Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په افغانستان کی سنتی محکمی څومره عادلانه دي؟

يو شمېر خلک په دې قانع نه دي چې گوندې د درناوۍ وړ پخوانی سيستم [د شخړو او ناندريو په اړه] رغنده پرېکړې کوي.
By IWPR staff

د تربگنيو او شخړو د پرېکړې لپاره د دوديزو ټولنيزو جرگو ارزښت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د آی ډبليو پي آر له خوا په رابلل شوو غونډو کې تر خبرو اترو لاندې ونيول شو.

په کندهار، ننگرهار او لوگر ولايتونو کې د مناظرو ډېری برخوال په دې اند وو چې جرگو ته د قومي مشرانو رابلل د سيمه ييزو لانجو د هوارۍ لپاره يوه اغېزمنه او مناسبه لاره ده.

له دې سره سره يو شمېر برخوالو وويل، جرگې د ستونزو د هوارۍ ښه مناسبه لاره نه ده.

په کندهار کې ځايي خلکو وويل، عادي خلک لا تر اوسه د خپلو لانجو د هوارۍ لپاره د رسمي عدلي سيستم پر ځای جرگو ته مخ اړوي او زياتره له پايلو خوښ وي.

د ارغنداب د ولسوالۍ د شورا مشر، حاجي ملا عبدالباري گډون کوونکو ته وويل، د شخړو د هوارۍ دا لاره اسلام هم منلې ده. له دې سره سره هغه خلک چې په جرگو کې گډون کوي بايد پاک او پر ديني قوانينو ښه پوه خلک وي. که خبره همداسې وي، نو د شخړې دواړه لوري د هغوی پرېکړو ته غاړه ږدي.

عبدالباري وويل: «په ارغنداب کې له شلو کلونو راهيسې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کورنيو تر منځ شخړه وه. دواړو کورنيو ته [په دې موده کې] ډېره مرگ ژوبله اوښتې وه. هغه مهال يې چې موضوع [ديني] عالمانو او قومي مشرانو ته وړاندې کړه، جرگه راوبلل شوه. موږ داسې پرېکړه وکړه چې دواړه لوري پرې خوښ شول. اوس دواړه کورنۍ کرار ژوند لري او په خپلو برخو قانع دي.»

د محمد عيسی په نامه د مدني ټولنې يوه فعال وويل، تاريخي دودونه د وياړ نښه ده. په داسې حال کې چې ښايي ستونزې د دولتي عدلي سيستم له لارې هوارې شي، خو ويې منله چې زياتره دا کار نه کيږي.

هغه وويل: «سره له دې چې په هېواد کې عدلي سيستم او مدني قانون شته، خو زياتره خلک په عدلي سيستم کې د فساد له امله خپلو سيمه ييزو ستونزو ته سيمه ييز هواری لټوي.»

د افغانستان نوي ولسمشر، اشرف غني په عدلي سيستم کې د فساد له امله اندېښه ښکاره کړې او له سترې محکمې او لوي څارنوالۍ يې غوښتنه کړې چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.

يو شمېر نور خلک وايي چې جرگې ټولو لورو ته بې پرې پرېکړې نشي ترسره کولای.

په کندهارکی د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون وياند، عبدالعزيز اکرامي وويل: «ځايي پرېکړې بشري حقونه په پام کې نشي نيولای، ځکه عدالت نه تضمينوي.»

د کندهار د ښځو د چارو رئيسې، رقيې اڅکزۍ وويل، نوموړې جرگې زياتره د ښځو او نورو حقونه يوې خواته پرېږدي.

هغې وويل: «د سيمه ييزو جرگو په زياتره پېښو کې بېگناه لوری عدالت نشي ترلاسه کولای. زياتره پرېکړې د زورځواکو په گټه وي. په پرېکړو کې، په تېره بيا د ښځو په اړه شرعي او مدني قانون دواړه د ښځو په گټه نه وي، ځکه ښځو ته د گناهکار لوري په سترگه کتل کيږي.»

د لوگر په مناظره کې برخوالو پر دې ټکي ډېر ټينگار وکړ چې د مدني ټولنې موسسې بايد د لانجو په هوارۍ کې خپل رول ولوبوي.

د يوې مدني ټولنې مشر، نور احمد تسل ومنله چې افغانستان يوازنی رښتينی هېواد دی چې زياتره خلک يې په عدلي موضوعگانو کې ديني عالمانو او قومي مشرانو ته مخ اړوي. هغه وويل، دا پرېکړې کله ناکله د مدني قانون مخالفې وي.

هغه وويل: «زياتره وختونه د کورنيو تر منځ د قاتل او د مقتول تر منځ شخړه د جبران په توگه د يوې نجلې په ورکړې پای ته رسيږي. په دغو قضيو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کيږي او عدالت نه تامينيږي.»

تسل زياته کړه، د واده په لانجو کې د ځانساتي دودونو له امله د ښځو په گټه کوم منځگړي کار نشي کولای.

د شازيې په نامه يوې گډون کوونکې وپوښتل، د کومو ځانگړتياو خاوند د منځگړي په توگه ټاکل کېدای شي.

تسل ځواب ورکړ: «هغه څوک چې په منځگړتوب کې د پوره تجربې خاوند وي او د هېواد د دودونو او همدارنگه د قانوني غوښتنو په اړه ښه پوهه ولري. هغه څوک چې خلک ورته درناوی ولري او د قدر وړ مخينه ولري او هغه څوک چې د قضيې د دواړو لورو د باور او اطمينان وړ وي.»

د ازيتا په نامه يوې بلې گډون کوونکې وويل، د شخړې د موضوع جرړې بايد وايستل شي.

هغې ادامه ورکړه او ويې ويل: «د کورنيو په وړاندې دروند مسؤوليت پروت دی. هغوی بايد خپل اولادونه داسې وروزي چې په راتلونکې کې ستونزې رامنځته نه کړي. هغوی ته بايد د زغم لوست ورکړ شي او داسې وروزل شي چې ملي گټې پر شخصي گټو پورته وگڼي.»

د لوگر د اسلامي شورا رئيس، مولوي اسدالله وويل، خلک د نورو اشخاصو په پرتله پر ديني عالمانو ډېر باور لري، له دې امله  په شخړو کې د منځگړتوب لپاره ښه وړ اشخاص گڼل کيږي.  

اسدالله وويل: «افغانستان يو اسلامي هېواد دی. خلک د دينې عالمانو ته درناوی کوي. هغوی د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره هغوی ته مخ اړوي. عالمانو د اسلام او افغانستان د قوانينوپه پام کې نيولو سره ډېرې کورنۍ او قومي شخړې هوارې کړې دي. هغوی آن د حکومت او ياغيانو تر منځ د سولې په خبرو کې منځگړتوب کړی دی.»

نوموړي په دوام وويل: «عالمان يوازې د خپلې ټولنې خير غواړي. موږ تل هڅه کوو د شخړو مخه ونيسو او د اسلام د قوانينو په رڼا کې ورته د هوارۍ لاره ومومو.»

په ننگرهار کې د مناظرو برخوالو وويل، د سيمه ييزو شخړو په هوارۍ کې بايد ځوانان رول ولوبوي، ځکه هغوی د خپلو مشرانو په پرتله د قانوني موضوعگانو په اړه ښه معلومات لري.

د ننگرهار د بهسودو د ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر، احسان الله وويل: «په کورنيو او ټولنه کې داسې دود دی چې کشران بايد د مشرانو په مخ کې خبرې ونه کړي؛ په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د ځوانانو نظر ته درناوی کيږي.»

د مناظرې برخوال، عبدالبصير سباوون پر چارواکو نيوکه وکړه چې ځوانانو ته پر ارزښت قايل نه دي.

هغه وويل: «نوی حکومت بايد له حکومتي چوکاټ بهر او دننه ځوانانو ته ځانگړی پام وکړي، ځکه هغوی د ټولنې تکړه کاري ځواک دی.»

د بهسودو يو قومي مشر، ملک نعمت الله له دې خبرې سره يو خوله و، ويې ويل، ځوانان ښايي په جرگو کې ډېره برخه واخلي.

هغه وويل: «موږ د شخړو په هوارۍ کې د ځوانانو پر نظر حساب کړی دی. دا رښتيا ده چې زموږ ځوانان لوستي او د پوره معلوماتو خاوندان دي.»

په ورته وخت کې نعمت الله د دوديز جوړښت پر اهميت او د قومي مشرانو پر پوهې او تجربو ټينگار وکړ چې دوی ته يې لېږدولي دي. 

هغه زياته کړه: « څوورځی مخکی زموږ مشرانو يوه پېچلې شخړه هواره کړه، چې محکمه او حقوقپوهان يې په هوارۍ کې پاتې راغلي وو.»