په اذربايجان کې د مساوات بيه

هغه ښځې چې غواړي په اذربايجان کې زياتې فعالې او پرېکنډه وي، له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان کيږي.

په اذربايجان کې د مساوات بيه

هغه ښځې چې غواړي په اذربايجان کې زياتې فعالې او پرېکنډه وي، له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان کيږي.

ايسمر يو لاس خپل مخ ته نيولی او په بل لاس يې د مېز په سر اينه ټېل وهله. هغې وويل: ((هغه (اينه) به ما بيا هېڅکله ښکلې او ځوانه ونه ښيي.))

ايسمر چې اوس 23 کلنه ده، د واده په اته کلنه موده کې نه ده توانېدلې اميدو اره شي. په نتيجه کې د هغې مېړه، خاګاني هغه وهي او ځوروي او اړ باسي يې چې د خپلې (ناروغيتا) د درملنې لپاره د پوښتنې وړ بېلا بېلې طبي کتنې تر سره کړي. د هورمون پېچکاريو او نور درملو خوراک د هغې د هډوکو په بڼه ناوړه اغېزه کړې ده. اوس د ډاکترانو وس نه رسيږي، چې بېرته يې سم کړي. ايسمر اوس کړوپه او په خوږ کې پرته ده. مېړه پرېښې ده او د مو راو پلار په کور کې اوسيږي.

هغه وايي: ((دواده په لومړيو کلونوکې خاګاني ته د ګېډې سخته ناروغي پيدا شوه. ډېرو خلکو راته وويل، چې طلاق ترې واخلم. خو ما ورسره څو کلونه تېر کړل (د هغه خدمت مې وکړ). هغه اوس زما په پرتله روغ رمټ دی. کله چې خاګاني د ماشوم د نه راوړلو له امله زه سپکه سپوره کړم، نو غوښتل مې چې پخپله طلاق واخلم، خو هغه زه نه پريښودم، چې لاړه شم. خو کله چې ما مرستې ته اړتيا لرله، هغه زه له خپله کوره وشړلم.))

د ښځو د بيارغاونې د ګنجه د مرکز مشرې، ناتيلا ماميدوا وويل، د هغوی مرکز ته د راتلونکو ښځو په سلو کې نوي هغه يې د وهلو ټکولو او د ناوړه چال چلن له نورو بڼو څخه کړيږي. هغه وايي: ((دا شمېره ددې څرګندونه کوي، چې کورني تاوتريخوالی په زياته اندازه موجود دی. په هغه اندازه چې زموږ ښځې په ټولنې کې (د ځان د څرګندېدو) هڅه کوي په هماغه اندازه ورباندې ظلم کيږي.))

د ښځې د مدني ټولنې د موسسې مشره، ګلناره ګوسانوا له دې خبرې سره موافقه ده. هغه وايي: ((زموږ ښځې زيار باسي، په ټولنيز او سياسي بهير کې فعالې واوسي او په ټولنې کې د مشرتابه دريځ تر لاسه کړي. د پلار واکۍ په خوی اموخته نارينه ګان له دې ناڅاپي پرمختګ څخه ډاريږي او له دې اندېښنه لري، چې ښايي ښځې نه يوازې له هغوی سره برابرې شي، بلکې د هغوی آمرانې به شي.))

د ګوسانوا د موسسې له خوا د يوې سر ته رسېدلې سروې له مخې وهل ټکول د طلاق اخيستلو لومړنی لامل دی. هغه وايي: ((د ګنجه په ښاري محکمې کې د طلاق د ټولو پېښو په نيمايي شمېرې کې کورنی تاوتريخوالی د بېلتون لامل دی. نور لاملونه هم شته، خو (د هغې په پرتله) دومره برلاسي نه دي. دبېلګې په توګه په سلوکې د 20 پېښو نارينه د نامعلومې مودې لپاره د کار لپاره ځي او د هغوی په نشتوالي کې کورنۍ ته خواړه نه چمتو کيږي. په سلو کې 15 پيښې د بېوفايۍ او په په سلو کې پنځه هغه يې د ماشوم د نه راوړلو له امله دي.))

ايسمر لکه د اذربايجان د نورو زياتو مېرمنو په څېر د خپل مېړه وهل ټکول او سپکاوي د خپل واده د ساتلو په هيله په پټه زغمي. د هغې مور او پلار ډېره موده د هغې له ستونزو خبر نه وو. دا واقعيت تر هغه وخته جوت نه شو، ترڅو چې هغه ماته ګوډه د خپل پلار کور ته واستول شوه.

له ايسمر سره دخدای پامانۍ پر مهال هغه نه شوه ودرېدای، د خپلې خور، سيوينج په اوږو يې تکيه کړې وه. هغه پرله پسې څارنې ته اړتيا لري، چې پلارګنۍ يې ورته چمتو کوي. دا ځوانه مېرمن د خپل خراب ژوند په هکله کوم شک نه لري، هغې له اوښکو څخه په ډکو سترګو وويل: ((زما په اند دا شيان ماته ځکه پېښ شول، چې زه ښځه زېږېدلې وم.))

Frontline Updates
Support local journalists