Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په افغانستان کې د جوماتونو لوړ غږونه

د شمالي ښار مزارشريف اوسيدونکي وايي، لوړ غږونه، شور او غالمغال د هغوی ژوند تريخ کړی دی.
By Qayum Babak
د کابل ښار يو جومات (عکس: Daniel Berehulak//Getty Images)

حاجي قيام الدين د مزارشريف د ښار د بابه يادگار په گاونډ کې يوه جومات ته څېرمه استوگنه لري.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل، ديني ځای ته څېرمه اوسيدو يې ژوند تريخ کړی. د پنځه وخته لمانځه آذان او همدارنگه خطبې، د قرانکريم تلاوت ، دحمدونوترانې ویل او نور اعلانونه په ډېر لوړ غږ په عذاب کړی دی چې دا دغږ د ککړتيا د هميشنۍ سرچينې يو ښه ثبوت دی.   

قيام الدين وويل، هيڅوک په خپل کور کې يو د بل خبرې نشي اورېدلای.

هغه وويل: «زه يو ماشوم لرم. کله چې د لوډسپيکر له لارې غږ پورته شي، هغه شاوخوا ته په ډار گوري او کړيکې وهي. دغه کار هغه ذهنا ناروغه کړی.»

قيام الدين وويل، د عالمانو له خوا د قران کريم تلاوت ورته هغه مهال ډېر ډاروونکی بريښي چې د حاجت د رفع کولو يا له خپلې ماندينې سره د کوروالي پر مهال وي. 

قيام اليدن په دوام وويل: «آيا دا يوه گناه نه ده؟ دا عالمان موږ او خپل ځانونه دواړه گناهکاروي.»

هغه وويل، د جوماتونو چارواکو ته يې ډېر عذر او زارۍ کړي، خو نتيجه يې نه ده ورکړې. په پای کې هغه په ډېرې نهيلۍ خپل کور دخرڅولو لپاره ثبت کړی  او وايي څومره ژر چې کېدای شي له دغه سيمې څخه به ووځي.

د بلخ ولايت د مرکز اوسيدونکي شکايت کوي چې د گڼو جوماتونو هم مهال غږونه د غږ د لوړې کچې پر ککړتيا بدل شوي. چارواکي وايي، هڅه کوي له حکومت سره د ثبت شوو جوماتونو د غږونو د لوړوالي اندازه راټيټه کړي، خو نور ناثبت شوي جوماتونه د هغوی له کنترول بهر دي. 

د بلخ ولايت د حج او اوقافو د رياست د جوماتونو مسؤول، حنان حميد دا ومنله چې په دې اړه ورته ډېر شکايتونه رسيدلي. هغه وايي، د مزارشريف يو شمېر اوسيدونکو خپل کورونه پريښي دي.

هغه وويل، د دې اجازه نشته چې د لمانځه آذانونه او ديني مراسم د خلکو د آزار لامل شي.

د حج او اوقافو په رياست کې شاوخوا ٥٠ جوماتونه ثبت دي. نوموړی رياست له دغو جوماتونو سره اوونيزې اړيکې لري. نوموړي يادونه وکړه، هغوی ته يې ويلي د جوماتونو له منارو څخه په لوړ غږ د آذان کولو له لارې د خلکو د سرخوږۍ مخه ونيسي.

هغه وويل: «هغه جوماتونه چې له موږ سره ثبت دي، زموږ خبره مني، خو نور جوماتونه هر هغه څه کوي چې زړه يې غواړي.» نوموړي زياته کړه، د لوډسپيکر له لارې د قران کريم تلاوت او نورې خپرونې نسبتا يو تازه نوښت دی.  

په بلخ ولايت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون سرپرست، رازق داد ګلزاري د دې پخلی وکړ چې د شور او غالمغال په گډون د چاپېريال د اندېښنو په اړه ورته په لسگونه شکايتونه رسيدلي دي.

هغه وويل: «د موټرونوهارنونه، د امبولانسونو اوازونه، د ودونو په سالونونو کې د لوړ غږ موسيقي، د موسيقۍ د هټيو لوړ غږونه، همدا راز د لمانځه لوړ آذانونه او نور هر ډول لوړ غږ، چې د خلکو د ناراحتۍ لامل کيږي، د غږ په ککړتيا کې شامل دي.»

د بلخ مزارشريف ښاروال، جان محمد هم له دې سره موافق دی چې د غږ ککړتيا د ښاريانو يوه اندېښنه ده.

هغه وويل: «کله چې د مزارشريف په ښار کې گرځم، مجبوريږم د غږ د ککړتيا له امله مې گوتې په غوږونو کې ننباسم.» نوموړې ژمنه وکړه چې ستتونزه به هواره کړي. 

ځايي اوسيدونکي وايي، د دغه ستونزې د هوارۍ لپاره بايد مټې بډ وهل شي.

د مزارشريف اوسيدونکي، ‌ذاکر ظريفي وويل: «د نړۍ په ټولو پرمختللو هېوادونو کې د يوه دين پلويان د ديني مراسمو د سرته رسولو پر مهال د نورو خلکو د سرخوږۍ نه لامل کيږي.»

نوموړي يادونه وکړه: «ما ډېر کلونه په امريکا کې ژوند کړی. په امريکا کې جوماتونه آذان په لوډ سپيکر کې نه کوي او د چا د سرخوږۍ لامل کيږي نه. آن کليساگانې او د نورو دينونو د عبادت مرکزونه اجازه نه لري د چا د سرخوږۍ لامل شي.»

نوموړي وويل: «عبادت د هر مسلمان حق دی. خو له شريعت او مدني حقونو سره سم بايد سرته ورسيږي او خلک ونه ځورول شي.»

د مزارشريف د ښار يو موټر چلوونکي، محسن وويل، د جوماتونو څخه پورته شوي اوازونه د «توغندي د غږ» په څېر دي. زياته يې کړه، د حيرانتيا خبره به نه وي، که چېرته د آذان د چاوديدونکي غږ له امله کومه اميدواره مېرمن خپل ماشوم وغورځوي. 

د چغدک د سيمې اوسيدونکي، فريد چې له جومات سره نژدې هټۍ لري، وويل، يو شمېر خلکو قانون په خپل لاس کې اخيستی دی.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: «د آذان پر مهال گڼ شمېر ملايان  د لوډسپيکر کچه تر دې بريده لوړوي چې زه د خپلو مشتريانو خبرې نه اورم.»

نوموړي په دوام وويل، دغه کار يو شمېر ځايي اوسيدونکي په غوسه کړي دي.

هغه وويل: «يوه ورځ درې تنه ځوانان راغلل او مؤذ‌ن يې ووهلو. هغوی وويل: موږ تاته څو ځلې وويل، چې د لوډسپيکر غږ دې مه لوړوه، خو تا موږ ته غوږ ونه نيو. ستا له لاسه موږ نه د ورځې ويده کېدای شو نه د شپې.»

ځايي ملايان د دغې ستونزې له هوارۍ سره مينه نه لري. د مولوي نعمت الله په نامه يوه سني امام په ټينگار وويل، د شيعه گانو ملايان د غږ د ککړيتا په اړه مسؤول دي.  

هغه وويل: «زموږ د جوماتونو لوډسپيکرونه د شيعه گانو د جوماتونو د لوډسپيکرونو په څېر لوړ نه دي. هغه څوک چې زموږ د جوماتونو له لوډسپيکرونو څخه شکايت لري، يوه ورځ دې د شيعه گانو د جومات تر څنگ ودريږي، نو په رښتيا به يې هم لوډسپيکرونه او د لمانځه آذان بد راشي.»

More IWPR's Global Voices