Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ تاوتريخوالی سره مقابله

د فعالانو په وينا د نن ورځې لويه بريا له خپلو حقونو څخه د ښځو خبرونه ده
By Mina Habib
The incidence of reported crimes against women is rising. (Photo: Flickr/Marius Arnesen)

په افغانستان کې د مينا حبيب ليکنه

شپاړس کلنه انارگل په کابل کې د ښځو د چارو له وزارت څخه بهر له خپل مور او پلار سره انتظار ولاړه وه.

هغې په داسې حال کې چې آبي بورقه يې اغوستې وه، دوې مياشتې دمخه د افغانستان د مرکزي برخې،  باميانو کې د خپل واده دردوونکې کيسه وکړه. 

له واده لږ وروسته د هغې ميړه نور نارينه گان خپل کور ته رابلل او له هغې سره د جنسې معاملې په سرته رسوله يې ترې پيسې اخيستې.

هغې وويل: "کله چې به مې سر وغړاوه، نو وهلم او ټکولم به يې. کله ناکله به يې په چاکو يا تومانچې گواښلم. په پای کې له باميانو څخه کابل ته راوتښتېدم."

انارگل د ښځو چارو له وزارت څخه غواړي چې له مېړه څخه يې طلاق ورته واخلي.

هغې، په داسې حال کې چې له سترگو څخه يې اوښکې څڅېدې، وويل: "که هغوی راسره د طلاق په اخيستلو کې مرسته ونه کړي او هغه مې بېرته يوسي او يا مې حکومت بېرته هغه زندان ته وليږي، نو ځان به ووژنم."

د انارگل مور زياته کړه: "سره له دې چې پوهيږو حکومت مرسته نه کوي او هيڅوک د بېوزلو غږ تر هغه نه اوري چې پېسې يا تړاو ونه لري، خو بيا هم وزارت ته راغلي يو، وگورو چې ايا پر موږ او زموږ په لور د چا زړه سوځي او که نه، ترڅو له هغه له دغه جوټه [او ناکس] شخص څخه طلاق واخلي."

سره له دې چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته ښځې زده کړې او قانوني حمايت ته اوږد لاس لري، خو لا تر اوسه يې په وړاندې تاوتريخوالی او ناوړه کړنې سرته رسيږي.  

د ښځو د حقونو مدافعان وايي يوازنۍ لويې بريا افغاني ټولنې ته د جنيست پر بنسټ مفهوم ورکړی دی.

د پارلمان غړې، شکريې بارکزۍ وويل: "په تېرو ديارلسو کلونو کې ستره بريا دا ده چې د [ښځو په وړاندې] "تاوتريخوالي"اصطلاح افغانستان ته راننوته. له هغې دمخه يې وجود نه درلود. د ښځو په وړاندې وحشت او ظلمونه ټول قانوني گڼل کېدل." 

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالۍ لړۍ مخ په پراخېدو ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون د اپرېل او می په مياشتو کې د ښځو په وړاندې ٢٢٨ پېښې ثبت کړي دي. دا درجه د تېرکال په پرتله خورا لوړه ده، چې د ٢٠١٤ کال په اپرېل کې پای ته ورسېد. په نوموړې موده کې ټولې ٩٩٧ پېښې ثبت شوې وې.

بارکزۍ يادونه وکړه، کېدای شي د شمېرې د زياتېدو لامل دا وي چې د تاوتريخوالي په اړه د رپوټ ورکولو کچه لوړه شوې وي؛ ځکه ښځو د خپلو حقونو په اړه زيات معلومات ترلاسه کړی دی.

هغې وويل: "د دې معنا داده چې اوس ښځې کولای شي خپل غږ پورته کړي، شکايت وکړي او عدالت وغواړي، چې ١٣ کاله دمخه د تصور وړ نه و. ايا دا يوه بريا نه ده چې خلک رپوټ ورکوي او عدالت غواړي؟"

بارکزۍ وويل، په داسې حال کې چې زيات شمېر خلک له حکومتي ادارو څخه د مرستو په غوښتلو کې زړه نا زړه دي، خو د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی اوس يوه موضوع ده چې لږ تر لږه پرې په کورنيو او ټولنو کې خبرې اترې کيږي. 

هغې وويل، د دې پرمختگ کريدت بايد د افغان ښځو د حقونو سازمانونو ته ورکړای شي، خو زياته يې کړه چې ډېر کار ته لا اړتيا شته.

هغې وويل: "تاوتريخوالی زموږ په ټولنه کې يو بنسټيز اصل دی. د هغې د منځه وړلو لپاره موږ سياسي ژمنو، نوي فرهنگ، زده کړې، ښه اقتصاد او د قانون واکمنۍ ته اړتيا لرو."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د هرات د سيمه ييز دفتر د ښځو د څانگې مشره، ملکه له دې خبرې سره موافقه وه، چې عوامو ته د جنسيت په وړاندې د تاوتريخوالي د مفهوم ورپېژندل يوه بريا ده.  

هغې وويل: "د ښځو د معلوماتو کچه په ولايتونو او ولسواليو کې لوړه شوې. هغوی حکومت او د ښځو د حقونو موسسو ته شکايتونه کوي او خپل غږونه اوچتوي. هغوی د [تاوتريخوالي] په اړه رپوټ ورکوي چې پخوا دا کار هيڅ نه تر سره کېده. ښځو به د هغوی په وړاندې ټول ظلمونه ځغمل. هغوی په دې اند وې، څه چې نارينه د هغوی په وړاندې کوي، د هغوی قانوني حق دی، خو اوس بل راز فکر کوي."

د ملکې په اند د تاوتريخوالي عوامل بېوزلي، بېسوادي، فرهنگي دودونه، د نشه يي توکو کارونه (استعمال) او ناپوهي ده.

هغې وويل، د تاوتريخوالي په اړه د کره شمېرې راټولونه ستونزمنه خبره ده.

د ولسمشر حامد کرزي تلونکی حکومت تل پړ بلل کېږي چې د دې موضوع هوارۍ ته يې سمه لار نه دهموندلې.

د مارچ په اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوې غونډې کې کرزي ادعا وکړه، چې په تېره لسيزه کې د ښځو د حقونو په برخه کې ستر پرمختگ شوی. هغه ومنله چې ستونزې لا پاتې دي. (وگورئ: د ښځو د ورځې په اړه د افغان ولسمشر وينا بېخونده وه.)  

پر کرزي نيوکه کوونکي وايي، له خبرو ورهاخوا هغه د ښځو د حقونو په برخه کې د بنسټيز بدلون په راوستلو کې پاتې راغلی دی. سره له دې چې د ښځو د تاوتريخوالي په اړه په ٢٠٠٩ کال کې يو قانون د ولسمشر په فرمان منظور شوی و، خو پارلمان په ٢٠١٣ کال کې له ١٥ دقيقو بحث ورسته رد کړ او له هغه وروسته په المارۍ کې بند دی. (وگورئ، افغان مېرمنې له زياتيدونکي تاوتريخوالي سره لاس گرېوان دي.)

د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کميسون کې د ښځو د ملاتړ د څانگې مشرې، پروين رحيمي وويل، کميسون ته ډېرې پېښې راغلي، چې ښځې ندې توانيدلي دولتي موسسو ته لاړې شي؛ ځکه پر هغی يې باور نه درلود يا له دې ډارېدې چې له نور تاوتريخوالي سره به مخامخ شي.

رحيمي وويل: "کله چې يوه ښځه د پوليسو ادارې ته د يوه شکايت د ثبتولو لپاره لاړه شي، له بده مرغه د پوليس د چال چلن له بل تاوتريخوالي سره مخامخ کيږي. کله ناکله د پوليسو له خوا پر ښځو جنسي تېری کيږي."

هغې يادونه وکړه، عدالتي سيستم ډېرو سرغړوونکو ته اجازه ورکوي چې دې شبکې ته ورننوزي.

هغې وويل: "جنايتکارانو ته د بېلابېلو دليلونو؛ د هغوی د تړاوونو، قانوني مصؤونيت او د بډو د ورکولو له مخې سزا نه ورکول کيږي. په دې کار نور هڅول کيږي چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی سرته ورسوي."

له دې خبرې سره په هرات کې د هغې همکاره، ملکه موافقه ده.

هغې وويل: "په داسې پېښو کې د پوليسو له خوا بې کچې بې پروايي او کمزورتيا ښودل شوې. موږ ډېرې بېلگې لرو چې پوليسو پکې د ښځو په وړاندې د سرغړونو جنايتکارن له دې امله پريښي چې له مصؤونيت، چل ول او بډو څخه يې کار اخيستی دی."

افغان محکمې زياتره ښځې د يو ښکار شوي فرد په پرتله پر سرغړونې تورنوي. سره له دې چې په دې اړه کومه ليکلی قانون نشته، قاضيان ښځې د "بداخلاقۍ"، د پلار له کوره د تېښتې يا له سرغړونې څخه د خلاصون په جرم بنديانوي. (وگورئ: د کابل د ښځو په زندان کې)

په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت وياند په دې اړه د مرکې لپاره چمتو نه و، خو پخوا نوموړي وزارت له دې ټکې انکار کړی و چې پوليس د جنسيت د تاوتريخوالي په وړاندې په څه کولو کې پاتې راغلی دی.

د حقونو زيات شمېر فعال د ښځو د چارو له وزارت څخه ناخوښ دي.

د افغانستان د ښځو د شبکې رئيسه، فتانه گيلاني هغه يوه "کمزورې موسسه"بولي.

هغې وويل: "سره له دې چې هغه ځان يوه پاليسې جوړوونکې اداره بولي، هغه نه کوم پروگرام لري او نه کوم پلان چې د ښځو سوکالي او حقونه خوندي کړي. افغان حکومت او نړيواله ټولنه پر ښځو زور راوړی چې له دې کمزوري وزارت سره کار وکړي، چې د ښځو لپاره هيڅ بريا نه لري او پر ځای يې د هغوی ستونزې زياتې کړي دي."

گيلاني وويل، په عمل کې "د ښځو د چارو وزارت نشي کولای د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو پلټنه وکړي. جنايتکاران په عدلي ادارو کې د فساد له امله خوشې کيږي او وزارت ترې خبر نه دی."

رحيمي ادعا وکړه، وزارت د سيمه ييزو ادارو رئيسانې د "اهليت پر ځای د تړاوونو پر بنسټ گومارلي دي."

هغې وويل: "دې افرادو له کلونو کلونو راهيسې پر څوکيو گېډې اچولې دي، لکه په ميراث چې ورته پاتې وي. هغوی له ځايي زورواکو او حکومت سره لاسونه يو کړي. هغوی نشي کولای هغه جنايتونه چې دې زورواکو د ښځو په وړاندې سرته رسولي، رابرسېره کړي او يا يې په وړاندې گامونه پورته کړي. حکومت هم په خپل وار په سم ډول د وزارت فعاليتونه نشي څارلی."

د نوموړي وزارت د حقوقي چارو رئيسې، عزيزې عدالتخواه د خپلو کارونو دفاع وکړه او د بې پروايۍ او ناسمو کړنو خبره يې رد کړه.

عدالتخواه وويل: "د ښځو د چارو وزارت له خپل قانوني واکمنۍ او وړتيا سره سم له حقونو څخه دفاع کړې. ډېرې پېښې يې هوارې کړي او نورې پېښې يې اړوندو څانگو ته د اجرااتو لپاره استولي."

عدالتخواه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي په منلو وويل، سره له دې چې د هغوی د وزارت تمرکز پر پاليسۍ جوړولو دی، خو د هرې پېښې په وړاندې يې اغېزمن گامونه اخيستې دي.

هغې وويل: "د تېر لمريز کال په اوږدو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا ٣٥٠٧ پېښې ثبتې شوي دي. وزارت د هغې له ډلې څخه ٢٨٦٦ پېښې تر غور لاندې نيولي او ٦٣٩ هغه يې هوارې کړي دي."

د افغانستان څارنوالۍ هم د بې پروايۍ خبره نه مني. د لويې څارنوالۍ وياند، بصير عزيزي يادونه وکړه، په وروستيو کلونوکې يې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ٨٠٠٠ پېښې ثبت کړي دي.

هغه وويل: "د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې ښکېل يو شمېر افراد په اعدام او يو شمېر نور تر شلو کلونو پورې پر بند محکوم شوي دي."

له تعقيب څخه د جنايتکارانو د تېښتې په اړه هغه وويل، "داسې پېښې شته چې پوره لاسوندي نه لري يا يې ادعاگانې بې بسنټه وې. د لاسوندو د نشتوالي په صورت کې د لويې څارنوالۍ اداره واک لري چې اړوند افراد خوشې کړي."

عزيزي وويل، د لويې څارنوالۍ ادارې يوه ځانگړې څانگه جوړه کړې چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څېړنه کوي او زياتره کارکوونکي يې ښځينه دي.  

مينا حبيب په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر خبرياله ده.


 

Also in This Issue

ARR Issue 488