو له الماريو ډکې دي او محصلان پکې د خپلې اړتيا وړ کتابونو لټوي.

شل کلن نصير احمد همدا اوس د عنايت له کتاب پلورنځي څخه درې ټوکه کتابونه پېرودلي دي.

هغه وويل: "ما په اتو ډالرو د رياضي او بيالوژي د تمرينونو او د پوهنتون د کانکور د ازموينې کتابونه واخيستل. هيله لرم د دې کتاپونو په لوستلو به د خپلې خوښې پوهنځي ته لاړ شم. پخوا به مې تل د فلمونو ننداره کوله، خو وروسته راته څرگنده شوه چې په فلمونو نه يوازې وخت له لاسه وځي، بلکې سړی له لارې هم اړوي."

د افغانستان د خپرونو صنعت د جگړو په تېرو درېو لسيزو کې د ودې لږ چانس درلود اود مليونونو افغانانو د زده کړې مخه يې ډب کړې وه.

يو شمېر دولتي رسنيو او چاپي خپرونو د جگړو په بهير کې په بېلابېلو بڼو خپلو خپرونو ته دوام ورکړی، خو هغه هم د گوتو په شمېر وي او تل به تر سانسور لاندې وې. د گوتو په شمېر د ژباړې مرکزونه موجود و او زياتره کتابونه له بهر څخه راوړل کېدل. 

د ١٩٩٠ کلونو په نيمايي کې د طالبانو په راتگ پر سينماگانو، موسيقۍ، تلويزيون او راډيوگانو بنديز ولگول شو.

احمد وويل، په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له سقوط راوروسته ځوانان په فلمونو او موسيقۍ کې ډوب شول. همدا کار اوس پر مطالعې او لوست اوښتی دی.

اويا سلنه افغانان د ليک لوست له نعمت بې برخې دي. د افغانستان دعلومو د اکاډمۍ غړي، حبيب الله رفيع وويل، د طالبانو له نسکورېدو وروسته د پوهنې په ټولو ډگرونو کې پرمختگونه رامنځته شول.  

هغه وويل: "د نوي حکومت په راتگ د بيان ازادې رامنځته شوه. رسنۍ ازادې شوې او د بيان ازادي ورته ورکړ شوه. اوس افغانان د ښو کتابونو د ليکلو او له نورو ژبو له کتابونو څخه د ژباړې فرصت لري. ځوانا زيار باسي چې د جگړې د فرهنگ جرړې وباسي او پر ځای يې ښوونه او روزنه دود کړي."

نوموړي په دوام وويل: "پخوا به هغه کتابونه چاپېدل چې د حکومت له سانسور څخه به راوتلي وو. هغه مهال به په کال کې شاوخوا پنځوس عنوانه کتابونه چاپېدل، خو اوس هر کال په زرگونه عنوانه کتابونه چاپيږي."

د ټولنيزو چارو ماهر او ليکوال، عبدالغفور لېوال وويل، اوس د خلکو د پوهې کچه ډېره لوړه شوې او په دې پوه شوي چې د هغوی د راتلونکې کار او دندې لپاره ښه او لوړه زده کړه ډېره اړينه ده.

هغه وويل: "د خصوصي سکتور په رامنځته کېدو د زده کړو مرکزونه زيات شول. اوس ځوانان په دې پوهېدلي، پرته له دې چې علمي معيارونه ترلاسه کړي نشي کولای په ازاد بازار کې خپل اقتصادي بنسټ پياوړی کړی. کله چې علمي موسسې زياتې شي، کتابونو ته تقاضا هم لوړيږي او په دې توگه په خپرونو کې زياتوالی راځي."

لېوال وويل، د پخوا په پرتله اوس زيات شمېر کتابونه چاپيږي. د بهرنيو ژبو، په تېره بيا د انگليسي ژبې زده کړې ته هم لېوالتيا زياته شوې. انگليسي ژبې ته د کسب او کار د ډوډۍ د پيداکولو د ژبې په سترگه کتل کيږي. په افغانستان کې اوس زياتره چاپ شوي کتابونه له نورو ژبو څخه ژباړل شوي دي.  

هغه په دوام وويل: "اوس ځوانان د انټرنيټ له لارې له ټولې نړۍ سره اړيکې لري. هغوی په دې پوهيږي چې نړۍ څه غواړي او له هغې سره سم خپلې زده کړې پر مخ وړي."

د ننگرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد، محمد ابراهيم همکار وويل، استادان خپل محصلان زياتو لوستلو او ليکلو ته هڅوي.

هغه وويل: "د استاد په توگه زه خپلو محصلانو ته د يو شمېر کتابونو نومونه ورکوم او ورته وايم چې ويې لولي، ځکه هغه د کتابونو لوستل  د محصلانو زده کړې ته ډېر اهميت لري. د انټرنيټ له لارې زموږ ځوانانو د نړۍ د ودۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي. اوس هغوی کولای شي ټوله نړۍ وگوري او اړيکې ورسره ونيسي."

نور شنونکي له مطالعې سره د مينې زياتوالی د اقتصادي پرمختگ اغېز بولي.

د ننگرهار پوهنتون استاد، جانس خان زړن يادونه وکړه، کله چې د خلکو لومړنۍ اړتياوې پوره شي، نو ادبياتو ته مخ اړوي.

هغه وويل: "له نېکهمرغه اقتصاد تر يوې کچې وده کړې ده. زموږ ځوانانو دنړۍ له فرهنگ سره مينه پيدا کړې. د هغې په اړه کتابونه پيدا کوي او لولي يې. له دې امله د ژباړې او چاپ کار هم پرمخ تللی. دا موږ ته يو ښه خبر دی."

په جلال آباد کې د کتاب پلورنکو د ټولنې مشر، نصيرالله مهمند وويل(( کتاب چاپولو او پلورل د افغانانو کورونو ته پوهه او پيسې دواړه رواړي.))

هغه وويل، هرکال په ننگرهار کې تر٥٠٠ عنوانه پورې نوي کتابونه چاپيږي او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې او آن له پولې ها خوا د پاکستان په کويټې، کې پلورل کيږي.

د ننگرهار د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، اورنگ صميم وويل، د چاپ د غوړېدا لامل"د بيان ازادي ده."

يوازې په جلال آباد کې له شلو څخه زياتې چاپخونې شته او هره يوه يې هره مياشت په لسگونه پښتو کتابونه چاپوي.

په نوموړو چاپخونو کې يو هم د گودر د چاپخونې ټولنه ده، چې په ٢٠٠١ کال کې د گودر کتاب پلورنځي په نامه د ٥٠ ډالرو په پانگې جوړه شوه. په ٢٠٠٦ کال کې يې د چاپ په کار له پيل راهيسې په سلگونه عنوانه نوي کتابونه چاپ کړي دي. 

د نوموړې چاپخونې مشر، قدرت الله تايب  وويل، اوس يې کسب او کار سلو زرو ډالرو ته لوړ شوی دی.

هغه وويل: "پخوا کتابونو ښه بازار نه درلود، خو له پنځو کلونو راهيسې يې وده کړې ده."

سره له دې د موجودو شرايطو له مخې ليکوال او ژباړن د خپل کار په وړاندې د پام وړ کوم شی لاسته نشي راوړلای. 

د سپين غر طبي شخصي پوهنتون محصل، سيف الله غريبيار تر اوسه ٢٩ کتابونه ژباړلي دي.

هغه وويل: "ما د خپلو کتابونو د چاپ لپاره يو پول هم له چا څخه غوښتی نه دی. زه د خپل احساس له مخې کتابونه ليکم يا ژباړم."

نوموړي په خندا وويل: "په افغانستان کې د ليکوال يا ژباړن بيه صفر ده."

وضع مخ په بدلېدو ده. يو مهال ليکوالو او ژباړونکو د خپلو جيبونو په پيسو کتابونه چاپول، خو اوس يې لږ تر لږه لگښت خپروونکې موسسې پر غاړه اخلي.

د مهمند خپرندويه ټولنه په ننگرهار کې يوازنۍ ټولنه ده چې د ليکوالو لگښت پوره کوي. د نوموړې ټولنې مشر، فضل مولا وويل: "موږ ليکوال يا ژباړونکي ته ١٥٠ کتابونه يا د هغې بيه ورکوو. له دې زياتې نشو ورکولای، ځکه کتابونه ډېره گټه نه لري."

د افغان ټولنې يوه برخه لا تر اوسه د خپرونو له غوړېدا بې برخې ده. د محافظه کارانه دودونو له مخې ښځې او نجونې په ازادانه ډول له کتاب پلورنځيوڅخه گته نشي اخيستلای.

د مريم په نامه د ننگرهار پوهنتون يوې محصلې وويل، ورور او پلار يې له بازار څخه ورته د لوست کتابونه راوړي، ځکه ښځې نشي کولای کتاب پلورنځيو ته لاړې شي. 

هغې وويل: "کله مې له پلار څخه يو کتاب غواړم او هغه بل راوړي. که پخپله تللی شوای، نو نوي چاپ شوي کتابونه به مې هم ليدل. څه وکړم؟ زموږ لاسونه بې وسۍ راتړلي دي."

هجرت الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


Afghanistan
Education
Frontline Updates
Support local journalists